له یوي نقطی بلی ته غځیدلی کرښه یواځی یوه کیدلی شی داراز له بنده نه د الله لورته غځیدلی ډیری لاری نه دی یواځی یوه لاره کیدلی شی ددی لاری نوم رښتیا ده اوس پوښتنه داده چی د رښتیا لاره څنګه پیدا کیدلی شی
زموږ له ښه مرغه لکه څرنګه چی په حقیقت کې رښتیا یوه ده داراز هغه دځمکي په مخ هم یوه ده دلته ډیر شیان نه دی چی دهغوپه منځ کی دانتخاب او غوره کولو خبره رامنځته شی دلته یواځی یو شی دی او موږ ددی یوه شی له غوره کولو پرته بله چاره نلرو اوهغه رښتیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونی دی که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی نو هغه پوهیږی چی دی لوی څښتن د انتخاب په ازموینه کی ندی اچولی لوی څښتن موږ په داسی نړۍ کی پنځولی یو چی هلته دحق او نا حق په منځ کی دانتخاب خبره ده نه د یوه حق او بل حق د انتخاب خبره
(یونس ۳۲)
د رښتیا په لټه کی فلسفي پنځه زره کال هڅې کړي دې خو له دي اوږدوهڅو وروسته هغه یواځی دی خبری ته رسولی ده چې وروستی رښتیا ته نده رسیدلی او نه به ورسیږی اوفلسفیان ددي خبرې په خپله اعتراف کوې

د رښتیا دپلټنی له پاره دفلسفی لاره داده چی هغه دعقل دغور اوفکر په ذریعه رښتیا ته درسیدلو هڅی کوی خو د عقل دغور خبره دهغه په محدودو مالوماتو پوری تړلی ده اود رښتیا په اړه یوی واقعی نتیجی ته درسیدلو له پاره دټولو کایناتو دعلم لرلو ته اړتیا ده او دا مالومات یوفلسفی هم نشی ترلاسه کولی نوځکه درښتیا په اړه هغه کومی پایلی ته نشی رسیدلی .
ساینس په دی اړه ځان ددی وړ نه بولی چی درښتیا دپلټنی کار وکړی ساینس دتجربو او له هغو نه دسمدستی پایلو دترلاسه کولو په کار بوخت دی دبیلګی په توګه ساینس چی د ګل له موضوع نه کله بحث کوی نو هغه دګل بوی له خپل بحث نه وتلی موضوع بولی ځکه دګل کیمایی اجزاء تلل کیدلی اوپیمانه کیدلی شی خو دبوی دتللو او پیمانی له پاره ساینس کومه ذریعه په لاس کی نلری نود ساینس د بحث کړۍ محدوده ده او په خپله اعتراف کوی چی دحقایقو دنړۍ په اړه دهغو له جزئی برخی نه بحث کوی نه له کلیاتو نه اودکلی حقایقوپه اړه هڅ نشی کولی
. داراز ساینس او فلسفي ته ورته نورې مختلفي لاري رښتیا ته درسیدلو په لاره کې بي وسه او پاته دي
له دی وروسته یواځی پیغمبر په میدان پاتی شو پیغمبر یواځی هغه انسان دی چی وایی دی خدای غوره کړی دی اوده ته یی درښتیا لاره ورښوولی ده څو هغه ټولو انسانانو ته ورسوی او یواځی دپیغمبر دعوی دباور وړ کیدلی شی ځکه درښتیا حقیقی علم یواځی له خدای سره دی چی هغه ازلی او ابدی دی او ټول حقیقتونه ورته مالوم دی او یواځی هغه دحقیقت پوره علم لری نوڅوک چی دادعوی کوی چی درښتیا لاره هغه ته خدای ورښوولی ده یقینا چی دده دعوه حقه ده او باید دده خبر ومنل شی .
دلته یوه پوښتنه راپیدا کیږی چی زموږ په نړۍ کی خو یو نه بلکی ډیر پیغمبران شتون لری او هغوی کتابونه هم لری نو باید کوم پیغمبر ومنل شی او له کوم یوه سره په ریښتینی توګه درښتیا لاره شتون لری .خو که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی دهغه له پاره ددی پوښتنی اسانه حل شته او هغه داسی ده چی په دی کی شک نشته چی مخکی ډیر پیغمبران تیرشوی دی خو دانسان له پاره دماضی دکومی پیښی دمنلو له پاره یواځنۍ معیار تاریخی کره توب دی او دا تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری نور یی نلری نن زموږ په نړۍ کی یواځی یو تاریخی پیغمبر شتون لری نور ټول عملا اعتقادی پیغمبران دی نه تاریخی .
تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری چی هغه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی دده په باره کی هره خبره په تاریخی توګه ثابته ده او دده ژوند نن ټول په کره تاریخی توګه زموږ په مخکی پروت دی .
ټول پیغمبران په روایاتوکی ورک دی ددوی په اړه پوره اوکره تاریخی مالومات شتون نلری او نه دهغوی کتابونه اوس په خپل شکل کی پاتی دی دایواځی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چی ټول ژوند یی په کره توګه زموږ په مخکی پروت دی او هغه کتاب چی ده خلکو ته ور ښوولی و او ویلی یی و چی داد الله کتاب دی هغه هم نن په پوره خوندی توګه زموږ په لاس کی دی
حقیقت دادی چی که په نګه علمی او عقلی اعتبار سره وکتل شی نو درښتیا لاره یوه ده او نن هغه یوه لاره په میدان کی شتون لری نوری لاری نشته موږ نشو کولی په ډیرو لارو کی یوه لاره غوره کړو بلکی همدا یوه لاره ده او همدا به غوره کوو .
دا رښتیا دخدای خبره ده او دخدای خبره همیشه یوه وی لکه دنړۍ دنورو شیانو له پاره دالله حکم یو دی داراز دانسان له پاره هم د الله یو حکم دی او تل به یو وی دسلهاو کلونو په تیریدلو سره دځمکی او اسمان قانون ندی بدل شوی داراز پر ځمکه ولاړی ونی او اوبه هم دهغه یوه قانون تابع دی د انسان په اړه دالله دحکم هم دا حالت ده د انسان په اړه چی دالله کوم حکم زرګونه کلونه مخکی و اوس هم هماغه حکم دی او همدا قانون دهر وخت او هر هیواد دخلکو له پاره ده .
دژوند ځینی داسی اړخونه شته چی هغه بدلیږی لکه سورلۍ داوسیدلو ودانی او داسی نور خو رښتا له داسی شیانو سره اړیکه نلری رښتیا له انسان سره اړیکه لری چی هرو خت په یوه حالت کی وی یعنی دژوند دنورو تمدنی څیزونو په څیر تغیر نه منی رښتیا له دی سره اړیکه لری چی بنده به خپل خالق او مالک څوک بولی هغه به چاته سرټیټوی اودچا نمانځنه به کوی هغه به له چا ویریږی او له چا سره به مینه کوی هغه به خپل بریالیتوب او ناکامی په کومه تله تلی دده دژوند موخه به څه وی دی چی دخلکو په منځ کی اوسی دکوم قانون او اخلاقو په اساس به له هغوی سره چلند کوی رښتیا دژوند له دی چارو سره اړیکه لری او دا چاری په کومه زمانه او جغرافیه پوری ندی تړلی دا په هر وخت او له هرچا نه په یوه ډول غوښتل کیدونکی چاری دی الله جل جلاله یو دی او ابدی دی همداراز رښتیا هم یوه ده او له دی سره ابدی هم ده .

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق