الأحد، 5 أغسطس 2012

روژه دمیني او بښني میاشت





روژه یوه میاشتني اخلاقي کورس دی چې ډیر څه باید پکې زده کړو او ترټولو مهم یې په ځانګړي توګه زموږ افغانانو له پاره مینه او تسامح او بل بښنه ده دا خوی او دا ستر انساني اخلاق دیوي دینداره او پاکي ټولني له پاره ترټو
لو لومړی درجه اهمیت لرې او که په روژه مبارکه کې مو دا خوی خپل نکړ بل وخت یې ترلاسه کول سخت دي ځکه په روژه کې دعباداتو رغبت او مینه زیاته وې زړونه یوڅه نرم اوپاسته وې راځئ ددي خوی او لوی
خصلت اهمیت په نبوي حدیثو کې وګورو :

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : کله چې ستاسو کوم یوه روژه وې سبکي خبري دي نه کوې ، چیغي دي نه وهې که یوڅوک ښکنځل ورته وکړي نو ورته وایې دي چې زما روژه ده ، په یوه بل روایت کې راغلي : څوک چې د دروغو شاهدي اوپه هغه عمل پرینږدي او له جهل نه ځان ونه ژغورې نو له خوراک او څښاک نه دده خولي نیولو ته الله اړتیا نلرې
وإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب، فإن سابّه أحدٌ أو قاتله فليقل: إني امرؤ صائم. [متفق عليه]، وقال : ومن لم يدع قول الزور والعمل به والجهل، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه [رواه البخاري].

درنو وروڼو او پتمنو خوندو ! روژه د میني او خپلوې پالني میاشت ده زموږ ټولنیز ي اړیکي هروخت په ګواښنده حالت کې وې ورور له ورور زامن له پلار او داسي نور خپلوان په نری خبره یوه بل ته په قهر اوغوسه وې ترمنځ یې تعلقات پریکړې وي او په مودو مودو له یوه بل
سره خپه او دښه او بد پوښتنه یې درولي وې ، نودا هغه میاشت ده چې که موږ همداسي تروش او تروه سره پآته یو ، یوه بل ته ترڅنګ څنګ ګورو بیځایه خوابدي او خپګان غځوو او دا حماقت په غیرت سره هم نوموو !! نو بیا پر پشلمي دخولو تړلو او ماښام یې خلاصولو کوم عمل چې کیږې دابي ګټي دی دي ته دالله هیڅ
اړتیا نشته ...

راځئ په روژه کې مینه ، تسامح او بل بښل زده کړو او عملي یې کړو که موڅوک خپه کړي وي خوشاله یې کړو که مو دچا حق خوړلی او زورولی مو وې راضي او حق یې ورستون کړو ....


په لمانځه د دریدلو له ادابو نه یو غوره ادب دا هم دی چې که څنګ ته ملګری دي په اوږه لاس کیږدي او ځان ته دي ورنږدي کوې نو ته باید په نرمه ورنږدي شې رسول الله صلي الله علیه وسلم په دي اړه وایې : ستاسو غوره هغه څوک دی چې وږه یې نرمه وې : خیرکم الینکم منکبا ،
ما ډیری افغانان په داسي حالت کې ازمویلي دي چې ددوی په اصطلاح په ځان نر مچ نه پریږدي که یې اوږي ته لاس ور وړې نو برګ به درته وګورې ! په حرمینو او نورو ډیرو ځایونو کې مې د مختلفو جنسیاتو خلک لیدلی هغه ترموږ ډیر نرم او پاسته وې خو موږ ماشاء الله تل په غوسه او عبوسا قمطریرا .....


موږبه ترڅو کلک او کرخت یو ؟ موږ به ترڅو زورور او یوه بل ته ببر ګرځو؟ موږ به ترڅو دتربګنیو او بیځایه غیرتونو په نوم دحماقت له لاسه یوبل کړوو او زوروو ؟ موږ به ترڅو سخت زړي او دکاڼو زړونه په سینو کې شوروو ؟

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق