السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دلته به په رسول الله صلي الله علیه وسلم باندي د درود ویلوپه اړه څلویښت حدیث رایوځای
کړو څو مو دحدیثو په نشر او خپرولوکې ونډه اخیستي وې او ځانونه درسول الله صلي الله
علیه وسلم دمبارکي دعا مستحق وګرځو : نضر الله امرء سمع مقالتي فوعاها ..... نو له ټولو
وروڼو هیله کوم چې په دي موضوع کې برخه راسره واخلئ او هریو ورور دي په رسول الله
صلي الله علیه وسلم باندي د درود ويلو په موضوع یو حدیث سره له ماخذ اوپښتو ژباړي
دلته ولیکي یادي له بل ځای نه رانقل کړي زه لومړی د درود داهمیت په اړه یوایت شریف
را اخلم اوبیا دپیل حدیث :
قال الله تعالى: إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً [الأحزاب:56]. یعني الله جل جلاله او دهغه ملایکي په رسول الله صلي الله علیه وسلم درود وایې
، ای مومنانو تاسو په هغه درود او سلام ووایئ ابن کثیر ددي ایت په تفسیر کې وایې :
المقصود من هذه الآية أن الله سبحانه وتعالى أخبر عباده بمنزلة عبده ونبيه عنده في الملأ الأعلى بأنه تصلي عليه الملائكة ثم أمر الله تعالى العالم السفلي بالصلاة والسلام عليه، ليجتمع الثناء عليه من أهل العالمين العلوي والسفلي جميعاً
یعني ددي ایت موخه داده چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته په ملا اعلي کې دخپل پیغمبر منزله او مقام ورښیې چې خپله الله جل جلاله او دده ملایکي په هغه درودوایې اوبیا الله جل جلاله دځمکي مخلوق ته امر کوې چې دوی دي هم په هغه باندي درود او سلام وایې څو ځمکني او اسماني ټول مخلوقات په هغه باندي په درود ویلو کې شریک شې ،
(۱)
قال فضالة بن عبيد: سمع النبي رجلاً يدعو في صلاته فلم يصلي على النبي فقال النبي : عجل هذا! ثم دعاه فقال له ولغيره: إذا صلى أحدكم فليبدأ بتحميد الله والثناء عليه، ثم يصلي على النبي، ثم ليدع بعد بما يشاء ( رواه أبو داود والترمذي وقال حديث حسن صحيح وأخرجه أحمد بإسناد صحيح وصححه ابن حبّان والحاكم ووافقه الذهبي) .
ژباړه : فضاله بن عبید وایې : رسول الله صلي الله له یوه کس نه واوریدل چې په لمانځه کې یې دعاکوله خو درود یې ونه ویلي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : دی کس بیړه وکړه !
بیا یې هغه کس راوغوښت ، هغه اونورو خلکو ته یې وویل : کله چې تاسو کوم یو دعا کوئ
پیل دالله په حمد او ثنا وکړئ بیا په پیغمبر درود ووایئ او له هغه وروسته موچې کومه دعا
خوښه وې هغه وکړئ .
الاثنين، 16 يوليو 2012
د درود او سلام په فضیلت کې څلویښت حدیث
الاشتراك في:
تعليقات الرسالة (Atom)

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق