الخميس، 26 يناير 2012

د ژوند راز (۲ـ۳)



(2) رواجي ذهن

اليس هووي (elias howe ) دامريكا د مشهور ښار مساچوچسټ يو عادي كار ګر و هغه په كال 1819م كي زيږيدلي او د 48 كلني په عمر په كال 1867م كي مړشوي دي خو ده نړۍ ته يوداسي څيز وړاندي كړ چي هغه دجامو كنډلو په لړ كي يو انقلاب او اوښتون را منځه ته كړ داد جامو كنډلو ماشين و چي ده په كال 1845 م كي ايجاد كړ .

اليس هووي چي په پيل كي كوم ماشين جوړكري و دهغه په ستن كي دتار پييلو له باره دستني په بيخ كي سوري شوي و لكه څرنګه چي په عامه توګه دلاس په ستنو كي سوري كيږي له زرههاو كلونوراهيسي انسان دستني په بيخ كي سوري كاوه كله چي اليس هووي دكالو كنډلو ماشين تيار كړ نو ده هم له عام رواج سره سم دهغه دستني په بيخ كي سوري وكړنو له دي كبله دده ماشين روغ كارنه كاوه په پيل كي هغه له خپل ماشين نه يواځي دڅپلي كنډلو كار اخيست او د جامو كنډلو وړتيا يي نه لرله اليس هووي څه موده له دي ستونزي سره لاس او ګريوان و او ددي له پاره يي دحل لاره نه شوي موندلي بلاخر ده يو خوب وليد چي په هغه خوب كي يي دحل لاره بياموندله

ده خوب وليد چي ديوه وحشي قام خلكو دي نيولي وي او ده ته امر كوي چي په 24 ساعتونو كي دي دوي ته دكنډلو ماشين تيار كړي او كه نه وژني يي ده خپلي هڅي په كار واچولي خو په ټاكلي وخت كي يي ونشواي كولي چي ماشين تيار كاندي كله چي ټاكلي وخت پاي ته ورسيده نو هغو وحشي خلك دده د ډبولو او وژلو له پاره په ده باندي را تاوشول دهغوي په لاسونو كي تيري برچي وي هووي چي په غور سره ددوي برچو ته وكتل نو دهري برچي په څوكه كي يي سوري وليد په همدي ځاي كي دده خوب پاي ته ورسيده او را ويښ شو.

هووي ته دكار سر په لاس ورغي ده دخپل ماشين په ستنه كي هم دبرچي په څير دهغي په سر كي سوري وكړ او په هغه كي يي تار واچاوه اوس نو ستونزه پاي ته رسيدلي وه د ماشين په ستنه كي چي دتار له پاره سوري دهغي په بيخ كي شوي و نو تار دماشين په برني برخه كي راتلوځكه يي كار نه كاوه كله يي چي په سر كي سوري وكړ نو تار لاندي راغي او خبره سمه شوه

دهووي ستونزه دا وه چي هغه له رواجي ذهن پورته سوچ نه شوي كولي ده فكر كاوه چي يو كار له زرهاو كلونو راهيسي په كوم ډنګ روان دي هماغه سم دي خو چي دده لاشعور ده ته د انځور دويم اړخ وروښود همدا مهال هغه ستونزه وپيزندله او دحل لاره يي بياموندله

كله چي يو څوك به يوه كار كي خپل دماغ په پوره معني بوخت ولري او ټول ځان هغه كارته حواله كړي نو هغه په داسي توګه دهغه كار رازونه ترلاسه كولي شي لكه هووي چي ترلاسه كړي



 (3) موخه

جاپان په كال 1931 م كي دچين په شمال ختيځه برخه منجوريا باندي خپله ولكه ټينګه كړه او هوري يي دخپلي خوښي حكومت جوړكړ له دي وروسته دچين او جاپان اړيكي خرابي شوي په 7 د جولائي كال 1937م كي په بيجينګ كي د ماركوبولو دبرج پيښه رامنځته شوه دي پيښي ناستي جذبي را وپارولي او ددواړو هيوادونو تر منځ فوجي ټكر رامنځته شو چي تر دوويمي نړيوالي جګړي پوري يي ځان ورساوه تر هغه مهاله راهيسي دچين او جاپان ترمنځ نفرت او كركه موجوده وه څو كاله مخكي دچين او جاپان تر منځ يوه معاهده وشوه له دي معاهدي سره سم به جاپان په چين كي يو داسټيل ميل جوړاوه خو دمعاهدي له تكميل وروسته د چين حكومت به ناڅا پي توګه دا معاهده منسوخه كړه .

دچين نوي لومړي وزير دينګ زاپينګ deng Xiaoping همدا اوس كمونستي سرټمبګي پاي ته ورسوله او دپرانستي دروازيopen door پاليسي يي غوره كړي ده نو دا مهال دجاپان ته ددويم ځل له پاره موكه برابره شوه نو اوس جاپانيان په چين باندي يومخ ور ووريدل كه ته وغواړي له جاپان نه چين ته ولاړ شي نو دهوايي جهاز ټيكټ به دري مياشتي مخكي بك كوي له جاپان نه چين ته د تلونكي الوتكي يو سيټ هم تش نه وي

په چين كي دتجارت خورا زيات امكانات شتون لري جاپان غواړي له دي تجارتي امكاناتو نه ګټه پورته كړي ددي موخي له پاره جاپان په خواني ټول ترخه يادونه يومخ هير كړي دي د يوه ټوريسټ په وينا جاپان پريكړه كړي ده چي هغه د چين له خوا هرډول ستونزي او ضرر رسول pinpricks په يو اړخيزه توګه وزغمي

نوموړي ټوريسټ ليكلي دي چي زه به كال 1985 م كي په بيجينګ كي اوسيدلم هغه مهال د بيجينګ راډيو اعلان وكړ چي چين به يو ميوزيم جوړوي چي د انځورونو په توګه به دا جوتوي چي په تير وخت كي جاپانيانو په چينايانو باندي څومره ظلمونه كړى دي ددي موزيم پيل به په كال 1987 م كي كيږي چي په دي نيټه د ماركوبولو د پيښي 50 كاله پوره كيږي جاپانيانوته چي په دي خبر باندي د تبصري له پاره وويل شول نو هغوي جوپتيا غوره كړه كله چي په هغوي ټينګاروشو نو هغوي په ځواب كي وويل : زمونږ چينايي وروڼه غواړي زمونږ ضمير متوجه كړي .

دجاپان په وړاندي يوه موخه وه چي هغه خپل تجارت پر مخ بيول او هغه ته وده وركول و دى موخي په جاپانيانو كي د كار وړتيا پيدا كړه ددوي موخي او هدف دوي ته پوهه ، زغم ، مخ اړول او د اړتيا په اندازه د ګړيدلو چل وروښود دوي ته خپلي موخي داخبره ورزدكړه چي هغوي دي خپله ماضي هيره كړي اوتيري جګړي او ستونزي دي په يو اړخيزه توګه هيري كړي څو دوي ته هدف ته د رسيدلو لاره هواره شي

دموخه لرونكي ډلي نفسيات تل همداسي وي برابره خبره ده چي دهغوي په وړاندي تجارتي موخي پرتي وي او كه نوري موخي وي اوكه كومه ډله دا وړتيا له لاسه وركړي نودادا معني وركوي چي دي ډلي موخه لرل او هغي ته رسيدل له لاسه وركړي دي ځكه ددوي په وړاندي كومه موخه نشته نو دكار وړتيا هم له لاسه وركوي

په موجوده وخت كي زمونږ دقوم ترټولولويه نيمګړتيا داده چي هغوي دكار وړتيا نه لري تاسوپه هر ډګر كي دا تجربه كولي شي او سمدستي به درته معلومه شي چي كومو خلكو دكار وړتياله لاسه وركړي وي هغوي نه شي كولي كوم منظم كار پر مخ بوځي كله هم چي له هغوي نه دكار اخيستلو تكل وشي هغوي دكچه خښتو په څير وخيږي او دديواله له پاره دپخو خښتوپه څير نه شي كيدلي

ددي نيمګړتيا اساسي لامل داده چي نن زمونږ قوم دموخي شعور بايللي دي هغوي ديوي بي موخي ډلي په څير ګرځيدلي دي ددوي په وړاندي نه ددنيا دجوړولو نښي شته او نه داخرت اوداددوي اساسي نيمګړتيا ده كه په خلكو كي يوځل بيا دموخي شعور ژوندي كړل شي نويوځل بيا به هغوي ژوندي قوم وګرځي هغوي به بيا داسي قوم شي چي دكار وړتيا به لري لكه مخكي چي دوي دا وړتيا لره

كله چي په قوم كي د موخي شعور پيداكړل شي نو ګواكي په دوي كي هرڅه پيداشول موخه دانسان پټ ځواكونه رابيداروي او له هغه نه نوي انسان جوړوي


ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق