الخميس، 16 فبراير 2012

دوه وږي لیوان



دوه وږې لیوان


الحمدلله رب العلمین وصلی الله علی سیدنا محمد واله واصحابه اجمعین ،
امام احمد ،امام النسائی ،امام الترمذی او ابن حبان په خپل صحیح کې له کعب بن مالک الانصاري رضي الله عنه څخه داروایت راخیستی دی، هغه وایې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دې :
دوه وږې لیوان چې په میږو ګډ شې هغه میږوته دومره تاوان ن رسوې لکه د دنیا مینه اوحرص اود دنیوي عزت اوشرف مینه چې د سړي دین ته څومره تاوان رسوې ،
امام الترمذي وایې : داحدیث حسن او صحیح دی اوپه یوه بل روایت کې داحدیث له دي لاندي صحابه کراموڅخه روایت شوی دی: عبدالله بن عمر ، ابن عباس ، ابوهریره ،اسامه بن زید، جابر،ابوسعیدالخدري اوعاصم بن عدي الانصاري رضي الله عنهم ،د جابر رضي الله عنه روایت په دي ډول دی
دوه ضرري لیوان چې په بي څښتنه میږو ګډ شې دادومره تاوان نه رسوې لکه د دنیوې عزت اومال مینه اوحرص چې دمسلمان دین ته څومره تاوان رسوې او دعبدالله بن عباس رضی الله عنه په روایت کې د (حرص المال والشرف ) پر ځای (حب المال والشرف) راغلې دي ،

دمال اوشتمني دمیني اود دنیوي عزت اوشرف دحرص داومحبت په اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم داخبره خورا لویه اوله حکمته ډکه بیلګه ده دمال او دنیوي عزت مینه اوحرص دسړي ایمان اودین ته خورا زیات ضرر رسوې اودا ضرر دهغو دوو وږو اوضرري لیوانوله ضرر نه کم نده چې په شپه کې په داسې رمه ګډ شې چې څښتن یې هم نه وې نودادوه لیوان به بی له کومي ویري میږې خوري اوداړي اوښکاره خبر ده چې دالیوان به دي بي څښتنه میږوته خورا زیات تاوان ورسوې اورسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې له دنیا اود دنیا له عزت سره مینه او ددي حرص دمسلمان دین ته همدومره تاوان رسوې له دي به کم نه وې بلکي له دي سره برابر اویابه زیات وې 

درسول الله صلی الله علیه وسلم له دي خبرې څخه دا معلومیږې چې دمال اودنیوې عزت له میني اوحرص سره دمسلمان ایمان روغ اوسالم نشې ياته کیدلی لکه له هغو دوو وږو لیوانو څخه چې د ډیروکمو میږو دروغ پاته کیدلو امکان شته نوله دي خبرې نه دا معلومه شوه چې د مال او د دنیا دعزت اوشرف له حرص اومیني څخه ځان ژغورل دمسلمان له پاره ډیر مهم او ضروري دي

 



د دنیا دحریصانو حال
دمال او دنیا مینه اوحرص په دوه ډوله ده یو ډول یې له مال اوشتمني سره ډیره مینه اوپه ډیر حرص اومینه سره یې جمعه کول دي یعني شپه ورځ دمال جمعه کول اوپه دي لاره کې ستوماني او درني ستونزي ګالل دي نودا حدیث د دا ډول خلکوپه بارکې راغلی دی که څه هم دا خلک له حلالي لاري روزي لاسته کوې ، په الطبراني کې د عاصم ببن عدي رضي الله عنه په روایت کې راغلې دي هغه وایې : دخیبرپه غنیمت کې مې سل سهمونه اوبرخې واخیستلي ، کله چې دا خبر ه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسید ویې ویل : دوه ضرري لیوان چې په بي څښتنه مال ګډ شې دا دواړه به دا مال دومره نه تاواني کوې لکه له مال اودنیوې شرف سره دمسلمان مینه اوحرص چې دهغه دین ته څومر ه تاوان رسوې .
زه ( ابن رجب الحنبلي) وایم دمال په حرص اومینه کې که نورهیڅ تاوان نه وې یواځي دارزښتناک عمر ضایع کول هم خورا لویه ضایعه ده په دي وخت کې به هغه لوړې درجي اوتلپاته نعمتونه درلاسه کړې نودا وخت په مال جمعه کولو اوډیرولو ضایع کول لوی تاوان دی ځکه روزې خو مضمونه او دالله له لورې ویشل کیږې اوانسان له خپل نصیب نه زیات هیڅ شی نشې ترلاسه کولی اوکه یوڅوک ډیر مال ترلاسه کړې له هغه ټول څخه ګټه نشې ترلاسه کولی بلکي هغه به یې میراتخوروته پاته وې دی به یې جمعه کوې اونوربه یې خورې اوحساب اوپوښټنه به له ده څخه کیږې ، دی به دا مال داسې داسې چاته پریږدي چې هغوی به دده په حرص اوخواریوخبرهم نه وې اوپه خپله به دداسې ذات حضورته ورځې چې هلته به یې داعذر نه منل کیږې که نورهیڅ ونه شمارویواځې دابدي هم د مال دحریص بس ده دمال حریص خپل خوږ عمر خرابوې دبي ارزښته اوپه تندې لیکلي روزي له پاره ، اوږدو سفرونوته ملاتړي اوځان له خطرونوسره مخامخ کوې څو دنوروله پاره مال راټول کړې !!
لکه شاعر چې وایې :
ومن ینفق الایام فی جمع ماله
مخافة فقر فالذي فعل الفقر
یعني څوک چې دفقر اوغریبي له ویرې دمال په جمعه کولو شپي ورځې ضایع کوې اولګوې  نوپه خپله دابده ورځ هم غریبي اوفقر ده !
یوه حکیم ته چا وویل : فلانکي ډیر مال جمعه کړ ، حکیم ورته وویل : ایا له مال سره یې نور عمر اوشپې هم جمعه کړې څو دا مال پکې ولګوې؟ ورته وویل شو نه ، حکیم وویل : بیا یې هیڅ ګټه هم نده کړې



په ځینې اسرائلي روایاتوکې راغلې دي : روزې ویشل شوې د ه او حریص بې برخې دی بنیادمه ! ته چې د دنیاپه طلب کې ژوند تیرکړي داخرت له پاره به توښه کله برابروې؟ ! 

اذاکنت فی الدنیا عن الخیر عاجزا 
فما انت فی یوم القمة صانع  ؟

یعني ته چې په دنیا کې دخیر کارونه نشې کولی دقیامت په ورځ به څه کوې ؟
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایې : یقین دي ته وایې چې خلک دالله په قهر نشې راضي اودالله په ورکړي روزې حسد اوکینه ونکړې ، اوکه یوچاته خدای څه نه یې ورکړي هغه ملامت نکړل شې ، حریص په حرص سره روزې نشې ترلاسه کولی ، اوکه څوک له مال نه کرکه ولرې دده په دي کرکه سره له ده نه مال نشې ګرځیدلی بلکي ورته راځې به ، الله جل جلاله په خپل عدل سره په یقین اورضا کې خوشالې ایښې ده اودده په قهر اوشکمن زړه کې یې غمونه او اندیښنې ایښې دي . 

ځیني سلفو علماو ویلې دي : چې قدر حق شو نو حرص باطل شواوپه خلکو کې چې غدارې او خیانتونه پیداشې نوپه هرچا باور نشې کیدلی اوچې هرچاته مرګ انتظار کوې نوپه دنیا ډاډه کیدل حماقت او کم عقلي ده .
عبدالواحد بن زید به په قسم سره ویل :  زماپه اند په دنیا کې دسړي حرص دده له هرلوی دښمن نه ډیر خطرناک دی ، او ویل به یې : ای وروڼو ! دحریص مال ، شتمني او دلاسپراخې ته زړه مه ښه کوئ اوده ته سخت مه ورکوئ دده مال او بوختیا ته دکرکې په سترګو ګورئ ، دانن چې دی په څه بوخت دی په اخرت کې به دی مدي شې راپرځولی وې ، په دي وخت کې به ابن زید (الله اکبر ) وویلې ، ده به ویل حرص په دو ډوله دی یوشرموونکی دی اوبل ګټور حرص دی دخدای په بندګې او اطاعت کې حرص کول ګټور ده او د دنیا حرص شرموونکی دی . 

د دنیا حرص یو عذاب دی چې حریص پکي کړیږې ، دی به همیشه بوخت وې نه به خوشالي وینې اونه به له څه شې نه خوند اخیستلی شې ځکه دی به هروخت په کار بوخت وې اوکار دانسان ټولي قواوي بوختي او مشغولي لرې نو له دنیا به څه خوند واخلي ؟

او حرص د دنیا مینه د اخرت کار ته هم نه پریږدي ، اودی په فاني او تلونکي شي بوخت وې اوله تلپاته او ابدي شې نه غافل وي لکه شاعر چې وایې :

لا تغبطن اخا حرص علي سعة 
وانظرالیه بعین الماقت القالي 

ان الحریص لمشغول بثروته 
عن السرور بما یحوي من المال 

یعني دحریص په پراخه مال غبطه مکوه ! هغه ته په قهراوسپکه سترګه ګوره ځکه دی په خپله شتمني کې دومره بوخت دی چې له غې نه دخوند اخیستلو وخت نلرې ،یوبل شاعر وایې :

یاجامعا مانعا والدهر یرمقه 
مفکرا ای باب منه یغلقه

جمعت مالا ففکرهل جمعت له
یاجامع المال ایاما تفرقه

یعني ای مال جمعه کوونکي زمانه له څنګه درته ګورې ته په دي فکرونوکې یې چې کومه دروازه به وتړې تاخومالونه جمعه کړل ، ای د مال جمعه کوونکي ! ددي مال له پاره دي ورځې او ژوند هم جمعه کړی دی چې بیا دا مال پکې مصرف کړي ؟! یوبل شاعر وایې :

المال عندک مخزون لوارثه 
ماالمال مالک الایوم تنفقه
ان القناعة من یحلل بساحتها
لم یلق فی ظلها هما یؤرقه 

یعني ستامال میراتخوروله پاره زیرمه ده ستا برخه یواځي هغه ده چې په ځان دي ولګوله ، دقناعت په پراخه غولي کې چې څوک پناه واخلې هغه به یې په سیوري کې هیڅ زوروونکی غم ونه وینې .





ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق