السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
درنو وروڼو او خوندو الله مو تل پیاوړي او سرلوړي لره تاسوته روښانه ده چې نن سبا
زموږ ځوانان او نجونه په ډیره لویه پیمانه په څو مشهورو ټولنیزو ویب پاڼو لکه فیسبوک
،تویتراوګوګل پلس کې بوخت وي او هلته یې اکاونټونه او صفحي جوړي کړي دي زه
خپله هم په دي دریواړو ویب پاڼو کې یم هلته له څه مودي بوختیا وروسته زه دي پایلي
ته رسیدلی یم چې هلته په بوختیا کې له تاوان نه ګټه ډیره زیاته ده په ځانګړي توګه بیا
دځوانانو او نجونوله پاره ځکه هلته دنورو ویب پاڼو په نسبت دګډونوالو په منځ کې اړیکي
ډیرې اسانه وې اوداړیکو په ټینګولو او غځولو کې زماپه اند هیڅ ګټه نشته په تیره بیا
دځوانانو او نجونو ترمنځ اړیکي شرعا ناروا او حرام کار دی اونن سبا ټول علماو وایې چې
په انټر نیټ باندي د نارینه او ښځو ترمنځ اړیکي او خبرې کول ناروا او غیر شرعي کار دی
او که له دي ستونزوراتیر شو په تویتر او فیسبوک کې پوهه او علمي معلومات ترلاسه کول هم
ډیر کمزوري او دنورو موانعو په شتون کې دا ګټه په هیڅ شمار ده هلته دګډونوالو پر صفحو
لیکلي مضامین او معلومات یاپه ګروپونوکې لیکل شوې معلومات نن وې او سبا لاندي تللي وې
او بیا یې څوک په پلټنه پسي نه ګرځي اوپه په نورو ویب پاڼو لکه بحثفورمونو او عادي ویب
سایټونوکې معلومات او لیکني هروخت ثابتي او په خپلو خونوکې خوندي پرتي وې او هروخت
دګډونوالوپه مخکې پرتي وې اوچې کومه برخه وغواړي هغه پرخپل ځای ثابته و دګټي وړ وې
په فیسبوک او تویتر کې ګټه ترلاسه کول یانوروته ګټه رسول په دي هم سخت دي چې کله هغه
ویب سړی خلاص کړي نو ګڼ شمیر ملګرې یې پرلیکه وې یو درته وایې ته څوک یې ؟ دکوم ځای
یې ؟ څه کاروبار لرې ؟ اوداسې نوري مختلفي پوښتني نوهلته که ته څو سوه ملګرې ولرې نو له
هغوی سره په اړیکو او خبرو به دي دومره وخت ضایع کیږې چې دڅه کتلو او څه لیکلو له پاره
به نه پلته کیږې .
نوځکه زه خپلو افغانانو وروڼو او خوندو ته وایم چې په هغو ویب سایټونوکې بوختیا کمه کړي
او نورو ویب پاڼو ته مخه کړي ځکه دلته په ډاډه زړه دڅه لیکلو او کتلو له پآره زمینه برابره ده
اولکه ومې چې ویل دلته هروخت معلومات او لیکني په خپلو برخو او ځایونوکې ثابت پراته وې
اوله ټولو مهم ټکی دادی چې هلته د حرامو او غیر شرعي اړیکو ویره ډیره وې او دلته هغه ستونزه
په نشت شمار ده نو له ټولو فیسبوک والو او تویتر والو نه په ډیر درنښت سره هیله کوم چې
دخپلو وختونو دساتني او د ښو او ګټورو معلوماتو دترلاسه کولو له پآره نورو افغاني ویب
پاڼو ته متوجه شې او په فیسبوک او تویتر کې دي بوختیا کمه کړي
اوپه ځانګړي توګه تاسو ته بلنه درکوم چې د نن ویب پاڼه او بحثفورم ستاسو دپوهي دلوړولو
او د وخت د ساتني له پآره ښه چانسونه او مواقع برابري کړي دي دلته ډیر ښه لیکوالان او پوهه
وروڼه خپل ګټور معلومات او لیکني شریکوې نو ستاسو ګډون به ستاسو له پاره ګټور وې
اوکه څوک دا لیکنه په فیسبوک او تویتر کې خپره کړې منندوی به یې یم
په مینه

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق