الاثنين، 20 فبراير 2012

دژوند راز (۱۲)



دقدرت درس


يو ځاي يو چا خپله تجربه ليكلي وه هغه دا چي واي يو ځل ماته يوه كب نيوونكي وويل چي ته دي ته اړتيا نه لري چي د جنګاش ټوكري ته سر پوښ جوړ كړي ځكه په دوي كي چي كوم يو وغواړي له ټوكري نه دباندي ووځي نو نور جنګاشان ورشي او بيرته يي خپلي ټوكري ته ورغورځار كړي .

يقينا چي دا فطرت لوي څښتن په جنګاش كي پنځولي دي د جنګاش ددي فطرت په زريعه خداي جل جلاله انسانانو ته وايي چي تاسو به خپل ټولنيز ژوند څنګه پر مخ بيايي په ټولنيز ژوند كي اتحاد او يووالي ته ډيره زياته اړتيا ليدل كيږي او د اتحاد او يووالي د ټينګولو له پاره تر ټولو غوره لاره هماغه لاره ده چي د جنګاش په فطرت كي لوي څښتن پنځولي ده د يوي انساني ټولني وګړي بايد دومره شعور ولري چي كه چيرته په دوي كي كوم له ذهني كږوالي سره مخ شي او غواړي له خپلي ټولني نه ووځي نو بايد نور خلك يي ونيسي او بيرته يي د ځان لورته را كاږي د يوي ټوكري خلك بايد خپل هيڅ يو كس هم له ټوكرۍ نه دباندي پري نږدي .


په اسلامي تاريخ كي ددي يوه غوره بيلګه حضرت عباده بن صامت الانصا ري رضي الله عنه دي د رسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته د خلافت په موضوع كي د ده نظر له نورو صحابه وسره مخالف و زيات صحابه كرام په دي متفق وو چي د قريشو يو كس دي خليفه وټاكل شي خو د سعدبن عباده په ذهن كي دا خبره وه چي خليفه بايد له انصارو نه وي او يا دي دووه خليفه ګان وټاكل شي يو له مهاجرينو نه او بل له انصارو نه خو تاريخ وايي چي د سعدبن عباده دقوم ټول دده مخي ته ودريده او عباده يي بيرته خپلي ټوكرۍ ته راكاږه او اجازه يي ورنه كړه چي له ټوكرۍ نه دباندي پښه كيږدي .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق