الثلاثاء، 6 مايو 2014

د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان




(1) ارقم ابن ابي الارقم


ارقم ابن ابي الارقم رضي الله عنه هغه ځلمی صحابي دی چې کور یې د اسلام د دعوت لومړی مرکز بلل کیږي. دې ځوان د شپاړس کلونو په عمر اسلام ومانه او له هغه وروسته یې خپل کور دیارلس کاله د اسلامي دعوت مرکز وګرځاوه، د روایاتو په اختلاف دی اووم او یا دولسم مسلمان دی، او له لومړنیو مسلمانانو شمیرل کیږي، د ده کور په مکه کې د صفا غونډۍ خواته و هلته به رسول الله صلي الله علیه وسلم نوي مسلمان شوي کسان را جمعه کول د قران نازل شوي ایتونه به یې ور ښوول او د همده په کور کې لوی او مخکیني مسلمانان په اسلام مشرف شوي وو.


د ارقم کور ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم د اسلامي دعوت مرکز ټاکلی و چې یو خو د ارقم په اسلام خلک نه و خبر نو ځکه قریشو فکر نه کاوه چې رسول الله به دلته له خپلو ملګرو سره یوځای کیږې او بل ارقم د قریشو د بنو مخزوم له پښې نه و او د قریشو د دې پښې او د رسول الله د کورنۍ(بنوهاشم) ترمنځ اړیکې بیخونده وي نو خلکو فکر نه کاوه چې د ده کور ته دي رسول الله راځي، او لکه ومو ویل ارقم ابن ابي الارقم رضي الله عنه ایله دشپاړسو کلونو تنکی ځلمی و نو دا فکر نه کیدی چې د دومره کشر ځوان په کور کې دي دومره مهم مجلسونه جوړیږي او د مسلمانانو د تجمع ځای دي وي.



(2) سعد بن ابي وقاص


سعد رضي الله عنه هغه اوولس کلن ځلمی دی چې د الله په لاره کې لومړی غشی وېشتونکی بلل کیږي، یعني د جهاد د پیل په مهال په لومړۍ غزا کې د الله په لاره کې لومړی غشی وېشتونکی سعد دی، دی له لسو جنتیانو نه یو دی او د شورا له شپږو کسانو نه دی، او دی هغه یواځنی ځلمی دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته ویلي دي: زما مور او پلار له تا قربان شه وله، علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایې: رسول الله صلي الله علیه وسلم د احد په ورځ سعد ته وویل: زما مور او پلار له تا قربان شه وله، او سعد هغه کس دی چې دعربو له وتلیو میړنیو سپرو نه بلل شوی دی.


دی په قریشو کې د بنو زهره له قبیلې نه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مور امنه هم زهریه وه نو دی به رسول الله ماما باله، یوه ورځ له رسول الله سره صحابه کرام ناست وو او سعد د دوی لورته را روان و رسول الله صلي الله علیه وسلم هغوی ته وویل: هذا خالي فليرني كل امرؤ خاله، دا زما ماما دی تاسو هر یو خپل ماما راوښيئ. سعد هم له لومړنیو مسلمانانو نه دی او ویل کیږې دریم مسلمان و.


په سعد باندي خپله مور سخته ګرانه وه او د هغې به یې زیات خدمت کاوه کله چې دی مسلمان شو هغه سخته ورته په غوسه شوه او ورته ویې ویل: که ته اسلام پرېنږدې زه به خوراک او څښاک ونکړم او له خوراکه منعه شوه ده ډیر کوښښ وکړ چې قانع یې کړي خو هغې نه منله اخر یې ورته وویل: يا أماه إني على شديد حبي لك لأشد حبا لله ولرسوله ووالله لو كان لك ألف نفس فخرجت منك نفسا بعد نفس ما تركت ديني هذا بشيء . مورې ! زه له تاسره ډیره مینه لرم خو له تا نه له الله او د هغه له رسول سره ډیره مینه لرم، په خدای قسم که ستا زر ساوې او نفسه هم شي او یو په بل پسي دي له بدنه وځي بیا به هم زه خپل دین پرېنږدم، په دې سره هغه پوه شوه چې دی اسلام نه پرېږدي نو له خپله هوډه واوښتله او په دې اړه دا ایت هم نازل شو : وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا .



(3) طلحة بن عبيد الله


طلحه رضي الله عنه په شپاړس کلنی کې اسلام منلی دی او دی له لسو جنتیانو صحابه کرامو نه دی، داحد په غزا کي یې له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره ژمنه (بیعت) وکړه چې تر مرګه به جګړه کوم، طلحه په احد کې د ماتي په مهال رسول الله صلي الله علیه وسلم له مشرکینو وساته او هغه داسي چې له هغه سره ولاړ و د دښمن غشیو ته به یې ځان ور مخته کاوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم به یې ساتی ، آن چې د یوه لاس ګوتې یې هم شلې شوې، او خورا زیات ټپونه یې وخوړل.


په مختلفو روایاتو کې راغلي چې د احد ورځ د طلحه وه ابوبکر رضي الله عنه وایې: د احد ورځ د طلحه وه یعني د دې ورځې اجرونه ده ټول کړل ځکه په دې ورځ ده له ټولو زیاته قرباني ورکړه، په روایت کې راغلي یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وکتل او ویې ویل: که څوک غواړي هغه شهید وویني چې د ځمکې پر مخ ګرځي نو طلحه ته دي وګوري، په غزاوو کې له مختلفو میړانو سره له خوارانو او مسکینانو سره د ده مینه هم عجیبه وه، ده به دومره زیاته سخا کوله چې رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته د طلحه الجود، طلحه الفیاض او طلحه الخیر لقبونه ورکړي و او رسول الله صلي الله علیه وسلم به ویل طلحه او زبیر به په جنت کې زما ګاونډیان وي.



(4) زبيربن العوام


زبیر بن العوام رضي الله عنه په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او دی هم له مخکینیو مسلمانانو نه شمیرل کیږې داراز دی هم له لسو جنتیانو صحابه کرامو نه دی ، دی په (حواري الرسول) سره یادیږي یعني د رسول الله خاص ملګری او مشاور، دی هم د ابو بکر صدیق رضي الله عنه زوم دی او هغه خپله لور اسماء ده ته په نکاح کړي وه، داراز د عربو مشهور فارس اوسپور عبدالله رضي الله عنه د ده زوی و.


ده په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او زبیر هغه ځلمی دی چې په اسلام کې دالله په لاره کې لومړی توره اېستونکی مجاهد شمیرل کیږې. دې پنځلس کلن تنکي ځلمي د الله په لاره کې خورا زیاتې سختۍ ګاللې دي، او جهادي کیسو ته یې یوه ځانګړې رساله په کار ده.



(5) زید بن ثابت


زید بن ثابت رضي الله عنه په دیارلس کلنۍ کې د اسلام خدمت ته وړاندي شواو ځیني روایات وایې چې په یولس کلنۍ کي، او دی یواځنی هغه صحابي دی چې په قرانکریم کې یې نوم راغلی دی: فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لاَ يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا(الاحزاب 37) . زید رضي الله عنه هغه هوښیار او پوه ځلمی و چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په امر یې په اوولسو شپو کې سریاني او یهودي ژبې زده کړې او د رسول الله صلي الله علیه وسلم ترجمان وګرځیدی.


په رسول الله صلي الله علیه وسلم به چې وحي نازلیدله هغه به یې زید ته سپارله او هغه به لیکله داراز زید د قران حافظ او خورا ښه عالم و، په صحابه کرامو کې شپږ کسان په فتوا ورکولو سره مشهور وو او په هغو کې یو زید هم و هغه شپږ دادي: عمربن الخطاب، علي بن ابي طالب, عبدالله ابن مسعود, أبيّ بن كعب, أبو موسى الاشعري او زيد بن ثابت رضي الله عنهم . په ځانګړې توګه په علم المیراث کې زید رضی الله عنه ډیر زیات مهارت لاره، او په ټولیزه توګه د ده پوهه او هوښیاري ټولو صحابه کراموته معلومه وه، عمر بن الخطاب رضي الله عنه به چې کله حج ته تلو په مدینه کې به یې زید خپل ځای ناستی وټاکه. او د زید ترټولو لوی کار د قران کریم جمعه کول دي د قرانکریم د جمعه کولو له پاره د صحابه و یوه ډله وټاکل شوه او د هغې مشري زید کوله.



(6) اسامه بن زید


اسامه او پلار یې زید رضي الله عنهما دواړه صحابه دي، دوی د بنو قضاعه دقبیلې دي او هغه مخکي چې موږ کوم زید یاد کړ هغه انصاري دی دا زید بن حارثه او هغه زید بن ثابت دی. ده په اتلس کلنۍ کې د رسول الله صلي الله علیه وسلم ملګرتیا پیل کړي ده، دی او پلار یې دواړه د رسول الله مریونه وو او د ده مور ام ایمن د رسول الله روزونکې وه.


رسول الله صلي الله علیه وسلم د خپل ژوند په وروستیو شپو کې شام ته د مجاهدینو ستر لښکر تیار کړ چې په هغه کې د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په څیر مشران صحابه هم وو او د دې لښکر مشر یې اتلس کلن اسامه وټاکی، که څه هم خلک زړه نا زړه وو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی پوه کړل چې دا ځلمی د مشرتابه او قیادت وړتیا لري، دالښکر لا تر خپله هدفه نه و رسیدلی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفات شو دوی بیرته را وګرځیدل، کله چې ابوبکر رضی الله عنه خلیفه شو همدا لښکر یې له ډیرو مخالفتونو سره د اسامه په مشري کې بیا تیار کړ، دوی چې له مدیني ووتل انصارو مجاهدینو عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته وویل: ته خلیفه ته ورشه ورته ووایه چې د اسامه په ځای بل مشر امیر وټاکي عمر ورغی او ابوبکر ته یې د انصارو خبره وکړه ابوبکر دومره په غوسه شو چې عمر ته یې وویل: مور دي درباندي بوره شي زه څنګه هغه امیر لري کړم چې رسول الله ټاکلی و.


(7) معاذ او معوذ


معاذ او معوذ رضی الله عنهما دواړه د دولسو او څوارلسو کلونو په عمر تنکي ځلمیان د بدر د غزا اتلان دي او دا دواړه هغه ځوانان دي چې د بدر په تاریخي معرکه کې یې د کفر او شرک سرخیل ابوجهل وژلی وو، امام بخاري او امام مسلم رحمه الله د دوی کیسه له مشهور صحابي عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه نه روایت کړې ده، ستاسو سره یې په لنډو ټکو شریکوم.


عبدالرحمن وایې: زه د بدر په غزا کې د مجاهدینو په صف کې ولاړ وم، د انصارو دوه ځوانان مي ولیدل په عمر کشران وو د ولسو او څوارلسو کلونو ترمنځ عمرونه یې وو، دی وایې د دوی دواړو یو راغی ماته یې اشاره وکړه او راته کړه یې : ای تره ! ته ابوجهل پیژنې؟ ما ورته وویل: وراره ! ته هغه څه کوې؟ هغه وویل زه خبر شوی یم چې هغه رسول الله ته ښکنځل کوي په هغه ذات مي قسم چې زما روح یې په واک کې ده که زه او دی سره یوځای شو زه به دی نه پرېږدم څو په ما اوده کې یو مړه شوي نه یو، عبدالرحمن وایې هغه بل ځوان هم دا خبره راته وکړه. او لیږ وروسته دواړو ابوجهل ته ځانونه ورسول او د هغه په کپرۍ یې د تورو ګذارونه پیل کړل.


(8) محمد بن القاسم


محمد بن القاسم الثقفي رحمه الله د سند فاتح او د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ځوان او وتلی قائد دی، د ده پلار قاسم د حجاج بن یوسف د تره زوی و، محمد د امیرانو په کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی و، د ده پلار قاسم او ناسکه تره حجاج د بنوامیه و په واکمني کې ډیر ځواکمن او لوی لوی امیران وو، او تاریخ شاهد ده چې د بنوامیه و په زمانه کې اسلامي لښکرې هرځای پرمخ روانې وې، او خورا زیاتې لاس ته راوړنې او لوی فتوحات یې ترلاسه کړي دي. محمد بن قاسم په داسي وخت کې پیدا او رالوی شو چې هغه وخت به هرځای د جهاد او فتوحاتو خبرې او مجلسونه وو، د واکمنو او امیرانو توجه هم د جهاد دسنګرونو لورته وه اود دوی په مجلسونو کې هم داخبرې تودې وې، نو په داسي ټولنه او د هغو په واکمنه کورنۍ کې د محمد په څیر ځوان اتلان پیدا کیدل ډیره د تعجب خبره نده.


د موجوده پاکستان سیند ایالت هغه مهال ډیر مشهور هیواد و، چې پلازمینه یې دیبل موجوده کراچۍ وه مؤرخین لیکي چې د عمربن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې لا هڅه شوي وه چې مسلمان لښکر دې هیواد ته مخه کړي خو حالات برابر نشول بالاخر د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې حجاج بن یوسف د څو اسیرو مسلمانو کورنیو د خلاصون له پاره دې هیواد ته شپږ زره کسیز لښکر تیار کړ او د دې لښکر مشر یې خپل وراره اوولس کلن محمد وټاکه. ټول مؤرخین په اتفاق سره وایې چې هغه کله د سیند دلښکر مشر ټاکل کیدی اوولس کلن و، په سیند کې د ده د فتوحاتو داستان اوږد او داراز د ده د غورو اخلاقو او لوړ سیرت کیسې هم پریمانه دي.


کله چې ولید بن عبدالملک مړ شو او په ځای یې سلیمان بن عبدالملک خلیفه شو د هغه له حجاج سره نه وه جوړه داراز هغه وخت دا بدمرغي هم زیاته وه چې د دښمن په خپلوانو او کورنۍ هم رحم نه کیده څرنګه چې محمد د حجاج له کورنۍ څخه و نو سمدستي یې سلیمان د سیند د لښکر له مشرتابه نه د ګوښه کولو امر وکړ او دده په ځای یې بل کس وټاکه، تاریخ لیکي چې محمد بن قاسم ته د خپل لښکر مشرانو مشوره ورکړه چې د خلیفه د امر مخالفت وکړه په تا کې کومه ګناه نشته شرعا مخالفت کولی شي او که د هغه خبره ومنې او هغه ته ورشې نو هغه به خامخا ستا د تره غچ له تا اخلي او تابه وژني خو ده وویل چې زه مرګ ته تیار یم خو د مجاهدینو او مسلمانانو په لښکر کې مخالفتونو ته نه یم تیار او هغه و چې کله بیرته عراق ته راستون شو د بغداد نوي والي صالح ونیو دواسط په بندیخانه کې یې بندي کړ، د صالح ورور ادم حجاج وژلی و، د هغه په بدل کې یې محمد په بندیخانه کې له ډیرو شکنجو او تعذیبونو وروسته وواژّه.


دتاریخ شنونکي کاږي که داد اسلام ستر او ځلمی غازي پرېښودل شوی وی کولی یې شوی ټول هند او چین یې فتحه کړي وی، او باید ووایو چې دا ستر سالار د بندیخانو او تعذیبونو سړی نه و دا داسلامي خاورې د سرحداتو تکړه ساتونکی او د بدو ورځو له پاره په ښمر کیدونکی اتل و، وایې کله چې محمد بن قاسم د واسط په بندیخانه کې د امت د غدارانو په لاس کې بندي و له ځانه سره به یې دا شعر زمزمه کاوه: هغوی زه ضایع کړم او دوی داسي ځوان ضایع کړ چې د بدې ورځې او د سرحداتو د ټینګولو له پاره په ښمر کیدی.


أضاعوني وأي فتى أضاعوا ليومٍ كريهةٍ وسداد ثغر.



(9) عبدالرحمن الناصر


مجبوره یو د دې یوویشت کلن خلیفه لنډ تاریخ ته څو ګامه شاته ولاړ شو، له 41 هـ - 132 هـ، پوري د اسلامي امت د خلافت واګې د بنو امیه کورنۍ په لاس کې وې، لکه مخکي مو وویل هغه مهال د عربو واکمنو دا بدمرغه عادت و چې څوک به له واکه وغورځول شو هغه خو پریږده د هغه ټوله کورنۍ به یې ختموله، کله چې د بنو امیه و واک ختم شو او خلاقت د عباسیانو لاس ته ورغی په بنو امیه و پسي یې راواخیستله او ډیر زیات یې ووژل، په بنو امیه و کې د عبدالرحمن الناصر یو نیکه عبدالرحمن بن معاویه اندلس ته وتښتیدی، او هلته یې مستقل دولت اعلان کړ.


عبدالرحمن الناصر لدین الله د همدې خلافت اتم خلیفه و دی د اندلس په مشهور ښار قرطبه کې په 22 د روژې کال 277هـ کې زیږیدلی دی او په کال 316هـ خلیفه وټاکل شو، په دې وخت کې په اندلس کې ګڼ شمیر سیاسي مشکلاتوشتون لاره او کورني مخالفتونه و، عبدالرحمن هغه ټول له منځه یووړل او یو پیاوړی دولت یې رامنځته کړ، پیاوړي دولتونه خو په نړۍ کې خورا زیات نور هم تیر شوي دي خو د عبدالرحمن حکومت په نړۍ کې یو بیساری حکومت بللی شو، ځکه د ده د خلافت په زمانه کې په اندلس کې علمي او سیاینسي انقلاب رامنځته شو او حقیقت داده چې دا انقلاب د نړۍ بیساری انقلاب دی، تاریخي کره شواهدو ثابته کړې ده چې د اروپا په نشأة ثانیه کې د اندلس علمي او سیاسي انقلاب پوره ونډه لرلي ده، او دا انققلاب دې یوویشت کلن ځلمي عبدالرحمن الناصر رامنځته کړی و.


(10) محمد الفاتح

محمد چې ترکان یې فاتح سلطان محمد خان ثاني بولي د عثماني خلفاو اووم خلیفه و، د ده له نوم سره د فاتح وروستاړی ځکه نښتی ده چې ده قسطنطنیه فتحه کړې وه، دا ښارله 335 نه تر کال 395 پوري د رومي امپراطوري پلازمینه وه او له 395 نه تر 1453 پوري د بیزنطي امپراطوري پلازمینه وه، او له بیزنطیانو نه سلطان محمد فاتح واخیستله، عثماني ترکانو دا ښار په اسلامبول او استانه سره ونوماوه او وروسته د دوی بدمرغه خلف اتاترک اسلامبول په اسطنبول بدل کړ.


د دې ښار فتحه کومه ساده خبره نده ځکه یو خو دا ښار دپیاوړې بیزنطي امپراطوري څه دپاسه یوولس سوه کلنه پلازمینه وه او په شرعي لحاظ هم دا فتحه خورا لوی ارزښت لري ځکه په اړه یې رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: خامخا به قسطنطینیه فتحه کیږې نو هغه امیر به ډیر ښه امیر وي او هغه لښکر به ډیر ښه لښکر وي. عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ بِشْرٍ الْخَثْعَمِيُّ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ .رواه البخاري في التاریخ وابن عبدالبر في الاستعیاب.


دا فتحه د دوویشت کلن سلطان محمد فاتح په لاس رامنځته شوي وه، څه د پاسه یوولس سوه کلنه بیزنطي امپراطوري یې له منځه وړي وه او دا پراخه سیمه یې د اسلامي خلافت تر ولکې لاندي راوستې وه او مؤرخین کاږي: دا پیښه د منځنیو پیړیو پای او د نویو پیړۍ پیل و.


دا لس ځوانان څوڅو کلن وو؟


د نمونې په توګه مي له اسلامي تاریخ نه دا لس کسان درته راټول کړل، د دوي د لنډ ژوندلیک په ترڅ کې به مو لیدلي وي چې د دوی له اړوند کارنامو سره مي د دوی عمرونه هم په ګوته کول، د دوی عمرونه د 13 او 22 کلونو ترمنځ وو، دا عمر بیخي د تنکۍ ځوانی عمر ده، زموږ دې کرښو ته باید د دې عمر ځوانان ښه متوجه شي، زموږ په ټولنه کې د دې عمرونو ځوانان څه کوي او په څه بوخت دي هغه زموږ په مخ کې ده.


ارواپوهان وایې د هر چا په ژوند کې یوه بریالۍ نمونه او کامیاب ایډیل مهم ده څو له هغه سره د مینې په برکت د هغه په ژوند باندي تګ کول ورته اسانه شي، او په دې کې هم شک نشته چې د ډیرو بریالیو انسانانو ژوند د خپلو ایډیلونو تر اغیز لاندي راغلی وي او دهغه په برکت د بریا لوړو څوکو ته رسیدلي وي، متاسفانه د نن ډیری ځوانانو فلمي ستوري او د لوبو اتلان آیډیل ګرځولي دي، د کوم امت ځوانان چې په خپل تاریخ کي د دې لسو کسانو په څیر رښتیني اتلان لري هغوی به د ډم او ... په ایډیل ګرځولو سره خپل ځان هیڅکله سپک او ذلیل نکړي.


زه شخصا له تفاخر او ویاړونو سره ډیره اړیکه نلرم، فخر او ویاړ که د خپلو اتلانو د احترام پرځای کولو تر اندازي وي بده نده او که یو څوک ټول ژوند په فخر او ویاړونو بوخت وي هغوی په تاریخ کې ژوند کوي، هغوی کاري وړتیا له لاسه ورکوي په خبرو کې به ښه تیز لګیا وي خو عملا به فلج او شل شوټ وي، د پلرونو او نیکونو بریاوې او اتلولۍ، میړانې او تاریخي کارنامې له هغوی سره تللې دي زموږ له پاره یواځنی د ګټې شی داده چې هغوی د خپل عمل له پاره نمونه او ایډیل وګرځوو.


یو وخت زموږ یو تکړه او هوښیار کلیوال وفات شوی و، د هغه په مړینه یې زامن، وروڼه او نږدې خپلوان سخت وارخطا وو، او فاتحې ته راتلونکي خلک يې ښکاره په وارخطايي پوهیدل، یو هوښیار کوچي یې هم فاتحې ته راغی د خپلوانو خرابه وضعه یې چې درک کړه ویې ویل: زموږ مشر ورور دي الله وبښي، د کور کلي نه د قام سړی و په مرګ یې موږ ښه وارخطا شوو، خو څرنګه چې هغه زموږ په منځ کې لوی شوی و ټول خویونه، عادتونه، میړانې او میلمه پالنې یې موږ ته معلومې وې، ما وروڼو ته وویل چې فلاني څه خوی او عادت، کومه میړانه او غیرت کاوه موږ به خامخا هغه کوو، توبه مي دي وي هغه خو څه پیغمبر مبارک نه و چې موږ یې ځای ته نشو رسیدلی، کوچې زیاته کړه اوس په موږ کې ډیر له هغه تکړه او دکار خلک شته ، نو تاسو هم د هغه لاره ونیسئ بیخي په اساني د هغه ځای ته رسیدلی شئ. د کوچې کیسه لکه څومره چې ساده همدومره له حکمته ډکه ده زموږ تفصیل ته اړتیا نلري. او زموږ هوښیار ځوانان باید ورته متوجه شي.

الجمعة، 15 فبراير 2013

دغـــــــرهــ ســــــــــړی





په افغانانو کې د اسې همتي خلک پکار دي کیسه ولولﺉ


په دي انځور کې تاسو یو د پوخ عمر سړی وینﺉ ، دایو هندی دی او ډاشرت منجي Dashrath Manjhi نومیږې ، دی په هند کې دیوې لرې پرتې سیمي اوسیدونکی دی ، یو وخت یې په یو ه پیښه کې ښځه سخته ټپي شوه د ده دکلي او ښار ترمنځ اویا کیلومیټره کږه وږه لار غځیدلې وه په مناسب وخت امبولانس راونه رسید او میرمن یې دبي وسې په حالت کې د ده په مخکي مړه شوه .

دي پیښې منجي ډیر ودرداوه او له حکومت نه یې وغوښتل چې د دوی دکلي او ښار ترمنځ په پراته غره کې سورنګ جوړ کړې ، څو په اینده د داسې پیښومخه ونیول شي ، خو حکومت یې غوښتنه بابیزه واچوله ، اخر دي هندي بیچاره بزګر له ځانه سره پریکړه وکړه چې داکاربه پخپله کوې څو خپل کلی اوسیمه په راتلونکي کې له داسې پیښو وژغوري ، کولنګ بیل او نور ضروري سمان الات یې برابر کړل او په غره کې دسورنګ جوړولو ته یې ملاوتړله ، کلیوالو او دسیمي ټولو خلکو به ورته خندل او پوزخند به یې پ،رې کاوه ، او ویل به یې چې دښځي له مرګ وروسته لیونی شوی دی ، او عقل یې له سره کډه کړې ده .

منجي اکا په دي غره کې 22کاله په پرلپسې توګه کار وکړ یعني
( له 1960 تر 1982) دو ه ویشت کاله یې د غره له تورو پرښو او کمرونو سره ډغرې ووهلي ، له سهاره ترماښامه یې یواځي په خپل کولنګ او بیل نه ستړي کیدونکي کار وکړ ، نور یې هیڅ وسایل اوهیڅ مرستندوی نه لاره یو ټینګ هوډ او په ذهن کې یې دخپلې ګراني میرمني هغه حالت انځور و چې په ډیره بي وسې سره یې د ده په مخ کې سا ورکړه ،

اخر په دي بریالی شو چې په غره کې یې 110متره اوږد سورنګ جوړکړ چې 9 متره یې سور او 7متره لوړ و ، په دي توګه د ده دکلي اوښار ترمنځ لاره اوه کیلومیتره شوه او مخکي اویا کیلومیتره وه ، اوس نو د ده دسیمي ماشومان م د ښار مکتبونو ته تللی شوی او دکومي پیښې په مهال امبولانس هم په مناسب وخت کې ورته رارسیدلی شوی ،

منجی اکا اوس په سیمه کې دغره په سړي سره شهرت لرې ، او خلک اوسیمه یې ټول اوسپنیز هوډ او پخې ارادي ته سلام کوي ، زموږ دهیواد کنډ کپرې لارې او کنډواله حالت د منجي اکا په څیر داوسپنیز عزم اونارینه ارادو خاوندان رغولی او ودانولی شې د پردیو ډالر دځانګړو موخو له پاره ځانګړو جیبونو ته روان وي ، او نه مو په پردیو خیراتونو ښمر شوی او نه به وشي . یواځي دمنجي اکا فارمول کارګر ثابتیدلی شي اوبس .

الجمعة، 1 فبراير 2013

مینه


 



له عادت سره سم پلار یې له کاره ستړی او ناوخته کورته راغی ، کوچني زوی یې په دروازه کې انتظار کاوه ، زوی یې وویل : پلارجانه ! یوه پوښتنه وکړم ؟ پلار په مینه ورته وویل :ولي نه مهرباني وکړه ، زوی یې وویل : پلارجانه په یوه ساعت کې څومره افغانۍ ګټې ؟ پلار یې غوسه شو او ورته کړه یې : له دې سره ستاکار نشته ، بیا داسې پوچې پوښتنې ونکړې . زوی یې په ټینګار سره وویل : هیله کوم پلار جانه ! راته ووایه ! په یوه ساعت کې څو افغانۍ ګټې ؟ اخریې پلار ورته وویل : دیرش افغانی په یوه ساعت کې ګټم .

زوی یې په عاجزې ورته وویل : پلاره لس افغانۍ به پور راکړې ؟
دپلار غوسه یې زیاته شوه او په لوړ غږ یې ورته وویل : ښه داپوښتنه دې د دې له پاره کوله چې پور غواړې ؟! زه ټوله ورځ په کار کې ستړی ستومانه یم اوس ستادې پوچوخبروته نه یم خلاص ، په منډه ځه خپلي خوني ته او ویده شه !

زوی یې بله یوه خبر هم ونکړه ، رڼه اوښکه یې په تنکي اننګي راورغړیدله اوخپلې خونې ته روان شو ، څو دخوب غیږې ته پناه یوسې . یو ساعت وروسته یې پلار ته ورپه یادشو پښیمانه شو چې له ماشوم سره مې سختې وکړه ، هلک دی لس افغانۍ به یې پکار وې ، پورته شو او دزوی خوني ته روان شو دروازه یې پرانستله او ورته کړه یې : ته ویښ یې ؟ زوی یې په بیړه په ځای کې راکیناست او ویې ویل : هو پلاره زه لا ویښ یم ، پلار یې ورته وویل : زویه ! ماله تاسره سختې وکړه ، ها دا هغه لس افغانۍ دې واخله ! . ماشوم سخت خوشاله شو په ډیره مینه یې له پاره لس افغانۍ واخیستلې .

پلاریې ورته ولاړ ده او ماشوم دخپل بالښت لاندې لاس دننه کړ نوري ماتي افغانۍ یې راواخیستلې او دالس یې هم له هغو سره یوځای کړې ، پلاریې بیاپه غوسه شو او ورته ویې ویل : ستاسره خو دومره افغانۍ دې نوله مادې نورې ولې غوښتلې ؟!! ماشوم په معصومانه لهجه ورته وویل : زما سره څوافغانۍ وې خو کمې وي اوس هغه پوره دیرش افغانۍ شوې اوغواړم له تانه یوساعت وخت واخلم څو یې ګډ سره تیرکړو .....

لکه څومره چې ماشومان خوراک ، څښاک اوپوښاک ته اړتیا لرې همدومره دپلار اومور مینې ته هم اړتیا لرې . موږ افغانان دخدای عجیب مخلوق یو !! په موږ کې خو نعوذبالله هغه یومتل قراني ایت ګرځیدلی ده چې وایې : که ډب نه وې ادب نشته ، ځکه خوموږ ټول د ډب (وهلو) مینان یو او ټول موضوعات په همدې حل کوو !! ډیره موده کیږې له موږ نه مینه ورکه ده موږ اومینه نه سره پیژنو خدایه ته زموږ د ډب (وهلو) مینانو ته مینه ور وښیې .

الاثنين، 21 يناير 2013

د بي وزلو مرسته وکړﺉ



رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : که څوک د قیامت د ورځي له سختیو نه دځان ژغورلو لیوالتیا لرې لرې نو له تنګلاسي انسان سره دي مرسته وکړې ، یاد ي کوم مشکل ورته حل کړې . 
" من سره أن ينجيه الله من كرب يوم القيامة، فلينفس عن 
معسر أو يضع عنه "[صحيح مسلم]

په بل روایت کې راغلي دې : څوک چې یو مومن د دنیا له درد او غم نه وژغورې . خدای جل جلاله به داخرت په ورځ هغه څوک له دردونو وژغوري . " من نفَّسَ عن مؤمنٍ كُربةً من كُرَبِ الدنيا ، نفَّسَ اللهُ عنه كُربةً من كُرَبِ يومِ القيامةِ "
[صحيح مسلم]

زموږ ډیری دینداره او د اخرت له پاره توښه برابرونکي مسلمانان وروڼه هروخت دنیکیو اوښو کارونوپه تلاش کې وې ، او الحمدلله نن ډیر داسي مسلمانان شته چې له ښو کارونو سره ډیره مینه لرې ، زموږ علماء ، خلیفه صاحبان او تبلیغي وروڼه هم د محتلفو اورادو او دعاګانو توصیي کوې او یا په مختلفو وختونو کې دخیراتونو کولو ثوابونه بیانوې . خو زما په اند زموږ دهیواد په موجوده سختو حالاتو کې د یوه صالح مومن له پاره ترټولو لوی عبادت دیوه بي وزله او تنګلاسي انسان مرسته او لاسنیوی ده .

دا لوړ دصحیح مسلم روایتونه مې په همد ي موخه وژباړل چې خلک پوه شې چې له یوه مسکین سره مرسته څومره دلوی څښتن دتوجه وړ کار ده او په هغه سخته ورځ کې د دردونو او غمونو دکمولو له پاره ښه لاره داده چې په دي دنیا دبي وزلو د ستونزو او مشکلاتو په کمولو کې مرسته وکړل شې .

د اخرت ورځ کفارو او ګناه ګاروته د سزا ورکولو ورځ ده ، دقيامت ورځ ډیره لویه او سخته پیښه ده او دقیامت ورځ ډیره ترخه ده . بل الساعة موعدهم والساعة ادهي وامر . زموږ مومنان او مسلمان وروڼه که غواړي په هغه سخته ورځ یې لوی څښتن مرسته وکړې او دردونه یې کم شې نو له بي وزلو او مسکینانو سره مرسته وکړﺉ .

د لبني او سمیره کیسي


دا دوه میرمني د سوريي دې . دوی د سوريي په روانو حالاتو کې له دي حالت سره مخ شوې دې . د دوی دواړو کیسي دنمونو په ډول وړاندي کوم ، نن په اسلامي نړۍ کې ډیری مسلماني میرمني له ورته کیسو سره مخامخ شوې دې ، لومړۍ دلبني کیسه دا وایې : 

زه پخپله کرونده کې وم په پالنه یې بوخته وم چې څلور ظالمان راغلل ، سلا ورسره وه او پرمایې برید وکړ ، وروسته له وهلو یې وتړلم او هر یوه ځان ځان ته ماته شرم را واړاوه .... زما کړیکو ، شور او بد حال په هغوی لیوانو هیڅ اغیر ونکړ . د دوی له تګ وروسته مې هم یو ساعت ناري وهلی چې دسیمي یوکس راغی او زه یې خلاصه کړم .

کورته په ډیر سخت حالت کې راغلم ، کله مې چې میړه په کیسه خبر شو قسم یې وکړ چې زه به تا طلاقوم ، ته د خپل پلار کره ولاړه شه ، ځکه ده وویل له دي پیښي وروسته زه له تاسره ژوند نشم کولی . لبني وایې د ډیر ذلت په حالت کې له کوره را ووتلم .... تر دروازي پوري مې دخدای پآماني په نیت اولادونه په داسي حال کې راسره را روان وو چې ژړل یې او کړیکي یې وهلي . .... میړه مې په کور کې پت و او فکر یې کاوه چې له دي شرم سره به څنګه له خلکو سره مخامخ کیږې .

دپلار کره چې راغلم هغوی زماپه کیسه خبر شوې وو ، مور مې مخته لاري ته منډي راوهلي ، په غیږ کې یې ونیولم او ژړل یې . پأار مې چوپه خوله ناست و او له ډیره غمه یې هیڅ هم نشوی ویلی ، ورور مې دلیوني په څیر ناري کړې ، په لوی خدای مې دي قسم وې چې زه به ستا غچ اخلم . اوستا شرم به د همدي لیوانو په وینو مینځم ... لبني وایې : ما اوس د سخت درد ، سپکاوې او قهر احساس زوروې اوله ځانه سره وایم چې دي حالت ته زماپه رارسیدلو کې زما څه ګناه ده ؟؟

***************
او سمیره اوولس کلنه پیغله ده ، دا له ښوونځي نه کورته راروانه وه چې په لار کې انساني لیوانو وتښتوله ، کورنۍ یې هغوی ته تقریبا څلویښت زره ډالر 40000 ورکړل او دایې راخوشي کړه ، سمیره ژ،ندی کورت راستنه شوه . په داسي حال کې چې د تښتوونکو په لاس یې پیغلتوب لوټل شوی و ....

سمیره خپله کیسه داسي کوې : کله مې چې پلار خبر شو چې زما پیغلتوب له منځه تللی دی نو مورته مې ویل : کاش هغوی دسمیري مړی را لیږلی وی ..... هغه حالت له دي سپکاوې نه غوره و موږر مې سر اومخ ته څپیړي نیولي وې او په کړیکو یې ژړل چې اوس به مې لور ټول عمر کور راته ناسته وې ....

سمیره وایې : دپلار اومور خبري زما له پاره یو بل ګذارشو او اوس له خدایه مرګ غواړم چې د دي سپک ژوند له عذاب نه خلاصه شم ....

درنو مسلمانانو وروڼو ! د دي واقعي ویرلړلیو او دردمنو کیسو په اړه ستاسو نظرونه غواړم خدای مکړه او خدای مکړه که فرضا کوم مسلمان په خپله کورنۍ کې له داسي ستونزي سره مخامخ شې هغه باید څه ډول دریځ غوره کړې ؟
  

د تاریخ دردوونکی باب



په کال : 1938 ميلادي کې سیکولر ترکي ورځپاڼي ( جمهوريت ) د ښکلا د ملکي لومړۍ سیالي اعلان کړه ، او کریمان خالص نومي ترکي پیغله د ترکي دښایسته ملکه ونومول شوه ، په همدي کال کې په بلجیک کې د سبا spaa په ښار کې د ښکلا سیالي ترسره شوه ، څو د نړۍ په سطحه دښکلا ملکه وټاکي ، په دي سیالي کې داته ویشت هیوادونو پیغلو برخه واخیستله ، چې کریمان خالص هم پکي وه .

په دي وخت کې د پریکړه کونکي ډلي مشر په دي اړه څو خبري وکړې ، هغه خبري دلت را اخلو او ګورو چې اروپایانو له عثماني خلافت نه څومره کرکه کوله اوپه ټولیزه توګه یې اسلام ته څومره د دښمني په سترګ لیدل ، هغه وویل :

د ټولني درنو غړیو ! نن ټوله اروپا د نصرانیت دبریالیتوب ورځ نمانځي ، هغه اسلام چې په نړۍ یې څوارلس سوه کاله واک چلاوه نن پای ته ورسید ، د ترکي د ښکلا ملکه کریمان خالص زموږ پر وړاندي ولاړه ده او داد اوسنی مسلماني میرمني نمونه ده ، د مسلماني سخت دریځي میرمني لمسۍ نن زموږ پر وړاندي په (مایو ه )کې ولاړه ده ، موږ باید اعتراف وکړو چې دا پیغله زموږ دبریالیتوب تاج ده ، په تیرو شپوکې یو وخت دترکي عثماني خلیفه سلیمان القانوني له یوډول فرانسوي رقص اونڅا نه په تنګ شوی و هغه مهال دعثماني خلافت دسیمي پولي له فرانس سره نښتي وې نو هغه فرانسویانو ته ویلي و چې دا ډول نڅا باید بنده کړل شې ځکه موږ ویریږو زموږ په خلکو اغیز ونکړې ، داستاسو په مخکي ولاړه نجلی دهغه مسلمان سلطان لمسۍ ده چې په بدن یې له (مایوه) پرته بله جامه نشته ، اوله موږ غواړي چې بدن یې خوښ کړو ، موږ ټول په دي امید یو چې دمسلمانو پیغلو راتلونکی به زموږ په لاس کې وې . نود اروپا دبریالیتوب په ویاړ لوښې پورت کړﺉ .

هوکي ! نن د ډیرۍ مسلمانو نجونو برخلیک داروپایانو اولویدیځوالو په لاس کې ده او چې څه ډول لباس یا په څ ډول د بدن لغړول دهغوی ورته خوښ وې دوی یې غوره کوې ... فالی الله المستکي .

څوک رښتینی دی ؟



دیوچا د دینداري اوتدین درښتیاوالي نښي دهغه په اخلاقو اوټولنیزو معاملاتواوراکړه ورکړه کې معلومیږې . یعني د یوه دینداره انسان که اخلاق هم ښایسته و اوله خلکو سره یې ناسسته ولاړه او تعامل هم صحي و نو دی رښتینی دینداره بللی شو او که یوڅوک په ځیني عباداتو او خبرو کې ځان دینداره ښکاره کوې خو اخلاق ، او ټولنیز چلند یې سم نه وې ، نودی موږ رښتینی نشو بللی . 

ځیني داسي خلک شته چې هغوی ځانونه ډیر دینداره ښکاره کوې نفلونه ، خیراتونه او ښې ښې خبري کوې خو اخلاق او له خلکو سره یې ټولنیز چلند خوندور نه وې دا کس دینداری او نیک نشو بللی بلکه دی دروغژن دی ، د دینداره انسان دپیژندلو لویه نښه دهغه ټولنیز اخلاق دې .

موږ نن سبا مختلف انسانان او ډیري ډلي وینو څوک وایې موږ په حقه یو او ځیني نور وایې زموږ لاره حقه ده ، که چرته تاسو په دي حالاتو کې نپوهیږﺉ او حیران دریان پاته یاست چې ټول ځانونه په حقه بولي موږ له چا سره ملګري شو رښتیني خلک څوک دې ؟ ستاسو له پاره درښتینیو خلکو دپیژندلو اسانه لاره داده چې اخلاقوته یې ځیرشﺉ ! هرځای مو چې ښه اخلاق ، غوره ټولنیز چلند اود خبرو او عمل یووالی وموند هلته رښتینی دین دی او هلته رښتیني علم دی ، او که څوک ښه اخلاق او غوره انساني چلند ونلرې په دین او علم یې باور مکوﺉ
.

درسول الله دزوی کیسه



درسول الله صلی الله علیه وسلم زوی ابراهیم دخپلي موږ ماریه رضی الله عنها په غیږ کې و ، ایله د شپاړسو میاشتو په عمر و ، دمرګ سلګۍ یې وهلي ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کتل او ورته ویل یې : ابراهیمه ! زما هیڅ په وس ندي پوره چې څه دخدای خوښه وې هغه به کیږې . او ابراهیم وفات شو ، خپل مهربانه پلار په غیږ کې واخیست ، هدیري ته یې یوړ اوپه لحد کې له کیښودلو وروسته یې ورته وویل : ابراهیمه کله چې ملایکي درته راشي ورته وایه : الله مې څښتن دی ، رسول الله مې پلار دی او دین مې اسلام دی .

رسول الله صلي الله علیه وسلم دشاه له خوا دیوچا سلګۍ واوریدلي اچې ور ویې کتل عمر بن الخطاب رضی الله عنه و ، ورته ویې ویل : عمره ! ولي ژاړي ؟ عمر رضی الله عنه ورته وویل : یارسول الله ستازوی لا بالغ نه و ، مکلف هم نه و ، او ستاسو تلقین ته اړتیا هم نلرې ، د خطاب زوی به څه کوې ..... ! چې بالغ او مکلف دی ، اوستا په څیر تلقین کونکی هم نلرې ؟!!

د عمر بن الخطاب رضی الله عنه د ویري د ختمیدلو او دهغه د ډاډ له پاره دا ایتونه نازل شول : " يُثَبِّتُ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرة وَيُضِلُّ اللَّـهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّـهُ مَا يَشَاءُ" یعني هغه کسان چې ایمان یې راوړی وو هغوی به د دنیا په ژوند کې اوهم په اخرت کې په کره خبره (لا اله الا الله) ثابت او ولاړ پاته شې . او خدای ظالمان بیلاري کوې او دالله چې څه حوښه وې هغه کوې .

هر مسلمان باید دا دعا ورځنۍ ورد وګرځوې :
اللهم ثبتني بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفي الآخرة
یعني خدایه ! يه دنیا او اخرت کې مو په لا اله الا الله باندي
ولاړ اوثابت لره .

الاثنين، 14 يناير 2013

ژاړﺉ به نه ...



     بلال بن ابي رباح رضي الله عنه د نبوي جومات لومړۍ موذن دی ، بلال درسول الله صلی الله علیه وسلم په جومات کې شاوخوا لس کاله اذان کړی دی ،ډیرو خلکو ته  دبلال په اړه همدومره معلومات شته ، کوم معلومات چې له ډیرو خلکو سره نشته هغه داچې  بلال درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته څه شو ؟ راځﺉ نن مې دا معلومات او په دي اړ ه دبلال دردونکي او ژړه ونکي کیسه درته راوړي ده ،
     بلال ابوبکر الصدیق رضی الله عنه ته ورغی او ورته کړه یې : ای درسول الله ځای ناستي (خلیفه) ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي دې چې ویل یې : دمومن ترټولو غوره عمل دالله په لاره کې جهاد کول دې ، ابوبکر ورته وویل : بلاله ! ته څه غواړي ؟ بلال وویل : مانیت کړی دی چې ترمرګه پوري ژوند په جهادکې تیرکړم ، ابوبکر ورته وویل : موږ ته به اذان څوک کوې .... ؟ دبلال سترګي له اوښکو ډکي شوې او زیاته یې کړه : زه له رسول الله وروسته بل چاته اذان نه کوم ، ابوبکر ورته وویل : نه ته به له موږ سره پاته کیږې اوموږ ته به اذان کوې ... بلال وویل : که تازه داسي ازاد کړی یم چې له ازادي وروسته به هم ستاسره یم ، بیا به ستاپه خوښه پاته شم اوکه تا زه دخدای له پاره ازاد کړی یم نو ما او هغه ذات سره پریږده چې دهغه له پاره دي زه ازاد کړی یم .
    ابوبکر ورته وویل : بلاله ته مایواځي د الله له پاره ازاد کړی یې . بلال دشام لورته روان شو او هلته په جهاد بوخت شو ، دی دځان په اړه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته ماپه مدینه کې داوسیدلو وس نه لاره . ده به چې کله اذان پیل کړ ، او د 'أشهد أن محمدًا رسول الله' جملي ته به ورسیدی ، ستونی به یې غریو بند کړ ... په ژړا به یې پیل وکړ ... نو ځکه شام ته ولاړ مدینه یې پریښودله ... او ترڅو کلونو پوري داسلام په لښکر کې دیوه سپیڅلي غازي په توګه پاته شو ، یو وخت یې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب ولید خوب ولید ، په خوب کې یې بلال ته وویل: بلاله ! دومره جفا ؟!! زموږ لیدوته نه راځي ؟؟ بلال چې راویښ شو غمونو او دردونو کړاوه اوسمدستي دمدیني په لور روان شو ، مدیني په رسیدو درسول الله صلی الله علیه وسلم دقبر مبارک زیارت ته ورغی ، دقبر خواته یې په ژړا زړه سپک کړ .
    دی لا ناست و چې حسن اوحسین رضی الله عنهما ورته راغلل ، دواړو په خپل وارپه غیږو کې ونیو اوپه یوه بل مخ ښکل کړ ....او ورته ویې ویل :  د سهار اذان به راته  کوې ، سهار مهال بلال دجومات بام ته وخوت ، او دا عرش لړزوونکي کلمات یې پیل کړل : (الله أكبر الله أكبر). د بلال تکبیر کړیکو مدینه ټوله ولړزوله ... کله یې چې : (أشهد أن لا آله إلا الله) و ویلې په مدینه کې رسول الله دمینانو د ژړا کړیکي او ساندي پورته شوې .... او چې : (أشهد أن محمداً رسول الله). یې وویلي د مدیني ښځي له پردو راووتلي .... په مدینه منوره کې د ژړا او انګولا دومره شور او زوږ جوړشو چې مخکي هیڅکله دومره نارینه او ښځینه چاپه ژړا نه و لیدلي ...
    کله چې امیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه شام ته ولاړ ، دشام مسلمانانو ورته وویل چې بلال دي یواځي دیوه لمانځه له پاره اذان راته وکړې ، امیر المؤمنین بلال دلمانځه په وخت کې راوغوښت او هیله یې تري وکړه چې اذان ورته وکړې ، بلال پورته شو او اذان یې وکړ ، د بلال له خولي چې داذان سپیڅلي کلمات وتل  دعمر اوبیا دنورو صحابه کرامو د ژړا کړیکي ورسره غبرګي شوې ناستو صحابه کرامو ټولو ډیر زیات وژړل ، فرضي الله تعالي عنهم اجمعین .


       دا کیسه زما د کیسو دلړۍ سلمه کیسه ده د دي کیسي د روایاتو دلوستلو پرمهال مې اوښکي نشوی تم کولی.... او بیا مې دکیسي دلیکلو په مهال هم ښه زړه تش کړ ، د امت ټول علماء په دي خبره یوه خوله دې چې صحابه کرام د دي امت لومړۍ درجه اولیاء دې او د دوی مقام ته هرڅومره لوی ولي هم نشي رسیدلی ، د دوی کیسي او په کیسو کې یې دژړا ځایونه ایمان ته تازګي اوځلا ورکوې ، نیت لرم چې دکیسو یوه بله لړۍ به پیل کوم اوپه هغه کې به ټولي د صحابه کرامو اوصحابیاتو کیسي وې  ، ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله .

د مکه ... کیسه



لکه سریزه

د تبوک غزا درسول الله صلی الله علیه وسلم وروستی غزا ده د دي غزا دتیاري له پاره رسول الله صلی الله علیه ټولو مسلمانانو ته امر وکړ چې ځانونه تیارکړې او له هغه سره شاوخوا دیرش زره صحاب کرام ملګري شول ، د دي غزا کیسه د سیرت او مغازي په کتابونو کې تفصیلې بیان شوي ده زموږ موخه د دی غزا تفصیلات بیانول ندي بلکي زه دلته له دي غزا نه د پاته شویو دریو صحابه کرامو کیسه بیانوم چې ډیره دلچسپه اوخورا په زړه پورې ده دا دری کسان هریو مراره بن الربیع ، کعب بن مالک او هلال بن امیه دې ، د دوی دنومونو دسر توري که راواخلو یعني میم له (مراره بن الربیع) نه ، کاف له (کعب بن مالک ) نه او هاء له ( هلال بن امیه ) نه نوله دریو واړو به ( مکه ) جوړه شې ، موږ دکیسي په عنوان اوراتلونکي کیسه کې دا دری کسان په (مکه) سره هم یادوو اودا کیسه به د مکه له منځني کس ( کعب) نه واورو ، اوڅرنګه چې کیسه یوڅه اوږده ده نو داخلي عنوانونه مې هم مناسب وبلل ،

دتبوک له غزا نه دمکه پاته کیدل

كعب وايې : سهار مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له ستر لښکر سره دتبوک په لور وخوځید ، دا دکجورو دپختن وخت و ، ډیره سخته ګرمي وه سیوري ډیر خواږه او په دي ګرمي کې دومره اوږده مزله او د داسي سخت دښمن مقابلي ته ملاتړل ډیر سخت کار و ، ما پخه اراده کړي وه له جادسره مې ډیره مینه لرله ، او دسفر له پاره مې دوه سپرلی تیاري کړي وې ، ځوان هم وم مالي حالت مې هم ښه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روانیدلوپه مهال مې له ځانه سره وویل : نن به په بازار کې دسفر پوره توښه واخلم او که سبا روان شم هم په لښکر پسې رسیدلی شم ، دڅه نوري بوختیا لامله مې دسفر توښه وانه خیستله خبره بلي ورځي ته وځنډیدله ، تربلي ورځي خبره تیره اوڅوشپو ځنډیدلوته ورسیدله اخر دتبوک له غزانه پاته شوم ... کعب بن مالک وایې په دي شپو ورځو کې به چې کله د مدیني ښار ته ووتلم یواځي هغه کسان به مې لیدل چې هغوی به یا منافقان وو او یابه یې له جهاد نه دپاته کیدلو له پاره شرعي عذر لاره .

کعب په تبوک کې نه وو ؟!

کعب بن مالک اوملګري یې له غزا نه پاته شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دیرش زره ملګرو سره تبوک ته ورسید ، یوه ورځ یې په صحابه کرامو کې یوبل خوا کتل خو کعب بن مالک یې ترسترګو نشو ، هغه خو صالح مسلمان هم و د العقبه دبیعت برخه وال هم و او دتبوک دغزا په ملګرو کې یې ترسترګو نشو ! ، پوښتنه یې وکړه : کعب بن مالک څه وکړل ؟ یو چا د کعب په باره کې بدګوماني ښکاره کړه ، معاذ بن جبل رضی الله عنه یې خبره په ستوني کې ور وچه کړه او ورته کړه یې : ته سمه خبر نه کوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل :
ای دخدای رسوله ! په خدای سوګند په کعب کې موږ له خیراوښو پرته بل څه ندي لیدلې ، اورسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ پاته شو .


مکه رښتیا وایې ...

کعب رضي الله عنه وایې : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک له غزا نه راستون شو او مدیني ته را ورسیدی ، ماله ځان سره فکر کاوه چې اوس به دهغه له غوسي نه څنګه ځان ژغورم اوپه دي اړه مې له خپلوانو سره مشوري هم کولي اخر مې له ځان سره پریکړه وکړه چې له رښتیا پرته په بل شي ځان نشم خلاصولی ، هغه چې مدیني ته را ننووت لومړۍ خپل جومات ته ولاړ هلته یې دوه رکاته لمونځ وکړ او وروسته له خلکو سره کیناست ، کوم خلک چې له غزا نه پاته شوي وو هغوی ورته راټول شول او هر یوه له غزا نه د پاته کیدلو عذرونه بیانول او سوګندونه یې ورته کول ، څه باندي اتیا کسان له غزا نه پاته شوې وو ،رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغوی ښکاره عذرونه ومنل اود بښني دعا وي یې ورته وکړي او د هغوی دزړونو حالت یې الله ته وسپاره ،

کعب وایې : زه ورمخته شوم ، مخامخ ورته کینستم ،سلام مې ورته وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترخه غوندي موسکا راته وکړه او راته کړه یې : تا دسفر له پاره سپرلي نه وه اخیستي ؟ ماورته وویل : هوکي اخیستي مې وه ، ده راته وویل : بیا ولي پاته شوي ؟! ما ورته وویل : یارسول الله ! په خدای سوګند که زما داحالت له تاپرته له بل چا سره رامنځته شوی وی یعني د دنیا له خلکو سره نو مابه دیر په اسانه د هغوی له غوسي نه ځان خلاص کړی وی ، او له تا نه که په کوم دروغژن

عذر ځان خلاص هم کړي خامخا به خدای جل جلاله راته په غوسه شې ، اوکه تاته رښتیا خبره وکړم نوته راته په قهر کیږې او رانه خپه کیږې ... الله دي بښنه راته وکړي ، یارسول الله ما هیڅ عذر هم نه لاره ، روغ رمټ وم سبرلي مې هم تیاره کړي وه او اراده مې هم وه یواځي زما غفلت و چې په غزا کې د برخي اخیستلو خنډ وګرځید . کعب چوپ شو ، رسول الله صلي الله علیه سلم خپلو ملګروته وویل : ده رښتیا وویل ، بیا یې کعب ته وویل : ځه پورته شه ! ګورو به چې ستا په اړه الله جل جلاله څه پریکړه کوې ... کعب بن مالک رضي الله عنه ولاړ شو او له جومات نه ووت ، هغه ډیر خپه او خواشینی و او نپوهیدی چې الله جل جلاله به یې په اړه څه پریکړه کوې ،

کعب دخپلوملګروپر لاره

کعب بن مالک رضی الله عنه ښه شاعر اوډیر هوښیار سړی و اوپه خپل قوم کې یې ښه دروند مقام لاره ، کله یې چې دقوم ځیني کسانو دا حالت ولید دی یې ملامت کړ چې ښه کار دي ونکړ ، هغوی ورته ویل : له دي مخکې موږ ته نه یې لیدلی چې کومه ګناه دي کړي وې ، ته ښه شاعر اوپوه سړ یې تا دومره نشوی کولی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دي د هغو نورو خلکو په ځیر کومه بهانه او عذر جوړکړی وی ؟! هغه به درنه خوشاله شوی و او وروسته به دي توبه او ل الله نه بښنه غوښتي وه ، کعب وایې : زه خپلو تربرونو ډیر وهڅولم آن تردي چې زه دي ته تیار یدونکی وم چې کومه دروغ بهانه جوړه او په کوم نوي عذر سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ځان خلاص او هغه خوشاله کړم ، له هغوی نه مې پوښتنه وکړه چې ایا زماپه څیر کار بل چا کړی دی ؟ هغوی راته وویل : هوکي ! دوو نورو کسانو هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ستاپه څیر رښتیا خبره وکړه او کوم عذر یې وړاندي نکړ ، ما ورته وویل هغه دو کسان څوک دې ؟ دوی راته وویل هغه دواړه مراره بن الربیع او هلال بن امیه دې ، کعب وایې چې پام وکړ هغه دواړه صالح اوښه مسلمانان وو او د بدر دغزا برخه وال کسان وو ، په دي سره زما هوډ کلک شو او خپلوانو ته مې وویل : همدا دواړه زما له پاره ښه لارشوونکي دې ، په خدای سوګند زه به له خپلي خبري په شا نشم او دروغ به ونه وایم ،

پرمکه مدینه تنګه شوه

کعب په کور کیناست ډیر غمژن او سخت خپه و څو ورځي لا نه وې وتلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو خلکوته امر وکړ چې له کعب اوملګرو سره یې هرډول خبري بندي کړﺉ ، کعب وایې : ټول خلک رانه پردي شول ، اوله موږ سره یې چلند بدل کړ ، ښار ته به ووتلم هیچابه خبري نه راسره کولي ، دنیا بدله شوه او پیژاند خلک داسي وګرځیدل لکه یومې چې هم نه پیژنې ، دښار کوڅي او دیوالونه لا بدل شول هغه نه وو چې مخکي ما پیژندل ! او هغه پخوانی ځمکه لا ناپیژاندي شوه ، زما نور دوه ملګري ( مراره بن الربیع او هلال بن امیه) دواړه په کورونو کیناستل او شپه ورځ به یې ژړل ، هغوی دواړو عبادت ته زور ورکړ او دراهبانو په څیر په عبادت بوخت شول ، زه په خپلو ملګرو کې ځوان هم وم او تکړه هم ، زه به بهر وتلم ، له مسلمانانو سره به یوځای لمونځ هم کاوه اوپه ښار کې به هم ګرځیدلم خوهیچا به خبرې نه راسره کولي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به ورغلم سلام به مې ورته وکړ په زړه کې به مې وویل چې ته ځیر شه ایا دسلام په ځواب به یې شونډي شورولي وې که نه ؟ په لمانځ کې به یې څنګ ته ودریدلم پټ به مې دسترګوتر کونجونو په پام کې لاره کله به چې زه لمانځه ته ځیر وم راته کتل به یې او چې ورته وبه مې کتل مخ به یې بل خواته واړاوه ،


کعب ته دکفارو تمه !!

په کعب بن مالک رضی الله عنه باندي سختي شپي ورځي تیریدلي ، او د ورځو په تیریدلو سره دردونه او ویرونه زیاتیدل ، دی په خپل قوم کې د ډیر عزت خاوند و ، دی خورا وتلی اوبلیغ شاعر و پاچاهانو او امیرانو پیژاند ، ډیرو لویو لویو خلکو یې شعرون اوریدلي وو او د ده د لیدلو هیله یې لرله ، خو نن په خپل ښار مدینه کې خپلو خلکو نه پیژانده ، هیچا خبري نه ورسره کولي او نه یې دهغه لیدل خوښول ، په ده باندي یواځیتوب ډیر سخت شو سینه یې تنګه شوه او غمونه یې زیات شول ، په دي سخت حالت کې له یوي بلي سختي ازمویني سره هم مخامخ شو ، یوه ورځ دی په مدینه کې ګرځیدی چې دشام یو نصراني ورته راغی ، هغه په ښار کې پوښتنه کوله چې کعب بن مالک به څوک راوښیې ؟ خلکو کعب ور وښود او هغه راغی له خپل خورجین نه یې د غسان دپاچا یو لیک را وایست ، کعب هک پک پاته شو چې خبره یې ترشامه رسیدلي ده !! دی نپوهیدی چې د غسانیانو پاچا به څه ورته لیکلي وې ؟!!


د غسان دپآچا لیک یې خلاص کړ او هغه ورته لیکلي و : کعبه ! زه خبر شوی یم چې ستا سو مشر له تاسره سم چلند نه کوې اوډیره سختي درسره کوې ، ته خو دومره ټیټ اوسپک سړی نه یې ، موږ ته راشه موږ به دي وتازوو ، کعب رضي الله عنه چې لیک ولوست ، ویې ویل : انا لله ... ماته دکفارو تمه پیدا شوه !! دا هم دالله امتحان او شر دی ، دغسان دپآچا لیک ته یې تنور بل او په هغه کې یې وسوځاوه ، په خپل ښار کې خپلو او پیژاندو ټولو پري ایښی دی له چا سره چې دخبرو نیت وکړې هغه ورته شاکړې ، بل لورته یې د یوي پراخي اوښایسته سمي (شام)واکمن ملګرتیا او ماڼیو ته وربولي خو دهغه بلنلیک په اور کې سوځوې ،


له مکه سره دي خپلي میرمني خبري نکوې

د کعب او ملګرویې دا سختي شپي یوه په بل پسي تیریدلي ، اوپه دي ډول یوه میاشت پوره شوه ، د خلاصون لوری لودن نه معلومیدی او آن سختي اوبندیزونه لانور زیاتیدل اوسختیدل ، نه درسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري کومه نغوته ترسترګو کیدله او نه اسماني وحي راتله ، ترڅو څلویښت شپي پوره شوې ، دکعب او ملګرویې انتظار خورا سخت او تریخ شو چې په دي سختیو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی د کعب کره راغی ، دروازه یې وټکوله ، کعب په منډه ور ووت او فکر یې کاوه چې داساني کوم زیری به یې ورته راوړی وې ، خو استازي ورته وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی دی چې ښځه دي له ځانه لري کړه ، کعب وویل : طلاق یې کړم که څنګه ؟ هغه ورته وویل : نه له ځانه یې بیله کړه او ورنږدي کیږه مه ، کعب کورته ننوت او خپلي میرمني ته یې وویل : دپلار کره ولاړه شه ! او هوري ترهغو انتظار کوه څو دالله له لوري کومه پریکړه نه وې راغلي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم حپل استازی د کعب نورو دواړو ملګروته هم ور ولیږه چې ورته امر ورته وکړې ، د هلال ابن امیه میرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل : یارسول الله ! هلال سپینږیری او کمزوری دی ماته اجازه راکوې چې د خدمت له پآره یې ورسره پآته شم ؟ هغه ورته وویل : هو اجازه ده خوپه هیڅ صورت باید درنږدي نشې ، هغی ورته وویل : دخدای رسوله ! په الله سوګند ترکومي ورځي چې د دوی ستونزه پیل شوی ده هغه شپه او ورځ ژاړي او له ډیر غم او خپګان نه یې هیڅ شي ته هم توجه نشته ،


کعب په ایمان وویریدی !!

کعب اوملګري یې که څه هم ظاهرا ازاد او هرځای ګرڅیدلی شوی خو د دوی روحونه سختي بندیاني او دوی ترسخت دردونکي روحي پشار لانتدي ، سختي خو ځک زیاته وه چې دوی دخپلو دردونو شریکولو له پاره هیڅوک نلرل ان خپلي میرمني یې هم ورنه بیلي کړل شوې ، اخر کعب دي حالت ته ورسید چې خپل ایمان ته به یې بیا بیا توجه کوله او ویره ورسره پیدا شوه چې هسي نه ایمان کمزوری شوی نه وې ، که له یوچا نه دمشوري نیت وکړي څوک خبري نه ورسره کوې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم ته سلام وکړي هغه ځواب نه ورکوې ،اخر له چا سره مشوره وکړي او چیرت ولاړ شې ؟! کعب وایې : زموږ د ازمویني او ابتلاء ورځي چې اوږدي شوې زه خپل د تره زوی ابوقتاده ته ورغلم ، هغه په ما ډیر زیات ګران و ، دهغه په باغ کې مې پیدا کړ او ورننوتلم ، سلام مې ورته وکړ ، په خدای قسم د سلام ځواب یې رانکړ ، بیا مې ورته وویل : ابوقتاده په خدای مې لوبتلی یې ته خوپوهیږې چې زه له الله او دهغه له رسول سره مینه لرم ؟ ابوقتاده چوپ پاته شو دا خبره مې په قسم سره ابو قتاده ته څو ځله تکرار کړه په اخر کې یې راته وویل : خدای اود هغه رسول ښه پوهیږې ، عجیبه ده د کعب خوږ د تره زوی ابو قتاده هم دده دایمان په اړه چوپ پآته شو انپوهیږې چې هغه رښتینی مومن دی او که نه دی ؟! د کعب تکړه توب او پوهه هم د دي ستونزو په وړاندي بیسیکه شوه ، کورته ولاړ ، هغه هم تش دیوالونه دې دژوند ملګري یې نشته ، کعب هم د انسان د لږځواکي دمهال ښي ملګري ژړا او اوښکو ته پناه یو وړه . دا وخت نو د دوی د ابتلاء پنځوس ورځي پوره شوې یعني کومه ورځ چې خلک له مکه سره له خبرو منعه کړل شوې وو پنځوس ورځي یې ووتلي ،

د مکه توبه قبوله شوه

پنځوسمه شپه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د دوی توبه نازله شوه ، او دا مهال د شپي وروستی دریمه برخه وه ، رسول الله صلی الله علیه سولم په دي شپه د ام سلمه رضی الله عنها کره و ، او نازل شوې ایتونه یې تلاوت کړل ، ام سلمه رضی الله عنها ورته وویل : یارسول الله ! کعب بن مالک ته مو زیری ورکړی وی ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : خلک به مو له پښولاندي کړې او ټوله شپه به یې له لاسه خوب ونکړﺉ ،دسهار له لمانځه وروسته یې خلکو ته د دوی د توبي خبره وکړه او خلک هغوی ته د زیري ورکولو له پاره روان شول ، کعب وایې : دخپل کور په بام مې دسهار لمونځ وکړ ، له لمانځه وروسته په هماغه حالت ناست وم چې الله یې یادونه کړې ده ، زړه مې په تنګ و اوځمکه سره له خپلي پراخي ماته تنګه شوې وه ، زما بل هیڅ سوچ نه و او دا اندیښنه به هروخت راسره وه چې که په دي حالت کې مړ شوم نه به څوک مخ را اړوې اونه به رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلک لمونځ راباندي کوې زه په دي سوچونوکې وم چې یوه کړیکه مې غوږونوته ورسیدله ، یااااا کعب بن مالک ابشر، یعني د مالک زویه زیری درکوم ، دی وایې زه پوه شوم چې د الله له لوري خلاصون او نجات راغی ، او په سجده شوم ، کعب وایې ماته د زیري له پاره دوه کسان راغلل یوه د غره له سره اواز راوکړ اوبل په اس را روان و خو له اس نه د غره دوال اواز تیز و هغه دواړه جامي چې زما په تن وې یوه مې یوه اوبله بل ته ورکړه اودځان له پاره مې له بل چا نه په سوال وغوښتلي ځکه نوري مې نه لرلي ،
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور روان شوم او په لاره کې ډله ډله خلک مبارکي ته مخي ته راتلل ، اوراته ویل به یې دالله له لوري د توبي دقبلیدلو مبارکي درته وایو ترڅو چې جومات ته ننوتلم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره ناست و ، هلته چې څومره کسان ناست وو په هغو کې یواځي طلحه بن عبیدالله زما مخته راولاړ شو ، غیږ یې راکړه او مبارکي یې راته وویله ، او بیا بیرته په خپل ځای کیناست ، کعب وایې په خدای قسم د طلحه هغه ښیګڼه به ترمرګه هم هیره نکړم ، ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور ورسیدلم ، او سلام مې ورته وکړ . دهغه مخ له خوشالي نه داسي ځلیدی ، لکه دسپوږمی تکړه چې وې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې خوشاله شو مخ مبارک به یې ځلا کوله ، کله چې زه ولیدلم راته ویې ویل : ستا په ژوند کې ترټولو د ښي ورځي مبارکي درته وایم ، ماورته وویل : یارسول الله دا زیری ستا له لوري دی که دالله ل خوا ؟ هغه راته وویل : داد الله له لوري دی ، او بیا یې هغه ایتونه تلاوت کړل . کعب وایې : زه درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته کیناستلم او ورته ومې ویل : یارسول الله ! زه خپل ټول مال هم دالله اودهغه درسول په لاره کې خیرات کوم ، هغه راته وویل : نه یوڅه مال دي له ځانه سره وساته ټول مه خیرات کوه ، وروسته مې ورته وویل : یارسول الله ماته الله په رښتیا سره نجات راکړ نو زه به په خپل ټول ژوند کې رښتیا وایم ،
د کعب بن مالک او ملګرو په اړه یې دا ایتونه نازل شوې : لقد تاب الله علي النبي والمهاجرين والإنصارالذين اتبعوه في ساعة العسرة من بعد ماكاد يزيغ قلوب فريق منهم ثم تاب عليهم إنه بهم رؤوف رحيم * وعلي الثلاثة الذين خلفوا حتي اذا ضاقت عليهم الأرض بمارحبت وضاقت عليهم أنفسهم وظنوا ألا ملجأ من الله إلي إليه ثم تاب عليهم ليتوبوا إن الله هو التواب الرحيم *

ژباړه : خدای د نبي ، مهاجرینو او هغو انصارو توبه قبوله کړه چې له ده سره یې په سخت وخت کې ملګرتیا کړې وه ، دا له هغه وروسته چې نږدي وه د دوی دیوې ډلي کسانو زړونه بیلاري کیدونکي وو ، وروسته الله دهغوی توبه قبوله کړه ، هغه ذات په دوی باندي مهربانه او هغه بښونکی دی ، او دهغو دریو توبه یې هم قبوله کړه چې (له جهادنه) پاته شوې وو ، تردي پوري چې په هغوی باندي پراخه ځمکه تنګه شوه او زړونه یې تنګ شول ، اوهغوی یقین وکړ چې له الله تیښته نشي کیدلی یواځي هغه دامیدځای دی ، وروسته بیا دهغو توبه قبوله شوه چې توبه وکړې ، بیشکه یواځي الله توبه قبلوې او بښونکی دی .

السبت، 20 أكتوبر 2012

دحج اکبر حقیقت



دخلکو په مجلسونوکې اورو : سږکال حج اکبر ده یا فلانی کال چې زموږ پلار هم په حج کې راسره و حج اکبر و او داسي نور... دوی فکر کوې چې عرفات دجمعي په ورځ شې نو هغه حج اکبر دی او ترڅو .... حجونو یې ثواب زیات دی ، زه غواړم د
ا موضوع دشریعت په رڼا کې وڅیړم څو دحج اکبر او د دي عامیانه فکر حقیقت روښانه او واضح شې ، څرنګه چې حج داسلام مهم رکن او یو شرعي امر دی نو دهغه په اړه باید دشریعت په رڼا کې حکم وکړل شې نه دعامیانه ، ناسمو او غلطو فکرونوپه رڼا کې ، اوس راځو مطلب ته :

په قرانکریم کې دحج اکبر ترکیبي توری راغلی دی : واذان من الله ورسوله الي الناس یوم الحج الاکبر .. (سورة توبه ۳ ) داراز په حدیثو کې هم دحج اکبر توری راغلی دی چې وروسته به هغه حدیث راوړو د مفسرینو او محدثینو علماوپه دي اړه څو قولونه او ویناوي راغلي دې چې په لاندي ډول یې را اخلو :

(1) د قرباني ورځ دحج اکبر ورځ ده

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجه الوداع کې دقرباني په ورځ (یوم النحر) د جمراتوپ همنځ کې ولاړ و او ویل یې : هذا یوم الحج الکبر ( بخاري ج ۱ ص ۲۳۵ - مسند امام احمد ج ۵ ص ۴۱۲ - ابوداود ج۱ ص ۱۹۴ ) یعني دقربانی یا اخترورځ د حج اکبر ورځ ده،داراز له علي بن ابي طآلب رضي الله عنه نه چا پوښتنه وکړه چې د حج اکبر ورځ کومه یوه ده ؟ هغه ورته وویل : دقرباني ورځ د حج اکبر ورځ ده( ترمذي ج۱ص۱۱۵) .
په یو بل روایت کې راغلي دې رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : الحج الاکبر یوم النحر والحج الاصغر العمره ( بیهقي ج۴ ص ۳۵۲ ) یعنيحج اکبر دقرباني ورځ ده او حج اصغر عمره ده ،ابوهریره رضی الله عن وایې : زه ابوبکر (رضی الله عنه ) مني ته له هغو خلکو سره لیږلی وم چې په منی کې یې د قربانی په ورځ دا اعلان کاو ه
چې له دي کاله وروسته به مشرک حج نه کوې ، اونه به څوک بي جامو طواف کوې ، ابوهریره وایې : ویوم الحج الاکبر یو م النحر والحج الاکبر الحج ، ( بخاري ج۲ ص ۴۵۱ ، بخاري ج۲ ص ۶۷۱ ، مسلم ج۱ ص ۴۳۵ ، ابوداو د ج۱ ص ۱۹۴د) یعني دحج اکبر ورځ دقرباني ورځ ده او له حج اکبر نه مراد حج ده ،

یوم النحر یاد اختر ورځي ته ځکه حج اکبر وایې چې دزیات مناسک په همدي ورځ ترسره کیږې اوپه نورو ورځو کې دومره زیات مناسک نه وېپه دي ورځ له سپیده چاود وروسته په مزدلفه دریدل وې ، بیا مني ته تګ وې او جمره عقبه ( لوی شیطان) ویشتل وې ، قرباني کول وې ، بیا حلقیا قصر کول وې ، طواف زیارت کول وې ، او بیا بیرته مني ته ستنیدل وې ، نوځکه دي ورځي ته حج اکبر ویل کیږې( المغني لابن قدامه ج۵ ص ۳۲۰، کوکب الدري ج۲ ص ۱۵۹ ، ) ملا علي قاري وایې چې دا د علی ابن ابي طالب ، عبدالله بن ابی اوفی ، شعبياو مجاهدبن جبر قول دی ،

(2) دعرفي ورځ حج اکبر ده

دویم قول دادی چې دعرفي ورځ ته حج اکبر ویل کیږې لکه په دي اړه له عمر بن الخطاب ، عبدالله بن عمر ، عبدالله بن عباس او عبدالله بنزبیر رضی الله عنهم نه روایتونه راغلي دې ( عمره القاری ج۱۰ ص ۸۳ ) له مسور بن مخرمه رضی الله عنه نه روایت ده چې رسول الله صلی الله علیهوسلم دعرفات په ورځ موږ ت خطبه وویله ، دخدای له حمد او ثنا وروست یې وویل : فان هذا الیوم یوم الحج الاکبر ( عمده القاري ج ۱۰ ص ۸۳ )
یعني دا نن ورځ د حج امبر ورځ ده ،

(3) دریم قول
دریم قول دادی چې دحج پنځه واړه ورځي ټولي حج اکبر بلل کیږې چې یوم عرفه او یوم النحر هم پکي راځې ، او دا چې پنځه واړه ورځي په مفرد نوم(یوم الحج الاکبر) سره یادیږې ددي له پآره دلیل دادی چې په عربي ژبه کې د ( یوم ) توری دمطلقي زماني او وخت له پآره کارول کیږ ېاو پّ دي کېمشکل نشته لکه د بدر دغزا څو ورځي په قرانکریم کې په (یوم الفرقان) سر یادي شوې دې داراز د عربو نوري جګړي چې څو ورځي غځیدلي دی بیاهم دیوم په مفرد نوم سره یادیږې لکه یوم بعاث ، یوم احد یوم الجمل او یوم الصفین ، ( عمده القاري ج ۱۰ ص ۸۳ )

(4) څلرم قول

څلرم قول دادی چې له حج اکبر نه مراد حج قران دی او له حج اصغر نه مراد حج افراد ده او دا په ځیني روایاتو کې دمجاهد قول بلل شوی دی(مخکينی مرجع)

(5) پنځم قول
پنځم قول داهم دی چې عمره حج اصغر ده او حج حج اکبر ده ، الحج هو الحج الاکبر والعمرة الحج الاصغر ، ( مخکینی مرجع )

مشهوره تیروتنه

زموږ په خلکو کې ډیره مشهوره ده چې که دجمعي په ورځ عرفات شې نودا حج اکبر بلل کیږې ، او دا خبره نه په قرانکریم کې کوم اصل لرېاو نه یې په حدیثو کې یادونه شوې ده نو دا خبره یوه مشهور تیروتنه بللی شو او هیڅ حقیقت نلرې بلکي دهرکال حج ته حج اکبر ویل کیږېلکه مخکي تفصیل تیرشو ، په روایاتو کې راغلي چې په کوم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم حج کاوه په هغه کال اتفاقا عرفات د جمعيپه ورځ واوس دا خبره ثابته ده چې دجمعي ورځ پخپله دفضیلت ورځ ده اوپه دي ورځ عرفات کیدل دفضیلت زیاتوالی راولي اوبل دا چې پهدي توګه دحاجي حج درسول الله صلی الله علیه وسلم له حج سره برابریږې دا فضیلت یې صحي دی او امام ابن القیم دي د دا ډول حج لس ګټيبیان کړې دې خو بیا هم دادحج اکبر له مفهوم او معنا سره هیڅ اړیکه نلرې دحج اکبر موخه او مطلب څه ده هغه مخکي بیان شو ،

اصلا دا ستونزه له یوه بي اصله روایت نه راولاړه شوې ده او هغه روایت داسې ده : ان رسول الله صلي الله علیه وسلم قال :افضل الایام یوم عرفهوافق یوم الجمعه وهو افضل من سبعین حجه فی غیر جمعه یعني دعرفي ورځ ترټولو غوره ورځ ده چې له جمعي سره یوځا شې اوپه دي ورځ حجله اویا هغو حجونو نه زیات ثواب لرې چې دجمعي په ورځ نه وې ، داروایت رزین په خپل کتاب تجریدالصحاح کې دموطا په حواله سره راخیستیدی او علماء وایې چې داروایت هیڅ اصل نلرې او باطل روایت دی اوپه دي اړه دعلماو له پآره دا لاندي تحقیق په عربي ژبه را نقل کوم :

لا نعلم حديثاً أنه إن وافق عرفة يوم الجمعة أنه تكون الحجة في ذلك العام تعدل سبع حجات ، بل الوارد " سبعون حجة " و " اثنتان وسبعون حجة " لكنهما لا يصحان بحال !أما الأول فقد ورد متنه في حديث ، لكنه باطل لا يصح ، وأما الثاني فلم نقف له على سند ولا متن ، فهو لا أصل له .ونص الحديث الوارد :" أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة " .وقد حكم عليه الأئمة ببطلانه ، وعدم صحته :
1. قال ابن القيم – رحمه الله - :
وأما ما استفاض على ألسنة العوام بأنها تعدل ثنتين وسبعين حجة : فباطل لا أصل له عن رسول الله صلى الله عليه و سلم ولا عن أحد من الصحابة والتابعين والله أعلم ." زاد المعاد " ( 1 / 65 ) .2. قال الشيخ الألباني – رحمه الله – في " السلسلة الضعيفة " ( 207 ) - بعد أن حكم على الحديث بأنه باطل لا أصل له - :
و أما قول الزيلعي - على ما في " حاشية ابن عابدين " ( 2 / 348 ) : رواه رزين ابن معاوية في " تجريد الصحاح " - : فاعلم أن كتاب رزين هذا جمع فيه بين الأصول الستة : الصحيحين ، وموطأ مالك ، و سنن أبي داود ، والنسائي ، والترمذي ، على نمط كتاب ابن الأثير المسمى " جامع الأصول من أحاديث الرسول " ، إلا أن في كتاب " التجريد " أحاديث كثيرة لا أصل لها في شيء من هذه الأصول ، كما يعلم مما ينقله العلماء عنه مثل المنذري في " الترغيب و الترهيب " ، وهذا الحديث من هذا القبيل ، فإنه لا أصل له في هذه الكتب ، ولا في غيرها من كتب الحديث المعروفة ، بل صرح العلامة ابن القيم في " الزاد " ( 1 / 17 ) ببطلانه ، فإنه قال بعد أن أفاض في بيان مزية وقفة الجمعة من وجوه عشرة ذكرها : وأما ما استفاض على ألسنة العوام بأنها تعدل اثنتين وسبعين حجة : فباطل لا أصل له عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ، و لا عن أحد من الصحابة و التابعين .و أقره المناوي في " فيض القدير " ( 2 / 28 ) ثم ابن عابدين في " الحاشية " .انتهى
وفي " السلسلة الضعيفة " ( 1193 ) قال – رحمه الله - :قال السخاوي في " الفتاوى الحديثية " ( ق 105/2 ) :
" ذكره رزين في " جامعه " مرفوعا إلى النبي صلى الله عليه وسلم ، ولم يذكر صحابيه ، ولا مَن خرَّجه ، والله أعلم " .
انتهىوفي " السلسة الضعيفة " ( 3144 ) قال – رحمه الله - :قال الحافظ في " الفتح " ( 8 / 204 ) بعد أن عزاه لرزين في " الجامعة " مرفوعاً : " لا أعرف حاله ؛ لأنه لم يذكر صحابيه ، ولا من أخرجه " .
وقال الحافظ ابن ناصر الدين الدمشقي في جزء " فضل يوم عرفة " :" حديث " وقفة الجمعة يوم عرفة أنها تعدل اثنتين وسبعين حجة " حديث باطل لا يصح ، وكذلك لا يثبت ما روي عن زر بن حبيش : أنه أفضل من سبعين حجة في غير يوم جمعة " . انتهى





الأربعاء، 10 أكتوبر 2012

کیسي اوپندونه


په ټولیزه توګه دکیسي په ژبه پیغام او ګټورحکمتونه ترخلکو رسول ډیر په زړه پورې او ګټور کاردی اوکه په کومه لنډه کیسه کې یولوی حکمت نغښتی وې او دکارخبره لوستوالوته ورسوې دا نو ډیره خوندوره خبر د ه ، ځکه اوس خلک وایې وخت نلرو اوږده شیان ... نه خوښوې ، نیت مې کړې ده د زړه له اخلاصه .... چې ګرانو لوستوالو ته لنډي کیسې راټولي کړم او دپایلي اونتیحي اخیستني په توګه به دوه دری لنډي جملي هم ورپورې نښلوم . 

یادونه : دلته زه خپلي زړې اونوې ټولي کیسې رایوځای کوم خدایدې وکړې مکرري هغه مو خسته نکړې بښنه غواړم .



(۱)

د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ،

دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاريته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او دا
پوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې


نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .



زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبرو
ته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .

الاثنين، 8 أكتوبر 2012

دځیني توبه ګارو لویه تیروتنه


نن سبا ځیني داسې خلک لیدل کیږې چې له ګناهونو توبه ګار شې دیندارې پیل کړې ، پنځه وخت لمونځ او نور سنت عملونه خپل کړې ، دیني وضعه قطعه برابره کړې ، خوپه دي وخت کې شیطان دده ذهن ته یوه خطرناکه اندیښنه پیچکارې ک
ړې هغه دا چې دی فکر کوې ډیر خلک بیلارې دي او په مختلفو ګناهونو بوخت دې ،

دلته نو ځان ته غاره شې چې ته خو اوس پر دین مستقیم شوی یې او پوره دینداره یې اوخلک خو هلاک او برباد دې او ټول د جهنم لورته روان دې ، په داسې حالت کې په ده کې دوه ناروغي په یوه ځای پیداشې یو په خپل عمل مغرور کیدل اوبل خلکوته په سپکه کتل چې دا دواړه هلاکوونکي خویونه او ډیر بد خصلتونه دې .

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :
إذا قال الرجل هلك الناس فهو أهلكهم ( رواه مسلم و ابوداود)

یعني چې یوڅوک ووایې :خلک ټول هلاک شول نودی ترټولو ډیر هلاک شو ، امام ابوداود رحمه الله ددي حدیث په شرح کې وایې
داخبره چې یوڅوک په دي نیت وکړې چې په خلکو یې زړه خوږیږې او په خپل عمل مغرور نه وې نو شاید پروابه نلرې خو که یوڅوک داخبره په داسې حالت کې وکړې چې خپل ځان ډیر دینداره ورته ښکاره اوپه خپل عمل غرور کوې بیانو دا خطرناکه خبر ده اباید ونه کړل شې .

موږ مخکې یادونه وکړه چې ځیني هغه خلک چې نوې یې توبه ایستلي وې او د دینداري خوند یې هم څکلی وې ، شیطان دهغه له پاره داسې لاري لټوې چې دی په ځان هم نه وې خبر او هغه هلاک کړی وې بناء مسلمانان وروڼه باید دشیطان ګڼ شمیره دروهو اوچلوټیو ته ځیر واوسې اوپه تیره هغه وروڼه چې علمي پانګه یې کمه وې هغوی باید ګام په ګام له نیکو او بي غرضه علماو لارښوونه ترلاسه کړې اوزموږ دا پیغام باید تل په یاد ولرې .

الأحد، 7 أكتوبر 2012

دخلکوعیبونه مه لټوئ


 یو وخت یو باچا و په یوه سترګه ړوند اوپه پښه ګوډ و ، یوه ورځ یې دهیواد تکړه انځورګران اورسامان ټول راوغوښتل او امر یې وکړ چې د ده یو انځور وکاږې په دي شرط چې دده عیبونه پکي ښکاره نه وې ...
 ټولو انځور ګرانو انکار وکړ او ویې ویل :  دیوه ړانده اوګوډ انسان داسې انځور به څنګه کاږې چې روغه سترګه اوروغه پښه ولرې ؟!!

ټولو انځورګرانو د باچا له انځور جوړولو نه انکار وکړ خو د دي ټولیز او عام انکار په منځ کې یو انځورګر رامنځته شو او سینه یې وډبوله چې داکار دی کوې ...!!  په کار یې پیل وکړ او دباچا یوښایسته انځور یې تیارکړ او هغه داسې چې باچا دښکارپه حالت کې ګونډه ماته اودښکار د ټوپک ځخي ته  یې  یوه سترګه پټه اوپه بله هدف کره کوې !!!

په دي توګه باچا ښایسته انځور په داسې توګه تیارشو چې دواړه درانه عیبونه یې هم پکي پټ شول ، کاش موږ هم د دي انځور ګرپه څیر دنورو خلکو د شخصیت مثبت انځورونه واخلواوپه منفي ټکو او سلبیاتو یې سترګې پټي کړو ، هیڅ دسې انسان نشته چې هغه تیروتني او منفي اړخونه ونلرې خو که موږ دځان اونورو ارامي او خوشالي غواړو باید د هرچا ایجابي او مثبتو خصلتونو ته ځیرپآته شو اوپه منفي خویونو یې سترګي پټي کړو .

يحـــكى أنه كان يوجد ملك أعــرج ويرى بعين واحدةوفي أحد الايام .. دعا هاذا الملك [ فنانيـن ] ليرسموا له صورة شخصية بشرط أن " لا تظهر عيوبه " في هذه الصورة فرفض كل الفنانيــن رسم هذه الصورة !فكيف سيرسمون الملك بعينين وهو لايملك سوى عين واحدة ؟
وكيف يصورونه بقدمين سليمتين وهو أعرج ؟

ولكن ..وسط هذا الرفض الجماعي ( قبل أحد الفنانين رسم الصورة )وبالفعل رسم صوره جميلة وفي غايــة الروعة كيف ؟؟تصور الملك واقفاً وممسكاً ببندقيــــة الصيد ( بالطبع كان يغمض إحدى عينيه ) ويحني قدمـــه العرجاء وهــكذا رسم صورة الملك بلا عيــوب وبكل بساطـة 

{ ليتنا نحاول أن نرسم صوره جيدة عن الآخرين } مهما كانــــــــــــت عيوبهم واضحة .. وعندما ننقل هذه الصورة للناس .. نستر الأخطاء فلا يوجد شخص خال من العيوب فلنأخذ الجانب الإيجابي داخل أنفسنا وأنفس الآخرين ونترك السلبي فقط لراحتنا وراحة الآخرين

الأربعاء، 3 أكتوبر 2012

د رښتیا ځواک


ابن هشام لیکلي دې چې له رسول الله صلی الله وروسته ترټولو مخکي دخلکو په مخکې په لوړاواز دقران تلاوت کوونکی عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و ، یوه ورځ صحابه کرام یوځای سره ناست وو او ویې ویل : په خدای سوګند تراوسه قریشو په 

لوړ اواز قران ندی اوریدلی په تاسوکې څوک شته چې قریشوته په لوړاواز تلاوت وکړې ، عبدالله بن مسعود وویل : زه یې ورته کوم ، عبدالله بن مسعود لږځواکه او کمزوری انسان و په مکه کې یې خپل قوم هم نه و چې دسختي په مهال یې د ده مرسته کړي وی ، دا مهال ده د خلکو شپني کوله اوپه (ابن ام عبد) سره یې شهرت لاره ، نو ملګرو یې ورته وویل چې موږ پرتاویریږو ، دی کارته باید داسي کس تیارشې چې هغه په مکه کې قوم لرې نوکه قریش په هغه برید وکړې خپل قوم به دده ملاتړ وکړې ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وویل : ما پریږدئ الله به زما مرسته کوې ،

عبدالله بن مسعود روان شو او کوم ځای به چې قریش کیناستل هلته ورغی ، د دوی خواته ودریدی ، بسم الله الرحمن الرحیم یې وویله او له هغه وروسته یې په لوړ اواز د رحمن سورت پیل کړ .... ده تلاوت کاوه او قریشو په خپلوکې له یوه بل نه پوښتني پیل کړې چې ابن ام عبدڅه وایې ... یوچا ورته وویل : دا دهغه خبرو یوه برخه ده محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ورکړل شوې ده هغوی چې داخبر واوریدله پاڅیدل او عبدالله ین مسعود یې په خوله خوله کې په سوکونو وواهه ، اوده خپل تلاوت کاوه ، له دي وروسته چې دی خپلو ملګروته راغی هغوی یې پر مخ د وهلو نښي ولیدلي نو یې ورته وویل چې موږ پرتاویریدو چې هغوی به دی ووهې خو هغه ورته وویل : په خدای سوګند دخدای دښمنان چې نن ماته څومره کمزوري ښکاره شول یو وخت هم هغوی ماته دومره کمزوري نه وو ښکاره شوې ، که تاسو غواړئ سبا بیاهم زه هغوی ته ورځم او قران ورته تلاوت کوم ، ( ما اعداء الله اهون علی منهم الان لئن شئتم لاغادینهم بمثلها غدا ، سیرت بن هشام لومړی ټوک مخ ۳۳۷)

په یوه کمزږري او بي اسري انسان کې دومره ځواک له کومه پیداشو ، چې هغه پرته له څه مادي ملاتړ نه د خپل سرټمبه دښمن د غونډ ي په منځ کې ودریدی اوپه لوړ اواز یې هغه خبرې پیل کړې چې هغوی یې له اوریدلو کرکه لرله ، ددي ځواک راز په رښتیا باندي دهغه پریقین کې نغښتی و ، عبدالله بن مسعود په دي خبره یقین لاره چې دی پرحقه او قریشو په ناحقه دې ، کله چې قریشو دقران دتلاوت په مقابل کې دهغه ډبول پیل کړل نو دده یقین نورهم زیات شو ځکه هغه پوه شو چې قریش په د دلیل او منطق په ژبه هغه ته ځواب نشې ویلی ، اوپه ده باندي دهغوی فزیکي تیری ددي خبرې کره دلیل دی چې داستدلال او منطق په ډګر کې هغوی بي وسه او څه نلرې ، عبدالله بن مسعود درښتیا ځواک لاره او بي شکه چې درښتیا ځواک له نوروټولو ځواکونو زیات ده .

په نړۍ کې دځواک او میړنیتوب راز دانده چې انسان په له ستونزو سره نه مخامخ کیږې ، په دي نړۍ کې هرڅوک له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږې د ځواک اومیړاني اصل راز داده چې انسان داسي یقین ولرې چې دخپل هدف اوموخي په لاره کې ستونزي او مشکلات هغه ته سپک او اسانه ښکاره شې ، دستونزو او مشکلاتو په دي نړۍ کې هغه څوک ستونزي او مشکلات زغملی شې چې له دي مشکلاتو لوی شی یې موندلی وې ،

مومن په کامله توګه داشی موندلی دی هغه د داسي حق پیرو دی چې په عظمت او صداقت کې یې دی یوه ذره شک او شبهه هم نلرې ، او پر دي برسیره هغه باور لرې چې په دي لاره کې ستونزي او مشکلات به په اخرت کې د ده بریالیتوبونه زیاتوې او په دي یقین سره هغه دحق په اعلانولو سره داسې خوند او لذت اخلې چې پرهغه خوشالي د پای کرښه نلرې ، او پرده باندي دمخالفینو تیری او ظلم د ده یقین زیاتوې او داباور یې لازیاتیږې چې دی پر حقه او مخالفین یې پرباطل ولاړ دې ، پر یوچا ظلم او تیری د تیرېکوونکي او ظالم د ماتي اوشیکست اعلان ده ،

دایمان او اسلام پر داعي باندي دمخالفینو تیری او ظلم د دي خبرې ثبوت ده چې هغوی دمنطق او استدلال په ډګر کې لوبه باللي ده ځکه یوڅوک چې دلیل اومنطق لرې هغه له تیرې اوځواک کارولونه کار نه اخلې ،

رښتیا یوه لوړه ذهني موندنه ده ، ددي مطلب داده چې د رښتیا د ځواک خزانه په انسان کې دننه ده او نورټول ځواکونه باندني او خارجي دې او دهغه ځواک خزانه له انسان نه دباندي ده دنورو ځواکونو خزانه محدوده وې او یو وخه پای ته رسیږې اوباندنی ځواک په نازکو حالاتو کې دځان د ژغورني په فکر کې وې او په سختو حالاتو کې دزورور له ملاتړ نه لاس اخلي ، او درښتیا او صداقت معامله داسي نده درښتیا دځواک زیرمه هیڅکله نه ختمیږې یوڅوک چې یوځل د حق او رښتیا ځواک ترلاسه کړې نو دهغه له روح سره پیوند شې او تراخیره پ،ري ورسره مل وې آن هغه وخت هم د رښتیا او حق ځواک له انسان سره ملتیا کوې چې په دي نړۍ کې یې هیڅ خواخوږی او ملګری نه وې پاته شوی .

مومن چې کومه رښتیا ترلاسه کړي ده هغه دخدای پر شتون او یووالي دهغه یقین دی اودا یقین ترټولو لوی حقیقت ده نویوڅوک چې ترټولو لویه هستي ترلاسه کړې هغه له کوچنیوځواکونو څخه نه ویریږې او له هغه ستر ذات وروسته دبل څه په لټه کې کیدلو ته اړتیا نشته .
من وجد الله فماذا فقد ومن فقد الله فماذا وجد .