هغه ډیر بدخلک دي چې په خوله خبري کوې او عمل
نه کوې دا مطلب قرانکریم په ډیر عجیب اسلوب اوتوبیځي شکل بیان کړی دی ، دي قراني اسلوب ته که موږ ځیر
شو پوه به شو چې تشي دخولي خبري ډیربد او ناوړه کار دی ، قرانکریم ددي مطلب بیانولو
پیل د (لِمَ) په توري سره کړی دی یعني ولي تاسو بي عمله یاتشي خبرې
کوئ
؟
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا
لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا
مَا لا تَفْعَلُونَ}[الصف: 2 - 3]. یعني ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی دی تاسو ولي هغه خبري کوئ چې هغه
کارونه عملا نه کوئ ، تاسو چې کوم کارنه کوئ اوتش خبرې کوئ دا الله ډیرپه غوسه کوې
دتشوخبرو
هغه زمریان چې له عمل نه شل شوټ وې او یواځي خوله یې ژ،ندی وې درسول الله صلي الله
علیه وسلم په حدیثوکې دهغوی له پاره سخت عذاب بیان شوی دی :
عن أنس بن مالك - رضي الله عنه -: أن النبي - صلى الله عليه وسلم -
قال: ((مررتُ ليلة أُسريَ بي على قومٍ تُقرَض شفاهُهم بمقاريضَ من نارٍ؛ فقلتُ: مَنْ
هؤلاء يا جبريل؟! قال: خطباءٌ من أمَّتِكَ، يقولون ما لا يفعلون))
ژباړه
: انس بن مالک رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي چې زه دمعرج
په په داسي قوم باندي راغلم چې داور په قینچي ګانویې شونډي پریکیدلي ماجبریل ته وویل
دا څو ک دي ؟ هغه راته وویل : داستاد امت هغه خطیبان او وینا وال دي چې تشي خبري به یې کولي .
په ډیر تاسف سره باید ووایو چې موږ هم دتشوخبرو
او تشولیکنو ډیر زمریان لرو زموږ په هیواد کې هم دخبرو او دستونزودحل کولو له پآره
ډیر طراحان شتون لري خو که دخبرو ترڅنګ مو په سلو کې 5٪ دعمل اوکار خلک لرلی نن به مو هیواد له داسي ناورینونو او لوږو
او تندو سره نه و مخامخ اونن به مو هیواد له دومره کونډو او یتیمانو نه و ډک .
داخبري مې په هیواد کې دیوې نوې اداري ( افغان بنسټ) اودهغی د کارونو او فعالیتونو
په ا ړه راونښلولي ، زماپه اند ددي اداري کارکونکي هغه خلک دي چې له خبرو یې عمل زیات
دی ځکه دوی هیڅ پرنټ او الکټرانک رسنی نلرې یواځي یو ویب سایټ لرې چې هغه هم په تجربوې
شکل پیل شوی دی او هغه ته هم دیوه اوبل لیکني ورټولوې یعني له خبرو مخکي یې په عمل اوکارپیل کړی دی او کار
یې هیوادوالوته ښکاره اوڅرګند دی .
دي اداري زما له کمو معلوماتو سره سم دادوه
کاله کیږې چې په ډیر کمو وسایلو کارپیل کړی
دی ، اوس دکابل په ښار کې څو مدرسي لري یو یې نوی پوهنتون پیل کړی دی ، د دیني مدرسو
پر تعلیمي نصاب باندي کار کوې ، د تالیف او ژباړي بیله اداره لرې ، دافغان بنسټ په
نامه یوه انټرنیټي پاڼه لرې ، اود څو سوه بي سرپرسته کورنیو داعاشي کفالت یې په غاړ اخیستی دی .
دا هغه اساسي کارونه دي چې نن افغان ولس اړتیا
ورته لرې او ددي بنسټ مشران چې نن کومو کارونو
ته متوجه شوې دي اوپیل یې پرې کړی دی دایو داسي پیل او اساس بللی شو چې په داتیروڅو
لسیزوکې یې ساری نه وینم ځکه مخکي خو هیڅ دیاد وړ مرسته چا نده کړي او نه داسي کومه
اداره شتون لرې خوکه هرچا څه ورکړه او مرسته کړي هم ده هغه یې په ناسپیڅلیوموخو سره
سرته رسوله هغوی یاسیاسي موخي لرلي یا یې له
مخصوصو خلکو سره مرسته کوله اویا یې هم دباندنیو ګټو دترلاسه کولو په نیت کوله افغان بنسټ یواځنی هغه اداره ده چې پرته له کومو
سیاسي او مادي موخو له اړو افغانانو سره دهغو اساسي مرستو نیت لرې چې نن سبا تربل هروخت
افغانان زیاته اړتیا ورته لرې .
له دي بنسټ سره چې زموږ کومه مرسته له وسه
کیږې هغه فعلا یواځي دعاوي دي لوی څښتن دي دابنسټ هیواد شموله کړي الله دي دټول هیواد
دیتیمانو او کونډو دکفالت وس ورکړي ، خدای دي هغه ورځ رالنډه کړي چې په هرولایت او
هره ولسوالی کې دافغان بنسټ پوهنتونونه او مدرسي ابادي وې او خدای دي وکړي چې دابنسټ
زموږ دبي وزله هیوادوالوله پاره دتنویر او
رشد ځلانده اوبهانده سرچینه وګرځي

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق