الجمعة، 27 يناير 2012

د ژوند راز (۴-۵)



(4) ټولي ويني

فروفيسر پال ډيراك paul dirac په كال 1902م كي زيږيدلي او په كال 1984م كي د 82 كلني په عمر په فلوريډا كي ومړ دي په نوي پير كي له نيوټن او ائن سټاين نه وروسته تر ټولي لوړ پوړي ساينسپوهه بلل كيږي ده د نوبل ايوارډ او نور ډير انعامونه تر لاسه كړي دي د پال ډيراك نامه ته د كوانټم ميكانيكل تيوري منسوبيږي دا ساينسي تيوري د ايټم له خورا زياتو كوچنيو ذرو نه بحث كوي ده ترټولو مخكي د اينټي ميتر وړاندوينه وكړه چي وروسته نورو زياتو څيړنو هغه ثابته كره

دګارډين ورځپاڼي په 4 نوفمبر كال 1984 م كي په پال ډيراك باندي يوه ليكنه خپره كړه چي سرليك يي داسي و
prophet of the anti-universe

پال ډيراك په ايټم كي د لومړي ځل له پاره اينټي فارټيكل بياموند چي هغه ته فازيټران positron وايي دي موندني د نيو كلير په فزيك كي انقلاب را ووست كله په چي له پال ډيراك نه چا پوښتنه وكړه چي تاسو څنګه له ايټم نه د لاندي مادي په نوعيت كي خپله پاروونكي نظريه بياموندله نو هغه به ويل چي زه به دخپلي مطالعي په خونه كي داسي پريوتم چي پشي به مي پورته وي څو مي وينه ددماغ په لوري ولاړه شي

په شكاره خو دا يوه ټوكه ده خو حقيقت داده چي يو ستر فكري كار هغه كس كولي شي چي دخپل بدن ټولي ويني په خيل دماغ كي را غونډي كړي ډير خلك داسي دي چي خپل ځواك يي ويشلي وي هغه په يوه مركزباندي په يواځيتوب سره ځان يوه كارته نه متوجه كوي ځكه خو هغه په نيمګړي ژوند تيرولو سره له نړي نه ولاړ شي هر كار له انسان نه دهغه پوره ځواك غواړي هغه كس خورا زيات برياليتوبونه ترلاسه كولي شي چي په خپل ټول ځواك سره يوه كار ته پوره متوجه وي


5) نابرابر حالات

سر والټر اسكاټ (1832م – 1771م) دانګليسي ادب له نوماندو څيرو نه يوه وتلي څيره ده خو ده دا لوړ مقام په يوه مامولي حيثيت سره ترلاسه كړي دي دا مامولي حيثيت دده له پاره هغه ځينه شوه چي دي دي لور مقام ته پري وخوت

والټر اسكاټ تر خپل پاخه عمره پوري د يوي مامولي وړتيا لرونكي انسان پيژندل كيدي دده حيثيت يواځي ددريم پوړپه شاعرانو كي راتلو له دي وروسته داسي پيښه شوه چي دي له قرضو او پورونو لاندي شو ده په خپله شاعري سره دومره څه نشوي ګټلي چي دا پورونه يي پري پريكړي واي بلاخر دده حالات ډير سخت شول دي سختو حالاتو دده شخصيت ونښتيځه پايله يي داشوه چي په والټر اسكاټ كي يو نوي انسان وپنځيدي دده ذهني الوت دكار له پاره يو نوي ډګر بياموند

اوس ده نوي نوي كتابونه ولوستل تردي پوري چي ده دا ځواك تر لاسه كړ چي د ميني تاريخي داستانونه وليكي او دميني تاريخي داستانونه يي د ناول په ګاڼه پسولل پيل كړل

دپور پريكولو ليوالتيا دي وهڅاوي څو په دي ډګر كي شي خواري وكړي ده تر څو كلونو پوري په دي لاره كي خپل ټول ځواك ولګاوي ده بايد خپلي كيسي په بازار كي په ښه بيه پلورلي وي اودا كار هلته شوني و چي دده كيسي دومره ژوندي او جالبي وي چي لوستوال يي پرځان رامات كړي واي

او همداسي وشول دوالټر اسكاټ زياتي هڅي ددي وړشوي څو دده كيسو ته مقبوليت وروبښي دده كيسي په دومره زيات شمير كي وپلورل شوي چي ده وكولاي شول څو خپل ټول پورونه پريكړي كه والټر اسكاټ دپور له ستونزو سره نه واي مخ شوي نو ده نه شواي كولي چي په ځان كي هغه ځواك پيدا كړي چي دهغه په بركت يي دا كيسي وليكلي او ده ته يي په انكګيسي ادب كي خورالوړ مقام ورپه برخه كړ

له دي وروسته والټر اسكاټ ته د (سر) اعزازي لقب وركړل شو دوالټر اسكاټ له پاره د پور ستونزه خورا بوږنوونكي ستونزه وه كه دا بوږنوونكي ستونزه نه واي والټر اسكاټ به سر والټر اسكاټ نه وشوي


الخميس، 26 يناير 2012

پخې خبري





بســــم الله الـــــرحمــن الـرحیــم



دمطالعی اوځینی څیړنیزو کتنو په مهال کله سړی ته داسی پخی او
دکارخبری مخته ورشی چی دزړه تل ته ولویږی ، سړۍ یی په لوستلو
خوشاله شی او په هغه کی له فکر کولو وروسته سمی او دکار لاری ته
دبرابریدلوکوښښ پیل کړی اوله هغو خبرونه ګټه ترلاسه کی دلته
سړی ته په زړه کی ورتیره شی چی داسی خلک به هم شاید وی چی له
دی خبرو ناخبره وی خو دداسی خبرود او ریدلو اولوستلوتږۍ وی
په همدی نیت داخبری له دی یارانو سره شریکوم که کومه ګټه یی پکی
بیاموندله یایی ددی خبرو کومه یوه په مزاج برابره وختله اوخوند یی ورکړ
نو اقلا یوځل موباید په دعا کی یادکړی .

په مینه





قناعت یواځنۍ حل دی


لوی څښتن ددی نړۍ نظام داسی جوړ کړی دی چی دلته هیچاته هم هرڅه نه رسیږی له دی ستونزی سره هرڅوک لاس او ګریوان دی که هغوی لوی خلک او او شتمن خلک وی او که غریب او بی وسه خلک ولکم فیها ما تشتهی أنفسکم (۳۱فصلت)چی څه مو زړه غواړی هغه به په جنت کی دی هوکی په جنت کی به هرڅه وی په دی نړۍ کی هرڅه نشته دلته هیڅوک هم خپلی ټولی غوښتنی نشی ترلاسه کولی
په دی نړۍ کی هرسړۍ دنامیندیfrustyation ښکار لیدل کیږیهرسړۍ له ذهنی ستونزو سره لاس او ګریوان دی داځکه چی که دلته دیوچا نه نوی غوښتنی پوره شی او ایله یوه یی ناپوره پاتی شی بیا هم دی خپه او خوابدۍ وی دانسان مزاج داسی جوړ شوی دی چی له سلو په کمو نه راضی کیږی او دفطرت له قانون سره سم په دی نړۍ کی دچا سل په سلوکی غوښتنی نشی ترسره کیدی دنفسی غوښتنواوځمکنیو واقعیتون په منځ کی دی تضاد ټول خلک له ذهنی ډاډ نه محروم کړی دی .

ددی ستونزی حل دا نه دی چی تاسو د (الهکم التکاثر) روحیات خپل کړئ په دی ډول نفسیاتوسره ستاسو ستونزی نوری هم زیاتیږی ددی ستونزی حل یو دی او هغه قناعت خپلول دی دقناعت مطلب دادی چی ته کوم څه لری او ترلاسه کړی دی دی هغه دفطرت دویش پایله وبوله او په هغه راضی اوسه !
دفطرت په ویش چی څوک نه راضی کیږی هغه حریص بلل کیږی او ددی په مقابل کی قناعت دی ته وایی چی انسان د فطرت په ویش راضی شی
او دذهنی ډاډ او ذهنی نارامی اسباب هم دادی که یوڅو پوهه شی چی څه ورته رسیدلی داد فطرت د قانون دویش په پایله کی دی چا له ده سره ظلم نه دی کړی نو دا سړی به له بیځایه ذهنی نا ارامی څخه ژغورلی پاتی شی

داخبره په یوه حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی کړی ده :قد افلح من أسلم ورزق کفافا وقنعه الله بما آتاه (مسنداحمد ۲ټوک مخ ۱۶۸) یعنی هغه څوک بریالی دی چی اسلام یی ومانه او داړتیا پوره کیدلوپه اندازه روزی ورته ورسیده او الله په هغه څه قناعت ورکړ چی کوم یی ورکړی دی

د ژوند راز (۲ـ۳)



(2) رواجي ذهن

اليس هووي (elias howe ) دامريكا د مشهور ښار مساچوچسټ يو عادي كار ګر و هغه په كال 1819م كي زيږيدلي او د 48 كلني په عمر په كال 1867م كي مړشوي دي خو ده نړۍ ته يوداسي څيز وړاندي كړ چي هغه دجامو كنډلو په لړ كي يو انقلاب او اوښتون را منځه ته كړ داد جامو كنډلو ماشين و چي ده په كال 1845 م كي ايجاد كړ .

اليس هووي چي په پيل كي كوم ماشين جوړكري و دهغه په ستن كي دتار پييلو له باره دستني په بيخ كي سوري شوي و لكه څرنګه چي په عامه توګه دلاس په ستنو كي سوري كيږي له زرههاو كلونوراهيسي انسان دستني په بيخ كي سوري كاوه كله چي اليس هووي دكالو كنډلو ماشين تيار كړ نو ده هم له عام رواج سره سم دهغه دستني په بيخ كي سوري وكړنو له دي كبله دده ماشين روغ كارنه كاوه په پيل كي هغه له خپل ماشين نه يواځي دڅپلي كنډلو كار اخيست او د جامو كنډلو وړتيا يي نه لرله اليس هووي څه موده له دي ستونزي سره لاس او ګريوان و او ددي له پاره يي دحل لاره نه شوي موندلي بلاخر ده يو خوب وليد چي په هغه خوب كي يي دحل لاره بياموندله

ده خوب وليد چي ديوه وحشي قام خلكو دي نيولي وي او ده ته امر كوي چي په 24 ساعتونو كي دي دوي ته دكنډلو ماشين تيار كړي او كه نه وژني يي ده خپلي هڅي په كار واچولي خو په ټاكلي وخت كي يي ونشواي كولي چي ماشين تيار كاندي كله چي ټاكلي وخت پاي ته ورسيده نو هغو وحشي خلك دده د ډبولو او وژلو له پاره په ده باندي را تاوشول دهغوي په لاسونو كي تيري برچي وي هووي چي په غور سره ددوي برچو ته وكتل نو دهري برچي په څوكه كي يي سوري وليد په همدي ځاي كي دده خوب پاي ته ورسيده او را ويښ شو.

هووي ته دكار سر په لاس ورغي ده دخپل ماشين په ستنه كي هم دبرچي په څير دهغي په سر كي سوري وكړ او په هغه كي يي تار واچاوه اوس نو ستونزه پاي ته رسيدلي وه د ماشين په ستنه كي چي دتار له پاره سوري دهغي په بيخ كي شوي و نو تار دماشين په برني برخه كي راتلوځكه يي كار نه كاوه كله يي چي په سر كي سوري وكړ نو تار لاندي راغي او خبره سمه شوه

دهووي ستونزه دا وه چي هغه له رواجي ذهن پورته سوچ نه شوي كولي ده فكر كاوه چي يو كار له زرهاو كلونو راهيسي په كوم ډنګ روان دي هماغه سم دي خو چي دده لاشعور ده ته د انځور دويم اړخ وروښود همدا مهال هغه ستونزه وپيزندله او دحل لاره يي بياموندله

كله چي يو څوك به يوه كار كي خپل دماغ په پوره معني بوخت ولري او ټول ځان هغه كارته حواله كړي نو هغه په داسي توګه دهغه كار رازونه ترلاسه كولي شي لكه هووي چي ترلاسه كړي



 (3) موخه

جاپان په كال 1931 م كي دچين په شمال ختيځه برخه منجوريا باندي خپله ولكه ټينګه كړه او هوري يي دخپلي خوښي حكومت جوړكړ له دي وروسته دچين او جاپان اړيكي خرابي شوي په 7 د جولائي كال 1937م كي په بيجينګ كي د ماركوبولو دبرج پيښه رامنځته شوه دي پيښي ناستي جذبي را وپارولي او ددواړو هيوادونو تر منځ فوجي ټكر رامنځته شو چي تر دوويمي نړيوالي جګړي پوري يي ځان ورساوه تر هغه مهاله راهيسي دچين او جاپان ترمنځ نفرت او كركه موجوده وه څو كاله مخكي دچين او جاپان تر منځ يوه معاهده وشوه له دي معاهدي سره سم به جاپان په چين كي يو داسټيل ميل جوړاوه خو دمعاهدي له تكميل وروسته د چين حكومت به ناڅا پي توګه دا معاهده منسوخه كړه .

دچين نوي لومړي وزير دينګ زاپينګ deng Xiaoping همدا اوس كمونستي سرټمبګي پاي ته ورسوله او دپرانستي دروازيopen door پاليسي يي غوره كړي ده نو دا مهال دجاپان ته ددويم ځل له پاره موكه برابره شوه نو اوس جاپانيان په چين باندي يومخ ور ووريدل كه ته وغواړي له جاپان نه چين ته ولاړ شي نو دهوايي جهاز ټيكټ به دري مياشتي مخكي بك كوي له جاپان نه چين ته د تلونكي الوتكي يو سيټ هم تش نه وي

په چين كي دتجارت خورا زيات امكانات شتون لري جاپان غواړي له دي تجارتي امكاناتو نه ګټه پورته كړي ددي موخي له پاره جاپان په خواني ټول ترخه يادونه يومخ هير كړي دي د يوه ټوريسټ په وينا جاپان پريكړه كړي ده چي هغه د چين له خوا هرډول ستونزي او ضرر رسول pinpricks په يو اړخيزه توګه وزغمي

نوموړي ټوريسټ ليكلي دي چي زه به كال 1985 م كي په بيجينګ كي اوسيدلم هغه مهال د بيجينګ راډيو اعلان وكړ چي چين به يو ميوزيم جوړوي چي د انځورونو په توګه به دا جوتوي چي په تير وخت كي جاپانيانو په چينايانو باندي څومره ظلمونه كړى دي ددي موزيم پيل به په كال 1987 م كي كيږي چي په دي نيټه د ماركوبولو د پيښي 50 كاله پوره كيږي جاپانيانوته چي په دي خبر باندي د تبصري له پاره وويل شول نو هغوي جوپتيا غوره كړه كله چي په هغوي ټينګاروشو نو هغوي په ځواب كي وويل : زمونږ چينايي وروڼه غواړي زمونږ ضمير متوجه كړي .

دجاپان په وړاندي يوه موخه وه چي هغه خپل تجارت پر مخ بيول او هغه ته وده وركول و دى موخي په جاپانيانو كي د كار وړتيا پيدا كړه ددوي موخي او هدف دوي ته پوهه ، زغم ، مخ اړول او د اړتيا په اندازه د ګړيدلو چل وروښود دوي ته خپلي موخي داخبره ورزدكړه چي هغوي دي خپله ماضي هيره كړي اوتيري جګړي او ستونزي دي په يو اړخيزه توګه هيري كړي څو دوي ته هدف ته د رسيدلو لاره هواره شي

دموخه لرونكي ډلي نفسيات تل همداسي وي برابره خبره ده چي دهغوي په وړاندي تجارتي موخي پرتي وي او كه نوري موخي وي اوكه كومه ډله دا وړتيا له لاسه وركړي نودادا معني وركوي چي دي ډلي موخه لرل او هغي ته رسيدل له لاسه وركړي دي ځكه ددوي په وړاندي كومه موخه نشته نو دكار وړتيا هم له لاسه وركوي

په موجوده وخت كي زمونږ دقوم ترټولولويه نيمګړتيا داده چي هغوي دكار وړتيا نه لري تاسوپه هر ډګر كي دا تجربه كولي شي او سمدستي به درته معلومه شي چي كومو خلكو دكار وړتياله لاسه وركړي وي هغوي نه شي كولي كوم منظم كار پر مخ بوځي كله هم چي له هغوي نه دكار اخيستلو تكل وشي هغوي دكچه خښتو په څير وخيږي او دديواله له پاره دپخو خښتوپه څير نه شي كيدلي

ددي نيمګړتيا اساسي لامل داده چي نن زمونږ قوم دموخي شعور بايللي دي هغوي ديوي بي موخي ډلي په څير ګرځيدلي دي ددوي په وړاندي نه ددنيا دجوړولو نښي شته او نه داخرت اوداددوي اساسي نيمګړتيا ده كه په خلكو كي يوځل بيا دموخي شعور ژوندي كړل شي نويوځل بيا به هغوي ژوندي قوم وګرځي هغوي به بيا داسي قوم شي چي دكار وړتيا به لري لكه مخكي چي دوي دا وړتيا لره

كله چي په قوم كي د موخي شعور پيداكړل شي نو ګواكي په دوي كي هرڅه پيداشول موخه دانسان پټ ځواكونه رابيداروي او له هغه نه نوي انسان جوړوي


الأربعاء، 25 يناير 2012

دژوند راز

دژوند راز


سريزه

بسم الله الرحمن الرحيم

الفريډايډلر (1937_1870) د موجوده پير نوماند او وتلي اروا پوهه دي دده ځانګړي موضوع شخصي اروا پوهنه ndividual psychology) ) وه يوه څيړونكي دده به اړه ليكلي دي :تول عمر دانسان او دانسان دپټو ځواكونو له مطالعي وروسته ستر ارواپوهه الفريډ ايډلر اعلان وكړ چي د انساني شخصيت په ګڼ شمير ځانګړتياوو كي د انسان يوه هيشوونكي ځانګړتيا داده چي هغه يوه (نه ) په (هو) بدلولي شي their power to turn a minus into a plus .

لوي څښتن انسان له خورا عجيبو او هيشوونكو وړتياوو سره پنځولي دي دا پورتني اقتباس د يوه ارواپوهه په ژبه باندي ددي اعتراف دي چي ددي وړتيا وروستي پوله داده چي انسان په تياره كي هم د رڼا لوري ليدلي شي هغه كولي شي نا برابر حالات د ځان په ګټه واړوي كله چي هغه يوځل د ژوند په لوبه كي هرڅه وبايلي كولي شي دځان له پاره بيا نوي ډګر پيدا كړي چي په خپلو هڅو سره بيا يوه نوي مزله ته ځان ورسوي
ستاسو په لاس كي كتاب د انساني شخصيت ددي اړخ څيړنه ده
دا په ناممكنو حالاتو كي د ممكنو حالاتو د ليدلو يوه هڅه ده
دا د نا اميدي په اميد باندي د بدلولو يوه هڅه ده
او دا هغه څه دي چي شايد د نن انسان له هرڅه زياته اړژژتيا ورته لري

وحيد الدين خان دهلي 30 مي 1986م
 --------------------------------

  (لومري برخه)



له هدف سره مينه

-----------------




(1) هد ف لرونكي ژوند


ايكسپريس ريل كاډي په پوره تيز تګ دخپل هدف په لور روان و دلاري دواړو خواوته شنه فصلونه او شكلي بيالي او روڼي بهانده او به سړي ځان ته راكاږي خو تيز تلونكي ريل كاډي له دى زړه راښكونكو منظرو سره هيڅ د لچسبي نه لري لوړه او زوره لنده او وچه دده په تګ كي توپير نه را ولي په لاره كي واړه واړه اسټيشنونه را ځي خو دي هغه ريږدي او داسي په بيړه روان دي ته وا بيخي د دريدلو نمت نه لري

د هدف لرونكي زوند كيسه هم داسي ده يو چا چي د خبل ژوند له پاره يو هدف ټاكلي وي هغه په پوره معني خپل هدف ته متوجه وي اوپه بيځايه كارونو كي خپل وخت نه ضايع كوي

د هدف لرونكي انسان ژوند هغه مسافر ته ورته ده چي غواړي خپل هدف ته د رسيدلو په لاره كي يوه كړي هم ضايع نه كړي دد نيا زړه راښكونكي منظري خو دا مسافر ځان ته راكاږي خو دي له هغو نه سترګي پټوي سيوري او ساه ځايونه خو دي درولو او ارام كولو ته وربولي خو دي هغه پريږدي او دخپل مزله به لوري ګړندي تګ كوي دژوند له لوړو او زورو سره دي ټكري خوري خو په هر صورت دي دخپلي موخي په لوري ګړندي تګ كوي او څه سستي نه په كي را ځي

د موخه لرونكي انسان ژوند ديوه وارخطا انسان په څير نه وي هغه چي دژوندلاري اوموخي د نه تعيين په صورت كي لالهانده او الويزانده ګرځي كله يوي خواته او كله بلي خواته منډي وهي بلكي دموخه لرونكي انسان په ذهن كي دلاري او هدف پوره پوهه او شعور شتون لري دهغه په وړاندي ټاكلي نښي وي نو دا ډول انسان به څنګه كوم ځاي دريږي ؟ څنګه به په بي ګټي شيانو كي خپل وخت ضايع كول خوښوي ؟
هغه به له هربل لوري نه خپله توجه دخپل هدف لوري ته اړوي ترڅو خپله موخه ترلاسه كړي او خپل هدف ته ځان ورسوي

ژوند بايد هدف لرونكي وي او ددي له پاره بايد سړي ټاكلي نښي ولري او داكار بايد له زور سوچ او فكر كولو وروسته وكړي او ځان ته يو هدف وټاكي داسي هدف چي دهغه په رشتيا والي او صداقت باندي يي زړه مطمئن او ډاډه وي چي په دي لړ كي يي خپل ضمير په پوره معني ورسره وي اودا ډاډ يي په هررګ او ريښه كي دويني په څير روان وي همدا هدف لرونكي نښي يو انسان له څاروي نه بيلوي كه دا نه وي نو ديوه انسان او څاروي په منځ كي هيڅ توپير نه ليدل كيږي او كوم انسان چي يوه موخه او هدف ولري دهغه ژوندبه خامخا يو بيل ژوند وي هغه به په كوچنيو بي ګټي كارونوكي دبوختيدلو په ځاي خبل هدف په نظر كي لري هغه به په ډاډه زړه دخپلو ټاكلو نښو په لور روان وي ترڅو خپل هدف ته ورسيږي .












له عبرت ډکه کیسه





یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې
معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي
سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې
طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله .

یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل
کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ
هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې
چغې وهلي



زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو
کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر
خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید
لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل :
زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره
وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار
ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره
یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...

د تسامح ،بښني اوبل منلو فن




د تسامح ،بښني اوبل منلو فن
.

هر انسان ته لوی څښتن عقل ورکړی دی اوعقل هغه لوی نعمت ده
چی موږ په هغه سره دحق او ناحق توپیر کولی شو او په دی عقل
سره موږ رڼا او تیاره سره بیلوو په دی کی شک نشته چی اختلاف
یو طبعی بلکی حتمی شی دی او دا یو الهی سنت ده هر وخت دانسانانو
تر منځ د نظر اختلاف شتون لرلی او هر وخت به دا نظری اختلافات
شتون ولری

اوپه دی کی هم شک نشته چی حق په اشخاصو پوری نه دی تړلی نه
په هیوادونو او ټولنو پوری تړاو لری حق هغه اساسی عنصر ده چی
تل بارز او څرګند پاتی شوی اوتل به ځلانده اوبرلاسی پاتی وی
حق تل له قوی اوځواکمن استدلال او برهان سره مل پاته شوی دی
اوپه همدی ځواکمن استدلال سره خلکو حق خپل کړی دی همدا
استدلال دحق وسله ده حق جګړه مارانو او ښکنځلمارانو ته هیڅ
اړتیا نلری حق په دی سره نشی خپلیدلی چی مقابل لوری سپک
او وترټی یا یی دسوټی په زور دایل کولو هڅه وکړی لکه ومی چی
ویل حق داستدلال او ځواکمن برهان او حجت ملګرۍ دی بس که په
دی فن کی مهارت ولری ا وپه خوږه اوپسته ژبه یی دڅرګندلو توان
درپکی وی نو حق دی خپل کړ په خوږو او پستو خبرو سره ځواکمن
استلال بیانول هغه ساحرانه فن ده چی په برکت سره یی هر سرکش
او مغرور ایل کیدلی او تابع کیدلی شی

په خوږه ژبه ځواکمن استدلال خپلول یوی بلی قربانی او نفس شندنی
ته هم اړتیا لری چی هغه دمقابل لوری منل او دهغه دشخصیت او نظرواقعی
احترام کول دی چی په دی صورت کی به مقابل لوری داستدلال دځواک
په څنګ کی ستا له اخلاقی اغیز لاندی هم راغلی وی او په اخلاقی اغیز
سره بیا دهغه زړه ګټل هم اسانه دی چی په دی توګه سره اختلافات په
خوږه دوستی بدلیږی او دعقدو اوکینو دتوری بلا ځای به دمینی او
الفت فرشتی نیسی اوپه ترخه چاپیریال به دامن او محبت معطر
شبنمونه اوری
دمقابل لوری منل او دهغه درای احترام اوخپله مدعا په قوی او
ځواکمن استدلال پسولل زموږ افغانانو له پاره نن سبا له هرڅه مهم
کار ده زموږ عالم زموږ پوهه زموږ لیکوال باید له هری بلی موضوع
دی لوری ته ډیر ځیر واوسی موږ باید
په خپل ولس او نوی کوول کی دا ثقات راپیدا او ژوندی کړو او دتسامح
اوبل منلوفن ته وده ورکړو موږ باید په خپل فکر کی مستبد او ظالم نشو
پاته موږ خپل فکر او نظر په ښکنځلو ترټلواو دبل په سپکولو نشو تقویه
کولی موږ خپل فکر او مدعا یواځی په ځواکمن استدلال سره تقویه کولی
شو اوکه مو خپل قوی استدلال په
خوږه ژبه بیان کړ نو په مقابل لوری به مو خپله مدعا هم منلی وی او هم به
موددی فکر غلام ګرځیولی وی

موږ نن دتسامح بښنی اوبل منلو فن او کلتورته بیخی ډیره اړتیا لرو زه
وایم راځي دی فن ته خواږه نومونه او ښایسته اصطلاحات پیدا کړو پښتو
خو خلک غریبه او خواره بولی زه وایم دا خبره به سمه وی موږ د(مینی )
له پاره دویم توری نلرو سمدستی (محبت) او (الفت)ورسره ونښلوو خیر
محبت او الفت هم خواږه توری دی زموږ یی معنی په کار ده خو ددی فن
له پاره راځی نور توری ولټوو راځی له معنی ډکی اصطلاح ګانی وپلټو
باور وکړی دا کار زموږ بیخی ابتدایی او نوی کار ده دا موضوع خورا ډیر
کارته اړتیا لری موږ باید دعقدو اوکینو له توری تروږمۍ نه نور را ووځو
او هڅی وکړو چی خپل نوی کوول ته دتسامح ، بښنی او بل منلو چل او
لاری ور وښیو

تاسو دټول افغان ګډونوال خپل بحثفورمونه هره ورځ ګوری او بحثونه
پکی کوی کله چی مو دخپلی نوی موضوع له پاره تریخ او تروش عنوان
ټاکلی وی نو دبحث په جریان کی له سپکو خبرو او ښکنځلو سره مخامخ
کیږو او دا سپکی خبری په ټول افغان کی له ډیری مودی راهیسی روانی
دی ددی مطلب نو دا شو چی دلته هیڅوک هم د تسامح بښنی او بل منلو له
فن سره اشنایی نلری نو له دی اساسی فن سره نا اشنا یاران به نورو ته څه
وښیی راځی په دی اړه لیکنی وکړو دټول افغان له ټولو تکړه لیکوالانو
هیله کوم چی په دی اړی ښکلی ، علمی او ادبی لیکنی وکړی او ددی
موضوع په اړه نوی اصطلاحات او نوی پښتو توری را منځ
ته کړی په همدی هیله



ستاسو حامد