الأربعاء، 25 يناير 2012

د تسامح ،بښني اوبل منلو فن




د تسامح ،بښني اوبل منلو فن
.

هر انسان ته لوی څښتن عقل ورکړی دی اوعقل هغه لوی نعمت ده
چی موږ په هغه سره دحق او ناحق توپیر کولی شو او په دی عقل
سره موږ رڼا او تیاره سره بیلوو په دی کی شک نشته چی اختلاف
یو طبعی بلکی حتمی شی دی او دا یو الهی سنت ده هر وخت دانسانانو
تر منځ د نظر اختلاف شتون لرلی او هر وخت به دا نظری اختلافات
شتون ولری

اوپه دی کی هم شک نشته چی حق په اشخاصو پوری نه دی تړلی نه
په هیوادونو او ټولنو پوری تړاو لری حق هغه اساسی عنصر ده چی
تل بارز او څرګند پاتی شوی اوتل به ځلانده اوبرلاسی پاتی وی
حق تل له قوی اوځواکمن استدلال او برهان سره مل پاته شوی دی
اوپه همدی ځواکمن استدلال سره خلکو حق خپل کړی دی همدا
استدلال دحق وسله ده حق جګړه مارانو او ښکنځلمارانو ته هیڅ
اړتیا نلری حق په دی سره نشی خپلیدلی چی مقابل لوری سپک
او وترټی یا یی دسوټی په زور دایل کولو هڅه وکړی لکه ومی چی
ویل حق داستدلال او ځواکمن برهان او حجت ملګرۍ دی بس که په
دی فن کی مهارت ولری ا وپه خوږه اوپسته ژبه یی دڅرګندلو توان
درپکی وی نو حق دی خپل کړ په خوږو او پستو خبرو سره ځواکمن
استلال بیانول هغه ساحرانه فن ده چی په برکت سره یی هر سرکش
او مغرور ایل کیدلی او تابع کیدلی شی

په خوږه ژبه ځواکمن استدلال خپلول یوی بلی قربانی او نفس شندنی
ته هم اړتیا لری چی هغه دمقابل لوری منل او دهغه دشخصیت او نظرواقعی
احترام کول دی چی په دی صورت کی به مقابل لوری داستدلال دځواک
په څنګ کی ستا له اخلاقی اغیز لاندی هم راغلی وی او په اخلاقی اغیز
سره بیا دهغه زړه ګټل هم اسانه دی چی په دی توګه سره اختلافات په
خوږه دوستی بدلیږی او دعقدو اوکینو دتوری بلا ځای به دمینی او
الفت فرشتی نیسی اوپه ترخه چاپیریال به دامن او محبت معطر
شبنمونه اوری
دمقابل لوری منل او دهغه درای احترام اوخپله مدعا په قوی او
ځواکمن استدلال پسولل زموږ افغانانو له پاره نن سبا له هرڅه مهم
کار ده زموږ عالم زموږ پوهه زموږ لیکوال باید له هری بلی موضوع
دی لوری ته ډیر ځیر واوسی موږ باید
په خپل ولس او نوی کوول کی دا ثقات راپیدا او ژوندی کړو او دتسامح
اوبل منلوفن ته وده ورکړو موږ باید په خپل فکر کی مستبد او ظالم نشو
پاته موږ خپل فکر او نظر په ښکنځلو ترټلواو دبل په سپکولو نشو تقویه
کولی موږ خپل فکر او مدعا یواځی په ځواکمن استدلال سره تقویه کولی
شو اوکه مو خپل قوی استدلال په
خوږه ژبه بیان کړ نو په مقابل لوری به مو خپله مدعا هم منلی وی او هم به
موددی فکر غلام ګرځیولی وی

موږ نن دتسامح بښنی اوبل منلو فن او کلتورته بیخی ډیره اړتیا لرو زه
وایم راځي دی فن ته خواږه نومونه او ښایسته اصطلاحات پیدا کړو پښتو
خو خلک غریبه او خواره بولی زه وایم دا خبره به سمه وی موږ د(مینی )
له پاره دویم توری نلرو سمدستی (محبت) او (الفت)ورسره ونښلوو خیر
محبت او الفت هم خواږه توری دی زموږ یی معنی په کار ده خو ددی فن
له پاره راځی نور توری ولټوو راځی له معنی ډکی اصطلاح ګانی وپلټو
باور وکړی دا کار زموږ بیخی ابتدایی او نوی کار ده دا موضوع خورا ډیر
کارته اړتیا لری موږ باید دعقدو اوکینو له توری تروږمۍ نه نور را ووځو
او هڅی وکړو چی خپل نوی کوول ته دتسامح ، بښنی او بل منلو چل او
لاری ور وښیو

تاسو دټول افغان ګډونوال خپل بحثفورمونه هره ورځ ګوری او بحثونه
پکی کوی کله چی مو دخپلی نوی موضوع له پاره تریخ او تروش عنوان
ټاکلی وی نو دبحث په جریان کی له سپکو خبرو او ښکنځلو سره مخامخ
کیږو او دا سپکی خبری په ټول افغان کی له ډیری مودی راهیسی روانی
دی ددی مطلب نو دا شو چی دلته هیڅوک هم د تسامح بښنی او بل منلو له
فن سره اشنایی نلری نو له دی اساسی فن سره نا اشنا یاران به نورو ته څه
وښیی راځی په دی اړه لیکنی وکړو دټول افغان له ټولو تکړه لیکوالانو
هیله کوم چی په دی اړی ښکلی ، علمی او ادبی لیکنی وکړی او ددی
موضوع په اړه نوی اصطلاحات او نوی پښتو توری را منځ
ته کړی په همدی هیله



ستاسو حامد

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق