الجمعة، 11 مايو 2012

رښتیني کیسه






رښتیني کیسه

یوي مسلماني میرمني په فرانسه کې په یوه سوبرمارکیټ کې په داسې حالت کې سودااخیستله چې مخ یې پټ و کله یې چې سامان راټول کړاو د حساب اخیستونکي میزته راغله څو پیئي ورکړي سامان یې په میز کیښود ، دمیز شاته یوه مغربي الاصل میرمن ناسته وه او ددي مخپټي میرمني دسامان په حسابولو یې پیل وکړ هغه مغربی ښځه لوڅ
سر او بیحجابه وه دي مخپټي مسلماني میرمني ته یې په سپک نظر وکتل او دسامان په حسابولو یې پیل وکړ اودومره ورته په غوسه وه چې سامان یې یوپه بل ویشته خو مخپټي میرمن چوپ ولاړه وه او هیڅ یې هم نه ورته ویل :اخریې په خبرو پیل وکړ او ورته کړه یې :
موږ په فرانسه کې ګڼ شمیر ستونزي لرو او له دي ستونزو نه داستا مخپټونی (نقاب) یوه یوه لویه ستونزه ده او دا ستونزه تاسو مخيټو میرمنو راته جوړه کړي ده موږ دلته دکار او خواري له پاره راغلي یو موږ ددي له پاره نه یو راغلي چې خلکوته خپل دین او تاریخ ورښیو تاته چې خپل دین دومره خوند درکوې خپل وطن ته ولاړه شه او هلته په خپله خوښه
دي چې څه زړه غواړي هغه کوه دلته موږ ته ولي ستونزي پیدا کوئ ؟!!

مخپټي میرمني خپل سامان په میز ایښی او هغي ته یې کتل او وروسته یې خپل نقاب له مخه لیري کړ مغربی ښځي چې ورته وکتل نو هغه یوه یوسرمخي اوشین سترګي میرمن وه او مغربی ته یې وویل :

زه فرانسوی یمه ، زما اسلام هم خپل دی او وطن مې هم
خپل دی .....تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست ....... !!!!

دکرایې قلمونه


دکرایې قلمونه

کله چې دڅو جهادي ډلو دواک غوښتلو په غوبل کې د
سپیڅلي جهاد رنګ بد او لویدیځوالو یې پرخلاف ډنډورې
تودي کړې نو ځیني مجاهدو لیکوالانو هم په خپل تیر درځ
نوی نظر پیل کړ اوکله چې د متحده ایالاتو یرغل پیل شو
نو دلته یې په یقیني توګه خپل زوړ نظر بیکاره او دنوې
خپلول ضروري وبلل ،

نوی دریځ څه و ؟
نوی دریځ په متعارفه اصطلاح ملیګیرایې بللی شو دلته نو
دافغان ملتي اند پلویان زیات شول او په دین کې دنه ثبات
رنځ دا غریب لیکوالان په ډیرو ګناهونو لتاړ کړل او لا هم په
نرمه نرمه په دي بیلاري کې ننوځې ...

په ټولیزه توګه د دیني علماو سپکه یې دنده ګرځولي او د دیني
مدرسوپر پرخلاف په شعوري او غیر شعوري توګه دلویدیځ د استشراق دمکتب اصطلاحات راژباړې او په مسلمان ولس کې یې دخپرولو
بدنامي هڅي او هاند توند ساتلي دي

دا لیکوالان اصلا د وخت زامن او دخپلو ګټو په باد یې نظر پروت وې
که نن د دیموکراسې ډول ته ناڅي سبا بیرته دکوم مجاهد مشر
دشعارونو دبدرګه کولو هنر یاشیطنت یې هم زده دی او ځکه خو
یې الحمدلله غږ او دقلم څوکه هم بي اثره او تجارتي ده اصلا زړونو
ته د زړونو خبرې لار مومې دکرایې قلمونه یواځي دقلموال له پاره یوه
ګوله ډوډۍ برابرولی شې او د وخت دسیاستوالو دروغژنه اولنډ مهال دفاع کوالی شې نورهیڅ .

یادونه : له درنو لیکوالانو هیله کوم چې دا موضوع
نوره هم روښانه او په نورو انټرنیټي پاڼو کې هم خپره
کړي په درنښت او مننه

الجمعة، 4 مايو 2012

غوره ویناوي

غوره ویناوي



دټولنپوهنې علماء وایې چې خبری دبرېښنا په څېر انسان ته په رسېدلو
کې له بل هرډول ځواک نه پیاوړی دی ځکه خو دپوهانو ، مشرانو، شاعرانو
او نقادانو او سیاسې شننوکو خبرې له بل هر قوت نه ډېرې ځواکمنې دې
موږ دسرپه سترګو لېدلې دې چې ډېرخله دیوه پوهه یوې جملې یاد یوه شاعر
یوه بند دسترو پېښو مخه پر بل لوری ګرځولی وی لنډه بېلګه یې د فرضې
یاحقیقې ملالی ابۍ ټپه ده چې دفرنګ سوبه یې دهغوی په ماتې بدله کړه

اوله دې کبله خو ډېرځله یوه خبره داسې په منډه دسړي زړه ته لاره پیداکړې او هلته داسې کلکه کینې چې بیانو په ټول ژوند کې ورسره ملګرې وې او دژوند په کږلیچونوکې لاره ورښیې ته به وایې کوم ډېرمهربانه روزونکی اومربی یې شپه ورځ په څنګ کې ناست اوروان دی اوچې کله هم ددې خبرې په اړوند ځای کی کږه پښه ږدی نوله مټ یې نیسی او دحال په ژبه درته وایې :
داڅه کړي ؟؟!!

موږخو هم د کتابونو چینجې یو او اوس مو داد چینجی والی خوړین عادت
تر انټر نیټه هم رسېدلی دی د خپل جهل او ناپوهې له لاسه لالهانده اوستومانه
ګرځو که چرته مو کوم ښه اوخیر ترلاسه کړ یامو داسې رښتیا او حکمت ترلاسه
کړ چې دخپل ژوند تورو تروږمیوته یې مشال کړو او له درنو لوستوالو سره
مو مینه اوخواخوږي هم شته کوم دخیر لاره یاد حکمت خبره چې په مخه راشې
نو زړه مې وغواړې راځه دا له یارانوسره هم شرېکه کړم داڅه موده مې څو داسې
غوره ویناوی موندلې دې چې که دسرو زرو په اوبو ولیکل شې هم به یې حق نه وې اداشوی او دا هره خبره په خپل ځای کی یواوږد مضمون او ان یوه ارزښتناکه
رساله هم بللی شم خودا په هغه وخت کې چې لوستونکی داخبره دزړه په غوږونو واورې اوبیا یې د تدبر او تفکر تراوږدې عملیې لاندې
راولې . راځئ داخبرې ولولئ او خوند ترې واخلئ !


1- ددې په ځای چې ټول عمر په تیارو لعنتونه وایې له ځانه یوه کوچنی شمعه جوړه کړه

2- له محال اوناممکن نه چاپوښتنه وکړه چې چیری اوسی ؟ هغه وویل : دعاجزانو په خوبونوکې

3- هغه څوک پیاوړی ندی چې هروخت جګړه ګټې بلکې هغه څوک کمزوری دی چی تل یې سوله بایللی وې .

4- ترڅو چې ته دبیا له پاره په پښو درېدلی شي په ناکامی مه خپه کېږ ه

5- په کوم کور کې چې کتاب نه وې هغه بی روحه کوردی