په ټولیزه توګه دکیسي په ژبه پیغام او ګټورحکمتونه ترخلکو رسول ډیر په زړه پورې او ګټور کاردی اوکه په کومه لنډه کیسه کې یولوی حکمت نغښتی وې او دکارخبره لوستوالوته ورسوې دا نو ډیره خوندوره خبر د ه ، ځکه اوس خلک وایې وخت نلرو اوږده شیان ... نه خوښوې ، نیت مې کړې ده د زړه له اخلاصه .... چې ګرانو لوستوالو ته لنډي کیسې راټولي کړم او دپایلي اونتیحي اخیستني په توګه به دوه دری لنډي جملي هم ورپورې نښلوم .
یادونه : دلته زه خپلي زړې اونوې ټولي کیسې رایوځای کوم خدایدې وکړې مکرري هغه مو خسته نکړې بښنه غواړم .
(۱)
د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ،
دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاريته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او دا
پوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې
نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .
زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبرو
ته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق