الثلاثاء، 24 يناير 2012

د (وماتحت الثری ) په اړه څو خبرې

دوزیري په نامه یوه ورور دقرانکریم د ایت دیوي
برخي (وما تحت الثري ) په 
اړه پوښتنه کړي وه مایې په ځواب کې دالاندي لیکنه کړي وه :
-----------------------------------------------------------

محترم ورور وزیري اونورو ټولو وروڼوته سلامونه وایم
اود تاخیر بښنه راته وکړئ خکه زما حاضري مې دومره مهمه هم نه بلله خو وزیري صیب
چې بیا غږ راباندی وکړ نو دادی یوڅه به درسره شریک کړم

محترم وزیري صیب تاسوچې دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما کوم روایت راخیستی دی
مایې پلټنه وکړه دا صحي روایت دی خو موقوف دی اوکله چې موقوف شو نودا خبره ثابته شوه
چې داد صاحب الشرع خبر نشوه او دابن عباس په روایاتو کې د وهب بن منبه روایات هم شته
اوپه تفسیر کې د وهب خورا ډیر روایات شته اوپه دي کې هم شک نشته چې د وهب ډیرې
خبرې اسرائیلیات دي ځکه دی په خپله اصلا یو یهودي عالم و او روسته مسلمان شوی دی
او داسرائیلیاتو په اړه خو هغه دبخاري اونورو صحي روایت راغلی دی چې تاسو دیهودو
خبرې مه تصدیق کوئ او مه یې دروغ بولئ اود دائی بین بین په صورت کې هیڅ هم نشي
ثابتولی .
نو ډیرو معلماو لیکلي دي چې دا اقوال اسرائیلیات دي او په دي اړه تدقیقاتو او
اوپلټنو ته هم اړتیا نشته ځکه که څوک په دې روایاتو پسي شي نو په دې کې ډیر غرائب او
عجاطب راغلي دي اوځیني یې آن دشریعت صریح خلاف او موضوعیات هم دي اودنن په
ساینسي نړې کې خلک داډول خبرې بی له ساینټفیک دلیل نه نه مني او ساینس هم تراوسه
هیڅکله دټولو خوڅه چې د ډیرو کائناتو احاطه نده کړې نوپه داسي حالت کې بیا ځیني
عناد لرونکي او ناپوه خلک له دیني موضوعلتو نه ملنډي جوړوي بناء اتیات ضروري ده

اویوځای مې دې روایت داسي توجیه هم لیدلي ده چې ویلې یې و دا روایات ټول تمثیلي
شکل لرې یعني د غوایي او ماهي یادونه یوتمثیل دی چې یوي بلی موضوع ته اشاره ده
لکه ریان صیب هم یوځای لیکلي دي او دغوایې دښکرپه اړه تمثیل داسي شوی دی چې
دغوایانو ښکر په ټولیزه توګه دواړه پورته ګول شوې وې او دا ګواکي نیمه دائره ده نو
په دي سره دي ته اشاره ده چې ځمکه هم کروي ده او دغوایي دښکروپه څیر دايروی
شکل لري .(دایوتوجیه ده فقط )

او بل په کوم ایت چې تاسو داخبره راپیل کړې ده په هغه کې ( وماتحت الثري ) راغلی دی
او دا خبره هم له دي ایت نه راپیل شوې ده د الثري معني تفسیرونوکړې ده یعني لنده خاوره
د تحت الثري له پاره دا ضروري نده چې موږ یې د ځمکي تل مراد کړو بلکي په دې لنده
خاوره کې پروت مخلوق هم مراد کیدلی شي ځکه په لنده خاوره کې دالله دومره مخلوقات
دي چې هغه بیخي حیرانوونکي او عجیب دي یوه عرب عالم په دي اړه یو کتاب هم پیل
کړی دی او وایې چې د (وماتحت الثري ) نوم به ورته ږدي دده یوه اوږده لیکنه ماکتله
او په دي اړه یې د دي مخلوقاتو یوڅه تفصیلات بیان کړې وه هغه بیخي حیرانوونکي وو
ده ویلي و چې الله پاک د وماتحت الثري یادونه په ځانګړي توګه کړی ده اوپه دي کې د
قرانکریم یوه عظیمه علمي معجزه پرته ده هغه داسي چې دځمکي په لنده خاوره
کې مختلف بیکټریاوي او میکروبیولوژیک مخلوقات خوندي دی او هغه دانساني
ژوند له پاره دومره ضروري دی لکه اوبه ، هوا او دلمر وړانګي او داوسنیو پلټنو په پایله
کې ثابته شوې ده چې که په سپوږمۍ او مریخ کې فرضا اوبه او هوا وهم مومندل شي خو بیا هم
هلته انسان ژ،ند نشي کولی ځکه هلته دا بیکټریاوي او میکروبیولوژیک مخلوقات شتون
نلرې .
خدای دي وکړې زما په خبرو کې ستاسو دپوښتنو یوڅه څرک درته ولیدل شي
اوپاتي شوه د جنت او دوزخ خبره په هغه به بل وخت خبره کوو


په مینه

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق