الثلاثاء، 24 يناير 2012

د (غدیر خم) په حدیث څوخبرې



په دې حدیث (حدیث غدیرخم) باندې کتابونه او اوږدې اوږدې لیکنې شوې دې دتاریخ او
حدیثو مشهور امام الذهبي وایې چې یواځي ددې حدیث په مختلفو روایاتو باندې امام ابن
جریر الطبري څلور اجزاء لیکلې دې دی وایې یې نیمه برخه ولیدله او زه دامام الطبري د
روایاتوپه اړه ژورو ممعلوماتو ته حیران پاتي شوم .

غدیر یوه کوهي یاکوهي ډوله غوندي ژورواوبوته وایې غدیر خم دمدیني او مکي په منځ کې
دالجحفه نومي ځای خواته ده او رابغ (رابغ دمصراو اړوندسیمو میقات ده )ته په شپیته کیلو
متري کې پروت ده او ددې ځای اوسنی نوم ( الغربه) ده
محققین محدثین وایې چې ددې کیسي اودلته درسول الله صلی الله علیه وسلم دخطبي اساسی
وجه داوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ډله غازیان دخالدبن ولیدپه مشری کې یمن ته
لیږلې وو او علی ابن ابی طالب کرم الله وجهه یې هم له دې ډلې سره د غنیمت دمسؤول په توګه
لیږلی و او دغازیانوپه دې سفر کې دډیری کسانو او علی رضی الله عنه په منځ کې یوڅه خوابدی
راغی او ددې خوابدې څو لاملونه وو یودا چې دغنیمت د ویش په مهال یوه ښایسته مینځه وه
او هغه دعلي رضی الله عنه پّ برخه وختله اوبل داچې کله داډله غازیان یمن ته لیږل کیدل رسول
الله صلی الله علیه وسلم حج (حجه الوداع) ته روان شو نو کله چې دوی خپل کار خلاص کړ
علی رضی الله عنه غوښتل ځان په بیړه حج ته ورسوې څو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره
یوځای حج وکړې نویې یوکس په خپل ځای وټاکه او اودی روان شو په دې وخت کې مجاهدینو ورته وویل زموږ سپرلی کمزوري دې موږ به دغنیمت له اوښو نه کارواخلو خو علی رضي الله عنه
هغوی له دې کاره منعه کړل اوبل چې کله دالښکر مکي ته نږدې شو نو مخې ته یې علی
رضی الله عنه راووت اومجاهدین یې ولیدل چې دغنیمت ځیني ګاڼي وې هغه یې اغوستي وې
خو حضرت علی رضی الله عنه ورته وویل چې مخکي له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
مو وویني دا ګیڼې لرې کړئ نو پّ دې څو خبرو ددې مجاهدینو او علی رضي الله عنه په منځ
کې خپګان راغی .

په دوی کې څو کسانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دعلی رضی الله عنه شکایت هم وکړ
او یوکس خو له علي رضي الله عنه سره ډیر مخالفت لاره هغه یې ډیر شکایت وکړ نو کله چې
رسول ا لله بیرته مدیني ته ستنیدی ددې موضوع په حساسیت پوه شو او هغه داسي چې ده
فکر وکړ چې که په دې حالت کې مدیني ته ورسیږې نو هلته به منافقین دې خبرې ته نوره هوا هم
ورکړې او په دې سره به دصحابه و په منځ کې اختلافات ېیات شې نو ددې خبرې دمخنیوې
له پاره یې په غدیر خم نومي ځای کې ټول صحابه راجمعه کړل او او خبرې یې ورته وکړې
او علي رضی الله عنه یې له لاسه نیولی و خلکوته یې وویل :
من کنت مولاه فهذا علي مولاه اللهم وال من واﻻه و عاد من عاداه . ( د چا چې زه موﻻيم دا علی هم د هغه موﻻ دی ای خدايه! مينه وکړې له هغه چا سره چې له علی سره مينه کوي او.له هغه چا سره دښمني وکړې چی له علی سره دشمنی کوی .)

اودرسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبرو سره دامخالفتونه همدلته پای ته ورسیدل او درسول
الله ددې خبرو همدا مطلب و چې موږ بیان کړ علماء لیکې چې درسول الله مطلب که هغه وی دکوم
ادعا چې شیعه ګان کوې نو باید په واضحه توګه یې ویلې وی چې له مانه وروسته زما ځای ناستی
علی دی او دمولی توری معنی خو واضه ده او هغه د دوستي په معنا ده او دلته امت ته د خپل
ځای ناستي خبره کول که مطلب وای لکه اهل تشیع چې دعوه لرې نو بیا خو واضحه خبر لازمه وه

اوبل په دې لیکنه کې چې دکومو ایتونو یادونه شوې ده هغه ټول داهل تشیع دروغ دې او ددې
ایتونو له دې موضوع سره هیڅ تړاو نشته دا د تبلیغ ایت ( یا ایها الرسول بلغ ....) غالبا په دویم
هجری کال کې نازل شوی دی او هغه بل ایت : الیوم اکملت لکم دینکم ..... هغه خو دغدیرخم له
پیښې مخکې په حج کې نازل شوی دی نو په دې اړه چې دوی کومې خبرې کړې دې دایې خپل
چټیات او دروغ دې .

او له رسول الله صلی الله نه وروسته دهغه ځای ناستی دامت په اجماع او اتفاق سره ابوبکر
صدیق رضی الله عنه دی اودا خبره په خپل ځای کې ثابته اوپه داسې دلایلو سره ثابته ده
چې هغه دلمرپه څیر روښانه او تفصیل یې اوږد ده .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق