الأحد، 8 يوليو 2012

ګنډل شوې روژه








ګنډل شوې روژه یا الصوم المرقع درپیژنم او دپیژندلو له پاره یې د ستر صحابي 
ابوهریره رضي الله عنه یو اثر را اخلم هغه وایې : الغيبة تخرق الصيام ، والاستغفار يرقعه ، فمن استطاع منكم أن يجيء بصوم مرقع فليفعل  ، یعني په غیبت سره روژه څیرې کیږې اوپه استغفار ویلو سره بیرته ګنډل کیږې  ، که څوک غواړي دقیامت په ورځ له ګنډل شوې روژي سره راشې نو دا کار دي وکړې ، 


ابن رجب الحنبلي  دابوهریره رضي الله عنه په دي اثر باندي لیکې : زموږ روژي ګټور استغفار ته اړتیا لرې ، او ښه عمل ته ، موږ خپلي روژي د خبرو په غشو سره څومره ډیري څیرلي دي !!اوبیا یې ګنډو  ، خو دا سې نه وې چې دا څیرل دومره زیات شې چې بیا یې ګنډل سخت وې ابن رجب وایې د ابوهریره رضي الله عنه موخه داده چې څوک د رښتیني روزي نیت لرې باید خپل سر او په سر کې ټول شیان وساتي ، داراز ګیډه او په هغه کې ټول شیان وساتي 


أهل الخصوص من الصوام صومهم *** صون اللسان عن البهتان والكذب 
والعارفون وأهل الأنس صومهم *** صون القلوب عن الأغيار والحجب)


یعني دخاصو خلکو روژه داسې وي چې له دروغو او بهتان نه یې ژبه ساتلي وي 
او د اهل الله او معرفت ت درسیدلو خلکو روژه داسې وي چې  له غیرالله یې زړونه 
پاک او تړلي  وي 


لطائف المعارف/صـ314


راځئ وروڼو د رښتیني روژي پخه اراده وکړو ، روژه دپاکي او داخلاقو د تهذیب او 
برابرولو میاشت ده دعادت له مخي یې معلومه موده خوله تړل اوبیا معده ترخولي 
پړسول  بیخونده عبادت ده هره ګړۍ او هرساعت باید دلوی څښتن  ځواک او یاد په 
فکر کې ولرو او په کړیو ګناهونو هر وخت استغفار ووایو او مخلصانه توبه وکړو 
راځئ همدا اوس دا ستره نبوي لارښوونه (حدیث) تلاوت او ځان پري پوه او عملي یې
 کړو ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :  إن الله ليعجب من العبد إذا قال : لا إله إلا أنت إني قد ظلمت نفسي ، فاغفر لي ذنوبي إنه لا يغفر الذنوب إلا أنت ، قال سبحانه : عبدي عرف أن له ربا يغفر ويعاقب ( صحیح البخاري ) 
یعني الله هغه بنده خوښوې چې ووایې : خدایه له تاپرته بل دعبادت وړ څوک نشته ، ماپر ځانظلم کړی دی ، ماته زما ګناهونه وبښه ، ګناهونه یواځي ته بښلی شې ،  الله جل جلاله وایې :زما بنده پوهیږې چې دی یوڅښتن لري چې هغه بښنه هم کوې او سزا هم ورکوې  .





ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق