د سورت نور تفسير
دپیل خبري
سورت نور دمفسرینو په اجماع سره مدني
سورت ده او په (النور) سره یې دنومولو دوه وجهي شودل شوې دي یوه دا چې
که څوک ددي سورت په لارښوونو او هدایاتو عمل وکړي نو ژوند به یې له نور او رڼا نه
ډک شې اوبل دا چې په دي سورت کې یو ایت راغلی چې هغه ایت هم ایت النور بلل کیږې
نودهغه نوم ټول سورت ته هم ورکړل شوی دی اوهغه ایت دادی " الله نور السماوات والأرض " یعني الله جل جلا دځمکي
او اسمانونو نور دی.دمجاهد په یوه روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلي الله
علیه وسلم ویلي دي : تاسوخپلو میرمنوته سورت نور ور وښيئ او حارثه بن مضر وایې موږ
ت عمربن الخطاب لیک راولیږه او راته لیکلي یې وو چې سورت النساء ، سورت الاحزاب او
سورت النور زده کړئ
دقرانکریم د سورتونو نومونه ځیني یې دهغو نومونو
په نامه نومول شوې دي چې په هغه سورت کې یې یادونه شوې وي لکه
: آل عمران ، والأنبياء ،
والضحى . او په ځیني سورتو نو باندي په هغه سورت کې دراغلي کیسې رنګ غالب شوی وې
اودهغي کیسي په نوم نومول شوی وي لکه " البقرة ، والأحقاف ، وهود .
"
سورت نور دقرانکریم هغه سورت دی چې
ټولنیزاو روزنیز موضوعات په ډیره ښایسته او تفصیلي توګه پکي څیړل شوې او بیان شوې
دي ددي سورت عظمت اوستروالی دهمدي سورت له لومړي ایت نه ښه معلومیږې ځکه په پیل کې
یې الله جل جلاله وایې (سورة) ... علماء وایې دپیل ایت په داسي توري سره پیل کول
ددي سورت عظمت او ستروالي ته نغوته او اشاره ده اوبل په دي خبره کې دسورت توری
نکره راوړل شوی دی او نکره چې مبتدا شې موخه یې داوي چې اوریدونکي ته عظمت وښیې اود
دي مبتدا له پاره دری صفتونه راوړل شوې دي
اوپه هغوکې دجمع متکلم ضمیر هم ددي سورت عظمت ته اشاره ده او هغه دادي : " أنزلناها وفرضناها وأنزلنا فيها آيات بينات لعلكم
تذكّرون " په انزلنا ، فرضنا او بیا انزلنا کې د (نا)
ضمیر دجمع متکلم دسورت نور دعظمت معنا ورکوې ،
دتفسیر
علماو دقرانکریم دمختلفو اړخونو د روښانه کولو او تفسیرولو له پاره ګڼ شمیر
لاري خپلي کړي دي لکه دمکمل قرانکریم دهرتوري تفسیر او تشریح ، یواځي دقراني
احکامو تفسیر او څیړنه ، دقراني کیسو تفصیلات او تشریحات تفسیرول ، په قرانکریم کې
دراوړل شویو مثالونو تفسیر او تشریح ، په قرانکریم کې د یادوشویو ځایونو تفصیلات
ښکارول چې تفسیرارض القران یا قراني جغرافیه ورته وایې اوداراز ځیني علماو
دقرانکریم ځانګړیو سورتونوته توجه کړي د ه اویواځي یې دیوه سورت پرتفسیر باندي
کتاب لیکلی وې ، داراز ځانګړي سورتونه انتخابول شاید دوخت دجدي غوښتنو دځواب له
پاره غوره کړل شوي وې اودا ډیر مهم او اساسي کار ځکه دی چې کله په مسلمانه ټولنه
کې کوم ناوړه خویونه یاعادتونه زیات شې نو دهغو د درملني او اصلاح له پاره باید
قراني لارښووني تشریح او وړاندي کړل شې او قرانکریم هغه لارښود دی چې په برکت سره
یې مسلمانه ټولنه دهرډول روحي ناروغیومخنیوی کولی شې .
څرنګه چې په دي سورت کې په ځانګړي توګه ځیني داسې موضوعات
بیان شوې دي چې نن سبا هغه ډیری مسلمانانو له نظره غورځولي دي او په ځانګړي توګه
په پښتني ټولنه کې هغو مهمو مسائلو ته خلک ډیره کمه توجه کوې له دي کبله مې اراده
وکړه چې سورت نور په پښتو کې تفسیر او تشریح کړم ، که څه هم دسفر اوژوند ګڼ شمیر
بوختیاوي مې شاید ددي كار دځنډ اوپروخت نه تکمیل لا مل شې خو زه کوښښ کوم چې دي
ستر کارته له خپله وسه وخت پیداکړم او له لوی څښتن نه سوال کوم چې ددي مبارک او
ستر کار ښه تکمیل او په غوره توګه د سرته رسولو توفیق او سیکه راکړي ، ځکه یوکار
هم دلوی حښتن له مرستي او توفیق پرته نشي ترسره کیدلی اوله درنولوستوالو هم هیله کوم چې د روژي په دي مبارکه میاشت کې موپه دعاوکې یاد
کړي ،
ستاسو حامد
سعودي عربستان د1433هجري کال دروژي میاشت
د سورت نور مهم
موضوعات
دلته په لنډه توګه هغه موضوعات را اخلو
چې په سورت نور کې دهغوپه اړه تفصیلات راغلي دي ا ودا ځکه مهم بولو چې موږ دکوم
سورت په اړه دمعلوماتو ترلاسه کولوپه لټه کې یو نوپه پیل کې دهغه سورت اجمالي نقشه
یاخاکه په ذهن کې لرل مهم دي څو دموضوع په
اړه دذهن ځمکه له هغي موضوع سره یومخ نابلده نه وي پاته شوې .
په دي سورت کې مختلف
او مهم موضوعات بیان شوې دي چې یوڅو یې دادي لکه :
د دې سورت له ټولو څخه زياته ګټوره او پوهه زياتوونكې برخه هغه ده چې د ( افك ) له کیسې
سره تړاو لري په ام المؤمنين عائشې صديقې
رضي الله عنها باندې منافقينو د دروغو تور لګولى و په هغه كې د ځنو ساده او مخلصو مسلمانانو د ثبات او استقامت پښې هم لږ
څه ښوئېدلې وې چې د هغه خطرناكه اثر نه يواځې د عائشې صديقې رضي الله عنها پر حالت لوېده بلكې له يوه حيثه پخپله د رسول الله صلی
الله عليه وسلم د مجد او شرف تر درباره هم رسېده نو ځكه ضرورت واقع شو چې لوى قرآن
په پوره اهتمام او قوت سره دداسې ویروونکي غلطي اصلاح وكړي او د تل له پاره د
ايماندارانو غوږونه پرانزي څو وروسته له دې نه له سره د دښمنانو د تبليغاتو او
پروپاګندونو څخه متاثر نشي .
درسول الله صلی الله عليه وسلم لوړ مقام يا د امهات
المؤمنين پاك او محترم حيثيت داسې يو مقام او حيثيت دى چې په هغه كې د ډير لږ
ناوړه نسبت ځاى نشته نو ځكه يې ددې سورت پیل په دغو مباركو الفاظو سره وكړه : ( سُورَةٌ
أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا ) څو مخاطبين وپوهيږي چې دده مضامين ځانته يو خاص
اهميت لري ښايي هغه ياد وساتل شي او د مطالبو عملي كول يې پر ځان لازم وګرځوي او
هغه صاف نصائع او سوچه ــ سوچه خبرې چې په دغه سورت كې بيان شوې دي هغه ټولې ددې
وړ او دي چې هر مسلمان يې پخپل زړه كې
ټينګې وساتي او تل يې په ياد ولري او د يوې شېبې له مخې هم دده د احكامو څخه غفلت
ونه كړي كه نه ددين او ددنيا په تباهۍ او خرابۍ اخته كيږي
دنارینه و او ښځینه و دګډ ژوند په اړه لارښووني او ټولنیز ژوند ،
دخپلوانو ترمنځ دلیدنوکتنو اداب او اخلاق ،
دزنا حد او دزنا او
زناکارانو سپکوالی ،
دهغو خلکو سزا چې پاکي میرمني توروې او بیکاره
خبرې پسې کوې ،
دلعان حکم ،
د عائشي رضي الله عنها د پآک والی بیان اوپه هغي
باندي د تورلګوونکو سزا او عقاب ،
د ښځو او نارینه و
مومنانو په منځ کې دسپکو خبرو دخپرولو حرمت او نارواوالی ،
دهستوګني
او نه هستوګني کورونو ته دننوتلو په اړه اداب ،
یوه کورته دورتګ په مهال دکورله خلکو نه داجازي
غوښتلو اخلاق او تفصیلات یې ، دمسلمانانو ترمنځ داختلاط اداب ،
دسلام عامول ،
دمینځو او غلامانو په
ودولو کې بیړه کول ،
داراز دمینځو
اوغلامانانو دمکاتبت اهمیت یعني دڅه مال په بدل کې دهغوی ازادول،
دزناله پاره دمینځو
دساتلو حرمت ،
پر پآک لمني امر ،
دمنافقینوغندنه او له
رسول الله صلي الله علیه وسلم د دوی دچلند
غندنه ،
دشیطان په لوموکې له
ګیرکیدلونه ویرونه ،
دایماني هدایت او
کفري ضلالت له پاره یوه روښانه بیلګه
تفسیر
سورة نور ټول مدني دی او په مختلفو وختونوکې
یې ایتونه نازل شوي دي اودقرانکریم دسورتونو دنزول په حساب سورت نور سلم (100)سورت دی له جابربن
زید ن روایت راغلی دی چې عبدالله بن عباس ویلي دي چې سورت نور له اذااجاء نصرالله ... سورت نه وروسته او له سورت
الحج نه مخکي نازل شوی دی .
سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ
بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَّكَّرُونَ ،
ژباړه : داسورت موږ
نازل كړی دي , موږ فرض كړی اوموز په دي
سورت كې ښكاره ايتونه نازل کړي دي ، څو تاسو پند ترلاسه کړئ ، په دي ایت کې دنحوې ترکیب دوه تقدیره شودل شوې
دي ی ودا چې سورة دمبتدا محذوفي له پاره خبره د هاو اصل به داسې شې : هذه سورة
انزلنها .... اویا خو سورة پخپله مبدا او دراتلونکي ایت الزانیة والزاني .... او
وروسته ټول سورت یې خبر دی ، په لومړي تقدیر کې په هذه سره اوریدونکي سورت ته
اشاره ده او هغه چې راتلونکی دی ،
سورة دقرانکریم هغي
معلومي برخي ته وایې چې پیل اوپای او
ایتونه یې معلوم وې : جُزْءٌ
مِنَ الْقُرْآنِ مُعَيَّنٌ بِمَبْدَأٍ وَنِهَايَةٍ وَعَدَدِ آيَاتٍ . اودلته هم همدا سورت مراد ده
، انزلناها یعني دادکلام نفسي په ډول موږ دده دنازلولو اراده کړي وه او دلته
دانزال او فرضیت معناوي د متکلم ضمیر ته مستندي شوي دي څو ددي معناو کره والی او
شرافت ښه ثابت شې ، فرضناها ددي معنا داده
چې په دي سورت کې چې کوم احکام راغلي دي په هغوی باندي عمل موږ فرض کړی دی اوس دا
حکم داکثریت په بناشوی دی ځکه په دي سورت کې ځیني داسې شیان هم شته چې هغه له عمل
او فرضیت سره تړاو نلرې لکه ىخىاي ىا قول : اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ اوياىا : : وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ
بِقِيعَةٍ .
وَأَنْزَلْنَا
فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ اوموږ
په دي سورت کې ښکاره ایتونه نازل کړي دي ، او ایات دالایة جمعه د هاو ایة دقراني
خبرو یوې ټاکلي برخي ته وایې چې هغه بیل او مستقل مطلب او معنا لرې ، الْآيَاتُ جَمْعُ آيَةٍ وَهِيَ قِطْعَةٌ
مِنَ الْكَلَامِ الْقُرْآنِيِّ دَالَّةٌ عَلَى مَعْنًى مُسْتَقِلٍّ ،
دلته له ایات بینات
مراد هغه ایتونه هم کیدلی شې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته الله جل جلاله
دمنافقینو په اړه معلومات ورکړي و اوداراز ددي سورت ټول ایتونه هم مراد کیدلی شې
ځکه د بینات له وصف نه هم دا مراد ده چې ټول ایتونه ښکاره او روښانه دي ،
او دلته د ( فیها)
ظرف دیوي تخییلي اشاري په توګه راوړل شوی دی چې ګواکي داسورة یوه بیله خزانه د ه
اوپه هغه کې دا ایتونه دارزښتناکو شیانو په څیر نازل شوې او کیښودل شوې دي کنه
سورت او ایتونه یوشی دي په سورت کې دایتونو دنازلولو معنا په حقیقي لحاظ نه صحي
کیږې او (في) باید زیاته وبلل شي خو د لته په (في) کې موږ یواځي دا تخیل راپیدا کړ
او زاید ه ونه بلل شوه او انزلنا فیها ایات د انزلناها ایات ... په معنا ده ،
بینات دایتونوله پاره وصف ده یعني داسي ایتونه چې ښکاره او واضحه معنا لرې قرانکریم رښتیا هم ډیر واضح او
روښانه کتاب دی او په دي ایت کې لا دوضاحت او روښانتیا دومره اهتمام شوی دی چې که
څه هم په دي وروستی جمله : وانزلنافیها ایات... کې د (انزلنا) بیاراوړلو ته اړتیا
نه وه ځکه مخکي شت او دلته دعطف توری
کفایت کوې خ ودا تکرار دښه وضاحت او ډیر اهتمام له پاره شوی دی .
لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ،
دا جمله له دي وروستي وانزلنافیها ایات بینات ، سره تړاو نیسي ځکه ایتونه چې کله ښه روښا ناو واضح شې بیا د
تذکیراو پند له پاره وې او دلته هم دامراد ده ، تذکیر اوپند اخیستنه دقرانکریم
ارموخه د ه او قرانکریم په مکرره توګه انسانان هڅولي دي څو بند او تذکیرترلاسه کړي
،
تذ كير : قراني
آرموخه
تذکیر ، بلاغ او
قرانکریم ته دخلکو رابلل دانبیاو او ټولو داعیانو اساسي کا ردی او همدا دقرانکریم
موخه اومطلب دی دخدای پیغمبر ته په قرانکریم کې ډیرځایونه د (فذکر...) امر شوی دی
او یوځای ورته وایې : فذکر انما انت مذکر یعني ته تذکیر ورکوونکی یې یوبل ځای په
سورة الاعلي کې راغلي دي : فذکر ان نفعت الذکري یعني ته تذکیر کوه که یې ګټه کوله
او یایې نه کوله یعني کوم ځای که تذکیر ګټه نه هم کوې ته یې باید پرینږدي ،
قرانکریم که څه هم ښکاره یوځای ویلي دي چې د دي سرکشو کفارو له پاره بلاغ او تذکیر
ګټه نهر سوې رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : إن الذين كفروا سواء عليهم أأنذرتهم أم لم
تنذرهم لا يؤمنون (البقرة: 6) يعني د دوی کفر دي حد ته
رسیدلی دی چې انذار او له جهنم نه ویرول هغوی ته فرق نه ورکوې نو دوی ت بلاغ او نه
بلاغ هم ګټه نهر سوې خو بیاهم له روایاتو ثابت هده چې رسول الله صلي الله علیه
وسلم هغه سرسختو کفاروته د دین بلنه ورکوله ځکه هغه ته امر شوی و : فذکر انما انت
مذکر . او تذکیر او بلاغ دهغه دنده او ارموخه وه
د داعي له پاره هم
پکا رده چې د تذکیر او بلاغ دنده خپله کړې او هروخت او هرچا ته تذکیر او دالله دین
ورسوې که هغه ګټه لرې یا یې نلرې علماء وایې ددي حکمت دادی چې قرانکریم داسې یو
بلیغ او له حکمته ډک کتاب دی چې دی په خپل ذاتي اغیز او اثر سره دسختو خلکو
زړونوته ځا ن رسوې او پر سختو زړونو کې نرمي او دایمان ځلاوي بریښوې اوپه دي اړه زموږ تاریخ ډیري بیلګي او خورا
ښایسته او له پنده ډکي کیسې لرې چې د عمر
بن الخطاب رضي الله عنه داسلام منلو کیسه یې لومړۍ بیلګه بللی شو ، دهغه پر سخت
زړه د (طه) سورت خپل اغیز شندلی واوله خپل اوښې او خورنه یې دهغوی په کور کې
اوریدلی و .
داراز دمومنانو او
صالحو خلکو له پاره هم تذکیر او بلاغ مهم دی
ابن جریری الطبري له عبدالله بن عباس نه روایت کوې هغه وایې صحابه کرامو
رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل : موږ دي یوڅه ویرولي وی ؟ دصحابه کرامو د د
يغوښټني په ځواب کې دالاندي ایت نازل شو :فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ یعني خدای جل جلاله وایې څوک
چې زما له وعید نه ویریږې هغوی ته په قران سر تذکیر ورکړه ،
دانبیاو د دتذکیر
معنا داده چې دالله پیغام انسانانو ته ورسوې او هغوی ته الهي احکام روښانه او
معلوم کړې او دانسانانو له پاره د تذکیر
مطلب دادی چې هغه قبول او ومني او موږ دا تذکیر په پند اخیستلو سره نوموودانبیاو
اړوند مو مخکي یوڅه تشریح کړ او پآته شو د امتیانو اړوند تذکیر هغه روښانه خبر ده
چې پند او عبرت ترلاسه کول دبریا او نجات لاره د ه او غفلت او بي پروایې د هلاکت
او تباهي لورته رسیدلي لاره ده دقرانکریم لاره رڼا د ه او دا لاره دنجات لورته
تللي ده په دي لاره تلونکی به تل په رڼا کې روان وې او له دي پرته نوري لاري
کندوکپرواو هلاکتونوته رسیدلي دي ،
له بده مرغه نوري
لاري پخوا دومره ډیري نه وي او نه د ومره ښایسته او ځلانده وې اوس خو د دي فتنو
اوپساتونوپه پیر کې دا لاري بیخي ډیري شوې دي الله دي موږ د دي نجات پرلاره ثابت
لرې دخدای پیغمبر صلي الله علیه وسلم وایې
: جنت ته غځیدلي لاره له ستونزو ډکه د ه
او جهنم ته رسیدلي لاره له خوندو نو ډکه ده
،
دقرانکریم ایتونه
ښکاره او ځلاند ه دي د دوی تفصیلات دزړه
تل ته په اسان سره لویدونکي دي نو له دي ایتونو نه پندونه او تذکیر ترلاسه کول د
مومن دند ه او وظیفه دي الله دي موږ په دي دندو کې بریالي لرې . ځکه خو د
قرانکریم دمختلفو اوګڼ شمیر ایتونو په پای
کې موږ د تذکیر صیغه په مختلفو صیغو سره وینو :
لعلهم یتذکرون
افلا تذکرون
کلا انها تذکره
فمن شاء ذکره
اوداسي نور ...