الاثنين، 20 فبراير 2012

په انټرنیټ بوختومسلمانو میرمنو ته




دالاندي څو مهمي یادوني دهغو مسلمانو میرمنو له پاره لیکم چې په انټر نیټ بوختي وې او طبعا یې له مخالف جنس سره اړیکي رامنځته کیږې نو له نارینه سره داړیکو په باره کې چې موږ ته قرانکریم اونبوي سنت کومې لارښووني کړې دي هغه باید په نظر کې ونسو  او څومره مو چې له وسه کیږې دا لیکنه له خپلو اړوند ټولو خلکو سره شریکه کړئ .

اسلامي شریعت د پردي نارینه او میرمنو ترمنځ داړیکوپه باره کې ډیر اصول او اداب بیان کړي دي چې هر یو دانساني ټولني په ګټه اوخیر ده اوکه نارینه او میرمني دا اصول او اداب مراعت کړي نویوه داسې سپیڅلي او پاکیز ه ټولنه به رامنځ ته شې چې په هغه کې به دشرم او حیا انسانیت او اخلاقو اوډیرنورټولګټي معیارونه خوندي او سالم پاته وې په دي اړه دلته په لنډه توګه یوڅو ایتونه را اخلم :

قرانکریم وایې : ای محمد مومنومیرمنو ته ووایه چې  لاندي ګورئ اوخپلي لمني دي وساتې : وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ .
داراز دنارینه و په اړه هم قرانکریم کټ مټ امر کړی دی : ای محمد ! مومنانو ته ووایه چې لاندې ګورئ ...داراز بل ځای درسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنو ته الله پاک وایې چې کله دپردي شاته ځواب ورکوئ نو په نرمه توګه خبرې مکوئ ځکه په دي سره دناروغه خلکو په زړونوکې تمه پیدا کیږې ...
داراز په قرانکریم کې د مومنو میرمنو دمختلفو صفاتو او ښوخویونوپه ترڅ کې یو مهم ښه خوی په مکرره توګه ډیر ځایه دپردي ساتل بیان شوې دي  ( ویحفظن فروجهن).
درسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې راغلې دي :  وخير صفوف النساء المؤخر، وشرها المقدم، يا معشر النساء إذا سجد الرجال فاغضضن أبصاركن..
یعني په لمانځه کې دښځو وروستی صف له مخکیني نه غوره ده او مخکینی یې دشر صف ده ، ای دښځو ډلي کله چې نارینه په سجده شې تاسو لاندي ګورئ .
ښکآره خبره چې دنارینه و دسجدي په مهال دهغوی شاوې دمیرمنولورته وې نو کله چې میرمني نارینه ته ل شالورې له کتلو نه  منعه شوې دي نو مخامخ کتل خو واضحه خبر د ه چې یومخ ناروا دي 
په یوه بل روایت کې راغلې دي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دکورخواته یو ړوند صاحابي عبدالله بن ام مکتوم رضي الله عنه تیریدی نو دده دوو میرمنو ورته کتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلي میرمني هغه ته له کتلو منعه کړي هغوی ورته وویل : یارسول الله هغه خو ړوند دی او نه ویني ، رسول الله ورته وویل که هغه ړوند دی تاسو خو نه یئ ړندې .
اوپه یوه بل حدیث کې راغلي دي :
زِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ ، وَزِنَا اللِّسَانِ الْمَنْطِقُ ، وَزِنَى الْيَدَيْنِ الْبَطْشُ ، وَزِنَى الرِّجْلَيْنِ الْمَشْيُ ، وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُهُ وَيُكَذِّبُهُ
نامحرم ته کتل دسترګو زنا ده ، اود ژبي زنا خبرې دي ، دلاسونو زنا نیول دي ، دپښو زنا تګ ده ، اودانسان مخصوص غړی یې یا رښتیا کوې یا یې نه مني .
ددی حدیث په رڼا کې ښکاره خبره ده چې زموږ دوروڼو اوخوندو دانټر نیټ له لاري بیځایه او بي ګټي اړیکي (الکټرانک زنا) بللی شو اوله بده مرغه چې نن ګڼ شمیر خلک په الکټرانک زنا شپه او ورځ بوخت وي

که یو وخت دنارینه او میرمنو اړیکي محدودي وې خو نن دانټر نیټ په نړۍ کې دا اړیکي بیخي پراخې او زیاتي شوې دي نن تعلیم یافته خوندي پریمانه دانټرینټ په مختلفو ویب پاڼو کې بوختي وې او په ډیر اساني سره له نارینه سره اړیکه نیولی شې خو هر نارینه او ښځي ته لازمه ده چې دخپلو اړیکو حدود او پولې وپیژني
اوکه فرضا یوځای ضرورت رامنځته کیږې نو داسلامي شریعت په رڼا کې باید داړیکو خپل چوکاټ په نظر کې ونیول شې .

خوله بده مرغه چې نن په ځانګړې توګه ډیری ځوانان او پیغلي په  ډیره  بیباکي سره په ځیني ناسمو پلمو سره له یوه بل سره پراخي اړیکي ټینګوې او هغه پلمي لکه دژبي خدمت دهیواد خدمت یا هم دجهاد او اسلامي دعوت په نامه  نارینه او ښځي دانټر نیټ له لارې له یوه بل سره په اړیکو کې داسلامي شریعت اصول او اداب ترپښو لاندې کوې 
دانټر نیټ په نړۍ کې ډیر داسې انسانان شته چې دلیوانوپه څیر د ناخبره اوساده نجونو دښکار له پآره مختلفي حربي اوچلونه غوره کوې لکه پورته مې چې یادونه وکړه په مختلفو پلمو سره د ساده نجونو د دروهلو له پاره په کمین کې ناست وې او کله چې داړیکو پړاو له لومړیو حدودو مخته ولاړشې بیا نو اوبه له ورخه تیرې 


دلوړو ایتونو او حدیثو په رڼا کې موږ په نیټ کې له مخالف جنس سره دخپلو اړیکو محدودیت ښه معلومولی شو له پردي ښځي سره بي له مهم ضرورته هیڅ ډول خبرې نشوکولی او نه کومه ښځه له نارینه سره خبرې کولی شې که څه هم داخبرې دلیکلو یا پیغامونوله لارې وي اود ضرورت حد هم موږ په خپله په شریعت باندي دناپوهي په صورت کې نشو ټاکلی باید خامخا له کره علماو پوښتنه وشې او له هغوی نه پوره معلومات او لارښووني ترلاسه کړل شې





ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق