حیف چې موږ څومره پرخپلو شخصي ګټو مین یو او په دي لاره کې دهرچا دغندني
او ترټني په باره کې هرډول ژبه کارونه جهاد بولو !!
زموږ داسې وروڼه شته چې هغوی خپل هرکار جهاد او آن د قدرت ل پاره قتل او قتال هم
جهاد بولي اوکه په دي لاره کې یې څوک کړمو ته ګوته نیسې هغه خپل سرسخت دښمن
بولي او دهغه هرعمل او هرکار دجهاد خلاف او په باندنیو کړیو پوري تړلی بولي

ګوتشمیر ي لیکوالان یا دمعلوم لوري سیاست ته بوخت خلک دنن . اسیا په اړه مختلف تورونه
او ډول ډول بهتانونه لګوي او د نن پر خلاف هرډول زهرجن او پوچ تبلیغات کوې داځکه چې نن هغه ویب سایټ دی چې د هر خاین او هر اجیر په وړاندي یو ځواکمن او پیاوړی سنګر دی دلته هرڅوک په یوه شرط خپل نظر شریکولی او په زغرده روښانه کولی شې او هغه شرط اسلام او علیا ملي ګټو ته درناوی دی اسلام او علیا ملي ګټي موږ ته له هرڅه او هرچا نه محترمي او دقدر وړ دي او دي دواړو ته خاینان زموږ دګذار لومړۍ هدف اوموخه ده هغه که هرڅومره ځواکمن او هرڅومره نفوذ لرونکي وې .
نن . اسیا دباندني یرغل او صلیبي اشغال پرخلاف هره ورځ په لومړۍ پاڼه او بحثفورمونو کې
ګڼ شمیر لیکني خپروې او په سلهاو زرو هیواد والو ته یې رسوې ، نن که د داخلي ظآلمانو او
ملي خاینانو پر خلاف دیوه پیاوړي قلمي سنګر په توګه رامنځته شوی دی داراز د باندنیو دښمنانو
او په ځانګړي توګه د صلیبي یرغلګرو پرخلاف زموږ دهیواد په الکترونیکه میډیا کې هغه یواځنی ویب سایټدی چې نه له کوم سیاسي لوري سره اړیکه لري او نه دچا له پاره کار کوې
نن . اسیا دګوتشمیرو هغو ځوانانو دهڅو په برکت پیل شوې او روانه ده چې هغوی اسلام ته په
رښتیني توګه ژمن او دملت علیا ګټو ته وفادار دي او دحق په لاره کې د ملامت کوونکو له
ملامتیا نه هیڅکله نه ویریږې او داکار یې یواځي او یواځي دالله درضا له پاره او دخپل زوریدلي
ولس له پاره درښتیني خدمت په موخه پیل کړی دی موږ داخبره دایمان په رڼا کې دیوه رښتیني
مسلمان په توګه په صداقت سره کوو اودخپل ناپېیلتوب له پاره نورو توضیحاتو او لوړو ته
هیڅ اړتیا نه وینو

زموږ دکارد سپیڅلتیا او کره والي نغد ثبوت زموږ په کمو شپوکې دومره پرمخیون دی چې
خلکو په کلونو ندی ترلاسه کړی دټولنیزو اړیکو مشهورو ویب سایټونو لکه فیسبوک ، تویتر
او نورو ... ډیر عادي ویب سایټونه په ټپه درولي دي خو نن الحمد لله هره ورځ مخ پروړاندي ګامونه
اخلي او په څلرویشت ساعتنونوکې په سلهاو زره کتونکي لري اودي ټکي ځیني ناروغ سیاستوال
او پرځان مین خلک دردولي او خشمولي دي او دنن پرخلاف له هیڅ ډول زهرجنو تبلیغاتو لاس
نه اخلي دوی په فیسبوک کې د نن . اسیا صفحي ریپورټ کوې او دنن لینکونه خپروې
چې دا د باندنیو کړیو ویب سایټ دی !

خو الحمد لله او بیا الحمد لله چې افغانانو د نن صداقت ، سپیڅلتیا او اسلام او علیا ملي
ګټو ته ژمنتیا اوس ښه درک کړي ده نن چې داسلام دسپیڅلي دین او اخلاقیاتو خپرولو
له پاره کوم کار کړی او لایې کوې هغه هرچا ته روښانه او ښکاره ده دلته په فورمونو کې
دقران ، حدیثو ، فقهي ، اخلاقو ، اسلامي تهذیب او ... موضوعاتو له پاره مستقل بحثفورمونه
تیارشوي دي او په کم وخت کې پریمانه تحقیقي او په زړه پوري لیکني پکي یوځای شوې دي
زموږدکار تنوع د اسلام دمختلفو اړخونو احتوا اودځوانو لیکوالانو له اخلاص او للهیت نه
ډکي هڅي ددي لامل شوې دي چې نن په کم وخت کې دانټر نیټ په نړۍ کې دهیواد په سطحه
دکتونکو په لحاظ ترټولو مخکي او ډیر کتونکي لرونکی ویب سایټ دی

او لکه مخکي مو وویل زموږ دومره تیز پرمخیو ن د ناروغه اومغرضو کړیو له پاره دمنلو وړ ندی او ځکه خو دنن په اړه هرډول زهر جن او ناوړه تبلیغات کوې اوموږ په ځواب کې دومره ورته وایو :
﴿ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ﴾

تاسو به خپله کینه او حسد زوروې ، تاسو به په خپلو نامرادیو کې اخته یئ تاسو به په خپله
غوسه کې مړه شئ ،او دنن کاروان به روان او لا ګړندی کیدونکی ، لاپراخیدونکی او لا افغان شموله کیدونکی وې باذن الله تعالي .