دزړه په اړه څو نورې خبرې
دزړه په اړه به مو
اوریدلې وې چې مخروطي شکل لرې دانسان دسیني په چپ لورې کې راځړیږې او دتصوف علماء
یې دلطایفو زیرمه بولي یوڅه ددي باب اغماض اوله اسراروډک حالت اوپه دي اړه چې زما
جهل هم ورسره شې نوښه به داوې چې دشیخ فرید رویه غوره کړم خو دنوي طب په رڼا کې
بیا زړه یواځې دوینو پمپ بلل کیږې سره غوښه ده اوهروخت په حرکت کې وې او دبدن
نوروبرخو ته وینه شندي ، که دلیږ وخت له پاره ودیرې اود ویني شندلو جریان ودروې نو
انسان ژوند نشې کولی ، داچې په د ي غوښین پمپ کې لطايف څنګ ځای شوې دي په دي اړه
زما دمحدودو معلوماتوله مخې دتصوف ځیني تفصیلات هم یوڅه دیونان په حکمة الاشراق
لړلي دي اوګومان نه کوم چې دقراني یا نبوې سنت داستدلال شیمه به ولرې که څه هم
دنویو ساینسې معلوماتو په رڼا کې اوس داخبره هم کیږې چې زړه بیل او مستقل دماغ لرې
په دي اړه لنډ معلومات دلته را اخلم :
د زړه د فعالیت سیستم
زړه د وینې له لارې د ټول بدن حجرو ته اکسیجن لیږدوي، حجرات اکسیجن اخلي تر څو يې د خوړو د تیارولو لپاره وسوځوي. او کاربن ډای اکسایډ او نور زهري مواد وینې ته ورکوي، وروسته یې وینه د زړه له لارې د پاکولو او ورڅخه د کاربن ډای اکسایډ د لرې کولو په موخه سږو ته لیږي، ښکاره ده چې د تنفس د عملیې په واسطه سږي اکسیجن اخلي او کاربن ډای اکساید خارجوي. که چیرې دغه دوینې رګونه او شریانونو سره وتړل شي نو له 100000 کیلو مترو څخه به اوږده شي!!
د زړه او دماغ ترمنځ اړیکه
له دیرشو کلونو
راهیسې ساینس پوهانو
د زړه او دماغ ترمنځ د اړيکو د شتون په هکله
څېړنې پيل کړي. څېړونکو موندلې چې زمونږ د
چاپيريال په پیژندلو کی زمونږ زړه ستره ونډه لري
دا خبره هغه وخت په ډاګه شوه
کله چی دوی د انسان د پوهې او شعور او د زړه
د درزیدا د فیصدۍ او د وینې د فشار او تنفس ترمينځ ټینګه اړیکه پیدا کړه. له همدې ځایه وپوهېدل چی زړه پر دماغ اغیز لري.
د زړه عصبي سیستم
ډاکټر Armour وایې
چې د بدن له بېلابېلو
ځایونو څخه زړه ته د راتلونکو معلوماتو په وړاندې د غبرګون لپاره زړه یو ځانګړی سیستم لري، نو ځکه د زړه د بدلونې د جراحي عملیاتو بریا هم تر ډیره بریده د نوي لګول شوي زړه له عصبي سیستم او د ناروغ له بدن سره د هغه له جوړښت پورې اړه لري.
حافظه..یواځی په دماغ کی نده!
پوهاند Gary Schwartz د اریزونا په
پوهنتون کی د نفسیاتي طب متخصص
او پوهانده Linda Russek پدې باوردي
چې زړه یو ځانګړی قوت لري چی د
هغه په واسطه معلومات زېرمه کوي
او له هغه سره سم غبرګون ښيې، نو
ځکه حافظه یواځې په دماغ کې نه ده بلکه ډیر ځله زړه حافظې فعالوي او پری څارنه کوي. پوهاند Gary د زړه بدلونې د تر ۳۰۰ زیاتو عملیاتو تر څیړنې وروسته دې پایلې ته رسیدلی چې په ټولو ناروغانو کې له عملیاتو وروسته ژور نفسیاتي بدلون راغلی دی.
زړه ...او د مور مینه!
ډاکټر Schwartz وایې: یوې ډاکټرې
د خپل ماشوم زوی د مړینې پر وخت
وغوښتل د هغه زړه خیرات
کړي. مونږ د دغه ماشوم زړه یوه بل
ماشوم ته پیوند کړ. دې ډاکټرې پخپله دغه پېښه څارله او ویې ویل: زه تل دا احساس کوم چی زما زوی ژوندی دی، او زه چی کله دغه ماشوم ته (چی د هغې د زوی زړه په کې دی) نږدې کیږم نو زه یی د زړه درزا احساسوم، او کله چې مې په غېږ کې واخیست داسې احساس مې وکړ چې زما خپل زوی دی. د دغه ماشوم زړه زما د زوی ډیری برخه لري"!
زړه... او احساسات
د مصنوعی زړه پیوندول یې له خاوند څخه احساس او مینه له منځه وړي!!
دلته یو څه ډیر د پام وړ دي او
هغه دا چې کومو انسانانو ته چې مصنوعي زړونه پیوند شوي، هغوی مینه، احساسات او عواطف له لاسه ورکړي! ډیر داسې ناروغان چې مصنوعي زړونه ورته پیوند شوي دي، له عملیاتو سملاسي وروسته وایي چې: د دوی احساس په پوره ډول بدلون موندلی، او دوی اوس پدی هم نه پوهیږي چی خپله مینه او احساسات څنګه څرګند کړي، آن تردې چی د خپلې کورنۍ د غړو په هکله یې هم احساساتو بدلون موندلی دی.
پوهان اقرار کوي ......
چی دوی زړه په كافي اندازه نه دی مطالعه کړی
ډاکټران تر دې شیبې هم په دې نه دي
توانیدلي چی دغه حقیقت چې ولې دغه نفسیاتی بدلون رامنځ ته شوی دی تشریح کړي، او د زړه اړیکه د انسان له نفس، احساساتو او سوچ سره څه ده؟ د امریکا د پنسلوانیا د پوهنتون د طبي اخلاقو د برخې مشر پوهاند Arthur Caplan وایي: پوهانو تر اوسه دې حقیقت ته پام نه دی کړی، بلکې مونږ د نفس او احساساتو او د بدن دغړو ترمينځ اړیکه نده څیړلې، او له بدن سره یواځې د یوه ماشین په څیر تعامل کوو.
دماغ په زړه کی
د انسان د زړه د درزا نسبت د هغه
د نفسیاتي حالاتو سره سم بدلیږي، او ډاکټر J. Andrew Armour
په دې ټینګار کوي چې د زړه د
هرې حجرې په منځ کې یو پیچلی
دماغ وجود لري. په زړه کې له څلویښتو زرو ډیرې عصبي حجرې دي چې په خورا دقیق ډول د زړه د درزا او د هرمونونو د افراز په تنظیمولو، او د معلوماتو په زېرمه کولو او بیا یې دماغ ته په لیږلو، کې کار کوي. دغه معلومات په پوهه او ادراک کې خورا مهمه ونډه لري.
زړه... دماغي حجرو
ته لارښوونه کوي
ځینی څیړونکي په دې ټینګار کوي
چې معلومات له زړه نه د دماغو
په لور خوزیږي او وروسته ته له
ځانګړو لارو څخه دماغ ته
ورننوزي، او دماغي حجرو ته داسې لارښوونې کوي چی د پوهیدو جوګه شي. له همدې کبله ځینو پوهانو وروسته له دې چې په سوچ کولو او نوښت کې د زړه ارزښتناکه ونډه و مونده د داسې مرکزونو په جوړولو پيل وکړ چې د زړه او دماغ تر منځ، او د زړه او نفسیاتي او ادراکي عواملو تر مينځ اړیکې وڅیړي..
د زړه اشارې ....
ډاکټر Paul Pearsallله تجربو وروسته
چی ډیر کلونه یی دوام وکړ، وایي: زړه شعور
لري، احساس کوي او څه یادوي، او داسې
موجونه لیږدوي چی له نورو زړونو سره د
تماس نیولو جوګه شي، او داسې معلومات لري
چی د زړه له هر وار درزیدا سره یې د بدن ټولو
غړو ته لیږدوي. ځینی څیړونکي بیا دا پوښتنه کوي چی آیا کیدای شي حافظه زمونږ په زړونو کی ژوره پاتې شي؟ Paul په خپل کتاب “د زړه کوډ” کې وایي: کله چې ته ناڅاپه له څه شي سره مخ شې او یا هم خوښ او یا خپه شې، نو په بې پامۍ کی دې خپل لاس په ټټر ږدې.
زړه دماغ ته معلومات لیږي
زړه په خپلې منظمې درزا سره د
بدن نظم کنترولوي. زړه د وینې
د پمپونکي په توګه د بدن د ټولو
غړو ترمينځ د اړیکې یوه وسیله
ده. وینه پدې توګه هرې حجرې ته ځي او معلومات له ځانه سره اخلي او بلې حجرې ته یې لېږدوي، نو معلومه شوه چې زړه حجرو ته یواځې پاکه وینه نه، بلکې له هرې درزا سره معلومات هم لیږدوي، او داهغه
څه دي چې ځینې څیړونکي پرې باور لري!
د زړه ....برښنایي ساحه
د زړه د ریاضیاتو په انستیتیوت کې چې کومې څیړنې شوي دي، دې حیرانوونکې پایلې ته رسیدلي چې د زړه بريښنايي ساحه
دومره ځواکمنه ده چې زمونږ د شاوخوا په خلکو اغیز کوي، دا په دې معنی چې یو کس کولای شي له بل کس سره بې له دې چی خبرې وکړي اړیکې ونیسي!!! همدا ډول د زړه درزا په هغو موجونو (د الفا امواج) اغیز لري چی دماغ یې خپروي. هرڅومره چې د زړه درزا زیاتیږي په هماغه کچه د دماغ امواج هم زیات خپریږي.

موز اوزړه
دپورته معلوماتوپه رڼا کې اوس یو نبوي حدیث را اخلو او هغه داچې رسول
الله صلی الله علیه وسلم وایې : په یدن کې یوه دغوښې ټوټه ده کله چې دا ټوټه
برابره او سمه شې نوټول بدن سم او برابر شې او دا ټوټه زړه دی داراز په یوه بل
روایت کې دا هم راغلي چې ګناهونه په زړه تور او ښه عملونه سپین ټپونه پرې جوړوې او
قرانکریم هم وایې چې کفر په زړه توره پرده غوړوې . نوکه موږ پورته ساینسي معلوماتو
ته د دي شرعي معلوماتو په هنداره کې ځیرشو په واضحه توګه ددي شرعي معلوماتو تایید
ورنه معلومولی شو .
داچې زړه دوینوپمپ دی زموږ عام پښتانه هم ډیرپخوا لا له دی حقیقته
خبروو زموږ او تاسو دبدن کومه برخه چې ټپي
شې نو دزخم دخرابیدلوپه حالت کې دویني خپل
اصلي سور رنګ تور وګرځې اوداخرابه وینه ضرري او تاواني وې داراز په انسان باندي چې
غمونه او دردونه راځي نو طبعا ځای یې زړه وې اوپه زړه کې جمعه کیږې اودا غمونه او
دردونه یوه پښتانه لنډۍ مار دزړه ټپونه بللي او دشعري مبالغي په زور یې داخبره
ښکاره کړي ده چې دغمونو او دردونو له زوره یې د زړه وینه تور شوې ده دی وایې :
زړه مې له تورو وینو ډک ده = که غرغړې کړمه دنیا به ولړمه
اوس مدوومره .
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق