الجمعة، 17 فبراير 2012

د ژوند راز (۹)



(9) نورڅه كول


په اتلسمه پيړي كي چي دكومو انګريزانو په سرشندنه سره هند د برتانيي مستعمره وګرځيده د لارډرابرټ كلاو (1774م-1725م)نوم دهغو په سر كي راځي په كال 1743م كي چي دي د 18 كلونو په عمر و د ايسټ انډيا كمپني د يوه كلارك په توګه دي د هند مدراس سيمي ته راغي هغه مهال دده كلني تنخوا يواځي پنځه پونډه وه دا تنخوا د ده د لګښت له پاره بيخي ناپوره وه نو ځكه خو له زياتو پورونو لاندي شو او دډيري مايوسي په حالت كي به يي هر وخت له خپلو ملګرو او افسرانو سره جګري كولي

له دي وروسته يوه پيښه رامنځته شوه چي دده ژوند يي بدل كړ داسي وشول چي ده دخپل ناكام ژوند دپاي ته رسولو په موخه يوه ورځ له ځانه سره ډ كه توپانچه واخيستله او په خپل سر له نيولو وروسته يي د هغي په ماشه ګوته ټينګه كړه خو د خورا زياتي حيرانتيا په حالت كي يي وليدل چي توپانچه يي ونه چليده ده خپله توپانچه خلاصه كړه او ويي ليدله چي له ګوليو ډكه وه كه څه هم ده كلكه اراده كړي وه چي ځان به خامخا وژني خو دي بيا هم ژوندي پاتي شو


دا ډيره هيښوونكي پيښه وه رابرټ كلاو چي داحالت وليد له ځانه سره يي چيغه كړه چي زه خامخا خداي ديوه لوي كار دسرته رسولو له پاره وژغورلم اوس نو ده د كلارك دنده پريښودله او په فوج كي برتي شو دامهال انګريزانو او فرانسويانو دواړو هڅي كولي څو په هند كي پښي ټينګي كړي په دي لړ كي ددواړو تر منځ جګړه ونښتله په دي جګړه كي رابرټ كلاو خورا زياته ميړانه وښودله له دي وروسته ده ترقي وكړه او په انګريزي فوج كي دلوي قومندان حيثيت ته ورسيدي كوم كلاو چي دمايوسي په حالت كي په ځان توپانچه چلولي وه هغه له دي وروسته هغه مقام ته ورسيدي چي دبرتانيي په تاريخ كي هغه د هند دلومړي فاتح په توګه ياد شو

كيدي شي مونږ او تاسو هم كوم يو له يوي داسي پيښي سره مخ شو چي په سخت خطرناك حالت كي له يوي خطري نه په معجزاتي توګه خلاص شو خو ډير كم خلك شته چي له داسي پيښي نه د رابرټ كلاو په څير پند واخلي چي په داسي ډول پيښو كي د قدرت دا نغوته وويني چي : اوس لا ستا وخت نه دي راغلي تر اوسه لا په دنيا كي ستا برخه كار پاتي دي


هر انسان ته په دنيا كي دكار كولو څه وخت او موكي وركړل شوي دي دا وخت او موكي تر هغو له انسان څخه نه اخيستل كيږي څو دخداي جل جلاه ليكل پوره شوي نه وي كه له شپي وروسته په تا باندي سهار راشي نو پوهه شه چي له خداي سره ستا دكار له پاره لا څو ورځي وخت شته كه دپيښو په دي نړۍ كي ته په ځان ژغورلو كي بريالي وختلي نو ددي موخه داشوه چي ستا له پاره نور څه كول هم پاته دي










ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق