الجمعة، 28 سبتمبر 2012

له تیاري وروسته رڼا




لیکنه : مولاناوحیدالدین خان
ژباړه : حامد

په قبایلي نظام کې به هرچا دخپلي قبیلي په حمایت کې ژوند کاوه رسول الله صلي الله علیه وسلم په مکه کې په لومړیوشپوکې دخپل تره ابوطالب په حمایت کې ژوند کاو ه چې هغ
ه دبنوهاشم دپښې مشر و ، دنبوت په لسم کال ابوطالب ومړ اوله قبیلوي رواج سره سم ابولهب دبنوهاشم قبیلي مشر وټاکل شو ، او ابولهب په ډاګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملاتړ اوحمایت نه بیزارې اعلان کړه له دي وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې دکومي بلي قبیلي حمایت ترلاسه کړې څو وکولی شې خپل دعوتي کار جاري ولرې اوپه دي نیت یې طایف ته دسفر نیت وکړ .

طایف دمکي په جنوب ختیځ کې مکي ته په 65 میله کې یوه شایسته او اباده سیمه ده هلته دده خپلوان هم وو او خپل خادم زید بن حارثه یې له ځان سره کړ طایف ته ولاړ هغه مهال په طایف کې دری مشهور قومي مشران وو چې هغه عبدیالیل ، مسعوداوحبیب وو ده له دریو واړو سره ولیدل خو هغو ټولو د ده له ملاتړ او حمایت کولو نه انکار وکړ ، په دوی کې یوه وویل : که خدای ته رسول کړی یې نوزه به دکعبي پردي څیرې کړم ، دویم وویل : خدای له تاپرته بل څوک ونه موندل چې رسول کړی یې وی ، دریم یې ورته وویل : په خدای سوګند ستاسره به خبرې ونکړم ، ځکه که ته رښتینی رسول یې نوتاته ځواب درکول سپکاوی ده او که ته دروغژن یې نوستاسره خبرې مناسب نه بولم ، ( فقال له احدهم هویمرط ثیاب الکعبه ان کان الله ارسلک ، وقال الاخر : اما وجدالله احدا یرسله غیرک ، وقال الثالث : والله لا اکلمک ابدا ، لئن کنت رسول من الله کماتقول لانت اعظم خطرا من ان ارد علیک الکلام ، ولئن تکذب علي الله ماینبغي لي ان اکلمک ، سرة ابن هشام 2ټوک مخ 29)

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه شو او بیرته ستون شو خو هغو خلکو بیاهم دي پرېنښود دکلي ماشومان یې پوه کړل او هغه ته یې ښکنځلي پیل کړې او هغه یې په کاڼو وویشت د خام زید بن حارثه ډیر کوښښ وکړ چې رسول الله دکلي له بدمعاشانو هلکانو وژغوري خو هغه بریالی نه شو او رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په سرو وینو لژند له ښاره وایست ،

له طایف نه یوڅه وړاندي د دوو وروڼو عتبه اوشیبه یودانګوروباغ و ، ماښام مهال هغه باغ ته رسول الله صلي الله علیه وسلم ورسید اوپه باغ کې یې پناه واخیسته ، دی په وینو سور وو او خدای ته یې دعا کوله چې مرسته یې وکړې او ویل یې خدایه ! مایواځي مه پریږده !

عتبه او شیبه دواړه دده دښمن وو خو دده حال یې چې ولید زړونه یې ورته نرې شول ، هغوی خپل نصراني غلام چې عداس نومیدی راوغوښټ هغه ته یې وویل : یوڅه انګور په لوښې کې هغه کس ته ور وړه او ورته ووایه چې ویې خوره ، عداس هغه ته انګور وروړل او رسول الله صلي الله علیه وسلم په بسم الله سره دهغو خوراک پیل کړ ،

عداس دهغه مخ ته ځیرځیر وکتل او ویې ویل : په خدای سوګند چې تا دخوراک په مهال څه وویل ددي هیواد خلک یې نه وایې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ای عداس ! ته دکوم هیواداوسیدونکی یې او پر کوم دین یې ؟
عداس ورته وویل : زه نصراني یم او دنینوا(عراق) اوسیدونکی یم رسول الله ورته وویل : دصالح انسان یونس بن متي دښار ؟
عداس وویل : ته یونس بن متي څه پیژني اوهغه څوک و؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه زما ورور و ، هغه نبي و او زه هم نبي یم ،
په دي سره عداس درسول الل صلی الله علیه وسلم پرلاسونو پریووت او دهغه سر، لاسونه او پښې ښکلول یې پیل کړل ،
دا حالت عتبه او شیبه څاره او یوه بل ته وویل : ګوره ستا مریی یې خراب کړ ، عداس چې بیرته هغوی ته ورغی هغوی ورته وویل : بدمرغه په تاڅه وشول چې دهغه سراولاسونه دي ښکلول ؟ عداس ورته وویل : زما باداره ! دځمکي پرمخ له ده غوره انسان نشته دي کس ماته داسې خبرې وکړې چې هغه یواځي نبي کولی شې ، هغوی عداس ته وویل : ای بدمرغه ! پام کوه چې هغه دي له خپل دین نه وانړوې ستادین دهغه له دین نه غوره ده ،
(
سیرة بن هشام ، دویم ټوک 20مخ)

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي سفر کې له مختلفوخلکو سره مخامخ شو او دری ډوله چلند یې ورسره وکړ :
یوډول خلکو په هغه کاڼي واورول ،
نورو ده ته مسلمستیا وکړه ،
او دریم یې نبوت ومانه ،

په دي کیسه کې خورا لوی عبرت او درس پروت دی هغه داچې په دي نړۍ کې امکانات او شونتیاوي وروستی پوله اوحد نلرې ، دلته که سپیري بیدیاوې شته بل لورته سوری لرونکي وني هم شتون لرې ، په دنیا کې که دیوچا له خوا له بد چلند سره مخامخ شو باید انسان نا امیده نشې ، که انسان په صداقت او رښتیا ولاړ وې او زړه له منفي جذباتو پاک کړې نو خامخا به دالله مرسته ترلاسه کوې ، که یوډول خلک له هغه سره ملګرې نشې دنورو زړونه به هغه ته نرم او ملتیابه یې پیل کړې .



الخميس، 27 سبتمبر 2012

په خدای باورترټولو لوی باور

مولانا وحیدالدین خان 

په دویمه نړیواله جګړه کې چې اتحادي ځواکونو جرمني ته واتي ورکړه نوټول نازي لیډران یې په جرمني کې د دارپه تخته وړول هغه الماني لیډران چې دنړۍ دټولو انسانانو دوژلو اراده یی لرله ، داد 

کال ۱۹۴۶ م پیښه ده ، هټلر او ګوئرینګ مخکي ځان وژني کړي وې له دوی وروسته هریو ربن ټراپ ، کیټل ، کیلټن برنر، الفریډ روزن برګ ، ، فرینک ، ولهم فرک جولیس ، ساکل ، جوډل سس انکوراټ او نور نازي لیډران یو په بل پسي و وژل شول ،

دا هغه مشران دي چې څلویښت زره یهود یې وژلي وو اودهغوپه شتمنیو یې ولکه کړې وه ، دوی یوه داسې جګړه پیل کړي وه چې د دوی له دښمنانو پرته شل لکه الماني سرتیري هم پکي ووژل شول هغوی په سلهاو انسانان په کیمپونوکې ساتلي وو او له ځناورو بد چلند یې ورسره کاوه د هغوی درندګي دي حد ته رسیدلي وه چې دخپل هیواد سپینږیري ، معذور او ناروغان یې دجرمني له پاره بي ګټي وبلل او په سینو کې یې مرمۍ ورسړي کړې ،

خوله ماتي وروسته دهغوی حال داسې شو چې کله هغوی د دار تختي ته راوړل شول ، رنګونه یې ژیړ تښتیدلي وو ، لینګي یې ریږدیدل ، حه ویل یې غوښتل خوژبي یې ملتیا نه ورسره کوله ، دي اورژبو لیډرانو د خبرو ځواک له لاسه ورکړی و ، چاچې د نوروپه ژوند لوبي کولي هغوی پخپله دمرګ لیدلوپه مهال لیوني شو ل ،

کومه میړانه چې پر مادي ځواک ولاړه وې کله یې چې مادي تکیه له لاسه ووځي هغه بزدل او ډارن وګرځې خو څوک چې په الله جل جلاله باور او ویسا لرې هغه که مادي تکیه ولرې او یانه تل د میړاني او شجاعت د دنګ غره په څیر ولاړ وې .

څوچې پرخدای یقین په زړونوکې ژوندی وې انسان هیڅکله نشې نا امیده کیدلی او که دهرڅومره ځواکمن دښمن له بلوسو سره مخامخ شې بیا هم د اسمان څکي غره په څیر ولاړ او نه ماتیدونکی وې او پر الله باندي دیقین په برکت به د دښمن له ټولو دسیسو ژوندی او بریالی راوځې .

الثلاثاء، 25 سبتمبر 2012

ایماني ځواکــــــــــ

ايماني ځواک

لیکوال : مولانا وحیدالدین خان 

     په دویمه نړیواله جګړه کې برتانیه دډیرو ځواکونو په مقابله کې بریالیتوب ترلاسه کړ خو د (نیمي شپي دازادي) دلیکوال په وینا له جګړي وروسته برتانیه دومره تیل هم نلرل چې دخپلي ازادي دنماځلو په شپه څراغونه پرې بل کړې ،  اوهمدالامل و چې هلته له سوبي ترلاسه کولو سره انقلاب راغی ، دفاتح چرچل حکومت هم رانسکورشو او برتانیه مجبوره شوه چې خپلو مستعمروته ازادي ورکړې ، 

     دفرد معامله هم د ملت په څیرده  ، جګړه پروسلو روانه وې او وسلي بربادي راولې اوهیڅ رغنده پایله نشې رامنځته کولی په وسلو سره ځواک ترلاسه کول دځان دبربادولو معنالرې او په وسلو سره فتحه ترلاسه کوونکی هم دومره بربادیږې لکه په وسله سره ناکام شوې خلک ځکه دجګړې له پای ته رسیدلو وروسته دواړه لورې تباه اوبربادشوې وې . 

          خودلت یوه بله ځواکمنه وسله شتون لرې چې دهغي فتحه یقیني ده اودا دایمان اویقین ځواک دی ، داخلاقواو انسانیت ځواک ، او داصولو اونظریو طاقت ، دا خورا زوروره وسله ده او واریې هم هیڅکله نه خطاکیږې په دي ځواک سره په انسان کې داسې همت پیداکیږې  چې په ښکاره تش لاس وې خوبیا هم له خپل سیال سره ډغره وهلی شې ، دایوداسې تسخیرې او ایل کونکی ځواک دی چې خپل دښمن هم دوست کولی شې اوپردي په خپل کتارکې درولی شې ، 

      په جګړو او ډغرو کې وسله کارول کیږې اودایمان او اخلاقوپه لاره کې صبر ، صبر دبي وسلي جګړه کوونکي وسله ده ، په ټولیزه توګه چې له یوچا نه ناخوښه خبرواوریدل شې نوانسان یواځي داسوچ کوې  چې ( دازما دښمن دی له منځه وړل یې پکار دي ) اوبیا هریو له خپل وس سره سم دیوه بل دله منځه وړلو هڅه کوې ، خودا دانسان دامکاناتو اوشونتیاو ډیره نیمګړي اندازه ده ، الله انسان ته عجیب روحیات ورکړي دي ، دایومنل شوی حقیقت دی چې انسان هیڅکله په یوه حالت نه پاته کیږې ، هغه هروخت بدلیږې ځکه خو په قرانکریم او حدیثو کې په صبر باندي ډیر ټینګارشوی دی ، صبر د ( نه عمل) نوم نده دصبر موخه داده چې مهالیزي ترخي وزغمه اود ایینده انسان انتظار وکړه ، په هرانسان کې دننه یوبل انسان پروت دی او دصبر دلاري دخپلولو موخه داده چې راتلونکي وخت ته د رارسیدلو موکه ورکړه ، څو په  ( نني انسان)  کې پټ (سبانی انسان ) ترلاسه 
شې . 


الأحد، 9 سبتمبر 2012

د یووالي لاره



له بده مرغه زموږ ټولنه منفي اوسلبي افکارو سخته په خوند ځپلي ده ... او دا د دومره اوږدو ناخوالو طبعي پایله بللی شو خو که یوڅوک داصلاح او سمون نیت ولرې هغه باید خپل او د نورو ژوند دود ته ځیر واوسې او هڅه دي وکړې چې خپل او دن
ورو منفي افکار سم او اصلاح کړې

د بیلګي له پاره زه په هیواد کې دنن ورځي یوې رواني پیښې ته نوک نیسم ... نن د احمد شاه مسعود تلین وو او پلویانو یې ولمانځه چې په ترڅ کې یې ځیني ناوړه پیښې هم رامنځته شوې ....

زموږ دهیواد په روان حالت کې د احمدشاه مسعود تلین لمانځل څومره ضروري دي او دمخالفینوله پاره یې غندل څومره ضرورې دي ؟!

موږ مختلف قومونه اخرګډ ژوند ته سره مجبوره یو او داژوند چې دیوه بل په ترټنه او غندنه کې روان ولرو همدا روان حالت به نور هم مخ پر ځوړ وې او که دیوه بل زغمل اوتحمل ونکړای شو همدا بد حالت به مو دبدتر په لور ښکته ځې !!

زه دلته خپل لوستوال دهیواد د روان بدمرغه حالت رغیدلو ته رابولم نور هیڅ منطق او استدلال یې نه منم ایا دا زموږ ترپښولاندي لاره درغیدنګ لورته روانه ده که د لا بدمرغي او لا رسوایې ؟!!

احمدشاه مسعود که دهغه مخالفینوته هرڅومره سترخاین او دنه بښلو وړ ښکارې وې به خو دي ته باید ځیرواسې چې زموږ سره په دي هیواد کې د ځیني اوسیدونکو له پاره یوشخصیت او د دوی په وینا قهرمان دی ایا غوا ړئ چې دده پلویان له هیواده بیل شې ؟؟

اقلا که موږ مختلف قومونه دیوه بل داحساساتو او اندونو احترام ونلرو نو د دي حالت د بدلون تمه مه لرئ او داسې معلومیږې چې همدا حالت مو خوښ دی او پرې راضې یئ !!

زما خبرې شاید ډیرو ته هیڅ دمنلو نه وې او کیدی شې ووایې دا نصیحتونه دي نوروته یوسه ... خو که څوک دملي یو والی غوښتونکي وې دهغو له پاره بله لار نشته همدا ده ....

الخميس، 6 سبتمبر 2012

مولانا وحیدالدین خان اوډاکټر ذاکر نایک




دا دواړه دهند ستر مبلغین او دیني عالمان دي سپینږیری مولاناوحیدالدین خان او ځوان ذاکر نایک دی چې دا یې دځواني انځور دی مولانا وحیدالدین خان ډیر مشر او شاوخوا نوې کلن دی ، داسلام د دعوت له پاره یې خورا ډیر کار کړی دی ، په سلهاو دعوتي کتابون
ه لرې چې دنړۍ په ډیرو مشهورو ژبو کې ژباړل شوې دي . او دتذکیر القران په نوم یو تفسیر هم لرې ،

د الرساله په نوم یوه مشهوره مجله هم لرې چې په اردو او انګلیسي ژبو خپریږې ، دنړۍ په مختلفو بین المللي کانفرسونوکې برخوال وې او داسلام دروښانه کولو او دفاع له پاره په زړه پ،ري مقالي اوروې ،

دی اصلا دافغانستان دی او پښتون دی دده له وینا سره سم پنځه سوه کاله مخکي یې مشر نیکه له افغانستان له افغانستان نه هند ته راغلی دی ،

دی ځینی ځانګړي نظریات لرې چې دموجوده وخت ډیر علماء یې نه ورسره مني ،..... خوله دي هرڅه سره دومره ویلی شم چې داسلام دتبلیغ له پاره یې هم ډیر کار کړی دی او دموجوده عصر په ژبه ترټولو ښه پوه داعي یې بللی شو ، هغه په ساینسي علومو کې هم پوره ډیر معلومات لرې او ځکه یې داستدلال ژبه هم 

دلاس دمزدورې خواړه ترټولو پاک دي



1- عن المقدام بن معد يكرب -رضي الله عنه - أنَّ رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال:«ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكلَ من عمل يده ، وإن نبي الله داود : كان يأكل من عمل يده » أخرجه البخاري(1930).

ژباړه :

 رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دلاس دخواري خوراک ترټولو نورو خوړو ښه او غوره دی ، دخدای پیغمبر داود به د لاس په کار سره روزي ترلاسه کوله ،

2- وعن رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ -رضي الله عنه -، قَالَ:قِيلَ : يَا رَسُولَ اللهِ ، أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ ؟ قَالَ : عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ ، وَكُلُّ بَيْعٍ مَبْرُورٍ.أخرجه أحمد (17397)،والطبرانى (4/276 ، رقم 4411) ، والحاكم(2/13، رقم 2160)، والبيهقى فى شعب الإيمان (2/85 ، رقم 1229).

ژباړه :یو چا له رسول الله صلي الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې ترټولو غوره کسب او کار څه شی ده ؟ هغه ورته وویل دسړي دلاس کار او هره پاکه او روا بیعه ،

3- وعن أبي هريرة - رضي الله عنه - : قال قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: « لأن يَحْتَطِبَ أحدكم حُزمة على ظهره خير له من أن يسأل أحدا فيعطيه أو يمنعه »أخرجه البخاري(1968)،ومسلم(1042).

ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : که تاسو (دروزي دترلاسه کولو له پاره ) دلرګیو پنډه په شا کړئ داله له سوال کولو غوره ده ،

د خدای پیغمبرانو علیهم السلام مختلف حرفتونه او کسبونه غوره کړي دي ، مالونه یې پوولي دي ، پښتوب یې کړی دی ، تجارتونه یې کړي دي ، په یو حدیث کې راغلي دي چې ددای هر پیغمبر میږې پوولي دي ، ماهم دمکي خلکو ته په څو قراطونو میږې پوولي ،
" ما بعث الله نبياً إلا رعى الغنم, وأنا كنت أرعاها لأهل مكة بالقراريط" أخرجه البخاري(2102).

امام محمد بن الحسن الشیباني په خپل غوره کتاب (الکسب) کې یو ورایت راخیستی دی په هغه کې راغلي دي : عمرو بن العاص رضي الله عنه وایې : ماله رسول الله صلي الله علیه وسلم سره روغبړ وکړ لاسونه مې دکار لامله ځیږه وو ، راته ویې ویل : لاسونه دي ولي زیږه دي ؟ ما ورته وویل دکچیروپه بڼ کې کار کوم دهغه لامله ، هغه وایې زما لاسونه رسول الله صلي الله علیه وسلم په لاس کې ونیول او ویې ویل : دا دواړه هغه لاسونه دي چې په اخرت کې به اور نه پرې لګیږې او یا دا دواړه هغه لاسونه دي چې الله ته ګران دي ،

له پورتنیو روایاتو داخبره روښانه شوه چې هرډول لاسې کار او حرفت او صنعت روا او په ذریعه یې ترلاسه کیدونکي روزي ترټولو نورو پاکه او صفا ده ،

په تاسف سره باید ووایو چې په پښتني ټولنه کې ځیني کارونه عیبجن بلل کیږې او ځیني داسي خلک هم شته چې دځان له پاره کار کول عیب بولي او یاپرې شرمیږې !!!

الأربعاء، 5 سبتمبر 2012

بیلتانه دي دپردوپه غم شریک کړم :(



دا هغه سوریه واله میرمن ده چې پرون دبشارقاتل توغندي وخوړله !!د ډاکټر له وینا سره سم سبا یې دولادت ورځ وه خو ترسبا پاته نشوه او د مرګ بلونکي ته یې لبیک ووایه ... په ګیډه کې ماشوم یې هم ومړ او څنګ ته یې دهغه انځور دی .....

دفیسبوک یوي سوريي والي میرمني له دي انځور سره دمور او زوی دحال دژبي مرکه داسې راخیستي ده ...: 

آسفة يا صغيري لم يمهلني الصاروخ حتى أكحل عينيّ برؤيتك .....!!!! لا عليك أمي فقد كفيتك عذاب مخاض الولادة و سهر الليالي و لكنني حرمت صيحة الحياة و رؤية الضياء ....!!!!!


بچیه تاسف کوم ... ! زه توغندي پرې نښودلم چې ستاپر دید سترګي خوږې کړم ...!!!
مورکۍ ! ته غم مکوه ! تاپه ماډیري شپي ویښې تیرې کړې او زما دزیږون په مهال دي ډیر



 دردونه وګالل ...خو زه له ژوند اودرڼا له لید نه محروم شوم ...!!!

زموږ زړونه هم دخپل ولس ورځنیو روانو وینو نرې کړي
دي اوهرچاته مو له سترګو داوښکي بهیږې :

بیلتانه دي دپردو په غم شریک کړم
دهر چا په غاړه ژاړم لکه نۍ

السبت، 1 سبتمبر 2012

درسول الله صلي الله علیه وسلم عاجزي


امام ترمذی په شمائل کې له علی بن ابی طالب رضی الله عنه څخه یو روایت راخیستی دی هغه وایې : چابه چې ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدیابه یې دلومړي ځل له پاره ولید نو هغه کس به ورنه وویردی اوچې یوڅه وخت به یې ورسره تیرکړ او وبه یې پیژاند بیا به پرې ګران شو :
(الشمائل للامام الترمذي )

دابوداود او ابن ماجه په یوه روایت کې راغلې دې ابومسعود الانصاري رضي الله عنه وایې
موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه سړې سره خبرې وکړې خو په هغه سړې باندې له ویرې نه لړزه راغله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وویل :هون علیک، فإنی لست بملک، إنما أنا ابن ا مرأة من قریش کانت تأکل القدید) یعنی مه ویریږه ! زه خو څه باچا نه یم زه دقریشو دیوې داسې ښځي زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړه !!
(رواه أبو داود، وابن ماجه)

دحدیثو شارحینو وایې : دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دانتهایې زیاتې عاجزي څر
ګندونه کړې ده او هغه داسې چې یو خو یې ځان دقریشو دیوې ښځي زوی یاد کړی دی او د پلار یادونه یې نده کړې اوبل یې خپله مور بیا داسې عاجزه معرفی کړې ده چې هغې به وچه غوښه خوړه او وچه غوښه شتمن نه بلکي غریب خلک خورې .
دلویدیځ ځیني مستشرقین او ختیځپوهان وایې : چې محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کې پیغمبرو خو چې مدیني ته ولاړ نو بیا یې پیغمبري ته شاکړه او باچا وګرځیدی !! دوی بیځایه ختیځپوهان بلل کیږې که دوی د رسول الله دژوند له حالاتو په تفصیل سره خبر وی نو داسې خبرې به یې نه وې کړې خو اصلا دوی دافترائاتو اوپوچو تورونو زمریان دې .