الأربعاء، 25 يناير 2012

زړه


زړه :




.


زړه د انسانی مینی ، عواطفو، ښایسته مشاعرو اومحبت
ځاله ده دانسانیت مرکز او اساس دی اود انسانی جوهرکور دی ....

خودا زړونه په څو ډوله دی چی په لاندی توګه یی تاسو ته
څو ډولونه را اخلم :



تړلی زړونه :






د ډیرو خلکو زړونه تړلی او بند وی دوی دانسانیت او مینی
په مخکی خپلو زړونو ته تور او درانه قلفونه اچولی وی دوی
فکر کوی چی دعواطفو او مینی په مخ تړلی زړه د سړیتوب او
ځوانمردی نښه ده او ګواکی انسان یو بی زړه اوبی درده مخلوق
دی خو دوی له دی نه دی خبر چی له دردونو پرته نیکمرغی
اوخوښی نشته




دکاڼی زړونه :







ځینی زړونه مینه او درد پټوی اوپه دی توګه د تظاهر څرګندونه کوی
خو دمینی او دردونو په پرلپسی پټولو او متحجرانه تظاهر سره له زړه
نه کاڼۍ جوړ شی اوپه دی توګه زړه مړ او له مینی او عواطفو لری پاتی شی
او اخر له دی زړونو نه انسانیت هم کډه وکړی




خپل چاری زړونه :







ځینی داسی مړه زړونه هم شته چی د هغو په رګونو کی دمینی وینه
جریان نلری او په شرایینو کی یی د محبت نرمه وینه نه چلیږی او که
بیا یوڅو څاڅکی وی هم هغه یی دځان دمینی له پاره جریان لری
دا زړونه هم مړه دی او ددا ډول زړونو څښتنان ضمیرونه نلری
دوی په چاپیریال اونورو انسانانو کی فکر نکوی او یواځی په
خپل ځان مین وی او دا ډول خپل چاری زړونه بی ضمیره وی




له کینی ډک زړونه :









ځینی زړونه بیا د حسد او کینی له سکروټو ډک وی او دلرګیو
په شان دخپل اور خوراک وګرځی خو دوی په دی نه دی خبر چی
د کینی اور یواځی خپل څښتن خوری



دشیشی زړونه :




دا هغه زړونه دی چی په یوه جمله یا یوه توری سره مخدوش او خچن شی
دا د هغو خلکو زړونه دی چی په نورو یی باور کړی وی او زړونه یی
ور سپارلی وی خو دوی له دی نه دی خبر چی شیشه یوځل ماته شی
بیا نه جوړیږی




دماشومی نجلی زړه :



میرمن که هرڅومره ځواکمنه ،لویه اوپه عمر پخه وی خو زړه یی
د ماشومی نجلۍ وی دمیرمنو زړونه پاک او له مینی ډک وی او
په ډیره وړه خبره ماتیږی او هم رغیږی




دسړی زړه :








دسړی زړه سخت ، کروړ او درازونو ساتونکی وی خو له دی
ټولی سختی سره یوه داسی زړه ته اړتیا لری چی په مینه یی
خړوب کړی





دزمرودو زړونه :





دعواطفو ټوټه او کتله

دمشاعرو چینه

دمینی او محبت ځاله


موږ باید زړونه په مینه او محبت پریمنځو
او له مینی او عواطفو یی ډک کړو

او په تسامح او بل بښنه یی روږدی کړو
نو بیا به مو زړونه د زمرودو رنګ خپل کړی
او ددی ارزښتناک کاڼی په څیر به وځلیږی

پاک

صفا

څلانده

او روڼه به شی

چی بیا به د انسانیت د لقب وړ ګرځیدلی یو


الله مو تل زړونه داسی لره لکه زمرود


که مو لیکنه خوښه نشوه راته ولیکی !!





په مینه اوبیا بیا په مینه

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق