په سورت یوسف کی (۱۷)
روحیاونفسی قواعد
په سورت يوسف څو نفسی او روحی مساﺉلو ته نغوته شوی ده هغه مساﺉل
چی په ژوند کی موږ ورسره مخامخ کیږو لکه دژوند تناقضات لیوالتیاوی او
رغبتونه او داراز نور دژوند مختلف مساﺉل چی انسان په خپل ژوند کی ورسره
مخامخ کیږی او دا مساﺉل په سورت یوسف کی موږ موندلی شو او داراز ددی
مساﺉلو حل ته هم لاری چاری موندلی شو خو دا به دژور سوچ او دقیق فکر په
برکت سره ترلاسه کیږی
نو دقرانکریم له ژوری مطالعی وروسته موږ تاسو ته هغه اوولس روحی او
نفسی قواعد را اخلو چی په دی مبارک سورت (سورت یوسف) کی پرتی دی
دا خورا ګټوری اوپه زړه پوری قواعد دی او موږ هره یوه له مستقل عنوان
لاندی ستاسو په خدمت کی ږدو :
یادونه : دا اولس قواعدبه په راتلونکی کی ستاسو په چوپړ کی ږدم
اوناویلی دی نه وی پاتی چی داد یوه عرب لیکوال اکرم عثمان کوچنۍ
رساله ده او زه یی دلته راپښتو کوم .
لومړۍ قاعده :
دانسان په ټولنیز ژوند کی مینه اومحبت خورا مهم توکی بلل کیږی
دانسان په ژوندکی مینه او محبت ډیر اهمیت لری او انسان هر وخت دا
لیوالتیا لری چی نوروته محبوب وی او دده شاوخوا انسانان دده اهمیت
ومنی دا معنی او مطلب موږ په سورت یوسف کی موندلی شو:
"إذ قالوا ليوسف وأخوه أحب إلى أبينا منا ونحن
عصبة إن أبانا لفي ضلال مبين".
ژباړه :دوی (دیوسف وروڼو)وویل :زموږ پلار په ښکاره توګه ناسم چلند
کوی موږ یوه ډله وروڼه یو او دی له یوسف او د هغه له ورورسره له موږ نه
زیاته مینه کوی .
دیوسف علیه السلام د وروڼو داشعور او احساس چی ناسکه وروڼه
(یوسف او ورور ) یی له دوی نه په پلار ډیر ګران دی ؛ددوی له فکر او
د حضرت یعقوب علیه السلام له ظاهری چلند نه راپیدا شوی و موږ د
یعقوب علیه السلام په عدل او نیاوکی کوم شک نلرو ځکه هغه پیغمبر و
او دانسانیت دټولو ارزښتونو امین و
ځکه خو یی دزامنو داحساس او منفی شعور فکر هم نه کاوه او له یوسف
او ورورسره یی دنسبه غوره چلند لامل داو چی هغه دواړه یوخو کوچنی
وو اوبل بی موره وو او که نه په نورو حقوقو او معاملاتو کی یی له نورو
زامنو او دوی دواړو سره یوډول چلند کاوه .
په هرصورت دلته دیوسف علیه السلام د وروڼو په منفی شعور او
احساس باندی موږ خبری لرو دوی فکر کاوه چی پلار یی له دوی
سره پوره مینه نلری او له دی نه دا مالومیږی چی زامن دپلار مینی
ته اړتیا لری او که پلار خپله مینه په خپلو اولادونو باندی په عادلانه
توګه ونه ویشی نو بیا دمنفی غبرګون ویره لیدل کیږی ځکه خو دوی
دخپل منفی شعور په اساس خپل پلار په( ضلال مبین) سره تورن کړ
له دی خبری نه موږ دا حقیقت مالومولی شو چی انسان مینی ته زیاته
اړتیا لری او کوم شخصیت چی دمینی په اړه دفقر او نیستی احساس
ولری هغه ناروغه کیږی اومری او دانسان په روغتیا ،نیکمرغی
او عقلی حالت باندی مینه ډیر لوی اغیز شندی
په رسول الله صلی الله علیه وسلم کی چی کوم دمشرتابه صفات او
خویونه وو او دهغو لامله صحابه د هغه دهری خبری منلوته بی له کوم
دلیله تیار وو ؛ اساسی لامل یی مینه وه .
هغه نیکمرغه کورنۍ چی غړی یی دمینی په زرین مزی سره تړلی وی په
بریالیتوب سره کولی شی خپل ماشومان په ښایسته اورغوونکی توګه
وروزی او بی له پوهاوی په سختی او ډبولو سره روزنه ښی پایلی نلری
په دی توګه کیدی شی اولاد اوکشران دخپلو مشرانو پیروی وکړی او
خبری به یی هم منی خو دماشوم زړه به دمینی له ارزښتناکی پانګی تش
او خالی وی چی دا په خپله یوه ویروونکی خلا او تشه ده
او مینه باید په معتدله او مناسبه توګه وی او په مینه کی افراط دهرډول
افراط په څیر مضر او تاوانی دی له اولاد سره ډیره مینه او دهغوی ډیر
نازول په هغه کی دنوښت او د خپل شخصیت دبروز ځواک وژنی هغه له
استقلال او په ځان باور نه بی برخی کوی
موږ باید له خپلو اولادونو سره ګډ ژوند وکړو هغوی ته دمینی غیږی
پرانستی ولرو په داسی توګه چی دوی زموږ په خبره پوهیږی او موږ
ددوی په خبره ځان پوهوو
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق