الجمعة، 17 فبراير 2012

دژوند راز (۱۰)

دويمه برخه
پنځيز پندونه



(10)
دشاتو درس


د شاتو مچۍ چي له ګلانو نه كوم رس راټولوي هغه ټول شات نه ګرځي دهغو يواځي دريمه برخه شات ګرځي د شاتو مچۍ ديوه پونډ شاتو د جوړولو له بپاره دشلو لكو ګلانو رس جمعه كولو ته اړتيا لري او ددي له پاره مچۍ تقريبا ديرش لكه واره الوت كوي او په دي مهال كي هغوي پنځوس ميله لار وهي دوي چي كله په مناسبه اندازه رس جمعه كړي له هغه وروسته بيا دشاتو جوړولو كار پيل كوي


شات په بيل كي د اوبو په څير نرم وي د شاتو دتيارولو په مهال دشاتو مچۍ خپل وزر د پكي په څير ښوروي او په دي توګه زياتي او بي ګټي اوبه له شاتو نه باسي كله چي دا اوبه ووځي له دي وروسته يو خوږ ويلي مائع پاتي شي چي هغه بيا مچۍ په زبيښلو سره څښي د مچيو په خولو كي داسي غدود دي چي په خپله كړنه سره دا ويلي خوږه ماده په شاتو اړوي اوس مچۍ دا شات په خپلو جوړو شويو سوريو كي په ځانګړي توګه سره ځايه وي وروسته بيا نوري مچۍ داسوري د موم په زريعه په ډير مهارت او ځانګړي توګه سره بندوي مچۍ دا شات په دي سوريو كي ديوه خوندي خوراك په توګه بندوي څوپه اينده كي حضرت انسان له هغه نه ګټه واخلي

دشاتو د تيارولو په كار كي مچۍ دا ډول نور ډير ګڼ شمير حفاظتي كارونه سرته رسوي خداي جل جلاله داسي هم كولي شوي چي په يوه بيله توګه يي د شاتو د پيدا كولو كار ايجاد كړي وي يا يي دشاتو چيني دځمكي پر مخ بهولي وي خو لوي څښتن داسي ونه كړل خدای له هر ډول قدرت لرلو سره سره شات د اسبابو د يوه كامل نظام له چلولو وروسته پيداكوي څو انسان له هغه نه پند او درس ترلاسه كړي او پوهه شي چي خداي ددي دنيا نظام څه ډول جوړ كړي دي او پوهه شي چي د څه ډول قوانينو او ادابو په خپلولو سره سړي كولي شي په دي دنيا كي برياليتوب ترلاسه كړي


دشاتو مچۍ چي كوم عمل كوي هغه ته يو ډول منظم كار ويل كيدي شي او د انسان له پاره هم دا اصول دي انسان هم يواځي هغه وخت ريښتوني برياليتوب ترلاسه كولي شي چي هغه دمنظم كار په زريعه سره خپلي موخي ته درسيدلو هڅه وړري يواځي منظم او اصولي كار په دنيا كي د برياليتوب د ترلاسه كولو له پاره سمه او خوندي لاره ده
هغه دشاتو د مچيوله پاره هم او دانسان له پاره هم

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق