الجمعة، 31 أغسطس 2012

مهرباا نه خدایه !







کله چې فرعون وویل : انا ربکم الاعلي یعني زه ستاسو لوی څښتن یم ، په مقابل کې
 یې خدای جل جلاله څنګه غبرګون وښود ؟ موسي او هارون علیهما السلام ته یې وویل :
تاسو دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرکشې پیل کړي ده ، تاسو دواړه هغه ته نرمه خبره
 وکړئ کیدی ش
ې پند واخلي او وویریږې ، إ ذهبا إلي
فر عون إنه طغي , فقولا له قولا لينا لعله يتذكر او يخشي ,

یو ه صالح عالم ددي ایت په اوریدلو سره وویل : لویه څښتنه ! ټولي ستایني تالره دي ، کله
چې ته په فرعون دومره مهربانه یې هغه چې ویل یې : زه ستاسو لوی څښتن یم ، نوپه هغه
چابه ستا مهرباني څومره وې چې وایې : سبحان ربي الاعلي ، یعني زما لوی څښتن پاک دی ،

او ته په هغه فرعون دومره مهربانه یې چې ویل به یې : ماعلمت لکم من اله غیري ، یعني
 ستاسو له پاره له ما پرته بل خدای زه نه پیژنم ، او په هغه چا به ستا مهرباني څومره وې
چې وایې : لا اله الا الله ، اللهم انک انت عفو تحب العفو فاعف عنا ، یعني له خدایه پرته بل
 څوک دعبادت وړندی ، او یاخدایه ! ته بښونکی یې او له بښني سره مینه لرې موږ ته بښنه
 وکړه !

الأحد، 5 أغسطس 2012

په روژه کې لویي تاریخي پیښې

که په روژه کې داسلامي تاریخ ستروپیښو ته
 ځیر شو راته ښکاره به شې چې روژه د ځواک ،جهاد او کار سمبول ده اوپه روژه کې هیڅکله سستي ، کمزوري او له واقعاتو منډه نشته مسلمان باید خپل ژوند او ژوند چاري په ځواک ، متانت او
 میړانه سره پرمخ رواني ولرې اودژوند له ټولو حالاتو او ظروفو سر باید ځان روږدول ورته اسانه وې ، داسې نه چې ځیني عبادتونه یې له ژوند چارو نه وغورځوې او یادا چې ژوند اودژوند بوختیاوې یې د مهمو عبادتونوپه مخکي خنډ نشې ،
داسي دي څوک نه وایې چې روژه کارونه په ټپه دروې اوټولنه شاته کوې داسي هیڅکله نده دالله دین ټول جهاد ده او الله دین انسانانو ته ډیر اسانه کړی دی ، قرانکریم دروژي په بیان کې دمسافر او ناروغه له پآره دروژي خوراک رواکړی دی او ددي بیان په ترڅ کې وایې : الله جل جلاله ستاسو له پار اسانتیا غواړي ، هغه تاسو ته سختي نه غوره کوې : یرید الله بک الیسر ولایرید بکم العسر، دلته موږ داسلامي تاریخ ځیني هغه لویې پیښې را اخلو چې په روژه کې رامنځته شوې دي اوپه دي سره به دا خبره هم روښآنه شې چې روژه دسستي او غفلت میاشت نه بلکي د نشاط او بیداري میاشت ده او بل دا چې دومره لویې پیښې د روژی تقدس او سپیڅلتیا ته هم زیاتوالی ورکوې او هغه ځکه چې روژه د قرانکریم د نزول میاشت هم ده او ددي پیښې یادونه چې قرانکریم کړي ده نو دایې دروژي سپیڅلتیا بللي ده او وایې : رمضان هغه میاشت ده چې قران پکي نازل شوی دی : شهر رمضان الذي انزل فیه القران .

(1) د بدرلویه غزا

دبدر غزا ته د (فرقان) نوم ورکړل شوی دی یعني په دي ورځ دحق اوباطل ترمنځ فرق ښکاره شو :اسلام بریا ترلاسه کړه ، اسلام د دلوړو اخلاقودین ، دتوحید او تفکیر دین ، اودغوره ژوند او ښایسته اخلاقو دین دی او شرک چې بیلاري اخلاقي ټیټوالي او بي دیني ده ویې بایلله او لښکري یې تیت پرک او سرځوړي شوې ، داپيښه د جمعي په ورځ اولسم دروژي د هجرت په دویم کال رامنځته شوې وه قرانکریم ددي غزا په اړه وایې : ولقد نصرکم الله ببدر وانتم اذلة فاتقوا الله لعلم تشکرون ،(ال عمران) یعني په بدر کې الله له تاسو سره مرسته وکړه او تاسو کمزوري وئ ، له الله نه وویریږئ ، اوشکر
وباسئ عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایې : دپیښه دجمعي په ورځ درمضان په اولسم رامنځته شوې وه اوپه دي کې داسلام ترټولو ستر دښمن او ددي امت فرعون ابوجهل هم وژل شوی و ،


(۲) دمکي فتحه

دمکي فتحه قرانکریم مبنه او لویه فتحه بللي ده : انا فتحنا لک فتحا مبینا ( الفتح) دا پیښه دهجرت په اتم کال دروژي په شلم یا یوویشتم دجمعي په ورځ رامنځته شوې ده ، په دي مهال دخدای خونه له بوتانوپاکه شوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل مبارک لاس هغه بوتان نړول او دا ایت به یې تلاوت کاوه : وقل جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا .
او په پنځم هجري کال روژه کې د خندق دغزا تیاري نیول شوې وه که څه هم هغه غزا دهمدي کال
په شوال کې رامنځته شوې وه .

(۳) داراز په روژه کې په نهم هجري کال دتبوک دغزا ځیني پیښې رامنځته شو ې او دالقادسیه ، البویب او رودس فتوحات هم دروژي پ میاشت کې رامنځته شوې دي .

(۴) دروژي په میاشت کې په لسم هجري کال په یمن کې اسلام خپور شو ، رسول الله صلي الله علیه وسلم علي بن ابي طالب رضي الله عنه له یوي ډلي مجاهدینو سره یمن ته ولیږه او دوی ته یې دیمن دخلکو له پاره لیک هم ورکړ ،

(۵)دهجرت په اتم کال په پنځه ویشتم دروژي خالدبن ولید رضي الله عنه په یوه سیمه کې د العزي مشهور بوت ونړاوه اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې دعزي عبادت به بیا هیڅکله هم ونشې ،

(۶) دروژي میاشت په نهم هجري کال له طائف نه دثقیف قبیلي پلاوی رسول الله صلي الله علیه
وسلم ته دایمان راوړلو له پار راغی او په همدي وخت کې د ثقیف قبیلي مشهور بوت اللات هم
ونړول شو هغه چې دوی یې عبادت کاو ه ،

(۷) دجمعي دورځي په سهار پنځه ویشتم دروژي په کال ۴۷۹ هجري کې د الزلاقه په نوم پیښه
رامنځته شوه او دا په اندلس کې دمسلمانانو دستر سالار یوسف بن تاشفین سوبه وه چې د صلیبیانو اتیا زره کسیز لښکر ته یې ماته ورکړه او دکفارو دلښکر مشري دشپاړلسم الفونس په لاس کې وه ،

(۸) په کال ۶۵۸ هجري کې (۱۲۶۰م)دروژي په پنځلسم دجمعي په سهار د (عین جالوت) مشهوره او تاریخي سوبه رامنځته شوې ده او دا د مصر د ممالکو دیوه وتلي واکمن سلطان قطز په لاس رامنځته شوې وه اودا سوبه په هغه قوم باندي وه چې هغه مهال یې دماتولو تصور هم چا نشوی کولی او هغه تاتاری قوم وو ، په دي جګړه کې د سلطان قطز د ( وا اسلاماااه ) چیغه
په اسلامي تاریخ کې په سروزرو ثبت ده او داراز په روژه کې دصلیبیانو پر خلاف د سلطان صلاح الدین هم ډیر فتوحات رامنځته شوې دي

روژه دقرانکریم او خیراتونو میاشت


روژه دقرانکریم میاشت 



دعثمان بن عفان رضي الله عنه په باره کې ډیر روایتونه راغلي دي چې په روژه کې به یې هره ورځ قرانکریم ختماوه ،
امام شافعي رحمه الله به په روژه کې شپیته ځله قرانکریم ختماوه ،
یعني په شپه او ورځ کې دوه ختمه ، امام احمد به په روژه کې نور کتابونه وتړل او ویل به یې داد قران میاشت ده ، امام مالک به په روژه کې ټوله علمي بوختیا بنده کړه او ویل به یې دادقران میاشت ده ،
دیوه بل عالم په اړه وایې چې دمرګ په وخت یې دکور والو ورته ژړل ده ورته وویل : مه ژاړئ ! په خدای سوګند په رمضان کې به مې ددي جومات دهري ستني خواته لس ځله قران ختماوه ، اوپه جومات کې څلور ستني وې ، یعني په روژه کې به یې څلویښت ځله قرانکریم ختماوه ، 
مشهور محدث ابن شهاب الزهري رحمه الله به په روژه کې دحدیثو او نورعلوموبوختیا پریښودله او ځان به یې یواځي قران ته فارغ کړ 
او سفیان الثوري به نورټول عبادتونه کم کړل او دقرانکریم تلاوت به یې زیات کړ ، 

په روژه کې له قرانکریم سره دصحابه کرامو د تعلق زیاتوالی له هغه مشور روایت نه هم معلومیږې چې دری ورځي رسول الله صلي الله علیه وسلم هغوی ته دتراویحو لمونځ ورکړ بله ورځ خلک ډیر زیات شول او رسول الله صلي الله علیه وسلم نه راووت بله ورځ راغی او ورته کړه یې : ماچې ستاسو حال ولید وویریدلم چې هسي نه تراویح درباندي فرض نشې ځکه نه راووتلم 

داراز دعمربن الخطاب رضي الله عنه دخلافت په وخت کې به په مسجد نبوي کې دصحابه و مختلف ټولي په تراویحو بوخت وو او اخر عمر رضي الله عنه دصحابه کرامو مشهور قاري ابی بن کعب رضي الله عنه دهغوی امام وټاکه اوټولو په هغه بسې شل رکاته تراویح کولي ،

روژه دخیراتونو او قران میاشت ده رسول الله صلي الله علیه وسلم به په روژه کې ډیر زیات خیرات او صدقه کوله او دصحابه کرامو او سلفو علماو له پورتنیو کیسو به هم تاسو پتېیلي وې چې په روژه کې له مسکینانو او بي وسه خلکو سره مرسته څومره ضروري او دسترخیر کار دی داراز قرانکریم ته توجه او تلاوت یې دروژي خانګړتیا اوپه روژه کې ترټولو مهم او ضروري عبادت دی .


له مسکینانو سره روژه ماتی کول
 

دعبدالله بن عمر رضي الله عنه په باره کې راغلي دي چې خامخا به یې له مسکینانو سره روژه ماتوله اوکله به چې کور والو منعه کړ په هغه شپه به خپه و ، کله به چې مسکین ورته راغی او په کورکې به یې ډیر څه نه وه خپله برخه به یې ورکړه او ده به په نهاره روژه 
ونیوله ،
دایواځي دابن عمر رضي الله عنه خاصه نشې بلل کیدلی بلکي نور صحابه او دسلفو علماو ټولو داسې سپیڅلي خویونه لرل لکه ابوالسوار العدوي رحمه الله چې وایې : دبنو عدي دکورنی ډیر کسان ماپه دي جومات کې لیدلي دي چې یوه به هم یواځي روژه نه ماتوله خامخا به یې جومات ته روژه مات را ایسته څو یې مسکینان او نور خلک ورسره وخورې ، دامت دسترو علماو لکه حسن البصري ، ابن المبارک او نوروپه اړه راغلي دي چې هغوی به داخوښوله چې خلکو ته روژه مات تیار کړي ، او پخپله یې خدمت وکړي آن تردي پوري چې پخپله به یې روژه هم نه ماتوله او دخلکو په خدمت به بوخت وو ! 

ابن ابي عدي له داود بن ابي هند نه روایت کوې چې داود څلویښت کاله روژه ونیوله خوکوروال یې نه وو پري خبرشوې چې دده روژه ده ! دی رخت پلورونکی و سهار به یې له ځان سره دغرمي خواړ یووړل او هغه به چاته په خیرات کې ورکړل ، اوماښام به چې کورت راغی په کور کې به یې مړۍ وخوړله ابن جوزي ددي روایت په اړه لیکي چې دبازار خلکوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ګواکي ده کور خوراک کړی دی او دکوروالوته به یې داپه فکر کې ورکړل چې ده په بازار کې خوراک کړی دی !
دحماد بن ابي سلیمان په اړه ویل کیږې چې په روژه کې به یې پنځه سوه کسانو ته روژه ماتی ورکاوه !

الله دي موږ اوتاسو ته دصحابه کرامو او سلفو 
علماو په لاره د تګ توفیق راپه نصیب کړي

ژوندی احساس





دیوې ناروغي یا زخم دردونه هم انسان کړوې او ډیر سخت وې دناروغه اوټپي خپلوان او خواخوږې په دي هڅه کې وې چې څومره ژر کیدی شې درمل ورته پیدا کړي او دعلاج او درملني په ذریعه ناروغ له درده وژغورل او ارام شې ،

لوږه او تنده هم یو ډول درد او سوزول 

لرې چې تږې او وږې یې احساسوې او د هغي له عذاب نه کړیږې خو دبدني دردونو او ټپونو په پرتله دلوږي او تندي درد او کړاو ډیر زیات او سخت دی ځکه دهغه نورو دردونو او ناروغیو د رغیدني په لاره کې تقریبا ا وږده پړاوونه پراته دي چې هغه دناروغي تشخیص ، بیا مناسب دوا برابرول او
بیا د دوا اغیز کول او داسې نور...

د وږي او تږي درملنه خو ښکاره ، روښانه او اسانه ده او هغه یوه ګوله ډوډی او اوبه دي داپه داسي حال کې چې دا شیان د وږې او تږې په شاوخوا کې پریمانه شتون لرې خو دده لاسرسی ورته نشته ...او ځکه خو یې درد هم زیات او زمولونکی وې ...

ماشوم که یوه څپیړه ووهل شې اود څپیړي له درد ه په ژړا شې دخوراکي شیان په ورکولو کرار او غلی شې خو که ماشوم وږی شې او دلوږي له لاسه په ژړا شې نو په بل هیڅ شې نه کراریږې اویو ډول دوایې یې هم نشې کرارولی یواځي خواړه به یې کراروې

ګومان کوم په انټر نیټ کتونکو او زما ددي کرښو په لوستوالو کې به داسي څوک نه وې چې د لوږي او تندي درد او سوز یې تجربه کړی وی خو داسي خلک به خامخا وې چې د وږیو او تږیو د دردونو احساس لرې او دهغوی په کړاونو یې زړونه دردیږې نوهغو وروڼو او خوندو ته وایم :

محترمو ! ولاکه به له ډیرو فلسفي خبرو سره لا اړیکه لرم او لا به دومره خوند راکوې خو د وږیو او بي وزلو حالت مې کړوې او دا سپیره حالات زموږ په هیواد کې بیخي ډیر او هرځای شتون لرې د خدای په پآر له شخصي ، تنظیمي او سیاسي ګټو لوړ خپلو بي وزله هیوادوالو ته ځانګړي توجه او پاملرنه وکړئ او د هغوی د دردونو احساس له ځانونو سره پیداکړئ او علماء ، پوهان ،شاعران او لیکوالان باید دي موضوع ته ځانګړي پاملرنه وکړي ، دخوارانو ، وږیو او تږیو هیواد والو د دردونو احساس باید په خلکو کې ژوندی کړې ، په خپلو خبرو لیکنو او عامو ویناو کې یې له یاده ونه باسې ،

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : په کومه سیمه کې چې یوغریب په وږي ګیډه شپه سبا کړي
د هغي سیمي له ټولو خلکو نه به الله د اخرت په ورځ پوښتنه کوې .

عمر بن عبدالعزیز رحمه الله چې کله نوی خلیفه وټاکل شو د بیت الله متولیان ورته راغلل
او ورته ویې ویل چې د وخت خلیفه به هرکال بیت الله ت غلاف تیاراوه سږکال دا نیکمرغي
تاسوته رسیدلي ده څو دبیت الله غلاف تیار او راکړئ
عمربن عبدالعزیز رحمه الله ورته وویل : بیت الله غلاف څه کوې .؟!!په خدای قسم چې دیوه وږي ګیډه مړول ماته دبیت الله په سرو زرو کې له پوښلو نه ډیر خوند راکوې !!

دي ته وایې ژوندی احساس او دي ته وایې دضمیرخاوند !!!

دفکر ازادي


دچاپیریال رسمونو او رواجي کړیو زموږ فکري ځواک تړلی او زبیښلی دی ، زموږ معلوم پښتني رواجونه او ځیني دیني نظریات زموږ وروستي پولي او پرټاکلي حد پراته ځنځیرونه دي ، ډیر پیاوړیهم ترهغو پښه نشې اړولی او نه یې دنوښت په اړه خو

له خوځولی شې ...

دي ته وایې فکري جمود او هم دژوند رکود ، زموږ ډیری دینپوهانپه دي اند دي چې دقرانکریم داحکامو برخه څلورو فقهو تشریح کړي او سپړلي ده په دي کې بل څوک خوله نشي ښورولی ...

داپه داسي حال کې چې قران یواځي احکام نه دي دقران اساسي موضوعات : توحید ، نبوت او اخرت دی اوددي موضوعاتو ځیني اساسي برخي دفقه له موضوع وتلي دي نواوس چې داموضوعات ددي فن (فقه) مضوعات نه دي نو موږ به څه ورسره کوو ؟؟ همداسي پټه خوله پاته شو ؟؟

او دا لامل دی چې داخرت دموضوع په اړه زموږ عام وګړي بیخي له کمو خبرو خبردي لکه یواځي د قبر پوښتونکي دوه شین سترګي ملکي پيژني اوداسي نور ....ا
دتوحیدپه اړه زموږ عامه معلومات بیخي کم او ډیر محدود دي ځکه خو مو په هیواد کې دزیارتونو چرچا زیاته او شرکي کړني اوج ته رسیدلي دي نو ددي فکر دماتولو له پاره زموږ پوهان باید قران کریم او نبوي حدیثو ته پوره توجه وکړي او دپخواني زنګن فکر مقابله په داسي نرمه او له حکمته ډکه لهجه وکړي چې له اختلافاتو لرې او له شخړو او جګړو پاکه وې ځکه موږ له اخه توخه لویدلي ولس یو موږ د سیاسي اختلافاتو داوج په پیر کې ژوند کوو

اوپه دي کې هم شک نشته چې دهغه فکر کړی زنګني شوې دي او که په حکمت سره یې مقابله وکړل شې خلک به دقران او سنت لاري ته په اساني سره رامات شې

په مینه

شنه پاڼه



شنه پاڼه دژوند نښه ده ژوند خوږ او ژوند عمر ده 
له ژوند سره مینه وکړئ ژوند داخرت کرونده ده او په 
زوند کې کولی شو ایمان ولرو ایمان وپالو او دایمان 

والوپرلاره ولاړشو ...

رسول الله صلي الله علیه وسلم ته خدای جل جلاله وایې :اخرت ستاله
پاره له دنیا نه ډیر ښه دی (وللاخرة خیرلک منالاولي) له دي ایت نه دامطلب هم ترلاسه کولی شو چې دنیا هم ښه ده خو اخرت ډیر ښه ده

بل ځای قرانکریم وایې:د دنیا برخه دي مه هیروه ! (ولاتنس نصیبک من الدنیا)

ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا

داخبري مې ددي شني پاڼي له ښایسته انځور سره یاد ته راغلي زموږ ځیني
دین پوهانو به په ډیر ه تونده لهجه ویل او لا وایې له دا مرداري دنیا لاس واخلئ ،

دنیا دجیفي اومړزګي په څیر ده ......
دا اسلوب هیڅکله سم نده دنیا ژوند ده او ژوند ډیر خوږ او ډیر ګټوردی او په همدي
 دنیا کې دجنت توښه موندلی او دایمان پرلاره تللی شو او د دنیا په اړه زما په پورته لنډو خبرو کې ډیر اوږده مطالب پراته دي چې له ژور سوچ وروسته ښکاره کیدلی شې ....


مینه اوبیا مینه

پر یتیمانو رحم وکړئ







ماشوم د الله په مخلوقاتوکې ډیر کمزوری مخلوق دی 
لکه څرنګه چې دهغه ټولي بدني قواوي اوځواکونه کمزوري او دکارنه یې دا راز یې دماغ هم ترڅوکلونوپورې کارګر نه وې نوځکه خو یوداسي ساتونکي ته اړتیا لرې چې هغه یې دزړه په مینه سره وروزي او وپالي ..


اودا مینه یوه ماشوم ته یواځي خپله موږ او خپل پلار ورکولی شې خوشته داسي ماشومان چې هغوی لوی څښتن دمور اوپلار له ديستر نعمت نه محروم کړي یې ....

دا یتیمان د ټولو انسانانو میني ته اړتیا لرې ځکه که دی دډیرو زیاتو مینه والوپه منځ کې واوسې اوټول په پوره اخلاص مینه ورسره وکړي بیا هم د ده دمور اوپلار دمیني بدیل نشي کیدلی ...

راځئ له یتیم سره مینه وکړو زموږ په چم اوګاونډ کې
که کوم یتیم شتون لرې راځئ رحم پرې وکړو ، ویې نازوو او د هغه دخپل پلار اوموږ په څیر یې ځان ته رانږدي مړو

ټولي دروازي مه تړه !





سهیل بن عمرو له خپلي میرمني سره په سفر روان وپه لاره کې لاروهونکي ورته مخته شول ، اوهرڅه یې ورن واخیستل ! لاروهونکيسره کیناستل او د ده په توښه کې خواړه یې را وتوشپل او په خوراک یې پیل وکړ ، سهیل چې وکتل د لاروهونکو مش
ر خوراک نه کوې او ناست دی ، ده ورته وویل ته یې ولي نه خورې ؟
هغه ورته وویل : زما روژه ده ، سهیل حیران شو او ورته ویې ویل :
غلا هم کوې او روژه هم نیسې ؟!!
هغه ورته وویل : دځان او خدای په منځ کې یوه دروازه پرانستي لرم ، کیدی شې یو ورځ په دي دروازه ور ننوځم ....
کال دوه کاله وروسته سهیل دلاروهونکو مشر په حج کې ولید چې د بیت الله په پردو پ،ري نشتي دی !! او لوی صالح او نیک انسان ګرځیدلی دی ! ده چې ولید ویې پیژاند او هغه ورته وویل :
پوه شوې ! څوک چې دځان او خپل رب ترمنځ یوه دروازه پریږدي کیدی شې یوه ورځ په هغه پءانستي دروازه ور ننوځې ....
سبحان الله ...

که ته ډیر ګناه ګار وې هم دځان اوخپل څښتن ترمنځ یوه دروازه پرانستي پریږده


کیدی شې یوه ورځ د دي دروازي په برکت نوري هم درته پرانستل شې

لا تغلق كل الأبواب!!
كان سهيل بن عمرو على سفر هو وزوجته ..
وفي أثناء الطريق .. اعترضهم قطاع الطرق ..
...وأخذوا كل ما معهم من مال وطعام .. كل شئ !!
وجلس اللصوص يأكلون ما حصلوا عليه من طعام وزاد ..
فانتبه سهيل بن عمرو .. أن قائد اللصوص لا يشاركهم الاكل
فسأله .. لماذا لا تأكل معهم ؟!!
فرد عليه : إني صائم ..
فدهش سهيل فقال له .. تسرق وتصوم !!
قال... له .. إني أترك بابا بيني وبين الله لعلي أن أدخل منه يوما ما ..
وبعدها بعام أو عامين .. رأه سهيل في الحج وقد تعلق بأستار الكعبة ..
وقد أصبح زاهدا .. عابدا ..
فنظر إليه وعرفه .. فقال له : أو علمت ..
من ترك بينه وبين الله بابا .. دخل منه يوما ما ..
سبحان الله العظيم فعلا ..

إياك أن تغلق جميع الأبواب بينك وبين الله عز وجل حتى ولو كنت عاصياً وتقترف معاصيَ كثيرة، فعسى باب واحد أن يفتح لك أبوابً

رواجي عبادت ګټه نلرې







داسې خلک به تاسو هم لیدلي وې چې روژه نیسې خو لمونځ نه کوې ؟! د دي خلکو دا ډول کارونه په لنډو ټکو کې تشریح کوم :اصلا زموږ په عباداتو کې له تعبدیت نه تعودیت زیات شوی دی یعني زموږ پر عبادتونو دللهیت پرځای رواج غلیه کړي ده اوس که یوڅوک لمونځ 
نه کوې دومره ډیر دهرچا نه یې ورته پآم نو ناپوهه او د دین پروا نه لرونکی خلک په لمانځه کې ډیره سستي کوې اوکه کله
یې کوې هم دخلکو له پاره یې کوې !

او روژه دلمانځه په نسبت یوڅه نادره ده په کااااااااال کې یوځل راشي او هغه که څوک خوري نو خلک یې شین کاپر بولي ځکه هغه ته هرڅوک زړه نه ښه کوې او بل مالیدلي دي پښتانه هیڅکله په سفر کې هم روژه نه خوري او په سفر کې خدای روا کړي دي خو د دوی له عادت سره سمه نده نو وایې ماته خوند نه راکوې چې روژه وخورم !!

داراز ما ډیر داسې شتمن خلک لیدلي دي چې دخپل مال دقیق حساب نه کوې هسي دتوک له حسابه زکات پریکوې ! دوی هم ریاکاران او رواجي عبادت کونکي دی یومخ لاس خو نشې نیولی بیا به خلک وایې چې فلانی قارون دی زکات نه پریکوې نو هسي
دخلکوپه مخ کې دیوه لسګون یاشلګون پر سر (په زکات کې یې قبولي کړه ) چیغه پورته کړې !

نو په تاسف سره باید ووایو چې زموږ د دین ځیني برخه رواجي شوې ده اویا زموږ ځیني خلک دین درواج په موخه سرته رسوې او دقرانکریم او حدیثو په رڼا کې هغه عبادت الله ته منلی اومنظور دی چې یواځي د همده له پاره وې او له دي پرته که د بل نیت ځای پکي پیداشو داعبادت عادت ګرځي او داخرت په ورځ نه په
ښمر کیږې ،

وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ. [البينة:5]

روژه دمیني او بښني میاشت





روژه یوه میاشتني اخلاقي کورس دی چې ډیر څه باید پکې زده کړو او ترټولو مهم یې په ځانګړي توګه زموږ افغانانو له پاره مینه او تسامح او بل بښنه ده دا خوی او دا ستر انساني اخلاق دیوي دینداره او پاکي ټولني له پاره ترټو
لو لومړی درجه اهمیت لرې او که په روژه مبارکه کې مو دا خوی خپل نکړ بل وخت یې ترلاسه کول سخت دي ځکه په روژه کې دعباداتو رغبت او مینه زیاته وې زړونه یوڅه نرم اوپاسته وې راځئ ددي خوی او لوی
خصلت اهمیت په نبوي حدیثو کې وګورو :

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : کله چې ستاسو کوم یوه روژه وې سبکي خبري دي نه کوې ، چیغي دي نه وهې که یوڅوک ښکنځل ورته وکړي نو ورته وایې دي چې زما روژه ده ، په یوه بل روایت کې راغلي : څوک چې د دروغو شاهدي اوپه هغه عمل پرینږدي او له جهل نه ځان ونه ژغورې نو له خوراک او څښاک نه دده خولي نیولو ته الله اړتیا نلرې
وإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب، فإن سابّه أحدٌ أو قاتله فليقل: إني امرؤ صائم. [متفق عليه]، وقال : ومن لم يدع قول الزور والعمل به والجهل، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه [رواه البخاري].

درنو وروڼو او پتمنو خوندو ! روژه د میني او خپلوې پالني میاشت ده زموږ ټولنیز ي اړیکي هروخت په ګواښنده حالت کې وې ورور له ورور زامن له پلار او داسي نور خپلوان په نری خبره یوه بل ته په قهر اوغوسه وې ترمنځ یې تعلقات پریکړې وي او په مودو مودو له یوه بل
سره خپه او دښه او بد پوښتنه یې درولي وې ، نودا هغه میاشت ده چې که موږ همداسي تروش او تروه سره پآته یو ، یوه بل ته ترڅنګ څنګ ګورو بیځایه خوابدي او خپګان غځوو او دا حماقت په غیرت سره هم نوموو !! نو بیا پر پشلمي دخولو تړلو او ماښام یې خلاصولو کوم عمل چې کیږې دابي ګټي دی دي ته دالله هیڅ
اړتیا نشته ...

راځئ په روژه کې مینه ، تسامح او بل بښل زده کړو او عملي یې کړو که موڅوک خپه کړي وي خوشاله یې کړو که مو دچا حق خوړلی او زورولی مو وې راضي او حق یې ورستون کړو ....


په لمانځه د دریدلو له ادابو نه یو غوره ادب دا هم دی چې که څنګ ته ملګری دي په اوږه لاس کیږدي او ځان ته دي ورنږدي کوې نو ته باید په نرمه ورنږدي شې رسول الله صلي الله علیه وسلم په دي اړه وایې : ستاسو غوره هغه څوک دی چې وږه یې نرمه وې : خیرکم الینکم منکبا ،
ما ډیری افغانان په داسي حالت کې ازمویلي دي چې ددوی په اصطلاح په ځان نر مچ نه پریږدي که یې اوږي ته لاس ور وړې نو برګ به درته وګورې ! په حرمینو او نورو ډیرو ځایونو کې مې د مختلفو جنسیاتو خلک لیدلی هغه ترموږ ډیر نرم او پاسته وې خو موږ ماشاء الله تل په غوسه او عبوسا قمطریرا .....


موږبه ترڅو کلک او کرخت یو ؟ موږ به ترڅو زورور او یوه بل ته ببر ګرځو؟ موږ به ترڅو دتربګنیو او بیځایه غیرتونو په نوم دحماقت له لاسه یوبل کړوو او زوروو ؟ موږ به ترڅو سخت زړي او دکاڼو زړونه په سینو کې شوروو ؟

په روژه کې درسول الله اوصحابه کرامو دسخا کیسي



بخاري او مسلم دواړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوې ، هغه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و او په روژه کې به ترنوروټولو وختونو ډیر سخي و هغه مهال چې
 جبریل به ورته راغی ، جبریل به دروژي په هره شبه ورته راتلو او قران به یې ورسره درس کاوه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم په خیر او صدقه کې له تیز باد نه هم تیز و داحمد په یوه روایت کې راغلي دي چې چا به هرشی ورنه وغوښت ده به ورکاوه ،

روى البخاري ومسلم عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: "كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنْ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ".وفي رواية أحمد زيادة "لا يسأل عن شيء إلاَّ أعطاه".

دحدیث په دي روایت کې د (جود) توری راغلی دی او جود زیاتي ورکړي ته وایې او جود او زیاته ورکړه دالله له صفاتو نه یو صفت دی ، په یوه حدیث کې راغلي دي : الله جواد دی او جود خوښوې او هغه کریم دی او کرم خوښوې جوداو کرم قریب المعنا دي
"إن الله جواد يجب الجود، كريم يجب الكرم".[رواه الترمذي].

په یو بل روایت کې راغلي دي : الله جل جلاله وایې : زه جواد یم او جود زما له لوري دی او زه کریم یم او کرم زما له لوري دی : "أنا الجواد ومني الجود، أنا الكريم ومني الكرم".

نوالله جل جلاله لومړۍ درجه کریم او جواد دی او علماء وایې چې په ځانګړیو غوره وختونو کې دالله کرم او جود زیاتیږې لکه دعرفي ورځ ، داختر ورځ ، دذوالحجي لسم ، اوداسې نور اوپه دي ټولو کې دجود ځانګړی او ترټولو غوره وخت روژه ده الله جل جلاله وایې : کله چې له تانه نه زما بنده ګان زما په اړه سوال کوې زه ډیر نږدي یم کله چې څوک له مانه غوښتنه او سوال کوې زه یې قبلوم نوهغوی دي له مانه داستجابت غوښتنه وکړې اوپه ما دي ایمان راوړې چې سمه لاره به بیامومي : (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)[البقرة:186].

ددي ایت سیاق او چلند ته باید یوڅه متوجه شو دالبقره په سورت کې له دي ایت نه مخکي دروژي تفصیلات ذکر شوې دي او وروست دا ایت راغلی دی له دي نه داواضحه شوه چې په روژه کې د دعا په ځانګړي توګه ډیر اهتمام پکار دی او باید دعا ډیره زیاته کړل شې ،

اوکه موږ دالله جود ته په روژه کې متوجه شو په ښکاره توګه یې محسوسولی شو ډیر غریب خلک بیاهم یوڅه موندلی شې او الله یې ورته رسوې . اوداخرت په لحاظ د الله جل جلاله خانګړي جود دادی چې دروژي په هره شپه کې الله جل جلاله خلک د دوزخ له اوره ازادوې په حدیث کې راغلي دي : دروژي په هره شپه الله خلک له جهنم نه خلاصوې او په بل روایت کې راغلي دي چې دهر روژه ماتي په مهال الله جل جلاله خلک له اور نه ازادوې :
"ولله عتقاء من النار، وذلك كل ليلة". وقوله عن أبي أمامة: "لله عند كل فطر عتقاء".[رواه أحمد، صحيح الترهيب (991)].


درسول الله جود اوسخا

لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یوکامل انسان و او ټول غوره اخلاق یې لرل داراز بدني او خلقي ټول غوره والي الله پري لورولي و نوپه سخا او جود کې هم ترهرچا زیات و دجود او سخا غوره صفت په رسول الله صلي الله علیه وسلم کې ترنبوت نه مخکي هم په پوره معنا موجود و او له خوارانو او مسکینانو سره به یې هرډول مرسته او کومک کاوه او دا خبر ه درسول الله دنبوت دمهال دسختیو ملګري خدیجي رضي الله علیه عنها له هغو خبرو ښه معلومیږې چې کله یې دنبوت په لومړی ورځ هغه ته کړي وې ،

په رسول الله صلي الله علیه وسلم چې دلومړي ځل له پاره داقرآ وحي نازله شوه او کورته راغی نو خپلي درني او هوښیاري میرمني ته یې وویل : "لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي. زه په ځان ویریږم هغي ورته وویل :
كلا وَاللَّهِ مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا، إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ، وَتَحْمِلُ الْكَلَّ، وَتَكْسِبُ الْمَعْدُومَ، وَتَقْرِي الضَّيْفَ، وَتُعِينُ عَلَى نَوَائِبِ الْحَقِّ".[البخاري].
یعني : د ډار هیڅ خبره نشته او هیڅکله مه ویریږه ! الله به یڅکله تا ذلیل نکړي ، ځکه ته له خپلوانو یره خپلوې پالي ، دهغوی ستونزو ته وږه ورکوې ، دخوارانو اونادارو مرسته کوې ، میلمانه پالي ، او خلکو ته په ورپیښو ستونزو کې له هغوی سره مرسته کوې ،

د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا صفات دنبوت نه مخکي وخت دي او کله چې پیغمبرشو دوحي په برکت یې دا صفات څو برخي زیات شول ، دانس په روایت کې راځي : رسول الله په ټولو خلکو کې ډیر ښایسته و ډیر زړور و ، او ډیر سخي و یوه ورځ دمدیني خلک څه شې وویرول رسول الله صلي الله علیه وسلم په اس سپور و او دویري ځای ته له ټولو خلکو مخکي ورسیداو ویل یې دا اس دبحر په څیر میده تګ کاوه : : "كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ وَأَشْجَعَ النَّاسِ وَأَجْوَدَ النَّاسِ، وَلَقَدْ فَزِعَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ فَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبَقَهُمْ عَلَى فَرَسٍ وَقَالَ وَجَدْنَاهُ بَحْرًا".[البخاري].
دانس یوبل روایت مسلم راخیستی دی هغه وایې : داسلام په نوم به چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم هرشی وغوښتل شوو ده به ورکاوه ، دی وایې : یوسړی ورته راغی د دوو غرونو په منځ کې یې ټولي میږې ورکړي هغه چې کله خپل قوم ته ستون شو هغوی ته یې وویل : ای زما قومه ! اسلام ومنئ محمد دومره ورکړه کوې چې دده له ورکړې وروسته دنیستي ویره نشته ،
"مَا سُئِلَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- عَلَىَ الإِسْلاَمِ شَيْئاً إِلاَّ أَعْطَاهُ، قَالَ: فَجَاءهُ رَجُلٌ فَأَعْطَاهُ غَنَماً بَيْنَ جَبَلَيْنِ، فَرَجَعَ إِلَىَ قَوْمِهِ، فَقَالَ: يَا قَوْمِ أَسْلِمُوا، فَإِنَّ مُحَمَّداً يُعْطِي عَطَاءً لاَ يَخْشَى الْفَاقَةَ".
په یوه بل روایت کې انس وایې چې که یوڅوک به د دنیا له پاره هم مسلمان شو وروسته به اسلام له هرڅه ورته ګران و

دمسلم په یوه روایت کې راغلي : صفوان ابن امیه وایې : په خدای سوګند ماته رسول الله ډیر زیات شی راکړ ،په خدای سوګند هغه مې له هرچا بدایسیدی خو دهغه راکړو او صدقو هغه په باندي له هرچا زیات ګران کړ ،
عن صفوان بن أمية قال: "وَاللهِ لَقَدْ أَعْطَانِي رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- مَا أَعْطَانِي، وَإِنَّهُ لأَبْغَضُ النَّاسِ إِلَيَّ، فَمَا بَرِحَ يُعْطِينِي حَتَّىَ إِنَّهُ لأَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ". (مسلم)
ابن شهاب وایې : هغه ته یې یوځل سل پسونه ورکړل بیا سل اوبیا سل ، واقدي وایې هغه ته یې یو وخت داوښانو او پسونو ډکه کنده ورکړه

حسان بن ثابت رضي الله عنه دهغه دسخا اوجود په اړه وایې :

له راحة له ان معشار جودها علي البر لکان البر اندي من البحر
یعني دهغه دسخا دلاس لسمه برخه که په وچه وویسل شې نو وچه له بحر ن زیاته لنده کړې ،

دصحابه کرامو سخا :

دنبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه و ه دلومړي خلیفه ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یوځل ن څو څو ځله یې خپل ټول مال دالله په لار کې خیرات کړی دی ، عمربن الخطاب رضي الله عنه په یوه غزا کې دخدای ورکړي شتمني نیمایې برخه ټوله خیرات کړه نو تاسو فکر وکړئ چې هغه به خپل عمر کې څومره خیراتونه کړي وې !
دغریب او مسکین غم او درد چې څومره له عمر سره و په اړه یې هیښوونکي کیسي تاریخ ترموږ پوري رارسولي دي وایې دعمربن الخطاب رضي الله عنه دامارت په زمان کې په یو سیمه کې کاختي ولګیده دا کاختي یوڅه اوږده شوه وروسته چې خلکو دعمر حالت ولید تغیر یې پکي وموند او دهغه رنګ ژیړ شوی او بدن یې بي غوښي شوی و یوچا پوښتنه ورنه وکړه چې امیرالمومنینه ! ولي مو رنګ اوبدن تغیر شو ؟ هغه ورت وویل : دفلانی سیمي خلک به پ تشه ګیډه شپي سبا کوې او دعمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!!

او دعثمان رضي الله عنه له نوم سر هخو دسخي توری تړلی دی په مسلمانانو او مجاهدینو چې ده څومره لګښتونه کړي دي هغه دتاریخ په اثفارو کې پوره خوندي دي تردي پوري چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په اړه وویل : عثمان چې تردي وروسته رڅه کوې ضرر نه ورته رسوې "ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم".

داراز طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه د ډیرو خیراتو نو لامله په (طلحة الخیر) سره مشهور و وایې په یوه مجلس کې یې سل زره درهمه وویشل او دی ناست و خپلي جامي یې پخپله ګنډلي

داراز دصحابه کرامو دمیرمنو دسخا کیسي هم بیخي زیاتي دي چې په دي لنډه لیکنه کې یې نشو را خیستلی ،

داکیسي او روایات مو په دي موخه راواخیستل چې په روژه کې خیرات او صدقه خورا مهم او د ډیر اجر کار دی او بیا د داسي خلکو له پاره دا کار لازیات مهم دی چې کور کلی او مالتونه یې له غریبانو او نادارو ډک وې په کلیو او بانډو کې یې دکونډو او یتیمانو شمار له ګڼ وتلی وې او داسي پریمانه کورنی یې شاوخوا شتون لرې چې سرپرستي یې دماشومانو او کونډو په غاړه وې !

درنو وروڼو او خوندو ! دفقر او غربت حالت ډیر سخت وې او دمسکنت وختونه زغمل ډیر زیات له ستونزو او کړاوونو ډک وې ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : نږي ده چې فقر انسان کفرته ورسوې : کاد الفقر ان یکون کفرا او عمر رضي الله عنه وایې که فقر سړی وی مابه وژلی و :لوکان الفقر رجلا لقتلته ،

نوشتمن وروڼه دي په شپه او ورځ کې کله دغریبانو او مسکینانو پرحال سوچ کوې اوبیا دي درسول الله صلي الله علیه وسلم دسخا او جود اوداراز دصحابه کرامو دسخا کیسو ته توجه کوې او بیادي خپل ضمیر او وجدان ته متوجه کیږې چې څه باید وکړي او له خوارانو سره باید مرسته وکړي تاسو ته دعمر بن الخطآب رضي الله عنه هغه جمله بیا را اخلم : دفلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي
سبا کوې او دعمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!!

قراني اعتدال





دا میسون السویدان ده دکویت دمشهور شیخ طارق السویدان 
لورده څو ورځي مخکي یې په ټویټر کې دالاندي خبره ولیکله :
انها تتيه في شوارع مكة تبحث عن الله... ولم تجده..!!

داوایې زه دمکي په کوڅو کې په خدای پسي ډیره وګرځیدم
خو پیدامې نکړ ..!!

په دي خبر سره په میسون باندي له یوه بل لوري دعربو دتنکیو شیخانو له لوري دتکفیر کاڼي ووریدل او شنه کافره یې ورنه جوړه ګړه
اوپه پلار (دکتور طارق السویدان) باندي یې هم خلکو هیڅ ونه سپمول چې خلکو ته نصیحتونه کوې اوپه کورکې دشنه کافره اوسې !!

څه وخت میسون غلي وه د تویټر هغه جنجالي چوڼی (تغریده) یې
هم پاکه کړه خو اوس بیرته راپورته شوه او دپه دي یې چې دکفرباړونه چلولي وو هغوی ته یې لیکلي دي :

دکفر ټاپه وونکو تاسو فکر کوئ زه به غلي شم ، نه نه ولاکه مې غلي کړئ ...
زه له لویدیځ نه مسلمانه راستنه شوي یم خو دلته تاسو سرسختو مسلمانانو بي دینه کړم ! تاسو په ښکنځلو او تکفیر سره مشلمانان تعذیبوئ څو یې له دینه وباسئ خو زه له دین څخه نه وځم ... داسمه ده چې تاسو له کوم دین نه دفاع کوئ دا زما دین نه دی زما دین اسلام او رحمه دی او ستاسو دین تکفیر او خلک زورول دي

میسون اوږدي خبري کړي دي او کوم سرسخته خلک چې خلک
په اسانه داسلام له دائري باسي هغه یې سخت ټکولي دي او
دا توندي یې سلفیانو یاپه اصطلاح وهابیانو ته متوجه ده دایوځای وایې :
مَن كان يعبد محمد بن عبدالوهاب - فإنّه قد مات، ومَن
كان يعبد الله فإن الله حيٌّ لا يموت....

که څوک د محمدبن عبدالوهاب عبادت کوې هغه ومړ او که څو ک دیوه خدای عبادت کوې هغه تل ژوندی او نه مرې ...

میسون ډیره تکړه شاعره هم ده هغه دخپلي لیکني په پای کې دشعرپه ژبه کاږې :

أحدٌ أحدْ..
ربُّ المكَفِّرِ شيخُهُ… رب المكفِّرِ سيفُهُ…
وأنا إلهي ليس يسكن في جمادٍ أو جسدْ…
أَحدٌ أحَدْ … أحَدٌ أحَدْ …
إن تضعوا حجر التكفير على صدري فلا أقول إلا: أحدٌ أحدْ..

یعني خدای یو دی یو دی دکفر دټاپه لګوونکي خدای خپل استاد او خپله توره ده ، خدای یو دی یودی یودی یودی ، که تاسو دتکفیر کاڼی زماپرسینه کیږدی هم زه به وایم چې خدای یو دی یودی یودی

د دي کویتي نجلی دلیکني مهم ټکي مې ځکه راواخیستل چې نن
سبا داسي کسان شته چې د دعوت په لاره کې سخت چلند غوره کوې اوپه دي هڅه کې وې چې څوک د دوی په نظر نه وې دهغو له پاره دتکفیر بهانه جوړه کړي او په ولیو یې ور حواله کړې
دا ضرور نده چې زه دی له دکتور طارق او دهغه له لور سره د دوی په کړنو کې موافق یم اویا به د میسون السویدان له دي موجوده لیکني سره موافق یم ...
دا کوم چلند چې دي غوره کړی دی دا هیڅکله مناسب نشم بللی
او داراز چلند دافراط په مقابل کې لا زورور افراط دی چې ترمنځه یې
شر راوتلی شې نه خیر ...

خو کوم وروڼه چې د دین په لاره کې افراط ته پناه وړي او دخلکو
تکفیر او مشرک ګرځول اسانه کارګڼي د دوی په وړاندي لاره ازغنه
او داسلام دمعتدل مزاج پراساس دخدای هم نده خوښه او داسلام له معتدل مزاج نه زما موخه هیڅکله هغه اعتدال نده چې نن یې لویدیځ او لویدیځ پلوې معرفي کوې دهغوی اعتدال هم تر انحراف کم نده اصلا له اعتدال نه زما موخه قراني اعتدال دی چې هغه موږ (وسط امت) بللي یو