الجمعة، 27 أبريل 2012

داختلاف سبب دنیا ته اهمیت ورکول دي

75

داختلاف سبب دنیا ته اهمیت ورکول دي

            دهرډول اختلاف  سبب دنیا ته اهمیت ورکول دي که خلک اخرت ته اهمیت ورکړې هیڅ اختلاف به رامنځته نشې اوکه فرضا رامنځته هم شې سمدستي به ختمیږې ، درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته په صحابه کرامو کې داستونزه رامنځته شوه چې دمسلمانانو امیربه څوک وې ؟ داخورا لویه ستونزه وه لکه اوس چې هرځای دمسلمانانو دلویو اختلافاتو اصلي لامل همدا دواک خبره ده ، مهاجرینو ویل چې امیربه له موږ نه وې انصارو ویل  له موږ نه به وې ،او چا ویل چې دمهاجرینو دي خپل امیر وې او دانصارو خپل ، وروسته څو پوهه صحابه کرامو ټولو ته داخبره وړاندي کړه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم په اخر وخت کې  ابوبکر دلمانځه امام ټاکلی واودلمانځه امامت د دین دانتظام موضوع ده او امارت او خلافت د دنیا د انتظام موضوع ده نورسول الله صلی الله علیه وسلم چې یو کس د دین د انتظام له پاره امام غور ه کړی و هغه خامخا د دنیا د انتظام له پاره هم بایدهغه کس  امیر وټاکل شې  لکه په روایاتو کې راغلي دي :

لمّا قبض رسول اللَّه صلّى‏ اللَّه عليه وسلّم قالت الأنصار: منّا أمير ومنكم أمير؛
فأتاهم عمر فقال: ألستم تعلمون أنّ رسول اللَّه صلّى‏ اللَّه عليه وسلّم قد أمر
 أبابكر أن يصلّي بالناس؟ فأيّكم تطيب نفسه أن يتقدّم أبابكر؟! قالوا: نعوذ باللَّه
 أن نتقدّم أبابكر». (سنن النسائي 2/ 409 كتاب الإمامة من كتاب الصلاة إمامة
 أهل العلم والفضل، الرقم 776).

             یعني درسول الله صلي الله علیه وسلم له وفات وروسته انصارو ویل  زموږبه خپل امیر وې او ستاسو خپل په دي وخت کې عمر راغی او ویې ویل : ایاتاسوته دا پته نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکرته امر کړی و چې په لمانځه کې دخلکو امامت وکړې نواوس تاسو ته دا خوند درکوې چې پرابوبکر مخته شئ ؟ هغوی وویل موږ په خدای سره پناه غواړو په ابوبکر به ولي
 مخکې کیږو .

     په یو بل روایت کې راغلي دي :
عن علي رضي الله عنه قال : لقد أمر النبي صلي الله عليه وسلم أبابكر أن يصلي بالناس وإني لشاهد وما أنا غائب ومابي مرض فرضينا لدنيانا مارضي به النبي صلي الله علي وسلم  لديننا . ( كنزالعمال)

      ژباړه : علي رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علی وسلم ابوبکر ته امر وکړ چې  په لمانځه کې دخلکو امامت وکړې ، زه موجود وم غائب نه وم او نه ناروغ وم نوهغه څوک چې رسول الله صلي الله علیه وسلم  موږ ته زموږ د دین له پاره غوره کړی و هغه موږ د دنیا له پاره هم غوره کړ .


ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق