حذيفه بن يمان رضى الله عنه دحسل ياحسيل العبسى زوى دى او" يمان "دده دپلاراويايوه نيكه "جروه "لقب و ، هغه ته ديمان لقب له دى كبله وركړل شوى و چې ده په خپل قوم كې مړى وكړ، بيامديني ته وتښتيده هورى يې دانصارودبنوالاشهل قبيلى حليف وګرځيده اوانصاراصلاً ديمن اوسيدونكى وچې دى دهغوحليف شو نو خپل قوم به دى هم يمان باله نواوس حذيفه ديمان زوى دپلارله كبله بلل كيږي، دى مديني منورې ته راغى رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل : خوښه ستاځان له مهاجرينو څخه بولې اوكه له انصارو، ده ورته وويل زه ځان له انصاروګڼم، دى داحدپه غذاكې برخوال و اوپه دې غذا كې يې خپل پلارمړكړ. حذيفه په "صاحب رسول الله صلى الله عليه وسلم " سره مشهور و يعنى ده ته نبى صلى الله عليه وسلم دمنافقينو په اړه دومره رازونه وركړي و چې بل صحابى ته يې نه وو وركړي اوهمداراز دائنده بدوپيښو اوفتنو په اړه يې هم ډير رازونه ورته ويلي وو نوځكه د"رسول الله صلى الله عليه وسلم درازملګرى " بلل كيږي. حضرت عمر رضى الله عنه يووخت پوښتنه ورنه وكړه چې ايا زما په چارواكو كې كوم يومنافق شته؟ ده ورته وويل هوكې! يوشته ، هغه ورته وويل څوك دى؟ ده ورته وويل : نه يې درښيم ، حذيفه وايې بياعمر رضى الله عنه هغه منافق چارواكى لرې كړ لكه چاچې به ورته ښوولى وي،
حذيفه رضى الله عنه دصحابه كرامورضى الله عنهم له ستروسالارانو نه شمېرل كيږي، همدان، اودينور ده فتحه كړىدي اودنهاوندپه جګړه كې چې نعمان بن مقرن ووژل شو دمهاجرينو مشري ده ته وسپارل شوه، ده له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په غذاګانو كې هم برخه اخيستې وه، د"احزاب"په غزاكې رسول الله صلى الله عليه وسلم دى دڅارګري له پاره وګماره څود كفارو حالات وڅاري، خود بدرغزاكې يې برخه نه وه اخيستې ځكه ده له مشركينو سره تړون كړى وو نوله رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يې پوښتنه وكړه چې زه په جګړه كې برخه واخلم كه نه ؟ هغه صلى الله عليه وسلم ورته وويل نه، مونږله هغوسره ستاتړون نه ماتوو،اوله خداى جل جلاله نه به مرسته غواړو،
دحذ يــفه رضى الله عنه عجيـبه كــيسه
ويل كيږي حضرت عمربن الخطاب رضى الله عنه دخپل خلافت په زمانه كې له حذيفه بن يمان رضى الله عنه سره مخامخ شو اوپوښتنه يې ورنه وكړه : حذيفه څه حال دى؟
حذيفه رضى الله عنه ورته وويل : امير المومنينه ! له فتنې سره مينه كوم،حق نه خوښوم، كوم شى چې پيداشوى نه ده دهغه قايل يم ، كوم شى مى چې نه دى ليدلى په هغه شاهدي وايم، بى اودسه لمونځ (صلوة) كوم . اوپه ځمكه كې له ماسره داسې شى شته دى چې هغه په اسمانونوكې له خداى جل جلاله سره نه شته ، حضرت عمر رضى الله عنه سخت په غصه شو نيت يې وكړچې ددى ناوړه خبرو په كولو حذيفه رضى ا لله عنه ته سزا وركړى خوحذيفه رضى الله عنه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم صحابي و، نوله دې كبله يې لاس ونيو، عمرر ضى الله عنه په دى جنجال كې و ، چې حضرت على رضى الله عنه ورته راغى اودده په مخ كې يې دغصې نښې وليدلې اوويې پوښتل: اميرالمومنينه! چاپه غصه كړى يې؟ عمررضى الله عنه ټوله كيسه ورته وكړه نو حضرت على رضى الله عنه ورته كړه : اميرالمومنينه! له فتنى سره مينه كوم . موخه يې داده لكه قرانكريم چې وايى: انمااموالكم واولادكم فتنة (التغابن) يعنى بى شكه ستاسومالونه اواولادونه فتنه ( ازموينه ) دي نوحذيفه رضى الله عنه چې وايې له فتنې سره مينه لرم موخه يې دامال اواولاددى اوحذيفه چې وايي"حق نه خوښوم " له حق نه يې مرادمرګ دى اومرګ حق دى هيڅوك نه شي ځنى ژغورل كيدى.
اوچې حذيفه وايې "دهغه څه قايل يم چې لاپيداشوى نه دى" موخه يې قران كريم دى. قرانكريم ناپيدا او غير مخلوق دى بلكې دالله پاك صفت دى، اودحذيفه داخبره چې : "كوم شى چې مې نه دى ليدلى په هغه شاهدي وايم" مراديې لوى څښتن دى چې ليدلى يې نه دى اوشاهدي پرى وايې . اودحذيفه بى اودسه لمونځ (صلوة)كول هم د ګناه خبره نه ده بلكه له (صلوة) نه يې موخه درود شريف دى اوپه رسول الله صلى الله عليه وسلم باندى دبى اودسي په حالت كې درودشريف ويل ګناه نه لري ( دصلوة تورى په عربي كې دمعلوم عبادت : لمانځه اوپه نبى عليه السلام درود: دواړه له پاره كارول كيږي ) اودحذيفه داخبره چې:" په ځمكه كې له ده سره داسې شى شته دى چې په اسمانونوكې له خداى جل جلاله سره نه شته" موخه يې داده چې حذيفه رضى الله عنه د ځمكى په مخ اوسي زامن ،لوڼه اوميرمن لري اوالله پاك جل جلاله له لوڼو، زامنواوميرمنې لرلونه پاك دى اونه يې لري. حضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه حضرت على رضى الله عنه ته وويل: ابو الحسنه ! ( ابو الحسن دعلى رضى الله عنه كنيت دى ) خداى جل جلاله دې ښه درسره وكړي زما لويه انديښنه دې ختمه كړه.
دحذيفه اوعمـر رضى الله عنهما ملـګرتيـا:
له دې لوړې كېسې نه داسې بريښي چې حذيفه رضى الله عنه اوحضرت عمررضى الله عنه په خپل منځ كې ښه ملګرتيااوډېره مينه لرله چې دومره بى تكلفه اوازادې خبرې يې سره كولې اوداسې خوږې كېسې يا الغاز يې سره ويل لكه دوه خواږه ملګري يې چې سره كوي ، ددوى دواړو ترمنځ دمينې اوملګرتياډېرې كېسې شته خوزه يې يوڅو لنډى يې دلته راخلم: وايې : عمربن الخطاب رضى الله عنه به چې كله څوك دكومې سيمې والي ټاكه نوهغه ته به يې يو ليك وركاوه اوپكې ليكلي به و چې فلانى ماوالي ټاكلى اودا او ها امر مې ورته كړى . كله يې چې حذيفه رضى الله عنه د"مدائن" والي وټاكه په ليك كې يې ورته وليكل: دده خبرې ته غوږ ونيسئ ! خبره يې ومنئ! اوڅه چې درنه غواړي هغه وركړئ! كله چې دى مدائن ته دوالي په توګه ولاړدهغه ځاى مشران ورته راغلل اوده دعمر رضى الله عنه ليك ورته ولوست. هغوى ورته وويل : څه چې غواړې مونږ ته ووايه! هغه ورته وويل: ماته خوراك اوزماخره ته واښه راكړائ څوچې زه دلته وم . دى څه وخت په مدائن كې پاتى شو، بياعمررضى الله عنه وروغوښت. كله چې عمررضى الله عنه خبرشوچې حذيفه راروان دى په لاره كې ورته پټ شو چې كتل يې حذيفه رضى الله عنه يې په هغه حال كې وليد په كوم حال كې چې دى له دي ځايه وتلى و. مخته ورغى اوغيږيې وركړه ورته ويې ويل: ته زما وروريې اوزه ستاوروويم.
وايې عمربن الخطاب رضى الله عنه خپلو ملګروته وويل چې تاسو خپلى تمناوې اوغوښتني وكړئ! هغوى وويل: مونږ داخونه چې پكې ناست يم له مال اوجواهرو ډكه لرلاى اودخداى جل جلاله په لاره كې مو خيرات كړې واى. اوعمر رضى الله عنه وويل: زه دا تمنالرم چې دابو عبيده ، معاذبن جبل. اوحذيفه بن يمان رضى الله عنهم غوندي سړى مى لرلاى عمررضى الله عنه بيادا درى واړه په مختلفوځايونوكې په كاروګمارل بيايې ابوعبيده رضى الله عنه ته څه مال وروليږه اودچاپه لاس يې چې ليږلى وهغه ته يې وويل ته يې ګوره ! چې ابوعبيده په دى مال څه كوې . اوابوعبيده رضى الله عنه هغه مال په فقيرانو وويشه. دارازيې حذيفه رضى الله عنه ته هم مال وليږه اوهغه هم په فقيرانووويشه، عمررضى الله عنه خپلوملګروته وويل: ماتاسو ته ويلي و د عمر رضى الله عنه په ده دومره باورو وايى چې كله به مړى وشو حضرت عمر رضى الله عنه به پوښتنه كوله چې ايا ددې مړي جنازى ته حذيفه رضى الله عنه ورغلى كه نه ؟ كه حذيفه رضى الله عنه به ورغلى وو نوعمررضى الله عنه به يې هم جنازې ته ورتلو اوكه هغه به نه و دى به هم نه ورتلى.
كله چې دى وفات كيده ويل يې دادنيا وروستى ګړۍ ده لويه خدايه ! ته پوهيږې چې زه له تاسره مينه لرم له تاسره زماپه ملاقات كې بركت واچوې اوبياوفات شو. دى دهجرت په شپږ ديرشم كال دحضرت عثمان رضى الله عنه له وفات نه څلويښت ورځې وروسته وفات شو. دابن الاثيراسدالغابه لومړى ټوك مخونه . 468. 469.اوابن الجوزى بحرالدموع مخونه 183. 184.
ګټــې اوعـــبرتونــــه
(1) دحذيفه بن يمان رضى الله عنه له دې لنډژوند ليك نه مونږ څوګټې ترلاسه كولى شو يودا چې دملګرو په منځ كې الغاز يا كېسې بدكارنه دى اوروادي، خو په دى شرط چې دا الغاز بې ګټې اوهسې اپلتې يادخندا له پاره نه وي، بلكې دذهني تمرين اوځيركتيا له پاره رښتوني اوسم الغاز وي.
(2) بل ځاى مونږ ته دعمررضى الله عنه پوهه ځيركتياهم راپه ګوته كيږي لكه حذيفه رضى الله عنه چې عمررضى الله عنه ته دهغه په چارواكوكې يومنافق يادكړ خودهغه له غوښتنې سره يې هم ورته ونه ښود. ځكه كله چې دى داسې ښونې وكړي د رازملګرى نه شوپاتې اوحذيفه رضى الله عنه په خپله وايي چې عمر رضى الله عنه هغه كَس عزل كړ اوداسې يې وپيژانده لكه چاچې ورته په ګوته كړى وي.
(3) بل ځاى دبدرپه غزاكې دحذيفه رضى الله عنه برخه نه اخيستل عجيبه كېسه ده، له دىنه داخبره روښانه كيږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپلوملګرو دخيال څومره ساتنه كوله لكه په دې غزاكې يې حذيفه رضى الله عنه ته برخه ورنه كړه . اوداخبره هم څرګنديږى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له مشركينو سره په تړونونو باندې څومره ټينګ ولاړ و.
(4 ) اودحذيفه رضى الله عنه اودعمر رضى الله عنه له كېسې نه مونږ دحضرت على رضى الله عنه پوهه او ځيركتيا هم معلومه ولى شو چي څومره زرد خبرې په حقيقت باندې په ښه توګه پوهيده.
(5) بله ګټه داچې حضرت عمر رضى الله عنه دواليانو په ټاكنه كې څومره احتياط كاوه!! دهغه داعمالو پوښتنه به يې كوله دهغه ازموينه به يې اخستله چې ايا هغه خوبه له دنياسره مينه نه لري او اّن داچې په لاره كې به ورته پټ شو اودخپل والي حال به يې معلومه وه . لكه حذيفه اوابوعبيده رضى الله عنهما ته يې چې دهغه دازمويلو له پاره مالونه ورليږلى وو اوآن چې دواليانو دحال معلومولو له پاره به يې په لاره كې پټونى ورته كوله.
(6) بل داچې خپل ملګري ته خپله مينه څرګندول هم ښه خبره ده لكه په حديث شريف كې چې هم راځي ! تاسوچې له چاسره مينه لرئ هغه په خپله مينه خبركړئ، عمر رضى الله عنه هم حذيفه رضى الله عنه ته ورغاړه شو اودخپلې ورورۍ تړون يې ورسره وكړ.
(7) بل دحذيفه رضى الله عنه داخبره هم دعبرت وړده چې خپل رعيت ته يې وويل: ماته خواړه اوزما خره ته واښه راكړئ دهغه مهال ژوندكه څه هم ساده اوبې تكلفه و خوكه نورهيڅ نه و ښه آسان خوكم نه وو، اماخذيفه رضى الله عنه هغه مهال سره له دې چې ديوې غوره سيمې والي و، بياهم په خره سپريده.
(8) بل داچې دجهادپه وخت كې كه دسړي آن پلار هم دكفاروپه ډله كې وي مجاهدته يې مرګ روادى په اُحدكې چې حذيفه رضى الله عنه خپل پلاروواژه.
(9) بل داچې غصه خورا خطرناك كاردى يووخت يوه صحابى ته رسول الله صلى الله عليه وسلم ددى پوښتنى په ځواب كې چې ترټولو ښه عمل راوښيه ! ؛ وويل لاتغصب ! غصه مه كوه، مونږ كه فرضاً څوك په غصه ووينو بايدسمدستى يې دلامل پوښتنه وكړو اوداسې هڅه وشي چې دهغه غصه سړه كړاى شي. داكېسه كه په غورسره وكتل شې دپنداوعبرت ډېرښكلي موادپكې دي، مونږ يې هم دادى ستاسومخې ته ږدو.
الأحد، 1 يوليو 2012
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د راز ملګرى
الاشتراك في:
تعليقات الرسالة (Atom)
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق