الاثنين، 16 يوليو 2012

د زړه پیاله









کیسه کا چې یوځوان یوه عالم ته ورغی او روته کړ ه یې زما دکارپه غوښتنه هره ورځ له بازار نه تیریږم او له ډیر کوښښ سره بیا هم 
نظر نشم ساتلی اوپه ناروا شيانو مې سترګې لګیږې دنظرساتلو 
چل راوښیه ؟
عالم ورته وویل : سمه ده خو یوکار زما له پاره وکړه بیابه زه دنظر ساتلو چل دروښیم ، ځوان وویل : په سترګو ، عالم ورته وویل : په
بازار کې په فلان ځای کې یو صالح انسان دی زه یوه پیاله شیدي درکوم هغه ته یې ورسوه خو له تاسره به یوځای یو بل کس هم لیږم که له پیالي څخه دي یوڅاڅکی شیدي هم تویه کړې نو یوه قوي څپیړ به درحواله کوې ،
ځوان تیارشو او دشیدو ډکه پیاله یې واخیستله ، ټوله لار دشیدو پیالي ته ډیر زیات متوجه و ځکه ورسره مل کس ډیر ځواکمن او د درنوڅپیړو خاوند و ، ځوان کار سره ته ورساوه او بیرته په خوشالي سره عالم ته راستون شو چې اوس نو دنظرساتلو چل راوښیه !
عالم ورته وویل : له خدایه ویریدونکي خلک دخپلو زړونوله پیالو سره دومره اتیات کوې لکه تاچې دشیدوله پیالي سره کاوه ، ځکه که دزړه له پیالي نه یوڅوک غافل شې په اخرت کې دعذاب ویره ده .

" قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا
فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ "

مومنانو ته ووایه ! سترګي ښکته لرئ او شرمځایونه وساتئ
دا د دوی له پاره سپیڅلي لار او الله د دوی په کړنو ښه خبردی

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق