الثلاثاء، 24 يناير 2012

دماشومانوله پاره څلویښت نبوی حدیث





 
دماشومانوله پاره څلویښت نبوی حدیث
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانو ماشومانو ! ستاسو له پاره دلته هغه څلویښت نبوی حدیث
را اخلم او ژباړم چی په تاسو (ماشومانو) پوری اړه لری تاسو دا
حدیث زده کړئ اویاد کړئ څو مو سمی لاری ته برابرکړی اوپه دی
توګه تاسو کولئ شئ ترډیره حده هغه نبوی لارښوونی اوروزنی
ترلاسه کړئ کومی چی زموږ خواږه نبی صلی الله علیه وسلم ماشومانو
ته بیان کړی دی دابه زه په خوږه او پسته پښتو تاسو ته وژباړم اوبيا به
 له حديث شريف نه ترلاسه كيدونكي فايدي درته بيان کړم
تاسو لومړۍ دهغو عربی توری یاد کړئ او بیا به په اسانی سره
پښتو ژباړه هم یاد کړای شئ راځئ حدیث تلاوت کړئ!


(۱)
 
رَوَی الطَّبرَانِیُ وَابنُ النَّجَارِ عَن عَلِیِّ کَرَّمَ اللهُ وَجهَهُ أَنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ
عَلَیهِ وَسَلَّمَ قَالَ : أَدِّبُوا أَولاَدَکُم عَلی ثَلاَثٍ خِصَالٍ : حُبُّ نَبِیِّکُم ، وَحُبُّ آلِ
بَیتِهِ ، وَتِلاَوَةِ القُرانِ فَأِنَّ حَمَلَةِ القُرانِ فِی ظِلِّ عَرشِ الله یَومَ لاَظِلَّ إِلاَ ظِلَّهُ
مَعَ انبِیَائِهِ وَاصفِیَائِهِ .


ژپاړه : طبرانی او ابن النجار له حضرت علی کرم الله وجهه نه روایت کوی
چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی : تاسوخپلو اولادونو ته درۍ
خویونه ور وښیئ ! ستاسو دنبی مینه ، دهغه دکورنۍ مینه اودقرانکرم تلا
وت ځکه دقران حافظان به دالله دعرش په هغه سیوری کی له انبیاو او نیکو
خلکوسره وی چی په هغه ورځ بل ځای سیوری نه پیداکیږی





.
(2)


رُوِيَ أَحْمَدُوَالشَّيْخَان عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلاُ سَئَلَ رَسُولَ اللهِ
صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَتَي السَّاعَةُ ؟ فَقَالَ رَسُول ُاللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
وَمَا اعْدَدْتَ لَهَا ؟ فَقَالَ لاَشَئ اِلاَّ أَنَّي اُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ

وَفِي رِوَايَةِ البُخَارِي قَالَ : وَنَحْنُ كَذَلِكَ ؟ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ
قَالَ أَنَسٍ : فَمَا فَرَحْنَا بِشَئٍ فَرْحَنَا بِقَولِ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ
مَنْ أَحْبَبْتَ .
قَالَ أَنَسُ فَأِنَّا اَحَبُّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَابَكْرٍ وَعُمَرَ وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ مَعَهُمْ بِحُبِّي اِيَّاهُمْ



ژباړه : يوه سړي له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه پوښتنه وكړه :
قيامت به كله وي ؟ هغه ورته وويل :ايا تا اخرت ته تياري كړي ده ؟

هغه وويل نه هيڅ تياري مي نده كړي يواځي له الله او دهغه له رسول
سره مينه لرم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ته چي له
چاسره مينه لري په اخرت كي به له هغو سره وي

دبخاري په روايت كي راغلي دي : هغه سړي وويل :موږبه هم ىاسي يو
(يعني له چا سره چي مينه لرو له هغوسره به يو) رسول الله ورته وويل:
هوكي.

انس وايي موږ په يوه شي هم دومره نه يو خوشاله شوي لكه دي رسول الله
په دي خبره(أنت مع من احببت ) چي څومره خوشاله شوو أنس وايي زه له رسول الله ، ابوبكر او عمر سره مينه لرم او اميد لرم چي ددي ميني په بركت به
له دوي سره يم

(3)


أَخْرَجَ البُخَارِيُّ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله ُعَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ
الْخَلاَءَ قَالَ : فَوَضَعْتُ لَهُ وَضُوءًا فَقَالَ مَنْ وَضَعَ هَذَا ؟ فَأُخْبِرَ فَقَالَ : اَللَّهُمَّ فَقِّهْهُ فِي الدِّينِ

ژباړه : عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وايي رسول الله صلي الله عليه
وسلم بيت الخلا ته ننوت او ما داوداسه اوبه ورته كيښودلي . پوښتنه يي
وكړه : دا اوبه چا كيښودلي ؟ چا خبروركړ. نو ويي ويل : خدايه په دين كي
يي پوه په نصيب كړي


فايدي :

(1)
عبدالله دا مهال كوچنۍ و او داحديث موږته راښيي چي كوچنيان بايد دلويانو
خدمت وكړي او لويان بايد په بدل كي ښي خبري او دعاوي ورته وكړي .

(2)

بايد کوچنیان داسی ښه کار پرته دچا له امرکولو نه په خپله وکړی او دا
ددی لامل کیږی چی دداسی کوچنی کاربه ستایل کیږی او دعا او افرین
به پری ویل کیږی.


(۳)


که ماشوم یوښه کار وکړی باید غلی پاتی شی او شور جوړ نکړی چی ما داسی
کار وکړ ځکه په دی روایت کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا
وویل (فَأُخْبِرَ) یعنی انس رضی الله عنه نه بلکی بل چا ورته وویل چی داوداسه
اوبه انس برابری کړی .





(۴)

أْخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ رَبِيْعَهْ بنِ شَيْبَان قَالَ : قُلْتُ لِلْحَسَن بنِ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا
مَا حَفَظْتَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قاَلَ حَفَظْتُ مِنْهُ : دَعْ مَا يُرِيْبُكَ إِلَي
مَا لَايُرِيْبُكَ فَإِنَّ الصِّدْقَ طَمَأنِينَةٌ وَالْكَذِبَ رَيْبَةٌ

ژباړه : ربیعه بن شیبان وایی ما حسن بن علی رضی الله عنهما ته وویل :
تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه څه یادکړی دی ؟ ده راته وویل :ما
له هغه نه دا خبره یادکړی ده چی ویل یی : په کوم کار کی چی دووه زړۍ
اوشکمن یی هغه پریږده او هغه کار وکړه چی په هغه کی شک نه وی ځکه
په رښتیا کی ډاډ او اطمنان پروت دی او په دروغو کی شک اوشبه وی


فوائد:


(1)په ماشومانو کی درسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیثو دیادولواهتمام
درسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په مهال حسن بن علی رضی الله عنهما
ماشوم و .


(۲) داسی یوشی چی دهغه په جواز اونه جواز یارواوالی اونارواوالی کی شک
وی دهغه پریښودل لازمی دی باید داسی شی غوره کړل شی چی هغه صفا او له
شکه وتلی وی یعنی هرشکمن کارته نه ورنږدی کیدل .

(۳)درښتیا لاره ډیره پاکه اوسپیڅلی ده هر کار چی په رښتیا ولاړ وی په هغه
کی هیڅ شک اوشبه نه وی اوهغه کار ډیر خوندور وی له ماشومانو سره د
اړیکوپه مهال دهغوی موراوپلار اونور اړوند خلک ډیرځله دمختلفوضر
ورتونویا لهوپراساس هغوی ته دروغ وایی چی داد ماشوم له پاره ډیر تاوانی
دی او په دی سره ماشوم درښتیا له سپیڅلی لاری لری کیدلو ویره ده


(۴)په یوه شی کی شک او تردد د دروغو له کبله رامنځته شوی وی نوله دروغو
ځان ژغورل ضروری دی ځکه دروغ شکوک اوشبهات پیدا کوی .




(۵)

أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ عَن سَمُرةَ بنِ جُنىدُبٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :
كُنتُ عَلَي عَهدِ رَسُولُ الله صلي الله عليه وسلم غُلاَماً, فَكُنتَ أَحفَظُ عَنهُ,
فَمَا يَمنَعُنِي مِنَ القَولِ إلاّأنّ هَاهُنَارِجَالاًهُم أَسَنُّ مِنِّي.

ژباړه : سمره بن جندب رضی الله عنه وایی : زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم
په وخت کی هلک وم ، او له ده نه به می دده حدیث یادول خوپوښتنه به می نشوی
کولی ځکه هلته به له مانه مشران خلک وو


فایده : د سمره رضی الله عنه له ددی روایت په رڼا کی که موږ درسول الله
صلی الله علیه وسلم مجلس ته د تصور په نړۍ کی سر ور ښکاره کړو نو
څو خبری به راته مالومی شی :

(۱) دده په مجلس او درس کی به مشران او کشران ټول ناست وو

(۲) کشران به هم د درس د زده کړی له پاره ناست وو

(۳) کشرانو به دمشرانو په مخکی خبری اوپوښتنی نه کولی او د
هغو احترام به یی کاوه

(۴) مشرانوبه پوښتنی کولی خو دا پوښتنی به دیری کمی وی




(۶)
.


أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدَ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ-
عَن أَنَسٍ بنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :
دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةَ
ثَرِيدٍ وَعَلَيهِ دُبَّاءٌ , قَالَ : وَأَقبَلَ عَلي عَمَلِهِ -يَعنِي : الغُلاَمُ - قَالَ : فَجَعَلَ النَّبِيُّ
يَتَّبِعُ الدُّبَاَءَ قَالَ أَنَس ُ: فَجَعَلتُ أَتَتبَعُهُ , وَأَضَعُهُ بَينَ يَدَيهِ قَالَ : وَمَازِلتُ أُحِبَّ
الدُّبَاءَ .


ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایی : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم
سره یوه ګنډونکی هلک ته ورغلو هغه ده ته دماتی ډوډۍ کاسه کیښودله چی
کدوهم پری پروت و او هغه هلک بیرته په خپل کار پیل وکړ. نو رسول الله صلی
الله علیه وسلم کدو ورټولاوه او خوړ به یی انس وایی : نو مابه هم کدو راټولاوه
او درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته به می کیښود او له هغه راهیسی زه له
کدوسره مینه لرم .


فائدې:

(۱)په خپله خوښه د ماشوم کار کول کوم بد کار ندی ،

(۲)میلمه ته ډوډۍ کیښودل اوپه خپله په کار بوختیدل روا کار دی
او دا کومه بدی نلری .
(۳)دداسی ډوډۍ یا میوی کاسه یا لوښۍ چی اجزاء یی یوبرابر وی او توپیر ونلری
په دی صورت کی باید سړۍ له خپل لوری ډوډۍ او میوه وخوری او که برابر نه
و بیا کولی شی چی له کوم لوری یی خوښه وی ویی خوری .

(۴) کوم مشراو میلمه ته په کاسه او دسترخوان کی ډوډۍ برابرول
او ورمخته کول ښه کار دی

(۵) له کدو سره مینه کول ښه کار دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم
له کدو سره مینه لرله

(۶) که یوڅوک تاسو ته په خپل لاس ډوډۍ برابروی بایدکرکه تر ونشی
او په مینه باید د هغه دلاس خواړه وخوړل شی .




(۷)

أَخْرَجَ التِّرمِذِي عَنْ ابنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ :كُنْتُ خَلْفَ النَّبِيِّ صّلَّي اللهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْماً فَقَالَ : يَاغُلاَمُ ! إِنِّيْ أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ :

__ اِحْفَظِ الله َ يَحْفَظَكَ.

__ اِحْفَظِ الله َ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ .

__ إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ الله َ.

__ وَأِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ .

__ وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَي أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَئٍ , لَمْ يَنْفَعُوكَ
إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ لَكَ .

__ وَإِنِ اجْتَمَعُوْاعَلَي أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَئٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ

عَلَيْكَ .رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجُفَّتِ الصُّحُفُ

وفي رواية غير الترمذي زيادة :


__ تَعَرّف إِلَي الله ِ فِي الرَّخَاءِ يُعَرِّفَكَ فِي الشِّدَّةِ


__ وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ وَ أَنَّ الفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ وَأَنَّ مَعَ العُسْرِ يُسْراً


ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما وایی : زه یوه ورځ درسول الله صلی الله
علیه وسلم شاته وم راته ویل یی :

ای هلکه ! زه څو خبری درته ښیم :

دالله دین وساته هغه به تا وساتی !
دالله دین وساته هغه له تاسره مل وی !
یواځی له الله نه سوال کوه !
یواځی له الله نه مرسته غواړه !

اوپوهه شه ! که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ګټه ورسوی
تاته به له هغه زیاته ګټه ونه رسوی کومه چی الله ستا له پاره لیکلی ده

او که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ضرر ورسوی تاته به
هیڅ ضرر ونه رسوی یواځی هغه ضرر به درته رسیږی چی الله درته لیکلی دی
قلمونه دریدلی او صحیفی بندی شوی دی .


اوپه بل روایت کی دازیاتونه راځی :

په عادی حالاتو کی دالله حقوق وپیژنه هغه به په سختی کی درسره مل وی


اوپوهه شه ! چی الهی مرسته په صبرسره ترلاسه کیږی ،
اوله غم سره خوشالی مله وی اوله سختی سره اسانتیا مله وی

.





فوايد:

له دی حدیث شریف نه خوراستری او لویی ګټی
ترلاسه کولی شو چی څو مهمی یی لاندی را اخلو :


(۱)

دخبری داهمیت له پاره دخبرداوریدلو حالت بیانول لکه ابن عباس رضی الله عنه
چی وایی زه درسول الله صلی الله علیه وسلم له شا وم

(۲)

دخبرو داهمیت او دمخاطب د متوجه کولو له پاره دمعلوم مخاطب
په عام نامه سره مخاطب کول لکه وه هلکه ! ای سړیه ! وه امیرصاحب!
ابن عباس رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره زوی دی او
ښه یی پیژنی بیا هم ورته وایی : یاغلام !

(۳)

دمخاطب دښه پوهولو او دهغه په ذهن کی مخکی له مخکی دراتلونکوخبرو
داهمیت پیدا کولو له پاره په ډیراجمال سره دهغو یادونه او له هغه وروسته
تفصیل ته ښکته کیدل لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ابن عباس
رضی الله عنه ته داجمال په توګه وایی : انی اعلمک کلمات .


(۴)

په تقدیر ایمان او پر الله جل جلاله باور او ویسا .


(۵)


یواځی الله جل جلاله ته زارۍ او له هغه نه سوال کول او یواځی له هغه نه
مرسته غوښتل او غیر الله هرڅه بی وسه او الله جل جلاله ته اړاومحتاج
بلل .


(۶)


په هرحالت : خوشالی او خپګان ، سختی او اسانی کی دالله بندګی او
دهغه نمانځنه .


(۷)

دصبر غوره صفت اختیارول او په صبر سره له الله نه دمرستی ترلاسه
کول .


(۸)

دسختی او غم بروا نه کول او په دی خوشالیدل چی له سختی وروسته
به حتما اسانی راځی او غمه وروسته به خوشالی راځی .




.

(۸)

أَخرَجَ مُسلِم وَ أَبُودَاوُد عَنْ أَ نَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَ نّ فَتيً مِنْ أّسْلَم قَالَ :
يَارَسُوْلَ اللهِ ! إِنّيْ أَرَدْتُ الغَزْوَ , وَلَيْسَ مَعِيَ مَا أَتَجَهَّزُ بِهِ ؟ قَالَ إِئْتِ
فُلَاناً قَدْكَانَ تَجَهَّزَفَمَرِضَ . فَأَتاهُ فَقَالَ : إِنَّ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ يُقْرِئُكَ السَّلاَمَ , وَ يَقُوْلُ : أَعْطِنِي الَّذِي تَجهَّزْتَ بِهِ , فَقَالَ : يَا
فُلاَنَة أَعْطِيهِ الَّذِي تَجَهَّزْتُ بِهِ , وَلاَ تَحْبِسِي مِنْهُ شَيْئاً , فَوَاللهِ لاَ
تَحْبِسِينَ مِنْهُ شَيْئاً , فَيُبَارِكُ لَناَ فِيهِ .


ژباړه : حضرت انس رضی الله عنه وایی د اسلم قبیلی یو ځوان
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویی ویل : یار
سول الله ! زه غزا ته دتګ نیت لرم خو د
غزا الات اوسامان نلرم ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل فلانکی ته ورشه هغه غزا
ته ځان تیار کړی و خو بیا ناروغه شو ځوان هغه سړی ته ورغی او ور
ته ویی ویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام ویلی او ویل یی
چی تا غزاته دتګ له پاره دځان له پاره کوم سامان تیار کړی وو هغه
ماته راکړه .
هغه سړی خپلی میرمنی ته وویل چی ای فلانۍ ! هغه زما سامان ده ته
ورکړه او یو شی هم مه ځنی ګرځوه په خدای سوګند که څه دی ورنه وګر
ځول په هغه کی موږ ته الله جل جلاله برکت نه اچوی


فوائد :

(۱)
دالله په لاری که دوتلو له پاره دځوانانو هڅونه .

(۲)
دالله په لار کی دوتلو له پاره تیاری داسی نه چی تش لاس په دی اراده
ووځی چی توکل می پرخدای دی . داراز توکل منعه دی ځکه په قرانکریم
کی هم الله چی وایی چی تاسو د دښةن په مقابله کی څومره تیاری کولی شئ
ویی کړئ !

(۳)
دمجاهدینو په تیاری کی له یو بل سره مرسته کول او په دی لاره کی هیڅ
نه سپمول لکه هغه ناروغه صحابی چی خپلی میرمنی ته وویل که څه دی
وګرځول په هغه کی الله موږ ته برکت نه اچوی

(۴)
یومجاهد که ناروغه شی هغه کولی شی له غزا نه پاتی شی که څه یی
هم ځان تیار کړی وی خو په دی صورت کی ښه خبره داده چی خپل دغزا
سامان بل مجاهد ته ورکړی

(۵)
دالله په لاره کی دلګولو له پاره چی کوم مال ځانګړی شوی وی هغه باید
دالله په لاره کی ولګول شی




(۹)

رُويَ الطَبْرَانِي ُ عَنْ أَبِيْ أُمَامَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَــــــــــــلَّي
اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ نَاشئٍ يَنْشَأُ فِيْ العِبَادَةِ حَتَّي يُدْرِكُهُ المَوْتُ إِلاَّ أَعْطاهُ
اللهُ أَجْرَ تِسْعَةٌ وَتِسْعِيْنَ صِدِّيْقاً.

ژباړه : ابوامامه رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی
هرهغه نوی ځلمۍ چی په عبادت کی رالوی شی او بیا ومری هغه ته به الله جل
جلاله دنه نوی صدیقینو ثواب او اجر ورکوی .


فوائد :

(۱)

عبادت اونیک عمل ته د نویوځلمیانو هڅونه .

(۲)په ځلمیتوب کی د عبادت د اجر او ثواب ډیروالی .

(۳)په ځلمیتوب کی به دعبادت ثواب په هغه صورت کی زیات وی څو
چی داځلمۍ ترمرګه پوری په همدی عبادت ټینګ اومستقیم پاتی شی


(۴)په ځلمیتوب کی عبادت کول د نه نوی صدیقینودعمل په څیر ثواب لری
او صدیقین هغه خلک دی چی دالله جل جلاله په سپیڅلیوانسانانو کی
دویم مقام لری .دالله نیک بندګان قران کریم په څلورو ډلو ویشلی دی
لومړۍ ډله دنبیان دی دویمه صدیقین دی دریمه شهیدان دی څلرمه
صالحین دی .







(۱۰)


آْخْرَجَ أَبُودَاوُدوَالتِّرمِذِيُّ وَالنَّسَائِيُّ عَنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيُّ بْنِ أَبِيْ طَالِبٍ
رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ : عَلَّمَنِيْ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَلِمَاتٍ
أَقُوْلُهُنَّفِي الْوِتْرِ : اَللّهُمَّ اهْدِنِي فِيْمَنْ هَدَيْتَ , وَعَافِنِي فِيمَنْ عَافَيتَ,
وَتَوَلَّنِي فِيمَنْ تَوَلَّيْتَ , وَبَارِكْ لِي فِيمَا اَعْطَيْتَ وَقِنِي شَرَّ مَاقَضَيْتَ,
فَإِنَّكَ تَقْضِي وَلاَ يُقْضَي عَلَيْكَ وَإِنَّهُ لاَ يَذِلُّ مَنْ وَالَيْتَ ,تَبَارَكْتَ رَبَّنَا
وَتَعَالَيْتَ .


ژباړه : حسن بن علی رضی الله عنه وایی ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم
څوکلمات راښوولی وی چی زه یی په وترو کی وایم او هغه دادی : ای الله ! کومو
خلکوته چی تا هدایت خوښ کړی دی له هغوسره ماته هم هدایت وکړه اوچاته چی
دی سلامتیا اوعافیت خوښ کړی دی ماته سلامتیا اوعافیت راوبښه ، او دچاته
ساتنه چی دی کړی ده زما ساتنه هم وکړه ، اوڅه چی دی راکړی دی په هغه کی
برکت وکړه ، اوله هغه شر نه می وژغوره چی تایی فیصله کړی وی ځکه دقضا
فیصله ستا په واک کی ده او په تاباندی څوک حکم نشی کولی
اوله چا سره چی ته دوستی کوی هغه هیڅکله نشی سپکیدلی
ای زموږ ربه ! ته دبرکت وال یی او ډیرلوی یی .


فوائد :


(۱)

باید ماشومان وهڅول شی څو نبوی ماثوری دعاګانی یادی کړی
او هغه په خپلو مخصوصو وختونوکی وایی .

(۲)

په ټولیزه توګه هروخت د دعا په پیل کی له الله جل جلاله نه دهدایت
اوسمی لاری غوښتنه .





.
(۱۱)

أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ عَنْ ابنِ عُمَرَ (رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا) قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُوْلِ اللهِ فَقَالَ: أَخْبِرُوْنِي بِشَجَرَةٍ تَشْبِهُ الْمُسْلِمَ أَوْ كَالرَّجُلِ الْمُسْلِمِ، لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا وَتُؤْتِي أُكُلُهَا كُلَّ حِينٍ، قَالَ ابنِ عُمَرُ: فَوَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، وَرَأَيْتُ أَبَا بَكْرٍ وَعُمَرَ لاَ يَتَكَلَّمَانِ فَكَرِهْتُ أَنْ أَتَكَلَّمُ، فَلَمَّا لَمْ يَقُولُوا شَيْئًا قَالَ رَسُولُ اللهِ : هِيَ النَّخْلَةُ فَلَمَّا قُمْنَا، قُلْتُ لِعُمرَ: يَا أَبَتَاهْ، وَاللهِ لَقَدْ كَانَ وَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، فَقَالَ: مَا مَنَعَكَ أَنْ تَكَلَّمَ؟ قَالَ: لَمْ أَرَكُمَا تَكَلَّمُونَ فَكَرِهْتُ أَنْ أَتَكَلَّمُ أَوْ أَقُولُ شَيْئًا، قَالَ عُمَرُ: لَِأَنْ تَكُونَ قُلْتَهَا أَحَبُّ إِلَيَّّ مِنْ كَذَا وَكَذَا.


ژباړه اوخلاصه :

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایی موږ له رسول الله صلی الله علیه
وسلم سره ناست وو هغه وویل :هغه ونه را وښیئ چی مسلمان ته ورته وی
یا مسلمان سړی ته ورته وی پاڼی یی نه توئیږی او هر وخت میوه ورکوی
ابن عمر وایی : زما په زړه کی راتیر شول چی دا دخورما ونه ده خو چی
ابوبکر او عمر ته می وکتل هغو دواړو هیڅ هم نه ویلی نو ماښه ونه بلله
چی هغه څه نه وایی او زه وغږیږم .
کله چی صحابه و څه ونه ویل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :
داد خورما ونه ده .
کله چی ولاړ شوو ما عمر ته وویل : پلارجانه ! په والله زما په زړه کی راتیره
شوه چی دابه دخورما ونه وی .
هغه راته وویل : نوبیا دی ولی نه ویلی ؟
ما ورته وویل : تاسو دواړو څه نه ویلی نو ماته ښه نشوه ښکاره چی څه ووایم
یاستاسو په مخکی خبری وکړم .
عمر وویل : په خدای سوګند که دی ښوولی وی
نو دا به ماته له ډیرشی نه غوره وه .


فوائد :

(۱)

یوه باریکه پوښتنه کول چی خپل ملګری تفکر اوسوچ ته وهڅوی چی په
هغوکی ماشومان هم وو او دهغو فکری ازموینه هم کیدی شی .

(۲)

مسلمان داسی انسان دی چی انسانیت ته یی زیات خیر رسیږی او په دی
صفت کی دخورما ونه هم له مسلمان سره شریکه ده هغه هم هروخت انسان
ته سیورۍ اومیوه ورکوی .

(۳)

دمشرانو په مخکی داسی خبری کول دادب خلاف دی چی دهغوی دپوهی
کموالی وښیی . او کشران باید دمشرانو په مخکی له خبرو سره اتیات وکړی.

(۴)

پلار په خواږه نامه یادول لکه عبدالله چی خپل پلارته وایی : یا آبتا!
یعنی ای پلار جانه !

(۵)

دزوی په هوښیاری اوپوهه باندی خوشالیدل .







(۱۲)


أَخْرَجَ الْبُخَاريَّ وَابْنُ خَزِيمَةٍ فِي صَحِيحِِهِِ وَاللَّفْظُ لِإِبْنِ خَزِيمَةٍ ,عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ
رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ بَاتَ عِنْدَ مَيْمُونَة أُمُّ الْمُؤْمِنِينَ (وَهِيَ خَالَتُهُ),فَاضْطَجَعْتُ
فِي عَرْضِ الْوِسَادَةِ ,وَاضْطَجَعَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَهْلُهُ فِي طَوْلِهَا,
فَنَامَ حَتَّي انْتَصَفَ اللَّيلُ أَوقَبْلَهُ بِقَلِيلٍ أَو بَعْدَهُ بِقَلِيلٍ ,اسْتَيْقَظَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ
عَلَيهِ وَسَلَّمَ , فَجَلَسَ يَمْسَحُ وَجْهَهُ بِيَدِهِ , ثُمَّ قَرَأ الْعَشْرَ الأَيَات الخَوَاتِمَ مِنْ سُورَةِ
آلِ عِمْرَانَ , ثُمَّ قَامَ إِلَي شَنٍّ مُعَلَّقَةٍ ,فَتَوَضَّأَ مِنْهَا , فَأَحْسَنَ وُضُوءَهُ , ثُمَّ قَامَ يُصَلِّي,
قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ : فَقُمْتُ إِلَي جَنْبِهِ , فَوَضَعَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَهُ
الْيُمْنَي عَلَي رَأْسِي , وَأَخَذَ بِأُذْنِي اليُمْنَي , فَفَتَلَهَا , وَصَلَّي رَكْعَتَينِ , ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ
خَفِيفَتَيْنِ , ثّمَّ خَرَجَ فَصَلَّي الصُّبْحَ .


ژباړه اوخلاصه :

عبد الله بن عباس رضی الله عنهما وایی چی دخپلی خالی آم المؤمنین میمونه
رضی الله عنها په کورکی می شپه وه ،ماد بالښت په ساره سرکیښوداوڅملاستم
او رسول الله صلی الله علیه وسلم او دکوروالو یی دبالښت په اوږدوسرونه کیښودل
رسول الله صلی الله علیه وسلم ترنیمی شپی اویالیږ مخکی له نیمی شپی یالیږ
وروسته پوری ؛ ویده شو رسول الله صلی الله راویښ شو
اوکیناست پرمخ یی لاسونه تیرول اود ال عمران دسورت وروستی
لس ایتونه یی وویل .بیا ولاړشو او په کور کی داوبو ژۍ رازړیدی له هغه
نه یی اودس وکړ او ښه اودس یی وکړ او بیا دلمانځه له پاره ولاړشو .

ابن عباس وایی زه یی هم څنګ ته ودریدم نو رسول الله صلی الله علیه
وسلم خپل ښۍ لاس زما پرسر کیښود اوزما ښۍ غوږ یی په لاس کی ونیو
او تاو یی کړ ، دووه رکاته لمونځ یی وکړ اوبیا یی دووه رکاته لنډ وکړل ،
بیا له کور نه ووت او دسهار لمونځ یی وکړ .


فوائد :


(۱)

له دی حدیث نه دا خبره مالومیږی چی دماشوم دخپلو خپلوانو کره تګ
ښه کار دی لکه دخاله یاعمه اویا ماماکورته ورتلل .

(۲)

که دکوم ماشوم ماما یا بل کوم خپلوان چی دده ورکره شپه وی عالم اوپوهه
سړۍ وی نو ماشوم باید داموکه له لاسه ورنکړی او له هغه نه دی څه زده
کړی،ځکه ابن عباس ددی شپی حالت څومره په دقیقه توګه بیان کړی دی
لکه په بالښت باندی دسرونو دکیښودلو څرنګوالی بیا د رسول الله درا
کینستلو اوپرمخ لاسونو تیرولو او ایتونو ویلو خبره داراز له هغه سره په
لمانځه دریدل او دهغه ښی لاس دده پر سر دتیرولو خبری له دی داسی مالو
میږی چی ابن عباس درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول حرکات ډیر په دقت
سره څارلی او دهغه هر عمل ته پوره متوجه و .

(۳)

که یوڅوک دشپی له مخی کوم عبادت کوی باید کور والوته تکلیف ورنکړی
په خپله دی داوداسه اوبه وراخلی یا که فرضا روژه نیسی په خپله دی ځان ته
تیاری وکړی لکه په روایت کی چی واضح راغلی دی چی رسول الله صلی الله
علیه وسلم په خپله داوبو له ژی نه اودس وکړ .

(۴)

په ماشوم باندی مینه کول دهغه پر سر لاس تیرول یا له هغه سره مستی کول
اوغوږونه یی تاوول ښه کار دی او په ماشومتوب کی دهغه په عبادت روږدی
کول هم غوره کار دی .


(۵)

که یو کس یواځی په امام پسی دلمانځه نیت تړی باید ښی اړخ ته یی ودریږی
ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی دابن عباس په سر ښۍ لاس کیښودو
نو ددی دا مطلب شو چی هغه یی ښی اړخ ته ولاړ و .



.

(13)
رُويَ أَبُودَاوُدَ وَالْحَاكِمُ عَنْ عَبْدِ اللهِ بنِ عَمْرٍوبنِ العَاص رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا
قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مُرُوا أَولاَدَكُمْ بِالصَّلَوةِوَهُمْ أَبْنَاءُ
سَبْعٍ , وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ , وَ فَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ .

ژباړه :
عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :
کله موچی اولاد اووه کلن شی دلمانځه امر ورته کوئ ! اوکله چی لس کلن شی نو
که لمونځ نه کوی وهئ یی ! او دڅملاستلو ځایونه یی سره بیل کړئ !


فوائد :


کله چی ماشومان اووه کلنی ته ورسیږی مور اوپلارته لازمه ده چی هغوی ته
دلمانځه امر وکړی او کله چی لس کلنی ته ورسیږی نو که بیا یی هم لمونځ نه
کاوه باید تادیبا ووهل شی .
داووه کلنی او لس کلنی ترمنځ دری کاله راځی په یوه کال کی دری سوه شپیته
۳۶۰ شپی او ورځی دی او په ورځ اوشپه کی پنځه لمنځونه دی نو په کال کی
اتلس سوه ۱۸۰۰ لمنځونه شول او په دریوکلونوکی پنځه زره اوڅلورسوه ۵۴۰۰
لمنځو نه راځی . کله چی یو ماشوم ته د دریوکلونو په دوران کی پنځه زره او
څلورسوه ځله وویل شی چی لمونځ وکړه ! لمونځ وکړه ! او دی بیاهم لمونځ نه
کوی او لس کلنی ته یی عمر هم رسیدلی وی نو بیا دلمانځه په نه کولو هغه ته
د ادب ور ښوولو په موخه دهغه ډبول په کار دی .
سړیتوب ته په لاره کی په ماشوم باندی درۍ مرحلی راځی ة اووه کلنۍ ، لس کلنۍ،
پنځلس کلنۍ . په لومړۍ مرحله کی په ماشوم کی دعقل نښی نښانی څرګندی شی
او په دویمه کی په ښه او بد پوه شی او له دریمی وروسته سړی شی او شرعی تکلیفات پری لازم شی نو په دویمه مرحله کی په خپل خیر اوشر پوهه شی
او په داسی حالت کی چی بیا هم دی دلمانځه په څیر په لوی خیر کی سستی
کوی نوتادیبا یی وهل په کار دی .

(۲)

دلس کلنی مرحله دماشوم دپوره پوهی مرحله وی او دژوند په ډیرو چارو پوهه
شی نو دامهال باید دهغه هر حرکت او هرکارته مور اوپلار ځیر او متوجه وی او
دهغوی دښی روزنی له پاره باید دهغوی پر مخ دټولو پساتونو لاری وتړی نو په
دی لاره کی مهمه خبر داهم ده چی دهغوی دخوب ځایونه سره بیل کړی .







(۱۴)


أَخْرَجَ ابْنُ السَنِيُّ وَالطَّبَرَانِيُّ عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : جَاءَ غُلاَمٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : إِنِّي أَحُجُّ فَمَشَى مَعَهُ النَّبِيُّ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
فَقَالَ :يَا غُلاَمُ ! زَوَّدَكَ اللهُ التَّقْوَى وَوَجَّهَكَ الخَيْرَ وَكَفَاكَ الْهَمَّ ، فَلَمَّا
رَجَعَ الغُلاَمُ سَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا غُلاَمُ قَبَّلَ اللهُ
حَجَّكَ وَغَفَرَ ذَنْبَكَ وَأَخْلَفَ نَفَقَتَكَ.


ژباړه :

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوځوان راغی او ورته یی ویل : زه حج ته ځم
نورسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سره روان شو اوورته ویی ویل : ای
ځوانه ! الله دی ستا تقوی زیاته کړی اوالله دي له ښواوخيرسره مخامخ کړه
او الله دی له غمه وساته ، کله چی هغه ځوان له حج نه راستون شو رسول الله
صلی الله علیه وسلم ته ورغی او سلام یی پری وکړ ، رسول الله صلی الله علیه
وسلم ورته وویل : ای ځوانه ! الله دی حج قبول کړه ! او الله دی ګناوی وبښه !
او الله دی روزی درکړی ! .



فوائد :

(۱)
دیوه ځوان هلک حج ته تګ ښه کار دی اوپه ځوانی کی عبادت ډیر خوند کوی
دا مهمه نده چی له اویا کلنی وروسته به یوڅوک حج کوی لکه نن سبا چی ډیر
خلک همدا عادت لری اوپه دی مهال حاجی دنورو د ولیو پیټۍ وی .

(۲)

حج ته دتګ په مهال یوه نیک انسان اوعالم ته د دعا له پاره ورتلل ښه کار دی
څو هغه نیکی دعاګانی ورته وکړی او هغه دعا وی به د حاجی له حال سره
مناسبی وی . چی په دی سره به په دی سفر کی حاجی ته ډاډ ورپه برخه شی .


(۳)

دمیلمه د رخصت کولو پر مهال باید کوربه له میلمه سره یوڅه ولاړشی چی دی
تګ ته مشایعت وایی او دا نبوی سنت دی او د حاجی درخصت کولو په مهال له
هغه سره تګ هم ښه کار دی .

(۴)

له حج نه چی کله حاجی راستون شی هغه ته دحج دقبولی دعا کول یا زموږ په
اسطلاح هغه ته مبارکی ویل هم ښه کار دی .







(15)


أَخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ : يَا بُنَيَّ ! إِ ذَا دَخَلْتَ عَلَي أَهْلِكَ , فَسَلِّمْ يَكُنْ بَرَكَةً عَلَيْكَ , وَعَلَي
أَهْلِ بَيْتِكَ .

ژباړه : آنس رضی الله عنه وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :
ای زویه ! کله چی کورته ننوځی نو په کوروالو دی سلام اچوه په دی
سره به الله تا ته هم برکت درکړی او په کور والو به دی هم برکت وکړی .


فوائد :

(۱)

خپلو ماشومانو ته نبوی سنت لاری اوطریقی ښوول او دهغو ګټی په
ساده توګه هغوی ته بیانول چی دهغو ی دپوهی وړ وګرځی .یعنی که
دا لار ه خپله کړی ثواب به یی وی یا به الله برکت درکړی یابه جنت ته
ځی او داسی نوری .


(۲)

کورته دننوتلو په مهال په کور والو سلام  كول هغه که واړه وی
او که غټ که نروی که ښځی په ټولو سلام  كول .

(۳)

سلام كول ډیر برکتی کار دی د سلام كوونکی له پاره هم او پر هغه
چا باندی هم چی سلام پری ولویږی ځکه په سلام كولو کی دسلامتیا
، رحمت او برکت دعاوی ددواړو لوریو له خوانه پرته له کوم مادی موخی
نه یوه بل ته وکړل شی .



(16)


      أخْرَجَ التِّرمِذيُّ عَنْ أَنِسٍ رَ ضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَا بُنَيّ إِذَا دَخَلُتَ عَلَي أَهْلِكَ , فَسَلِّمْ عَلَي أَهلِكَ يَكُنْ بَرَكَة عَلَيْكَ وَعَلَي أَهْلِ بَيْتِكَ .


ژباړه: انس رضي الله عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : أي زويه ! كله چی کورته ننوځی په خپلو کوروالو سلام اچوه داسلام به ستا اوستادکورنۍ له پاره دبرکت سبب وی


فوائد :

(1)

ماشوم ته خوږه خبره کول او په داسی توری سره مخاطب کول چی هغه دمینی  اوخپلوی احساس وکړی لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی انس ته وویل یابنی.

(2)
 ماشوم بايد په کمعمری کی په دی پوهه کړل شی چی سلام کول د برکت سبب دی
اوبايد په ماشومتوب کی له ښوخبروسره عادت کړل شی .



(۱۷)




أَخْرَجَ الْبُخَارِيًّ وَ مَسْلِمٌ وَ التِرْمِذِيُّ وَ أَبُودَاوُد عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : كَانَ
رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنُ النَّاسِ خُلْقاً ، وَ كَانَ لِيَ أَخٌ يُقَالُ لَهُ : أَبُو عُمَيْر -وَهُوَ
فَطِيْمٌ- كَانَ إِذَا جَاءَنَا قَالَ : يَا أَبَا عُمًيْر مَا فَعَلَ النُّغَيْر؟ لِنُغْر كَانَ يَلْعَبُ بِهِ ،
وَرُبَمَا حَضَرَتِ الصَّلوةُ وَهُوَ فِيْ بَيْتِنَا ، فَيَأْمُرُ بِالبِسَاطِ الَّذِي تَحْتَهُ ، فَيَكْنَسُ ، ثُمَّ يُنْفَخُ ، وَنَقُومُ
خَلْفَهُ ، فَيُصَلِّي بِنَا (النُّغَيْرُ : تَصْغِيرُ النَّغْر , وَهُوَ طَائِرٌ صَغِيْرٌ كَا الْعُصْفُور)


ژباړه : انس رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کی غوره اخلاق لرل ،
زما یو ورور و چی ابوعمیر به یی باله ، -او هغه نوی له تی نه جلا شوی و - رسول الله صلی الله علیه وسلم
به چی کله راغی وبه یی ویل : ابوعمیره ! نغیر څه وکړل ؟ هغه به په نغر لوبی کولی ، اوکله به چی دی زموږ
په کور کی و او دلمانځه وخت به شو ، امر به یی وکړ چی هغه له ده نه لاندی فرش دی ویړ کړل شی ،هغه
به جارو کړل شو ، بیا به په پوکی سره پاک کړل شو،اوموږ به ده پسی په لمانځه ودریدلو ، ( نغیر د النغر تصغیر
دی او داد چرچڼګی مرغۍ په څیر کوچنی مرغه دی )


فایدی :

(۱)

له کوچنیو ماشومانو سره مینه او محبت او له هغوی سره لوبی او دهغوی دخوښی خبری کول
اوله هغوی سره ټوکی کول .

(۲)

ماشوم ته خوږ نوم کارول که څه هم هغه دهغه خپل اصلی نوم نه وی .

(۳)

ماشومان کولی شی دلوبو له پاره مارغان وساتی او په هغو لوبی وکړی .


(۴)

دخپلو دوستانو کورته ورتګ او دهغوی له ماشومانو سره مینه کول بیا هلته په
ګډه سره دماشومانو په شمول لمونځ کول .

(۵)

په جاینماز باندی کیناستل او بیا دلمانځه په وخت کی دهغه پاکول او په هغه لمونځ کول
له دی حدیث نه مالوم شول .





(18)

رُوْيَ التِّرْمِِّذِيُّ عَنْ سَعِيْدبْنِ الْعَاص رَحِمَهُ اللهُ : أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَداً مِنْ نَحْلٍ أَفْضَلٍ مِنْ أَدَبٍ حَسَنٍ .


ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : دپلار له پاره خپل زوی ته تر ښه ادب ورکولو پرته
بله غوره ډالۍ او تحفه نشته .


فایده :


داسی پلار به نه وی چی له زوی سره مینه نلری او دکومو انسانانو په منځ کی چی دمینی مزۍ
غځیدلی وی اوبیا دمینی دومره ځواکمن مزۍ لکه دزوي اوپلار تر منځ چی شتون لری خامخا پلار هڅوی څو
زوی ته آن دزړه ټوټې هم په اور کباب کړی دهغه له پاره شپی ویښی او ورځی ستومانه کړی څو خپل خواږه
اولاد ته هوسا ژوند برابر کړی .

طبعا دمیَنو تر منځ ډالۍ او تحفی یو هغه اساسی شی دی چی یو یی بل ته په ډیره مینه سره ورکوی
دا ډالۍ دمینی تر کچی پوری تړاو لری مینه چی څومره وی د تحفی او ډالۍ کمیت او کیفیت هم له هغه سره
تړاو لری ښکاره خبر ده چی پلار له زوی سره بی کچی مینه لری او طبعا به یی ډالۍ هم ترټولو غوره او
ارزښتناکې وی .

اوس به دی ته راشو چی ترټولو غوره او ارښتناکه ډالۍ کومه ده چی باید زوی ته ورکړل شی؟
د الله جل جلاله ستر پیغمبر په دی لوړ حدیث کی زوی ته دپلار ترټولو غوره ډالۍ دهغه ښه روزنه او
تربیت ښوولی دی داولادښه روزنه ښه ادب او غوره اخلاق ورښوول ترټولو غوره ډالۍ ده ځکه نوری
ټولی ډالۍ آنی او وختی شیان دی او ادب او ښه روزنه هغه یواځنۍ غوره ډالۍ ده چی له انسان سره
به ټول عمر مل وی او دژوند په هرپړاو کی به ګټه ورنه اخلی . دخلکو په منځ کی ښه نوم لری او په
هرچا په ګران وی .






(19)

رُوِيَ ابنُ السَّنِيُّ عَنْ أَبِي هُرَيرَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : أَنَّ النَّبِيَّ صلي الله عليه وسلم رَأَي
رَجُلاً مَعَهُ غُلا ٌ  , فَقَالَ لِلْغُلاَمِ : مَنْ هَذاَ ؟ قَالَ : أَبِي , قَالَ :فَلاَ  تَمْشِي أَماَمَهُ  ، وَلاَ
تَسْتَسِبُّ لَهُ , وَلاَ تَجْلِسْ قَبْلَهُ , وَلاَ تَدْعُهُ بإِسْمِهِ .

ژباړه: ابوهریره رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړۍ ولید
چی یوهلک هم ورسره و ، هلک ته یی وویل : داڅوک دی ؟ هغه ورته وویل : دازما
پلاردی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :

نو له ده مخکی مه ځه !
اومه داسی کار کوه چی دهغه کارلامله دی پلارتاته ښکنځلی وکړی !
اوله ده مخکی مه کینه !
اوپه نامه یی مه بوله !

فایدی :
(۱) له یوی موضوع چی سړۍ پوره خبرتیا نلری پر هغه دی تبصره نه کوی
په پیل کی په یوه موضوع ځان پوره خبرول اوبیا پرهغه خبری کول له دی
حدیث نه معلومیږی چی نبوی  لاره ده .

(۲) زوی باید دپلار مخته  تګ ونکړی وروسته دی ورپسی ځی .

(۳)زوی باید داسی کار ونکړی چی هغه یی دپلار دغوسی سبب وګرځی
اوتادیبا هغه ووهی یا بدی خبر یورته وکړی

(۴) په مجلس یاهرځای کی دکینستلوپرمهال دی زوی له پلار نه مخکی
نه کینی کله یی چی پلار کینی بیا دی دی کینی .

(۵) زوی باید پلار په خپل نامه ونه بولی په کومو خلکو کی چی پلار ته څه ډول
احترامانه  نوم اخیستل کیږی په هغه نامه دی وبلل شی .






20

رُوِيَ الطَّبْرَانِيُّ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ذَاتَ يَوْمٍ لِفُلاَنٍ مِنَ الأَنْصَارِ: نَاوِلْنِيْ نَعْلِي، فَقَالَ الغُلاَمُ: يَا نَبِيُّ اللهِ بِأَبِيْ أَنْتَ وَأُمِي، اُتْرُكْنِي حَتَّى اجْعَلْهُمَا فِي رِجْلَكَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: 'اَللّهُمَّ إِنَّ عَبْدَكَ هَذَا يَتَرَضَّاكَ فَارْضِ عَنْهُ.

ژباړه : انس رضی الله عنه وایی : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه انصاری ته وویل : زما نعل راکړه نو یوه هلک ورته وویل : زما پلار اومور دی له تا ځارشی ما پریږده چی زه یی درپښوکړم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : یا خدایه ! ستادا بنده ستارضا غواړی ، ته ورنه راضی شی .

فایدی :

(۱) دحدیث له اسلوب نه داسی معلومیږ ی چی دڅپلیو یابوټونو ورپښو کولو خدمت اویادی ته ورته نور خدمتونه رسول  الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامونه نه اخیستل  ځکه که دا کار عادی وای نوبیا ددی حدیث دراوړلو ګټه پاتی نشوه داحدیث چی انس ذکر کړی دی دهمدی موخی له پاره یی راخیستی چی یوځای داسی پیښه شوه چی یوه ماشوم له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په دی ډول غوښتنه وکړه او دهلک  دغوښتنی طرز ته که ځیرشوله هغه نه هم په ښکاره توګه زموږ ددی خبری تایید ترلاسه کیدلی شی  ځکه هغه رسول الله ته په عاجزانه او مخلصانه توګه داسی  وایی :
يَا نَبِيُّ اللهِ بِأَبِيْ أَنْتَ وَأُمِي، اُتْرُكْنِي حَتَّى اجْعَلْهُمَا فِي رِجْلَكَ،
 دلته هلک لومړی دخپلی مینی څرګندونه کوی  (بابی آنت وآمی ). وروسته وایی ما پریږده  (اترکنی )رسول الله صلی الله علیه وسلم چی دهغه مینه اولیوالتیاوینی نو نه یی نا امیده کوی او اجازه ورکوی ، وروسته دعاهم ورته کوی .


(۲) یو ماشوم که په مینه اوخپله لیوالتیا سره خپل پلار یاکوم مشرته بوټ ورپښوکوی په دی کی کوم  مشکل نشته .

(۳)  دابه د ماشوم له غوره اخلاقونه وی چی مشرته دخدمت په وخت کی خوږی او دمینی خبری کوی او مشرته په کار ده چی هغه ته دعا وکړی او متقابلا هغه ته داسی خبری وکړی چی هغه پری خوشاله شی


په زړه پوری کیسه :

   داسلام پنځم راشد خلیفه عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه داختر په ورځ خپل یو زوی ولید چی زړی جامی یی په تن وی
نو په سترګو کی یی اوښکی راغلی زوی یی چی دده اوښلنی سترګی ولیدلی پوښتنه یی وکړه  چی پلاره ولی ژاړی ؟
پلار یی  ورته وویل : زویه ! دا داختر په ورځ چی دی نورماشومان په دی جاموکی ووینی او ته د هغوی تازه اوښکلی جامی
ووینی ویریږم زړه به دی مات اوشین شی .

تاسو څه فکر کوئ چی دی زاهد خلیفه خپل زامن څه ډول روزلی و و؟!
دازاهد خلیفه دخپل زوی په حال اوښکی تویه وی خو هغه داخلاقو لوړه نمونه زوی یی داسی ځواب ورکوی چی په هغه کی
زموږ دماشومانو له پاره داخلاقو کتابونه پراته دی هوکی دهغه په دی یوه خبرکی .

زوی یی ورته وایی :

إنما ينكسر قلب من أعدمه الله رضاه، أو عق أمه وأباه، وإني لأرجو أن يكون الله تعالى راضيًا عني برضاك'

پلاره زړی جامی دومره مهمی ندی چی دسړی زړه مات اوشین کړی  اصلا دالله رضا نه ترلاسه کول
هغه ستره بدمرغی ده چی زړه ماتوی او دمور اوپلار نافرمانی هغه لویه بداخلاقی ده چی زړه ماتوی
اوزه امید لرم چی ستاپه رضا او خوشاله ولو سره به دالله رضا ترلاسه کوم
رضی الله تعالی عنهم


(21)


رُِوِيَ أَحمد وَ ابْنُ مَاجَه عَنْ عَائِشَة رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ : عَثَرَ أُسَامَةُ بِعَتْبَةِ الْبَابِ ،
فَشَجَّ فِيْ وَجْهِهِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَمِيْطِي عَنْهُ الْأَذْىَ
فَتَقَذَّرْتُهُ ، فَجَعَلَ يَمُصُّ عَنْهُ الدَّمَ ، وَيَمُجهُ عَنْ وَجْهِِ , ثُمَّ قَالَ :
لَوْ كَانَ أُسَامَةُ جَارِيَةً لَحَلَّيْتُهُ، وَكَسَـوْتُهُ حَتَّى أُنفِّقْهُ .

ژباړه : عائشه رضی الله عنها وایی : اسامه د وره په لخکي وپروت ، مخ یی خوږشو،
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له دی نه پلیتی لری کړه ! ، مادهغه له
پلیتی نه ځان لری وساته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه وینی زبیښلی ،
او دده له مخ نه یی وینی وچولی ،بیا یی وویل : که اسامه نجلۍ وی مابه پسوللی و ،
په جاموبه می پوښلی و، څومی واده کړی وی .

فایدی :
(۱)
له دی روایت نه له ماشومانو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم بی کچی مینه او
پرهغوی رحمت اوشفقت په ښه توګه څرګندیږی اسامه دامهال ماشوم و اودی د
مشهور صحابی زیدبن حارثه زوی و دا زوی اوپلار په رسول الله صلی الله علیه و
سلم باندی بیخی زیات ګران وو داسامه په باره کی خو په یوه روایت کی راځی
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له فاطمی پرته اسامه په ما له هرچا ګران دی
نو دیوه ماشوم له زخم نه په خوله وینی زبیښل او هغه پاکول اوخپلی میرمنی ته هم
امرکول چی دده په ساتنه کی مرسته ورسره وکړی له دی نه دا معلومولی شو چی
رسول الله په ماشومانو څومره مهربانه و او له هغوی سره یی څومره مینه لرله !!


(۲) له دی روایت نه موږ معلومولی شو چی دماشومانو نازول او هغوی ته خوږی
خبری کول نبوی لاره ده په دی روایت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم اسامه ته
څومره خوږی خبری کړی دی !
داسامه دپاکولو په مهال او دهغه د درد په وخت کی هغه ته وایی چی که اسامه
نجلۍ وی نو: لَحَلَّيْتُهُ، وَكَسَـوْتُهُ حَتَّى أُنفِّقْهُ .یعنی ما به هغه ښایسته کړی اوپسوللی
وی ، اوهغه ته به می ښ:لی جامی کړی وی او هغه به می د غوښتونکو له پاره تیاره
کړی وه .




22
رُوِيَ الِإمَامُ أَحْمَدُ وَالطَّبَرَانِيُّ عَنْ عِبَادَةبنِ الصَّامِتِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ
النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : لَيْسَ مِنْ أُمَّتِي  مَنْ لَمْ يَجُلَّ كَبِيرَنَا،
وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا، وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقُّهُ .

ژباړه :
عباده بن صامت رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :
څوک چې دمشر احترام نه کوی ، اوپه کشر رحم اوشفقت نه کوی ، او زموږ
دعالم حق نه پیژنی  ؛ هغه زما له امت  څخه نه دی .

فایدی :

(۱) په کشرانو باندی دمشرانو عزت اواحترام لازم دی  اوبی ادبی یی ګناه
او ناروا کار دی ځکه داخبر په حدیث کی  په ډیر ټینګار سره شوی ده اود
مشرانو بی ادبی کوونکی  له محمدی امت نه وتلی شمیرل شوی دی .

(۲)  له کشرانو سره مینه او په هغوی شفقت او زړه سوی هم داسی لازمی دی لکه
په لوړه فایده کی چی مو یادونه وکړه .

(۳) دعالم او استاد حق پیژندل هم لازمی او ډیر مهم دی ، عالم د بشریت خیر خوا
او پرانسانانو یی زړه خوږیږی هغه دخلکو له پاره خواری او منډی ترړی کړی وی
اوبیا له عوضه پرته هغوی ته چوپړوهی نوپرخلکو لازمی ده چی دداسی انسان
حق وپیژنی او دهغه احترام وکړی





23


رُوِيَ مُسلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَة يَقُولُ : قَالَ أبُو القَاسِمِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَشَارَ إِلَى أَخِيْهِ بِحَدِيْدَةٍ فَإِنَّ المَلاَئِكَةَ تَلْعَنُهُ حَتَّى يَدَعُهُ وَإِنْ كَانَ أَخَاهُ لِأَبِيْهِ وَأُمِّهِ .

ژباړه : ابوهریره رضی الله عن وایې : ابو القاسم صلی الله علیه وسلم وېلي دې : څوک چې
خپل ورور ته په اوسپنه سره اشاره وکړي ملایکې به ترهغو لعنت پرې وایې څو یې چې
پرې اېښی نه وې اګر که دا کس دده سکنی ورور وې .

فایدې :

(۱)
دمسلمان وېرول او وهل حرام او ناروا دې ځکه دلته په وعېد کی دملایکو لعنت
راغلی دی .

(۲)
داویرول که په ټوکه سره وې هم داډول ټوکه هم حرامه ده .

(۳)
موږ داحدیث دماشومانو په باره کی ځکه راواخېست چی ټوکې او داډول کړنې په
ماشومانو کې زیاتې وې نوباید له داډول ټوکونه ځان وژغورل شې .

(۴)
له خپل ورور اودمور له زامنو سره سړۍ هرډول ټوکې او مستې کوی خو داډول ویرول
دومره ناروادې چی په حدیث کی له خپل ورور سره هم داډول ټوکې ناروادې .

(۵)
داراز علماء وایې یوه بل ته لغړه اولوڅه توره ورکول هم ناروادې باید له پوښلو وروسته
یوه بل ته ورکړل شې، داراز یوه بل ته بایدډک ا وپه ماشه توپک یا توفنګچه هم
ورنکړل شی دا هم نارواده ځکه له لغړې تورې او ډک توپک نه هم انسان ویرېږې .

(۶)
ځېنې خلک په تېزي سره په چا باندې موټر ور ولې اوبیا یې بل لورته چپ کړی دا کارهم
ددې حدیث په رڼا کې ناروا بلی شوځکه دا هم اوسپينه ده اوعلت مشترکه (ویرول) هم په پوره پیمانه شتون لرې ځکه په سړې چې مخامخ موټر ورشې ډیر یی ویروې .




24


أَخْرَج أحْمَدُ وَ أَبُودَاوُدَ عَنْ عَبْدِاللهِ بْنِ بُسْر صَاحِبُ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَتَي بَاباً يُرِيْدُ أَن يَّسْتًأْذَنَ لَمْ
يَسْتَقْبِلْهُ , جَاءَ يَمِيناً وَ شِمَالاً , فَإِنْ أَذِنَ لَهُ وَإِلاَّ انْصَرِفَ .

ژباړه : درسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي عبدالله بن بسر وایې : کله به
چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دچا دکور دروازې ته ورغی او اجازه به یې
غوښتله مخامخ به دروازې ته نه دریدی ، له ښې یاچپ لورې به ودریدی که
به یې اجازه ورکړه خوښه اوکه نه نو بېرته به ستون شو .


فایدې :

(۱)
دیوچا کورته د ورتګ به مهال دکور له څښتن نه دننوتلو اجازه غوښتل (استئذان)
په اسلامی شریعت کې لازمي او ضروري ده ځکه په قرانکریک کې راغلې دې :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى
أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴾ [النور: 27].
ژباړه : ای هغو خلکو چې ایمان مو راوړی دی تاسوته چې ترڅو دننوتلو اجازه نه وې
درکړل شوې پردیوکورونوته مه ننوځئ اوچې کله له اجازې وروسته ننوتلئ نو دکور
په والو سلام واچوئ داستاسو له پاره ښه ده څو تاسو پند واخلئ .
یوه انصاریه مېرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل : یارسول الله
زه په خپل کورکې کله په داسې حالت کې ناسته یم چې نه غواړم بل انسان مې په هغه حالت
ووېنې ، ددې انصاریی مېرمنې ددې پوښتنې په ځواب کې لوی څښتن دا مبارک ایت
په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل کړ
(داسستئذان مسئله ډېره تفصیلی ده باید دفقهی اوتفسیر کتابونوته مراجعه وکړل شی )

(۲) کله چې داجازې غوښتلو په مهال دچادروازې ته سړی دریږی نو مخامخ به نه درېږې
بلکې د دروازې ښې یاچپ اړخ ته باید ودرېږي ځکه د دراوزې خلاصولو په مهال به په کور
کې نور انسانان هم وې او هغوی به ځان نه وې خوندې کړی ،

(۳) داستئذان له دې ایت او حدیث نه دا معلومولی شو چی اختلاط یاد نر او ښځو
ګډکارکول ناروادې ځکه دیوچا کورته بې له اجازی ننوتل ناروادې نو د ډېر وخت
له پاره دنارېنه او ښځېنه و ګډکار به څنګه رواشې ؟!

(۴) دکور څښتن که اجازه غوښتونکي ته اجازه ورکړي نو وردې شی او که له دری ځله
اجازې غوښتلو ورسته هم هغه اجازه ورنکړی نو خپله لاره دي وهي او ټېنګار دې نه کوي
ځکه انسان مختلف حالات او مختلفی اړتیاوې لرې شاید دا وخت به ددې نه وې چې بل څوک
دې دده کره کینې یابه دا وخت دکور څښتن دی ته نه وې چمتوچې له چاسره کېنې ،
له حدیث نه داسی معلومېږې چې کله داسی هم پیښ شوې دې چې رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته هم یوچا دهغه کورته دننوتلو اجازه نده ورکړی او هغه سمدستې بېرته
ستون شوی دی :فَإِنْ أَذِنَ لَهُ وَإِلاَّ انْصَرِفَ .

(۵) له اجازې ورکولو وروسته باید دکور په خلکوسلام واچول شې ځکه یوسړی
درسول الله په کور کې اواز وکړ چې د ننوتلو اجازه شته ؟ رسول الله خپل خادم ته
وویل ورشه دې سړي ته د استئذان طرېقه ور وښیه او ورته ووایه چې داسی وایه
السلام علیکم ایاد ننوتلو اجازه شته ؟



25

أَخْرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمُ وَمَالِكُ وَأَبُوداوُدَ وَالتِّرْمِذِيُّ عَنْ عُمَر بنِ أَبِي
سَلْمَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : كُنْتُ غُلاَماً فِي حِجْرِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ وَكَانَتْ يَدِي تَطِيْشُ فِي الصَّحِفَةِ ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :" يَا غُلاَمُ ! سَمِّ اللهَ . وَكُلْ بِيَمِيْنِكَ ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ "
. فَمَازَالَتْ طَعْمَتِي بَعْدُ.

ژباړه : عمرابن ابی سلمه رضی الله عنه وایې : زه ماشوم وم له رسول الله صلی الله
علیه وسلم سره اوسېدم ، دخوراک په مهال ما په کاسه کې لاس ښوراوه یعنی له
یوه اوبل لورې نه مې ډوډۍ را اخېستله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل:
ای هلکه ! بسم الله ووایه ، په ښي لاس خوراک کوه ، کوم خوراک چې تاته نږدې
ده هغه خوره ،عمر بن ابی سلمه وایې : له دې وروسته مې ټول عمر په هغه ډول
خوراک کاوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولی و .


فایدې :

(۱)
خوراک ته نږدې اوپه ډاډ سره کېناستل ځکه ددې عمربن ابی سلمه په یوه بل
روایت کې راغلې دې چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : رانږدې
شه !

(۲)
دخورا ک، څښاک او هر ښه کار پیل په بسم الله الرحمن الرحیم سره کول ځکه په
مختلفو روایتونوکې راغلي دې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې هرښه کار
چې په بسم الله نشې پیل هغه بې برکته وې ،

(۳)
هرښه کار باید په ښې لاس ترسره کړل شې لکه خوراک څښاک اوډېر نور... ځکه
په روایتونوکې راغلې دې چې رسول الله علیه وسلم دهرښه کار په ښې لاس کولو
سره مینه لرله .

(۴)
دخوراک په مهال باید سړي ته نږدې خوراک وخوړل شې او دناستو ملګرو له لورې
څه را وانه خېستل شې ، ځکه دا ډول چلند په اخلاقی لحاظ ناسم اوبد دی .

(۵)
که یوچاته کومه شرعی مسئله نه وې معلومه او له کومې لارې دا مسئله ځان ته
معلومه کړي نو په هغه وخت کې دې سمدستې دا ژمنه وکړې چې همدا مسئله
به خامخا عملې کوم او تر مرګه پورې به عمل پرې کوم او داد کره او رښتینی
مسلمان خوی اوعادت وې ځکه په ډېرو روایتونوکې راغلي دې کله به چې کوم
صحابی ته رسول الله صلی الله علیه وسلم یوڅه ور وښودل نو هغه به په هغه ځای
هوډ او ژمنه وکړه چې دا خبره به ترمرګه پورې عملي کوم لکه دلته هم د عمر بن
ابی سلمه رضی الله عنه د دې روایت په پای کې راغلي دې :
فَمَازَالَتْ طَعْمَتِي بَعْدُ. ده ددې روایت دبیانولو په مهال داخبره کړې ده چې زه تر
اوسه پوري په هغه ډول خوراک کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راښوولی
دی .







26

أَخْرَجَ أَبُو دَاوُد فِي سُنَنِهِ عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَامِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : دَعَتْنِي أُمِّي يَومًا،
وَرَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَاعِدٌ فِي بَيْتِنَا ، فَقَالَتْ لِي : هَا تَعَالْ أَعْطِكَ.فَقَالَ
لَهَا النَّبِيُّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ يَا أُمَّ عَبْدَ اللهِ. مَا أَرَدْتَ أَنْ تَعْطِيهِ ؟ فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ
اللهِ. أَرَدْتُ أَنْ أَعْطِيهِ تَمَرًا.قَالَ لَهَا: أَمَّا إِنَّكَ لوْ لَمْ تَعْطِهِ شَيْئًا لَكَتَبَتْ عَلَيْكَ كَذِبَةً.

ژباړه :

عبدالله بن عامر وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په کور کې ناست
و، او زه مې خپلې مور   وبللم ، مور مې راته وویل : دلته راشه ! څه شی درکړم ، نو
رسول الله صلی الله علیه وسلم دي ته وویل :ای د عبدالله مورې ! رښتیا څه شی  ورکوې؟مور مې ورته وویل : یارسول الله ! خورما مې ورکولې ، رسول الله صلی الله
علیه وسلم ورته وویل : که دې درغوښتی وی اوڅه دې ورکړي نه وی نودابه دروغ
بلل کېدل .


مهمه فایده :

             دروغ هغه سپکه او بدمرغه ناروغې ده چې  باید ډېره زیاته هڅه وکړل شي څو
 له دې ګناه نه ځان وژغورل شې ، په دروغو کې دانسان هلاکت او سپکوالی پروت
ده اوپه دروغژن باندې الله جل جلاله لعنت وایې ، دټولنې سرخېلان (سیاستوال)
همدې دروغوپه غدر اوټګي اخته کړې دې ، او دنن له ټګیو اوبرګیوډک سیاستونه
 همدې دروغژنو دې حد ته رارسولې دې ، دټولني شتمن خلک دهمدې  کرغېړني ګناه (دروغو) له کبله په غش او دروهوبوخت دې ، لنډه دا چې ډېرۍ پساتونه او دروهې له
 دې ناولې ګناه یعنی دروغونه سرچېنه اخلې او دهمدې دروغو په زور په پښو درېږي

           همدا لامل دی چې دانسانیت ستر روزونکي رسول الله صلی الله علیه وسلم په
دې لوړه لارښوونه کې هر مو ر اوپلار او هر روزونکی دې ته متوجه کړی دی چې باید
دماشوم په کم عمري کې  لا دهغه روزني ته متوجه واوسې او په تېره بیا د دروغوپه
موضوع  کې له هغه سره ډېر احتیات وکړل شې اوهغه داسی وروزل شې چې ټول ژوند
دروغوته نږدې نشی ، له هغه سره په تعامل کې باید مور اوپلار داسې چلند غوره
کړې چې هغه له ډېروکوچنیو دروغو هم خوندې اوساتلی پاتې شې ،

           ډېرځله مور اوپلار دیوکم ضرورت له کبله ځان دروغوته اړ کړې اوخپل ماشوم ته دروغ ووایې په دې سره له هغه نه یو د دروغ ویلو ګناه ترسره شې اوبل ډېر خطرناک کار دادی چې ماشوم له ځانه سره دا فکر خپل کړې چې دروغ څومره بده خبر نده او دیوه کم ضرورت دپوره کولو له پاره که دروغ   یوه ذریعه کړل شی پروا نلرې  دمور اوپلار غیږ
اوله هغه سره تعامل د ماشوم له پاره لومړنۍ مدرسه او ښوونځۍ دی او دلته ماشوم
په پټه خوله ډېرڅه زده کوی ، دلته یې چې څه زده کړې وې هغه یې دتل له پاره په دما
غوکې نقش وی  بناء دامهال د هر روزونکی او هر مور اوپلار له پاره ډېر نازک وخت
دی او باید ډېردقت  او مکمل احتیات وکړل شې  ،


      


27

أَخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : أَنَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى
اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِي : " يَا بُنَيَّ ، إِنْ قَدَرْتَ أَنْ تُصْبِحَ وَتُمْسِيَ وَلَيْسَ فِي
قَلْبِكَ غِشٌّ لِأَحَدٍ فَافْعَلْ ، ثُمَّ قَالَ لِي : يَا بُنَيَّ وَذَلِكَ مِنْ سُنَّتِي ، وَمَنْ أحْيَا
سُنَّتِي فَقَدْ أَحَبَّنِي ، وَمَنْ أَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ " .

ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل :
زویه ! ترڅو چې دې وس وې په خپل ټول ژوند کې هیچاته په زړه کې دوکه او بدخواهې
مه ګرځوه ،بیا یې راته وویل : ای زویه ! داصفا زړه لرل اودهیچا بدخواهې نه غوښتل
زما لاره ده ، اوڅوک چې زمالاره ژوندی کړې هغه له ماسره مینه وکړه ، اوڅوک چې له
ماسره مینه وکړې هغه به له ماسره په جنت کې وې .

فایدې :

(۱) یومشر هر کشرته ویلی شې چې زویه ! اودلته د(بُنَيَّ )توری په تصغیر سره راغلی
دی اودا ډېره دنرمې او تلطف کلمه ده درسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خواږه چلند سره سم داسې خوږه ژبه کارول باید هرمسلمان خپله کړې او له کشرانوسره نرم
چلند وکړې .

(۲) غش د النصح ضد دی النصح دیوچا خیرغوښتنې ته وایې نو دغش معنی دیوچا
بدغوښتل دې اوپه حدیث کې (لِأَحَدِ) توری راغلی دی مسلمان باید دهېچا بد ونه
غواړې نه دکافر او نه دمسلمان اوهرچاته سپېن زړی پاته شې

(۳)
رسول الله صلی الله علیه وسلم داخبره انس ته په دومره ټېنګار سره کوې چې دا هسې وختې اوساده خبره مه بوله بلکې په دې چلند تل پاته شه لکه په حدیث کې چې د
( إِنْ قَدَرْتَ أَنْ تُصْبِحَ وَتُمْسِيَ وَلَيْسَ فِي قَلْبِكَ غِشٌّ لِأَحَدٍ فَافْعَلْ )له دې تاییدې جملو
نه دا معنی ښه څرګندېږې اوبیا ورته وایې : دا زما لاره ده او زما دلارې بل سر جنت ته رسېدلی دی یعنی زما لاره نیول سړی جنت ته رسوې .


(۴) نن سبا باید ماشومانو ته داډول حدیث ډېر تلقین کړل شې ددې دروهو او درغلیو
په زمانه کې که څوک غواړې خپل اولاد په ښو اخلاقو وروزې هغه دي اولادونوته
داډول سترې اخلاقي لارښوونی تدریس کړې .



      




28


أَخْرَجَ الإِمَامُ أحْمَدُ والبُخَاريُّ وَمُسْلِمُ -وَاللَّفْظُ لِأَحْمَد- عَنْ ثَابِتٍ
عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : خَدَمْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا حَتَّى
 إِذَا رَأَيْتُ أَنِّي قَدْ فَرَغْتُ مِنْ خِدْمَتِهِ قُلْتُ : يَقِيلُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ
 عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَخَرَجْتُ إِلَى صِبْيَانٍ يَلْعَبُونَ ، قَالَ : فَجِئْتُ أَنْظُرُ إِلَى لَعِبِهِمْ ،
 قَالَ : فَجَاءَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَلَّمَ عَلَى الصِّبْيَانِ وَهُمْ
يَلْعَبُونَ ، فَدَعَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَبَعَثَنِي إِلَى حَاجَةٍ
 لَهُ ، فَذَهَبْتُ فِيهَا ، وَجَلَسَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي فَيْءٍ
حَتَّى أَتَيْتُهُ ، وَاحْتَبَسْتُ عَنْ أُمِّي عَنِ الْإِتْيَانِ الَّذِي كُنْتُ آتِيهَا فِيهِ ،
 فَلَمَّا أَتَيْتُهَا قَالَتْ : مَا حَبَسَكَ ؟ قُلْتُ : بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَاجَةٍ لَهُ ، قَالَتْ : وَمَا هِيَ ؟ قُلْتُ : هُوَ سِرٌّ لِرَسُولِ اللَّهِ
صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَتْ : فَاحْفَظْ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ سِرَّهُ ، قَالَ ثَابِتٌ : فقَالَ لِي أَنَسٌ : لَوْ حَدَّثْتُ بِهِ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ أَوْ لَوْ
كُنْتُ مُحَدِّثًا بِهِ لَحَدَّثْتُكَ بِهِ يَا ثَابِتُ .
ژباړه : انس رضی الله عنه وایې : یوه ورځ مې درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ،  زه په دې  ګومان شوم چې نور مې نو خدمت سرته ورساوه او اوس به رسول الله صلی الله علیه وسلم دغرمې خوب کوې نو دباندې ووتلم ، دباندې ماشومانولوبي کولې هغوی ته ورغلم  او ورته کتل مې ،او رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی ، ماشومانو خپلې لوبې کولې او ده سلام پرې وکړ زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وبللم اوخپل یوه کارته یې ولېږلم ، زه هغه کارته ولاړم او رسول الله صلی الله علیه وسلم یوځای سیورې ته کېناست څو چې زه ورته راغلم ، زه په دې کاریوڅه ناوخته شوم او مور ته به مې چې په کوم وخت کې ورتلم له هغه وخته ناوخته ورغلم ، کله چې ورغلم مور مې راته وویل ولې ناوخته شوې ؟ما ورته وویل زه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کار ته لېږلی وم ، مور مې راته وویل : څه کارو ؟ ماورته وویل هغه درسول الله یوراز و مور مې راته وویل چې درسول الله صلی الله علیه وسلم راز وساته اوچاته یې مه ښکاره کوه ، ثابت البنانی وایې ماته انس وویل : ای ثابته ! که درسول الله داراز مې چاته ویلی وی یامې چاته ویلی نو تاته به مې هم ویلی و

(۱)
له دې حدیث نه څو مهمې خبرې معلومولی شو یودا چې دماشومان لوبې کول او دلوبو په مهال هغوی ته سلام اچول اوبیاهغوی ته کېناستل او هغوی ته کتل عادی خبره ده اورسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی .

(۲)رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو صحابه و او ماشومانو سره ډېر بی تکلفه و هغوی به دده په مخکی لوبی کولې او دی به ورته کېناسته هم او سلام به یې هم ورته کاوه .

(۳)
یوماشوم او هرڅوک باید دیوچا راز او سِر خوندې وساتې او چاته یې ونه وایې او دراز ویل یو خیانت او ناسم کار دی لکه دانس رضی الله عنه له خبرو نه چې مالومېږې چې ده درسول الله صلی الله علیه وسلم  راز تر مرګه پورې هیچاته نه و ویلی . آن خپلې مورته یې هم نه و وېلی .

(۴)
مشران باید کشران پوهه کړی او ټېنګار دې پرې وکړې چې دیوچاراز ښکاره نکړې او ویې ساتې لکه انس ته  خپلې مو ر وویل چې درسول الله صلی الله علیه وسلم راز وساته .




29

أَخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ وَمُسْلٍمٌ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : " خَدَمْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ عَشْرَ سِنِينَ , فَمَا قَالَ لِي أُفٍّ قَطُّ ، وَمَا قَالَ لِشَيْءٍ صَنَعْتُهُ , لِمَ صَنَعْتَهُ , وَلا لِشَيْءٍ
تَرَكْتُهُ , لِمَ تَرَكْتَهُ ؟
وَكَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَحْسَنِ النَّاسِ خُلْقًا فَأَرْسَلَنِي يَوْمًا لِحَاجَةٍ فَقُلْتُ
وَاللهِ لاَ أَذْهَبُ وَفِي نَفْسِي أَنْ أَذْهَبُ لِمَا أَمَرَنِي بِهِ نَبِيُّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَخَرَجْتُ
حَتَّى أَمُرُّ عَلَى صُبْيَانٍ وَهُمْ يَلْعَبُونَ فِي السُّوقِ فَإِذَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ
قَبِضَ بِِقَفَايَ مِنْ وَرَائِي قَالَ فَنَظَرْتُ إِلَيْهِ وَهُوَ يَضْحَكُ فَقَالَ يَا أُنَيْس أَذَهَبْتَ حَيْثُ أَمَرْتُكَ
قَالَ قُلْتُ نَعَمْ أَنَا أَذْهَبُ يَا رَسُولَ اللهِ .

ژباړه :

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : ماد رسول الله صلی الله علیه وسلم لس کاله
خدمت وکړ خو په دې لسوکلونوکې یې ماته هېڅکله اف توری ندی وېلی ،اوکه به
ماکوم کار کړی و داسي یې ندې راته وېلي چې دادي ولي داسې کړی دی ، اوکه به کوم
کار راڅخه پاتي شوداسې یې ندې راته ویلي چې دادې ولي ندی کړی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې دغوره اخلاقو خاوند و، یوه
ورځ یې زه یوه کارته ولېږلم نو ما ورته وویل والله که ولاړ شم ،په زړه کې مې و چې
دخدای نبي صلی الله علیه وسلم دکوم کار امر راته کړی دی هغه به کوم ، زه ووتلم
او په ښار کې په ماشومانو باندې ورغلم هغوی لویې کولي ، په دي حال کې زه رسول
الله صلی الله علیه وسلم دشالخوا په څټ کې ونیولم ، آنس وایې ما چې ور وکتل ده
راته خندل اوراته کړه یې : آنس ګله ما چې دکوم کار درته وېلی و هغه ته ولاړې ؟
ما ورته وویل : هوکی ! ځمه یارسول الله .


فایدې :

(۱) په دې حدیث کی ډیرې فایدې پرتې دې خو موږ یې په یوڅو بسنه کوو لومړۍ داچې
نبوی اخلاق دادې چی هیڅکله دکور خادم او ماشوم باید په یوه کار ونه ترټل شې ځکه
له تروش تندي او سپکو خبروڅخه ورېن تندی او خوږې خبرې ډېري اغېزمني دي .

(۲) ماشومان په ټولېزه توګه بي پروا اوبي پامه وې او دکشرتوب لامله دکارونو تجربه
نلري نو که له یوه ماشوم نه کوم کار غلط شي باید هیڅکله ونه ترټل شي بلکې په خوږه او
پسته ژبه هغه په اړوند کار وپوهول شي .

(۳) که یوماشوم دخپل مشر په کومه خبره غوسه شی یابل څه غوسه کړی وې او کله چې
مشرڅه امر ورته وکړي نو دلته ده ته غوسه ورشي په دې وخت کې باید ماشوم په خپل ضد
او غوسه پاتې نشی او څومره ژر یې چې وس کېږي باید غوسه سړه او دخپل مشر خبره
په ځمکه ونه غورځوي .

(۴) که ماشوم ته دکوم کار دامر په کولو سره غوسه ورشي نو باید مشر دهغه وختي غوسه
په نرمي سره وزغمي او په مکرر ډول سره په ورېن تندي هغه بیا بیا وهڅوي څو هغه کار تر
سره کړي ځکه دسختي اوغوسي په مقابل کې سختی اوغوسه خبره اخ او ډب ته رسوي .

(۵) که ماشوم په اصطلاح سپېنسترګي یاغوسه وکړي باید له هغه سره ډېر نرم چلند شي
په لوړ حدیث کې د انس رضی الله عنه دغوسي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم له
هغه سره څومره نرمي کړي ده !!
په هغه پسي له شاورغلی دی !
بیایې په مینه له هغه سره ماشومانه حرکت کړی دی !
هغه یې له شانېولی !
او ورته خاندي !
او بیا یې په خواږه نامه سره یادوې !

صلی الله علیه وسلم







30
رُوِيَ التِّرْمِذِيُّ وَأَبُودَاوُد وَ البُخَارِيُّ (فِي الْاَدَبِ الْمُفْرد)عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " مَنْ كَانَ لَهُ ثَلَاثُ بَنَاتٍ ، أَوْ ثَلَاثُ أَخَوَاتٍ ، أَوِ ابْنَتَانِ ، أَوْ أُخْتَانِ ، فَأَحْسَنَ صُحْبَتَهُنَّ ، وَاتَّقَى اللَّهَ فِيهِنَّ فَلَهُ الْجَنَّةُ " .


ژباړه :
ابوسعید الخدری رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :څوک
چې دری لوڼه یادری خوندې ولرې یا دووه لوڼه او دووه خوندې ولرې او ښه ژوند
ورسره وکړې یعنی خوشاله یې لرې او ددوی په باره کې له الله جل جلاله څخه
ویرېدی نو ده لره جنت ده .

فایدې :

(۱) دا روایت دحدیثو په مختلفو کتابونوکې په ډول ډول زیادت او تغیر سره راغلی دی
لکه دبخاری دادب المفرد په یوه روایت کې راغلې دې : فصبر عليهن یعنی په دې لوڼو اوخوندو یې صبر وکړځکه ډېر داسی خلک شته چې هغوی په لوڼو اوخوندو خپه کېږې او ناشکري کوې او داکار شریعت سخت ناروابللی دی .
دابن ماجه په روایت کې داسې زیادت راغلی دی : وأطعمهن وسقاهن وكساهن یعنی
خوراک ، څښاک او پوښاک یې ورکړ. اود الطبرانی په یوه روایت کې اغلي دي : فأنفق عليهن وزوجهن وأحسن أدبهن یعنی په هغویې لګښت وکړ ،واده یې کړې او ښه اخلاق
یې ور وښودل .دامام احمد په یوه روایت کې راغلی دې : يؤدبهن ويرحمهن ويكفلهن
یعنی هغوی ته یې غوره اخلاق ور وښودل ،په هغوی یې رحم او له هغوی سره یې مینه
وکړه ، دهغوی کفالت یې وکړ .

اصلا زمو ږ په لوړ روایت کې یوه داسي جمله راغلي ده چې په هغه کې دا ټولي معناوې
پرتې دې چې هغه دا جمله ده : فَأَحْسَنَ صُحْبَتَهُنَّ )او ددې ټولو تفصیلاتو ګټه داده چې
باید مسلمانان خپلولوڼو اوخوندوته ته ډېره توجه وکړي ځکه د نارینه اولادپه نسبت
دوی کمزوری وی او پلار او وروڼو ته ډیر ې اړي وې ،

له لوڼو او خوندو سره به دا ښېګڼه به ترهغوروانه وې
څو یې ودونه ورته وکړل او په یوه بل روایت کې د واحسن الیهن په شرح کې علماوایې
چې ددې مطلب داده چې له واده وروسته یې له هغوی سره صله رحمي وپالـلـه یعنی
دهغوی پوښتنه یې کوله هغه یې کورته راوستلې او له هغوی سره یې ښه کول ،
ددې نءكيو بدل به جنت وې او له دې لوی انعام بل نشته الله دی راپه برخه کړي






31

أَخْرَجَ مُسْلِمُ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه ، أَنَّ رَسُولَ اللّهِ كَانَ يُؤتَىٰ بِأَوَّلِ الثَّمَرِ فَيَقُولُ :
" اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي مَدِينَتِنَا ، وَفِي ثِمَارِنَا ، وَفِي مُدِّنَا ، وَفِي صَاعِنَا ، بَرَكَةً مَعَ بَرَكَةٍ "
ثُمَّ يُعْطِيهِ أَصْغَرَ مَنْ يَحْضُرُهُ مِنَ الْوَلْدَانِ "

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به لومړۍ
رسیدلی میوه راوړل شوه ، ده به وویل : یا الله ! موږته زموږ په ښار کې برکت واچوه
، اوزموږ په مېوو کې برکت واچوه ، اوزموږ په وزن اوپېمانه کې برکت واچوه
یوبرکت په بل برکت دپاسه یعنی زیات برکتونه .
بیابه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه میوه په ناستو خلکو کې ترټولو کوچني
هلک ته ورکړه .

فایدې :


(1) علماوا یې کله به چې دصحابه کرامو باغونه اومیوی ورسېدلی نو لومړۍ
به یې یوڅه میوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړه څو هغه دبرکت دعاورته
وکړی .

(2) په دې روایت کې راغلې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغه میوه
په ناستوخلکوکې کوچنی هلک ته ورکړه له دې نه داسې معلومیږې چې څومره به
ماشوم کوچنی و هغومره به په هغه باندی درسول الله صلی الله علیه وسلم شفقت
زیات و .




32


أَخْرَجَ أَحْمَدُ وَالتِّرْمِذِيُّ عَنْ خَارِجَةَ بْنِ زَيْدٍ ، أَنَّ أَبَاهُ زَيْدًا أَخْبَرَهُ ، أَنَّهُ لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ ، قَالَ زَيْدٌ : ذُهِبَ بِي إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأُعْجِبَ بِي ، فَقَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، هَذَا غُلَامٌ مِنْ بَنِي النَّجَّارِ ، مَعَهُ مِمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ بِضْعَ عَشْرَةَ سُورَةً ، فَأَعْجَبَ ذَلِكَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَقَالَ : " يَا زَيْدُ ، تَعَلَّمْ لِي كِتَابَ يَهُودَ ، فَإِنِّي وَاللَّهِ مَا آمَنُ يَهُودَ عَلَى كِتَابِي " قَالَ زَيْدٌ : فَتَعَلَّمْتُ كِتَابَهُمْ ، مَا مَرَّتْ بِي خَمْسَ عَشْرَةَ لَيْلَةً حَتَّى حَذَقْتُهُ وَكُنْتُ أَقْرَأُ لَهُ كُتُبَهُمْ إِذَا كَتَبُوا إِلَيْهِ ، وَأُجِيبُ عَنْهُ إِذَا كَتَبَ "
ژباړه : دزید زوی خارجه وایې :ماته مې پلار (زیدبن ثابت رضی الله عنه) ویلې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته راغی  ، نوزه هغه ته وروستل شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زه خوښ کړم ، هغه ته وویل شوچی یارسول الله داد بنونجار دقبیلی یوهلک دی ، په تاباندې چې الله کوم کتاب نازل کړی دی له ده سره دهغه څه دپاسه لس سورتونه دې یعنی یاد یې دي ، دې خبرې رسول  الله صلی الله علیه وسلم ته خوند ورکړ ، راته ویې ویل : ای زیده !  ته د یهودو دژبي لیک لوست زده کړه په والله که زه ددوی په لیکونو باور لرم ، زید وایې ما دهغوی لیک لوست
زده کړل ، له پنځلس شپونه هم په کمه موده کې ما هغه ښه زده کړل نو ما به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دیهودو هغه لیکونه لوستل چې ده ته به دیهودو له خوا رالېږل کیدل او هم به مې دده له خوا هغوی ته لیکونه لیکل .


فایدې :

(۱)
که پلارخپل اولادته دخپل ماشومتوب د ځېرکتیا اوپوهې  کېسی کوې داښه کار ده
لکه زید چې خپل زوی خارجه ته داکېسه کړي ده په دی سره په ماشومانو کې لېوالتیا او دلچسپي پیداکیږی او هر ماشوم هڅه کوې څو دخپل پلار په پله پل کیږدی .

(۲)دمشر او استاد له خواپه مناسب حالت کې د ماشوم پوهه او ځېرکتیا ستایل
لکه زید چې وایې فاعجب بی رسول الله .ځکه دمشر او استاد په مناسبه ستاینه سره ماشوم او شاګرد حوصله اولېوالتیا پیدا کوی .

(۳)

دناپیژندګلوي په صورت کې یوڅوک چاته معرفی کول او دهغه علمي درجه او حالت ورته ښودل ښه کار ده لکه په دې روایت کې چې زید رسول الله ته معرفی شوی دی او دا هم ورته ویل شوې دې چې دده دومره سورتونه یاد دې .

(۴)

دپردی ژبي زده کول سنت او غوره لاره ده په دې کې هیڅ ستونزه نشته  دژبي په زده کولو سره یوانسان دهغه قوم ډېرڅه زده کولای شي او که دهغه قوم له خوا د دښمني ویره وي نو له هغوی سره دځېنې اړیکو په مهال دهغوی له شر نه هم ځان ژغورلی شي په دې روایت کې په ښکاره توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  زیده ته امر کړی دی چې دیهودو ژبه زده کړه او داکار دومره مهم بلل شوی دی چې هغه په ډیره  بېړه او تلیوار سره هغه ژبه زده کړې ده .

(۵)

په اسلامی چارو کې پر یهودو باور ندی په کار داراز په نورو کفارو هم باور نشي کیدلی  اودیهودو په اړه دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه وېلې دې چې زه په هغو ی باور نلرم .







33

أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ وَالتِّرْمِذِيُّ وَ بْن مَاجَة عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ :
 " كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعَوِّذُ الْحَسَنَ وَالْحُسَيْنَ ، وَيَقُولُ : إِنَّ أَبَاكُمَا
 كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ
 وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ " .

ژباړه : عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به
خپل دواړه لمسیان : حسن اوحسین رضی الله عنهما په دې دعاسره دمول یعنی
پرې ویله به یې اوهغوی ته به یې ویل چې ستا سوپلار یعنی ابراهیم علیه السلام
به هم په خپلو دواړو زامنو یعني اسماعیل او اسحاق علیهما السلام باندې هم دا دعاویله .
دالله جل جلاله په نومونواوټولو خبروچې کاملي اوپوره دې ؛ باندې له هرشیطن او
اوهر ضرري شي نه او له بدوسترګو نه پناه غواړم .

فایدې :

(۱)
ددې غوره او له برکته ډکو کلماتو فضیلتونه په مختلفو روایاتو کې راغلې دې
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کلمات نوروصحابه وته هم ښوولې دې او په
خپله به یې هم په خپلو لمسیانو وېلې .

(۲)
په دی دعا کې د الکلمات توری راغلی دی علماءوایې چې له دې نه قرانکریم مراد دی
او قرانکریم کامل دی لکه چې وایې : وتمت کلمه ربک صدقا وعدلا لا مبدل لکلماته
اوځېنې علماء ویې :له الکلمات نه دالله جل جلاله نومونه او صفات مراد دې اوداراز
ټول اسماني کتابونه .

(۳)
بدې سترګې یاموږ په پشتو کې بدنظر ورته وایو ؛ حق دی او په حدیث کې راغلې دې
چې دا حق ده اوداپه هغه وخت کې کار کوې چې کله بدنظرلرونکی انسان یوه شي ته
دحسد اوکېنې په سترګه وګورې اوعلماء وایې چې خبرې هم وکړې یعنی څه ووایې او
که څه ونه وایې بیا کار نه کوې ، اودبدوسترګو کار دالله په امر پورې تړلی دی چې
دالله خوښه نه وې هیڅ نه کېږې .

کېسه :

درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دوه صحابه کرا م یوځای روان وو په لاره
کې یې دباران ولاړې اوبه ولېدلې نو ویې ویل چې په دې اوبو به لامبو یوه یې دلامبلو
په نیت جامې لرې کړې آبل چې دده لغړبدن ولېد ویې ویل : څومره ښایسته یې !!
داسی څرمن خو مې دپیغلې هم نده لېدلې . په دې سره هغه صحابی ولویدی بیا یې
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړ او کېسه یې ورته وکړه هغه ورته وویل ولی
دې بدنظرلرونکې بارک الله نه وېلې او ولې یې دعا نه کوله ؟بیا هغه صحابی رسول
الله صلی الله علیه وسلم دم کړ او روغ شو.
بد نظر لررونکی چی یوه شي ته وګورې اوخوندورکړې نوخبری دې نه کوې یواځې
دې ووایې چې : الله دې برکت پکی واچوې اوله بدوسترګو دې الله وساتې .






34



أَخْرَجَ أَحْمَد عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْحَارِثِ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
يَصِفُ عَبْدَ اللَّهِ ، وَعُبَيْدَ اللَّهِ ، وَكَثِيرًا بَنِي الْعَبَّاسِ ، ثُمَّ يَقُولُ : " مَنْ يُعْنِقُ إِلَيَّ فَلَهُ
كَذَا وَكَذَا ، قَالَ : فَيَسْبِقُونَ إِلَيْهِ ، فَيَقَعُونَ عَلَى ظَهْرِهِ ، وَصَدْرِهِ ،
فَيُقَبِّلُهُمْ وَيَلْتَزِمُهُمْ " .

ژباړه :

عبدالله بن الحارث رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعباس
زامن : عبدالله ، عبیدالله اوکثیر رضی الله عنهم ستایل او بیابه یې ویل : څوک چې
ماته غېږ راکړې د هغو به دومره او دومره شی وې . دی وایې بیابه هغوی ده ته منډې
ور وهلې او له یوه بل نه به یې دمخکې کېدلو هڅه کوله ، هغوی به دده په سېنه او شا
باندې لوېدل ، او ده به ښکلول او په غېږ کې به یې نیول .

فایدې :

(۱)

دماشومانو ستاینه او دهغوی دحوصلې لوړولو پاره دهغوی دخېرکتیایادونه
کول غوره کار دی اوپه دې سره دماشومانو له مشرانو سره مینه زیاتېږې خو دا
ستاینه باید مناسبه او دهغوی دښوکارونوپرمهال وې او له حده زیاته نه وې .

(۲)

له ماشومانو سره ټوکي کول او هغوی ته انعامونه ټاکل غوره اوګټور کار دی
دماشومانو په مخ کی ورېن تندی لرل او له هغوی سره دیوه ملګرې په ډول چلند
ډېرګټور دی اوپه دې ډول چلندسره ډېر سرسخته او عنید ماشوم هم نرم کیږې
.

(۳)

په غېږ کې دمشومانو نیول او دهغوی ښکلول هم غوره او مهم کار دی په دې
توګه ماشومان ډېر دخوشالې احساس کوې اودا ډول چلند باید له نږدې خپلو
او لرې خپلوانو ټولو ماشومانو سره غوره کړل شې .دا نبوې خوی او اخلاق دې
لکه په دې روایت کې چې راغلې دادری ماشومان درسول الله صلی الله علیه
وسلم دتره زامن وو .



35

أَخْرَجَ البُخَارِيُّ وَالتِّرْمِذِيُّ وَأَبُودَاوُدعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : كَانَ الْفَضْلُ بْنُ
عَبَّاسٍ رَدِيفَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَجَاءَتْهُ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمٍ تَسْتَفْتِيهِ
، فَجَعَلَ الْفَضْلُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا وَتَنْظُرُ إِلَيْهِ ، فَجَعَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
يَصْرِفُ وَجْهَ الْفَضْلِ إِلَى الشِّقِّ الْآخَرِ ، فَقَالَتْ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ فِي
الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَثْبُتَ عَلَى الرَّاحِلَةِ أَفَأَحُجُّ عَنْهُ ؟ قَالَ
: " نَعَمْ ، وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ " .


ژباړه :
عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : فضل بن عباس درسول الله صلی الله علیه وسلم
شاته سپور وچې دخثعم دقبیلی یوه ښځه ورته راغله ، هغې ښځې دکومی مسئلې
پوښتنه کوله ،په دې وخت کې فضل دې ښځې ته کتل او ښځې هغه ته کتل ، اورسول
الله صلی الله علیه وسلم به دفضل مخ بل لورته اړاوه ، هغې ښځې وویل یارسول
الله دالله فریضه حج زما په پلار لازمه شوې ده خو هغه په سپرلۍ ځان نشي تم کولی
ایازه هغه ته حج کولی شم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل هوکي .
او داکېسه درسول الله صلی الله علیه وسلم د وروستي حج (حجه الوداع) په مهال رامنځته شوې وه .

فایدې :

(۱)
داختر په سهار رسول الله صلی الله علیه وسلم له مزدلفی نه منی ته راروان و فضل
دعباس زوی چې درسول الله دتره زوی و هغه یې شاته سپوور کړی و او په لاره کې
دخلکو پوښتنوځابولوته ودریدی چې دا خثعمیه مېرمن هم دپوښتنې له پاره ورته
راغله .

(۲)
په یوه بل روایت کې راغلی دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فضل له زَنِې ونیو
او دهغه مخ یې بل لورته واړاوه له دی نه دا معلومولی شوچی که یوناروا کار په لاس
سره منعه کیدلی شی بايد منعه کړل شي .

(۳)
دپردیو مېرمنو مخته کتل ناروا او حرام دې اودنارېنه او ښځېنه و دواړو له پاره
غض البصر یالاندې کتل لازمي او قراني امر دی , دلته رسول الله صلی الله علیه
وسلم په عملی توګه فضل د غض البصر له مخالفت نه منعه کړی دی .

(۴)
په یوه روایت کې راځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دفضل مخ بل لورته واړاوه
نو هغه بیا له هغی بلې خوا دې مېرمنې ته کتل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا
دده مخ بل لورته واړاوه له دې روایت نه دا معلومولی شو چې له ناروا کار نه منعه کول باید په ډېره نرمي او حکیمانه توګه سره وې .

(۵)

دترمذی په روایت کې راغلې دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خپل تره عباس
رضی الله عنه وویل یارسول الله دستاد تره دې زوی (فضل) مخ دې ولې بل لورته
اړاوه ؟ هغه ورته وویل : ځوان هلک اوپیغله مې ولېدل نو ووېریلم چې شیطان یې
ونه دروهې



36

أَخْرَجَ النَّسائِيُّ وَ ابنُ حِبَّان عَنْ أَنَسٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ
" يَزُورُ الأَنْصَارَ ، وَيُسَلِّمُ عَلَى صِبْيَانِهِمْ ، وَيَمْسَحُ بِرُءُوسِهِمْ " .

ژباړه :

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به انصارو
ته ورتلو ، دهغوی ماشومانوته به یې سلام کاوه ، او دهغوی په سرونو به یې
لاس تېراوه .


فایدې :

(۱)
له دې حدیث نه له انصارو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم مینه معلومېږې
په ګڼ شمیېرنورو روایتونوکې هم له هغوی سره دده دمینی ژورې او سپړلې خبرې
راغلي دي لکه په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : که ټول خلک
په یوه لار ولاړشې او انصار په بله لار ولاړشي زه به د انصارو په لارځم .

(۲)
دانصارو کورونوته ورتګ او دهغوی ماشومانو ته هم سلام کول او په سرونو یې لاس
تېرول له هغوی سره دمینی معنی لري اوڅرنګه چې ماشومان لویانو ته ګوري او د
هغوی توجه ته لېوال وې نو پر هغوی سلام کول هغوی ته توجه ورکول دي اوله هغوی
سره دمینی معنی لرې .

(۳)
دماشومانو په سرونو دلویانو لاس تېرول شفقت اوله هغوی سره مینه ده رسول الله صلی
الله علیه وسلم له ماشومانوسره ډېره مینه لرله او په مختلفو نورو روایاتوکې هم راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دماشومانو په سرونولاس تېراوه.
اودې کوچنیو صحابه کرامو چې دده په لاس تېرولو څومره خوشالي احساس کوله
دهغوی خبرې هم په روایاتو کې راغلې دې .


37
أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ وَ مُسْلِمٌ وَأَبُودَاوُدوَأَحْمَدُعَ نْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، قَالَتْ :
قَدِمَ نَاسٌ مِنَ الأَعْرَابِ ، فَقَالُوا : أَتُقَبِّلُونَ صِبْيَانَكُمْ ؟ فَقَالَ : " نَعَمْ " . فَقَالُوا :
لَكِنَّا وَاللَّهِ مَا نُقَبِّلُ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " وَأَمْلِكُ إِنْ
كَانَ اللَّهُ نَزَعَ مِنْكُمُ الرَّحْمَةَ " .

ژباړه :
عائشه رضی الله عنها وایې : دبدوګانو یاکوچیانو څو کسان راغلل او ویې ویل :
تاسو خپل ماشومان ښکلوئ ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هوکي
هغوی وویل : په خدای سوګند موږ خپل ماشومان نه ښکلوو، نورسول الله صلی
الله علیه وسلم ورته وویل : نو الله چې ستاسونه رحمت او شفقت لرې کړی دی
ددی زه وسم نلرم چې بېرته یې درکړم .

فایدې :

(۱)
دماشوم ښکلول او له هغه سره نرمې او لوبې کول خورا ډیرې ګټې او فایدې لرې
دماشوم په ښکلولو او له هغه سره مینه په هغه کې دا احساس پیداکوې چې دی
مرغوب دی او څوک مینه ورسره کوې . او دا مینه او له ماشوم سره نرمي بایدپه
مناسب ډول وې په دی کې شک نشته چې داعتدال له درجې نه که مینه زیاته شې
هم ځینې ناسمي پایلې رامنځته کوي .

(۲)
صحرایي اوکوچې خلک په ټولېزه توګه سخت زړي او بي رحمه وې ځکه دوی
زیات وخت ګوښي او یواځې اوسي او له علم ، پوهي اوتمدن څخه لري وې نو
له دې کبله په دوی کې نرمي او پوهه کمه وې نوځکه دوی له رسول الله صلی الله
علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې تاسو ماشومان ښکولوئ ؟
خو چې دوی وویل موږ خو یې نه ښکولوونو رسول الله صلی الله علیه وسلم ددی
داکار په سختو ټکو سره رد کړ او ورته ویې ویل چې ستاسو له زړونو نه الله رحم
اوشفقت لرې کړی دی نو زه یې بیرته نشم درکولی ددوی ددې کړنې له دي سخت
تردید نه هم دا معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ماشوم سره
مینه څومره مهمه بلله او که به چا له ماشوم سره مینه نه کوله هغه یې له دې کار نه
منعه کاوه .

(۳)
دې کوچیانو چې وویل موږ ماشومان نه ښکولوو دا خبره شاید هغوی د خپل رواج
او عادت له مخې کړې وې په ډېرۍ پشتنو کې هم دماشوم ښکولول او له هغه سره
مینه غوره کار نه بلل کېږې او ډېر داسي خلک شته چې دماشوم په مینه شرمېږې !
شرم او حیا په اسلام کې یو غوره اوډېر ستایل شوی خوی دی خوداډول شرم ناروا
او غیر انسانی شرم دی له داسی شرم نه باید ځان وژغورل شي ځکه یوداسي کار
چې هغه هم دفطرت موافق
















ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق