د مقري رول
په رسول الله صلی
الله علیه وسلم باندي دلومړۍ وحي لومړی توری (اقرا) دی یعني ای پیغمبره ته ولوله
یا ته مقري وګرځه ! ددي ایت له نزول وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مقري
یالوستونکی وګرځيدی ، هغه مهال دی په مکه کې و ده به چې هروخت یوڅو کسان یوځای
ولیدل هغوی ته به ورغی او دقرانکریم نازله شوې برخه به یې ورته تلاوت کړه ، داخبره
په مختلفي روایتونوکې راغلي ده : عرض علیهم الاسلام ،وتلاعلیهم القران .
درسول الله صلی الله
علیه وسلم ملګروهم دالاره ونیوله ، هر صحابي په عملي توګه مقري وګرځیدی هروخت
اوهرځای به یې چې څو کسان ولیدل دوی به ورغلل او دقرانکریم کومه برخه به یې ورته
تلاوت کړه .
که څه هم په مکي دور
کې د (مقري) توری ندی کارول شوی بلکي داتوری دلومړي ځل له پاره هغه وخت وکارول شو
چې مدیني ته له هجرت څخه لیږمخکي د ( مصعب بن عمیررضي الله عنه ) په نامه یو صحابي
له مکي نه مدیني ته ولیږل شو نوهغه به چې په مدینه کې یوځای څوکسان یوځای ولیدل نو
هغوی ته به ورغی اودقرانکریم ایتونه به یې ورته تلاوت کړل اوداد ده دعوتي کار
واودی په مدینه کې په (مقري) سر ه ونومول شو
یعني داعي ، او مدا د
دعوت اساسي کار دی چې خلکوته قرانکریم ورسول شي
درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې همدا د دعوت ممکن صورت و چې
قرانکریم زده اویاد کړل شي اوهغه خلکوته ورسول شي ،
که
نن یوڅوک د زړه له کومي د دعوت کار کول
غواړي هغوی دي انسانانوته قرانکریم ورسوي موږ د غیرعربي ویونکو ژبو مسلمانان یو
زموږ ولسونه او خلک له عربي سره ډیر نابلده دي نن زموږ ترټولو ستر دعوتي کاربه
داوي چې خپلو خلکوته قرانکریم وژباړو دهغه صحي او کره تفسیرونه خپلوژبوته ترجمه
کړو اوخپلو ولسونوته یې ورسوو، اودا د دعوت نبوي لاره ده قرانکریم خلکوته دهغوی په
ژبه رسول ترټولو ستردعوتي کار دي .
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق