الثلاثاء، 3 أبريل 2012

په یلملم کې

 
میقات هغه ځای ته ویل کیږي چی خلک دحج یاعمری له پاره احرام پکی
 تړي اوله همدغه ځایه دحج یاعمری نیت کوې مشهورمیقاتونه دالاندی څلور
 دی اود دغویادونه په یوه روایت کی شوی ده :عبدالله بن عباس رضی الله 
عنهماوایی رسول الله صلی الله علیه وسلم دمدینی دخلکوله پاره ذوالحلیفه 
میقات وگرځوله , دشام دخلکوله پاره یی الجحفه اود نجد دخلکوله پاره یی 
قرن المنازل اود یمن دخلکوله پاره یی (یلملم) میقات وگرځاوه دالازمه نده 
چی دامیقاتونه دیادوشویوسیمودخلکوله پاره مختص دې بلکی هرڅوک چی له
 دی سیمومکی ته دحج یاعمری نیت لرې هغه کولی شی له دی ځایه احرام وتړې(بخاری ومسلم)
 
 تاسوچی له دی لیکنی سره دجومات کوم انځوروینئ داد یلملم دمیقات دجومات انځوردی یلملم دمکی مکرمی جنوب ته په ١٢٤کیلومیتره کی پرته یوه ساحلی
 سیمه ده چی په السعدیه سره هم یادیژی شاوخوااوژدی اوسپیری شگلنی دشتی 
دی اوله سلهاوکیلومیتره مزله وروسته به کوچنی ابادی مخته درځی په دی شگلنو
سرو دشتوکی دتورمارپه څیر دتوروزفیلتوغبرگ سرک غځیدلی دی اوپرسینه یی 
لوی او واړه موترزغلی تاسوبه وایئ چی ولی دی نورمیفاتونه پریشودل اویواځی
 دي په یلملم خبره اوژده کره ؟ زه وایم ځکه زمانن دلته په یلملم کی شپه ده :)
 
 
 
 
 
 
 
 
 

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق