السبت، 18 فبراير 2012

دژوندراز (شونتیاپای نلرې)



(11) شونتيا پاي نلرې


د لويديځ په لورپه غوړيدليو غرونوباندي لمر د ډوبيدو په حالت كي و د لمرد سور بخوني ټيكۍ نيمايي برخه دغره له څوكي شاته پټه وه او نيمه برخه يي لا ښكاريدله ليږ وروسته پوره لمر له اسمانڅكو غرونو نه پناه شو.

اوس څلورو خواووته تياري په خپريدو وي او لمر ورو ورو خپلي وړانګي ورټولولي په ښكاره داسي بريښيدله چي ټول چاپيريال به په تورو تيارو كي ډوب شي خو دتياري دخپريدلو او پريړيدلو په دي وخت كي داسمان له بل لوري نه نوره رڼا په ځليدا شوه داد دولسم سپوږمي وه چي دلمر له ډوبيدلو وروسته د لمر په اپوته لوري كي وځليدله او ليږ ځنډ وروسته په پوره توګه روښانه شوه د لمر د رڼا د ختميدلو لا ډير وخت نه و وتلي چي يوي نوي رڼا په نړۍخپله ولكه ټينګه كړه .

دا د قدرت نغوته ده ما له خپله ځانه سره سوچ وكړ چي كله يوه شونتيا يا امكان پاي ته ورسيږي نو سمدستي دهغيي په ځاي بله شونتيا يا امكان دهغي ځاي نيسي او پيل كيږي كله چي لمر ولويدي نو سپوږمي دهغه ځاي ونيو او نړۍ د هغي په رنا سره خپل محفل روښانه كړ .

داراز د وګړو او قومونو له پاره هم درامځته كيدلو شونتيا نه ختميږي زمانه كه چيرته يوځل څوك له پښو واچوي نو هغه بايد بلكل نا اميده نه شي هغه بايد نوي موكي وكاروي او يوځل بيا دځان د مطرح او رامځته كولوچانس تر لاسه كړي اړتيا دي ته ليدل كيږي چي بايد له پوهي كار واخلي او په پرلپسي هڅو باندي ستړي نشي .

دا نړۍ لو ي څښتن له عجيبو شونتياوسره پنځولي ده دلته كه يوه ماده پاي ومومي له هغي نه بل ځواك جوړ شي ، دلته كه تياره خپره شي د هغي له ګيډي نه بله رڼا وزيږي كه يوه ماڼي ونړيږي نو هغه دبلي نوي هغي له پاره ځاي خالي كړي او د انساني ژوند پيښي هم كټ مټ داسي دي دلته له هري ناكامي نه د يوه برياليتوب دراوتلو شونتيا شته ددوو قومونو په منځ كي د جګړي په وخت يو بريالي كيږي او بل له ناكامي سره مخ كيږي نو خبره په همدي ځاي پاي ته نه رسيږي له دي وروسته يو بل كار پيل كيږي په بريالي قوم كي كه عيش او بد مستي پيداشي او سستي په كي زياته شي بل لورته په ناكام قوم كي له هڅو او خواري سره مينه پيداشي او دځان له پاره دنوي ژوند د برابرولو ولولي په كي را ژوندي شي .

ددي معني داشوه چي دخداي په دي نړۍ كي بايد څوك بي همته او نا اميده نه شي حالات كه هر څومره نابرابر وي دهغو په شاو خواكي د يو نوي برياليتوب شونتيا خامخا شتون لري انسان بايد دا نوي شونتيا وپيږني او هغه وكاروي او خپله بايللي لوبه بيرته وګټي .




ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق