الثلاثاء، 24 يناير 2012

دمغفرت غوښتني ګټې

بسم الله الرحمن الرحيم .....

ډېروته داپته نشته چې له الله نه دبښنې غوښتل او استغفار د ډېرو ګټو
دترلاسه کولو له پاره ګټور ده قرانکریم وایی :


((فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا))

ژباړه : ورته ووایه ! له الله نه بښنه وغواړئ هغه بښونکی دی ، اسمان به درباندی وه اوروي ،مالونه به درکړې ، زامن به درکړې ، باغونه او ویالې به درکړی .

نو په استغفار ویلو سره دالاندې ګټې ترلاسه کولی شو

باران کیدل
دګناهونو بښل
مال او روزې ترلاسه کول
په استغفار سره الله مستغفرته زامن ورکوی
په استغفار سره ډېرنعمتونه ترلاسه کیږې

اودا شیان له دی پورتنې ایت نه معلوم شوې دې


بل ځای الله وایې :

{وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ }
الأنفال33

ژباړه : (ای محمده ! ) ترڅو چې ته په دوی کې وې الله به دوی نه په عذاب کوی ،
اوترڅو چې دوی استغفار ایې الله به عذاب نه پرې راولي .


د ابوسعید الخدری په روایت کې راځې :

"إن الشيطان قال:
وعزتك يا رب لا أبرح أغوي عبادك ما دامت أرواحهم في أجسادهم

فقال الرب تبارك وتعالى:
وعزتي وجلالي لا أزال أغفر لهم ما استغفروني".

أخرجه أحمد وأبو يعلى والحاكم وقال صحيح الأسناد..


ژباړه : شیطان وویل :
ای زما څښتنه ! ستا په عزت مې دې سوګند وې ، ترڅوچې ستاد بندګانو په
بدنونوکې روحونه چلیږې ترهغوبه یې دګمراهې لارې ته رابولم .

الله جل جلاله ورته وویل :

زما دی په خپل عزت اولویې سوګند وې ترڅوچې دوی له مانه بښنه غواړی زه
به بښنه ورته کوم .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق