الأحد، 26 فبراير 2012

په هیواد کې روان انقلابي حالت وغځوئ !


په هیواد کې روان انقلابي حالت وغځوئ ! 


درنو مسلمانانو وروڼو پرتاسو سلام او دالله رحمتونه

زموږ په سپیڅلي خاوره کې تریوې لسیزي زیاته موده صلیبوال اشغالګر  زموږ
د بیچاره ولس په هیڅ شې صرفه نه کوې زموږ پریمانه وینې یې تویه کړي او لا
یې هم تویوې زموږد ناموسونو او ګروهیزو مقدساتو په   لوټ او تالان اخته دې
او په دي لړ کې یې دمشر طاغوت (اوباما) بښني غوښتل هیڅ اهمیت ځکه
نلرې چې په تیر وخت کې یې په مختلفو اشتباهاتو له بښنو غوښتلو وروسته
کټ مټ ورته اشتباهات بیا بیا تکرار کړې او اوس یې هم کوې ، او داوباما پرونی
بښنه وروستی مه بولئ داله شيطاني غروره ډک امریکایان به بیا داسې عمل
تکراروې اوزموږ په ګزوهواوعقیدو به ملنډي وهې ،

اوپه همدې حقیقت باندي زموږ ویښ او غیرتي ولس پوهیدلی دی نوځکه یې په
هیواد کې داڅو شپي د امریکایانو ددي ناروا عمل پرخلاف په پرلپسې توګه مظاهرې
اولاریونونه جارې لرلې دي  زه چې ددي څو شپو لاریونونودمثبتو ګټو پایلي ته ګورم
 نو خپلو درنو هیوادوالوته ، دهیواد پوهانو ، علماو اوټولو قشرونوته داڅو ټکي دقرانکریم
اونبوي حدیثوپه رڼاکې روښانه کول غواړم :


موږ داشغالګرو پر خلاف په مقاومت کې ډیر کمزوري یو دګوتوپه شمیر زموږ تنکي
وروڼه او زامن چې داڅوکاله د صلیبوالو پرخلاف په حقه مبارزه اوجهادبوخت دي د
هغوی ملاتړ دټول ملت ایماني او ملي وجیبه او مهمه فریضه ده دانن چې زموږ
وروڼه دهیوادپه مختلفو ښارونو اوسیموکې په لاریونونواومظاهروبوخت دي داعینا
داسي جهاد دی لکه له دښمن سره چې دجګړوپه ډکر کې څوک په نره مقابله کوې .

په لاریونونوکې د دښمن په خلاف سختي خبرې او آن دهغوی ښکنځل اوهرډول ترټل
دلاریون کوونکو له پاره یوه وسله اودا عمل الله پاک رواکړی او دمظلوم حق یې بللی دی
قرانکریم وایې : لایحب الله الجهر بالسوء من القول  الا من ظلم یعني یعني الله ته د
بنده له خولي په ښکاره بده خبر وتل خوند نه ورکوې خو یواځي مظلوم ددي اجازه
لرې چې په ډاګه طالم ته بده خبره وکړې .

دهیواد پوهان ، مخلص سیاستوال او علماء باید ددي لاریونونوپه ښه تنظیم او
رهبرې کولو کې پوره رول ولرې اوباید کوښښ وکړي چې دتیونس او مصر له لار
یونونونه په الهام دا کار اوږد او ښه منظم کړې اوپه مختلفوښارونوکې د مظاهره
کوونکو له پاره ټاکل شوې میدانونه او ډګرونه معلوم کړي څو لاریون کونکي ددي عمل
دغځولو او اوږدولوله پاره خپلو معلوموځایونوته ته په اساني سره ځانونه ورسوې
او داکار دخپلو موخو دترلاسه کولوتروخته روان ولرې .

لاریون کونکي او منتظمین یې باید جداپه نظر کې ولرې چې ولسي املاکو ، دولتي
تاسیساتواوعام المنفعه ځایونوته هیڅ ډول ضرر ونه رسیږې او خدای مکړه زیات
انساني تاوانونه رامنځته نشې . زموږ دښمن او پرموږ تیری کونکي امریکایان او
دهغوی پلوي کونکي نورهیوادونه دي په دی هیواد کې نور هرڅه زموږ دي نوباید
هر هیواد وال یې ساتني ته متوجه وې .

څرنګه چې لایونونه په ټولیزه توګه په تش لاس کیږې او یواځي دبیان له لارې خپلو
مخالفانو ته خپل هدف اوموخه رسول مطلب وې نو  دمظاهرو په لړ کې له امنیتي
کسانو اوپولیسو سره هیڅ ډول جنجال او شخړه نده پکار  په هر حالت کې  دهغوی
له شر او تیرې نه باید ځان وژغورل شې اوهغوی داسې هیڅ عمل باید ترسره نکړل
شې چې هغوی ته د تشدد یا نظامي برید پلمه په لاس ورشې .

په همدي څو میاشتوکې زموږ په سیمه کې دهمدي لاریونونو په برکت  دعربي نړۍ
څو لوی دیکتاتوران له واک نه وشړل شول هغوی په لسهاو کلونه په خپلو بي وزلو
خلکو خپل واک اوجبر چلولی وو خو د څو اونیو په موده کې تش لاسه لاریون کوونکو
دهغوی واک ختم او ولس ته قدرت لاس ته ورغی نو زموږ د روان مقاومت په تایید
زموږ لاریونونه به له هرچا موثر او ښه اغیز لرونکي وې  نوځکه یې غځول او منظم کول
یولوی جهاد او ستره فداکارې ده .

دولتي مسؤلین ، ملي اردو اوپولیس که رښتیا ځانونه افغانان بولي او دافغانیت ویده
غیرت په ځانونوکې راوېښول غواړي نو دا یې وخت دی چې دولس ترڅنګه ودریږې
داشغال او صلیبوالوپرخلاف د اولس دقهر راپاریدلوڅپوته لاره هواره اوپه مخ کې یې
خنډونه پیدا نکړې اشغالګر به حتما یو وخت وځي موږ اوتاسو به په دی هیواد کې سره
پاته یو که تاسو نن دولس ترڅنګ ودریږئ دهغوی وتل به یقیني او بیړني شې .

یوځل بیا تکراروم چې دهیواد علماء اوپوهان باید دا لاریونونه تنظیم او ترتیب کړي
اودا انقلابي حالت منظم او وغځوې اوهمدا یې وخت دی چې په هیواد کې په ډیره
اسانه توګه دروان وسلوال مقاومت ملاتړ کولی شو اوپه دي توګه به دروان مقاومت
ملیتوب هم یقیني شې اودهغوی په اړه چې څوک شکونه لرې  او له باندنیو
استخباراتي شبکو سره یې په اړیکو تورنوې  نو هغوی دي رامخته شې او نن دي
د ولس دروان سولییز مقاومت ملاتړ وکړي او په دی توګه به حتما ټول مقاومت ملي
 کیږې او ټول باندني لاسونه او شومي موخې  به نامراده کیږې .


اوپه پای کې دایوبل مهم ټکی روښانول غواړم چې که دا لاریونونه افغانشموله شې
او ښه وغځول شې نولرې نده چې دولس په منځ کې پراته خلیجونه له منځه ولاړ شې
او مختلفي ډلي ، ګوندونه اوتوکمونه به خپل مخالفتونه هیر او داشغالګرو پر خلاف به
یو صف شې ځکه موږ ډیر ځله دباندني یرغل پرخلاف یو والی لرلی دی او دانن زموږ بده
ورځ هم دا ګواهي ورکوې چې که خدای کول په دي توګه به ملي یووالی رامنځته کیږې
وماذلک علی الله بعزیز.

السبت، 25 فبراير 2012

دژوند راز (۱۳)



دقدرت بيلګه


دښكار يوه ماهرراته كړه چي زمرۍ دزړبوډي په وخت كي سړيخور شي هغه وخت دي نه شي كولي نور وحشي ځناورونيسي
خو په لسو كي نه (9) سړيخواره زمريان هغه دي چي بي تجربي ښكاري ټپي كړي وي ز

په فطري توګه زمرۍ سړيخور نه دي خو په ټولو ځناورو كي زيات دښمن خوړونكي دي زمرۍ چي له چا سره دښمني پيل كړي بيا يي بيخي نه بښي په عامو حالاتو كي چي زمرۍ انسان وويني نو مخ ورنه اړوي خو كه يو بي تجربي ښكاري چي مناسبه وسله هم ونه لري او په زمري بريد وكړي نو ډيرځله هغه ونشي كولي چي زمرۍ ووژني بلكي په ټپي حالت كي يي پريږدي او دا هغه زمرۍ دي چي سړيخور وګرځي دي انسان خپل ميرڅمن ګڼي او هركله چي دانسان په څير هر څوك وويني نو هيڅكله يي نه پريږدي

دادژوند يوقانون ده داچي څه ډول دانسان او زمري له پاره ده داراز دانسان او انسان له پاره هم ده كه يو انسان وي او كه پوره قوم وي په دواړو حالتونو كي همدا د نرړۍاصول دي كوم دښمن چي ته له منځه نه شي وړلي هغه ټپي كوه هم مه ځكه د ټپي دښمن دښمني له مخكي نه لا پسي زياتيږي

كه ته په خپل يوه دښمن باندي په داسي حالت كي بريد وكړي چي دهغه دنابودي له پاره دي پوره تياري نه وي نيولي نو په خپل لاس ځان د نابودي لورته ټيل وهل دي له دا ډول ګام اخيستني شاته ټول دبي صبري لاس وي څوك چي دا وړتيا نه لري چي په سوچ او فكر سره منظم پلان جوړ كري او په پټه خوله نه ستړيكيدونكي هڅي وكړي څو ځان د يوه ځواكمن اقدام له پاره تيار كړي دا هغه خلك دي چي په دښمن باندي په بيكاره وار كولو سره دښمن نور هم ځان ته بلا كړي او دي بيا له هغه وروسته په شكايتونو پيل وكړي او حقيقت دادي چي په دي دنيا كي په دروغو ګام پورته كول څه ارښت نه لري او نه د دروغو شكايت څه ارزښت لري .

الخميس، 23 فبراير 2012

په قرانکریم د زړونو ډولونه ( زه او رښتیا (۳))


په قرانکریم د زړونو ډولونه 
دزړه خبره اوږده شوه اونوره یې هم غځوواودلته دزړه هغه ډولونه 
را اخلو چې په قرانکریم کې یې یادونه شوې ده ، په لومړي ویش کې 
قرانکریم زړونه په دو ډوله کړې دي چې په ټولیزه توګه یې موږ په
ښه اوبد زړه سره نومولی شو او وروسته یې بیا د دواړو مختلف ډولونه 
راخیستي دي چې په لنډه توګه یې دلته را اخلو :
 لوړمړۍ ډول (ښه) زړونه :

(۱) روغ زړه :
داهغه زړه ده چې له الله جل جلاله سره مخلص وې اوله 
کفر، نفاق او رزالت نه پاک وې ، قرانکریم وایې :
{ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّـهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ }
﴿الشعراء: ٨٩﴾
...مګر هغه څوک نه چې الله جل جلاله په روغ زړه راشې .

(۲) منیب  زړه :
داهغه زړه دی چې هر وخت الله ته ورګرځي یعني که د دنیا په کومه بوختیا
کې دغفلت څپه پرې راشې سمدستې الله ته وګرځې ، هر وخت توبه کاږې او
دالله په نمانځنه اوعبادت بوخت وې .قرانکریم وایې :
{ مَّنْ خَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }
﴿ق: ٣٣﴾
... هغه څوک چې له بښونکي خدای نه په غیاب کې ویریږې اوله منیب 
زړه سره راشې .

(۳) عاجز زړه :
داهغه زړه دی چې تل الله ته عاجزه او دخضوع په حالت کې وې
، ډاډه وې او دالله جل جلاله په یاد بوخت وې، قرانکریم وایې :
{ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ }
﴿الحج: ٥٤﴾
... نو هغه الله ته د دوی زړونه عاجزه وې .

(۴) ویریدونکی زړه :
 داهغه زړه دی چې له الله جل جلاله څخه ویریږې اوتل په 
په دي ډار کې وې چې دده عمل به الله ته قبول شوی وې او که نه
اودا ویره یې هم په زړه کې وې چې دالله له عذاب نه به وژغورل شې
قرانکریم وایې :
{ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }
﴿المؤمنون: ٦٠﴾
...اوهغه څوک چې ورکوې هغه څه چې دوی ته ورکړل شوې وې اوزړونه یې 
په ویره کې وې چې دوی به خامخا الله ته ورځې .

(۵) متقي زړه : 
دا هغه زړه دی چې دالله شعایر لوړ اوعظیم ګڼي یعني له هر شې سره چې الله یادیږې هغه شی دی ستر او دلوړ ګڼې .قرانکریم دا ډول زړ ه داسې یاد کړی دی :
{ ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّـهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ }
﴿الحج: ٣٢﴾
...دا او هغه څوک چې دالله شعایر لوړګڼې نودا د زړونو له تقوی نه ده .

(۶) هدایت موندونکی زړه : 
داهغه زړه دی چې دالله په قضا اوپریکړه راضي اوخوشاله وې 
اودهغه هر امر ته یې د تسلیم او منني غاړه ایښې وې لکه قرانکریم 
چې وایې :{ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّـهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }﴿التغابن: ١١﴾
اوڅوک چې په الله ایمان ولرې دهغه زړه به په سمه لاره برابر شې .

(۷)ډاډه زړه : 
دا هغه زړه دی چې دالله په توحید او یاد سره ډاډه او بي غمه وې لکه 
قرانکریم چې وایې :{ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّـهِ }﴿الرعد: ٢٨﴾
او دالله په یاد سره ددوی زړونه ډاډ مومې .

(۸) ژوندی زړه : 
داهغه زړه دی چې الله جل جلاله دتیروامتونو د سرکشو خلکو کومي کیسې بیان کړي دي او دهغوی انجام یې ذکر کړی دی دی په هغه پوهیږې او دپند او عبرت توکې ورنه اخیستلی شې  { إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ } ﴿ق: ٣٧﴾
یقینا په دي کې دهغه چا له پاره پند اوعبرت پروت دی چې ژوندی ېړه لرې .

دا هغه زړونه وو چې موږ په ښوزړونو سره نومولي و اوس راځو دهغه زړونو
بحث ته چې قرانکریم بد یاد کړي دي او هغه هم څو ډوله دي : 


(۹) ناروغ زړه:
داهغه زړه دی چې دشک او منافقت په رنځ اخته وې له فسق او
فجور نه ډک وې او دحرامو دشهوانیت ناروغي لرې قرانکریم 
داډول زړه داسې یادکړی دی :{ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ }
﴿الأحزاب: ٣٢﴾
نودچا په زړه کې چې ناروغي وې دهغه به تمه پیداشې 

(۱۰)
ړوند زړه :
دا هغه زړه دی چې نه ویني او نه دحق ادراک کولی شې 
اونه دپند اوعبرت اخیستلو وړتیا لرې ، قرانکریم ددي ډول 
زړه په اړه وایې : { وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ }
﴿الحج: ٤٦﴾
...خو هغه زړونه ړندیږې چې په سینوکې دي .

(۱۱)غافل زړه :
داهغه زړه دی چې له قرانکریم نه غافله وې د دنیا په مینه ، 
شهوتونو او باطلو اخته وې اوقرانکریم چې څه وایې په هغه 
ځان نه پوهوې قرانکریم وایې :{ لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ }﴿الأنبياء: ٣﴾
... د دوی زړونه په غفلت کې دي .

(۱۲)
ګناه ګار زړه :
دا هغه زړه دی چې دحق شاهدي او دحق ښکاره کول پټوې
 قرانکریم وایې :{ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ }
﴿البقرة: ٢٨٣﴾
تاسو دحق شادي مه پټوئ اوڅوک یې چې پټه کړې دهغه زړه ګناه ګار دی .

(۱۳)
کبرجن زړه : 
دا هغه زړه دی چې د الله جل جلاله توحید نه مني او دهغه بندګې نه کوې
د ډیر ظلم او سرکشې له کبله له غرور او تکبر نه ډک وې قرانکریم وایې :
{ قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }﴿غافر: ٣٥﴾
.. کبرجن او سرکشه زړه ...

(۱۴)
سخت زړه : 
دا هغه زړه دی چې له میني او محبت نه تش وې او رحمت او مودت
نه پیژنې قرانکریم وایې : { وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ }
﴿آل عمران: ١٥٩﴾
اوکه ته سخت او سخت زړی شې نودوی به ستا له شاوخوا نه وګرځي .

(۱۵)
مهر شوی زړه : 
دا هغه زړه دی چې مهر پرې لګیدلی وې نه حق اورې اونه 
پرې پوهیږې قرانکریم وایې : { وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ }
﴿الجاثية: ٢٣﴾
... اوپه غوږونو او زړه یې مهر وهل شوی دی .

(۱۶)
کلک زړه :
دا هغه زړه دی چې ایمان ته نه نرم کیږې او ترټنه او وعظ اغیز نه پرې کوې
اودالله جل جلاله له یاد او ذکر نه یې مخ اړولی وې قرانکریم دا زړونه داسې 
یادکړې دي :{ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }﴿المائدة: ١٣﴾
اوموږ د دوی زړنه کلک ګرځولي دي .

(۱۷)
غافل اوبي پروا زړه :
دالله له یاد او ذکر نه بي پروا او غافل وې دخپل څښتن له بندګي نه دخپل
نفس پیروې ډیر خوند ورکوې لکه قرانکریم چې وایې :
{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }﴿الكهف: ٢٨﴾
دچا زړونه چې موږ زموږ له  یاد نه غافل کړي دي دغه پیروې مکو ه .

(۱۸)
پوښلی زړه :
هغه زړه چز پوښلی او دباطل په پرده کې پټ وې اودپیغمبر صلی الله علیه وسلم 
خبره دهغه زړه ته نشې ننوتلی ، قرانکریم وایې : { وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ }
﴿البقرة: ٨٨﴾
...اودوی به ویل چې زموږ ېړونه پ،ښلي دي .

(۱۹)
کوږ زړه :
داهغه زړه دی چې له حق نه کوږ شوی وې لکه قرانکریم وایې :
{ فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }﴿آل عمران:7﴾
او هغه خلک چې په زړونو کې یې کوږ والی وې . 

(۲۰)
شکمن زړه : 
دا هغه زړه دی چې له شکونو ډک وې او حیران وې دا ډول خلکو په خپل 
عقل ویسا او باور کړی وې او دانساني عقل لږ ځواکي یې له شکونو او وهمونو
ډک کړې اوپه دي ډول له حق نه کاږه او بیلارې شې دازړونه قرانکریم داسې
یاد کړې دي { وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ }﴿التوبة: ٤٥﴾
او ددوی زړونه په شک کې ولویدل . 


الأربعاء، 22 فبراير 2012

زه او رښتیا ... (۲)


دزړه په اړه څو نورې خبرې

دزړه په اړه به مو اوریدلې وې چې مخروطي شکل لرې دانسان دسیني په چپ لورې کې راځړیږې او دتصوف علماء یې دلطایفو زیرمه بولي یوڅه ددي باب اغماض اوله اسراروډک حالت اوپه دي اړه چې زما جهل هم ورسره شې نوښه به داوې چې دشیخ فرید رویه غوره کړم خو دنوي طب په رڼا کې بیا زړه یواځې دوینو پمپ بلل کیږې سره غوښه ده اوهروخت په حرکت کې وې او دبدن نوروبرخو ته وینه شندي ، که دلیږ وخت له پاره ودیرې اود ویني شندلو جریان ودروې نو انسان ژوند نشې کولی ، داچې په د ي غوښین پمپ کې لطايف څنګ ځای شوې دي په دي اړه زما دمحدودو معلوماتوله مخې دتصوف ځیني تفصیلات هم یوڅه دیونان په حکمة الاشراق لړلي دي اوګومان نه کوم چې دقراني یا نبوې سنت داستدلال شیمه به ولرې که څه هم دنویو ساینسې معلوماتو په رڼا کې اوس داخبره هم کیږې چې زړه بیل او مستقل دماغ لرې په دي اړه لنډ معلومات دلته را اخلم :    


د زړه د فعالیت سیستم
زړه د وینې له لارې د ټول بدن حجرو ته اکسیجن لیږدوي، حجرات اکسیجن اخلي تر څو يې د خوړو د تیارولو لپاره وسوځوي. او کاربن ډای اکسایډ او نور زهري مواد وینې ته ورکوي، وروسته یې وینه د زړه له لارې د پاکولو او ورڅخه د کاربن ډای اکسایډ د لرې کولو په موخه سږو ته لیږي، ښکاره ده چې د تنفس د عملیې په واسطه سږي اکسیجن اخلي او کاربن ډای اکساید خارجوي. که چیرې دغه دوینې رګونه او شریانونو سره وتړل شي نو له 100000 کیلو مترو څخه به اوږده شي!!

د زړه او دماغ ترمنځ اړیکه

له دیرشو کلونو راهیسې ساینس پوهانو
د زړه او دماغ ترمنځ د اړيکو د شتون په هکله
څېړنې پيل کړي. څېړونکو موندلې چې زمونږ د
چاپيريال په پیژندلو کی زمونږ زړه ستره ونډه لري
دا خبره هغه وخت په ډاګه شوه
کله چی دوی د انسان د پوهې او شعور او د زړه
د درزیدا د فیصدۍ او د وینې د فشار او تنفس ترمينځ ټینګه اړیکه پیدا کړه. له همدې ځایه وپوهېدل چی زړه پر دماغ اغیز لري.

د زړه عصبي سیستم

ډاکټر Armour وایې
چې د بدن له بېلابېلو
ځایونو څخه زړه ته د راتلونکو معلوماتو په وړاندې د غبرګون لپاره زړه یو ځانګړی سیستم لري، نو ځکه د زړه د بدلونې د جراحي عملیاتو بریا هم تر ډیره بریده د نوي لګول شوي زړه له عصبي سیستم او د ناروغ له بدن سره د هغه له جوړښت پورې اړه لري.

حافظه..یواځی په دماغ کی نده!
پوهاند Gary Schwartz د اریزونا په
پوهنتون کی د نفسیاتي طب متخصص
او پوهانده Linda Russek پدې باوردي
چې زړه یو ځانګړی قوت لري چی د
هغه په واسطه معلومات زېرمه کوي
او له هغه سره سم غبرګون ښيې، نو
ځکه حافظه یواځې په دماغ کې نه ده بلکه ډیر ځله زړه حافظې فعالوي او پری څارنه کوي. پوهاند Gary د زړه بدلونې د تر ۳۰۰ زیاتو عملیاتو تر څیړنې وروسته دې پایلې ته رسیدلی چې په ټولو ناروغانو کې له عملیاتو وروسته ژور نفسیاتي بدلون راغلی دی.

زړه ...او د مور مینه!
ډاکټر Schwartz وایې: یوې ډاکټرې
د خپل ماشوم زوی د مړینې پر وخت
وغوښتل د هغه زړه خیرات
کړي. مونږ د دغه ماشوم زړه یوه بل
ماشوم ته پیوند کړ. دې ډاکټرې پخپله دغه پېښه څارله او ویې ویل: زه تل دا احساس کوم چی زما زوی ژوندی دی، او زه چی کله دغه ماشوم ته (چی د هغې د زوی زړه په کې دی) نږدې کیږم نو زه یی د زړه درزا احساسوم، او کله چې مې په غېږ کې واخیست داسې احساس مې وکړ چې زما خپل زوی دی. د دغه ماشوم زړه زما د زوی ډیری برخه لري"!

زړه... او احساسات
د مصنوعی زړه پیوندول یې له خاوند څخه احساس او مینه له منځه وړي!!
دلته یو څه ډیر د پام وړ دي او
هغه دا چې کومو انسانانو ته چې مصنوعي زړونه پیوند شوي، هغوی مینه، احساسات او عواطف له لاسه ورکړي! ډیر داسې ناروغان چې مصنوعي زړونه ورته پیوند شوي دي، له عملیاتو سملاسي وروسته وایي چې: د دوی احساس په پوره ډول بدلون موندلی، او دوی اوس پدی هم نه پوهیږي چی خپله مینه او احساسات څنګه څرګند کړي، آن تردې چی د خپلې کورنۍ د غړو په هکله یې هم احساساتو بدلون موندلی دی.

پوهان اقرار کوي ......
چی دوی زړه په كافي اندازه نه دی مطالعه کړی

ډاکټران تر دې شیبې هم په دې نه دي
توانیدلي چی دغه حقیقت چې ولې دغه نفسیاتی بدلون رامنځ ته شوی دی تشریح کړي، او د زړه اړیکه د انسان له نفس، احساساتو او سوچ سره څه ده؟ د امریکا د پنسلوانیا د پوهنتون د طبي اخلاقو د برخې مشر پوهاند Arthur Caplan وایي: پوهانو تر اوسه دې حقیقت ته پام نه دی کړی، بلکې مونږ د نفس او احساساتو او د بدن دغړو ترمينځ اړیکه نده څیړلې، او له بدن سره یواځې د یوه ماشین په څیر تعامل کوو.

دماغ په زړه کی
د انسان د زړه د درزا نسبت د هغه
د نفسیاتي حالاتو سره سم بدلیږي، او ډاکټر J. Andrew Armour
په دې ټینګار کوي چې د زړه د
هرې حجرې په منځ کې یو پیچلی
دماغ وجود لري. په زړه کې له څلویښتو زرو ډیرې عصبي حجرې دي چې په خورا دقیق ډول د زړه د درزا او د هرمونونو د افراز په تنظیمولو، او د معلوماتو په زېرمه کولو او بیا یې دماغ ته په لیږلو، کې کار کوي. دغه معلومات په پوهه او ادراک کې خورا مهمه ونډه لري.

زړه... دماغي حجرو
ته لارښوونه کوي
ځینی څیړونکي په دې ټینګار کوي
چې معلومات له زړه نه د دماغو
په لور خوزیږي او وروسته ته له
ځانګړو لارو څخه دماغ ته
ورننوزي، او دماغي حجرو ته داسې لارښوونې کوي چی د پوهیدو جوګه شي. له همدې کبله ځینو پوهانو وروسته له دې چې په سوچ کولو او نوښت کې د زړه ارزښتناکه ونډه و مونده د داسې مرکزونو په جوړولو پيل وکړ چې د زړه او دماغ تر منځ، او د زړه او نفسیاتي او ادراکي عواملو تر مينځ اړیکې وڅیړي..

د زړه اشارې ....
ډاکټر Paul Pearsallله تجربو وروسته
چی ډیر کلونه یی دوام وکړ، وایي: زړه شعور
لري، احساس کوي او څه یادوي، او داسې
موجونه لیږدوي چی له نورو زړونو سره د
تماس نیولو جوګه شي، او داسې معلومات لري
چی د زړه له هر وار درزیدا سره یې د بدن ټولو
غړو ته لیږدوي. ځینی څیړونکي بیا دا پوښتنه کوي چی آیا کیدای شي حافظه زمونږ په زړونو کی ژوره پاتې شي؟ Paul په خپل کتاب “د زړه کوډ” کې وایي: کله چې ته ناڅاپه له څه شي سره مخ شې او یا هم خوښ او یا خپه شې، نو په بې پامۍ کی دې خپل لاس په ټټر ږدې.

زړه دماغ ته معلومات لیږي
زړه په خپلې منظمې درزا سره د
بدن نظم کنترولوي. زړه د وینې
د پمپونکي په توګه د بدن د ټولو
غړو ترمينځ د اړیکې یوه وسیله
ده. وینه پدې توګه هرې حجرې ته ځي او معلومات له ځانه سره اخلي او بلې حجرې ته یې لېږدوي، نو معلومه شوه چې زړه حجرو ته یواځې پاکه وینه نه، بلکې له هرې درزا سره معلومات هم لیږدوي، او داهغه
څه دي چې ځینې څیړونکي پرې باور لري!
د زړه ....برښنایي ساحه
د زړه د ریاضیاتو په انستیتیوت کې چې کومې څیړنې شوي دي، دې حیرانوونکې پایلې ته رسیدلي چې د زړه بريښنايي ساحه
دومره ځواکمنه ده چې زمونږ د شاوخوا په خلکو اغیز کوي، دا په دې معنی چې یو کس کولای شي له بل کس سره بې له دې چی خبرې وکړي اړیکې ونیسي!!! همدا ډول د زړه درزا په هغو موجونو (د الفا امواج) اغیز لري چی دماغ یې خپروي. هرڅومره چې د زړه درزا زیاتیږي په هماغه کچه د دماغ امواج هم زیات خپریږي.
موز اوزړه
دپورته معلوماتوپه رڼا کې اوس یو نبوي حدیث را اخلو او هغه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : په یدن کې یوه دغوښې ټوټه ده کله چې دا ټوټه برابره او سمه شې نوټول بدن سم او برابر شې او دا ټوټه زړه دی داراز په یوه بل روایت کې دا هم راغلي چې ګناهونه په زړه تور او ښه عملونه سپین ټپونه پرې جوړوې او قرانکریم هم وایې چې کفر په زړه توره پرده غوړوې . نوکه موږ پورته ساینسي معلوماتو ته د دي شرعي معلوماتو په هنداره کې ځیرشو په واضحه توګه ددي شرعي معلوماتو تایید ورنه معلومولی شو .
داچې زړه دوینوپمپ دی زموږ عام پښتانه هم ډیرپخوا لا له دی حقیقته خبروو  زموږ او تاسو دبدن کومه برخه چې ټپي شې نو دزخم دخرابیدلوپه حالت کې دویني  خپل اصلي سور رنګ تور وګرځې اوداخرابه وینه ضرري او تاواني وې داراز په انسان باندي چې غمونه او دردونه راځي نو طبعا ځای یې زړه وې اوپه زړه کې جمعه کیږې اودا غمونه او دردونه یوه پښتانه لنډۍ مار دزړه ټپونه بللي او دشعري مبالغي په زور یې داخبره ښکاره کړي ده چې دغمونو او دردونو له زوره یې د زړه وینه تور شوې ده دی وایې :

زړه مې له تورو وینو ډک ده = که غرغړې کړمه دنیا به ولړمه
اوس مدوومره .