زه اورښتیا(۱)
زما بلوګ (رښتیا) زما شخصي پاڼه ده دلته زه ډیر خوشاله یم دلته د انټر نیټ له
ګڼاړیکو نړۍ ښه لرې
زه اوخپل زړه ،
زه اوزما خاطرات ،
زه اوزما تخیل ،
زه اوزما اندیښني
سره یواځې یو، داواړه ښایستوکي ماشومان له مانه راچاپیره وي
عجیب اوښکلی منظر وې !!کله له یوه سره بوخت یم کله له بل سره ،
ددوی غوښتني هم عجیبي او څوډوله وي زما اوددي ماشومان کیسه ډیره
اوږده اوډیره خوږه ده له تاسو سره دیوه یوه کیسه شریکوم ،
ګورئ دکیسي توری مو خطانکړې تاسوبه نو وایئ چې دابه اوږدي اوستړې کوونکي
وې نه نه داسې هیڅکله نده زه طبعا کمګواولیږګړیدونکی یم زما دمجلس یاران ماتل
په پټخولي سره یادوې اودا مزاج مې قلم ته هم راغځیدلی دی ماته خپل اودنورو وختونه ټول ارزښتناک ښکارې نوځکه یې دضایع کولو ګناه نه اخلم ،
پښتانه وایې پلانی شمیرلي خبرې کوې ! داڅومره له حکمته ډکه خبر ده !
ای کاش موږ دژوند ټولي چارې په شمارسره پرمخبیولی اوای کاش موږ دوخت ارزښت پیژندلی .
دانټرنیټ له ګټوري ټیکنالوژي نه موږ دوختونو قاتل جوړکړی دی زموږ بحثونه اوخبرې زموږ اړیکي او تعلقات که په ژوره توګه وسنجوو او ویې شمیرو ډیری
برخه یې عبث اوچټیات وې نه دځان او نوروپه ښمر ، اونه داسلام او وطن په
ښمراوپه دي توګه موخپل خوږ عمر او ارزښتناک ژوند په چټیاتو اوعبثیاتو بوخت
لرلی وې .
دیوه حدیث شریف په یوه برخه کې راغلي دي چې له بنیادم نه په اخرت کې دڅو
شیانوپوښتنه کیږې چې یوله هغوی نه : وعن عمر فیم افناه ، یعني په اخرت کې به له انسان نه وپوښتل شې چې تاخپل عمر په څه شې لګولی و
په یوه بل حدیث کې راغلې دي چې دشپیته کلن انسان عذر داخرت په ورځ دمنلو ندی ، داراز پوهان وایې : وخت دتوري په څیر دی که دی کنترول کړ نو کاربه ترې واخلې او که دي کنترول نکړ نو پریکوې دي او ویل کیږې چې وخت له سرو زرو ډیر قیمتي دی .
زما اوزما دبلوګ دکیسې په اړه چې ما کومه لیکنه راپیل کړې ده دابه په خپل جریان کې مختلفي اوګڼ شمیر سمڅې اوسوړې لرې وایې خبره له خبرې یادیږې نو ماته چې دموضوع په ترڅ کې په کومه خبره پورې بله خبره رایاده شې هغه به خامخا کوم ځکه داخودفیسبوک او ټویټر دخاطراتو لیکلو دګوتشمیرو تورو خانه نده داخو زما خپل بلوګ دی لکه دااوس مې چې د خبروداختصار موضوع دوخت ارزښت ته وغځوله داسې به کله کله شاوخوا چکر وهو ،
اوس راځم زه او زما دزړه کیسې ته :
زه اوزما زړه
زما زړه دنوروانسانانوپه څیر یوعادي او ساده زړه دی نه ډیرې غوښتني لرې
او نه د ډیرو ارمانونوکڅوړه ده ، نه ډیر خپه او نه هم له ګورمه ډک ،یواځي یوه لویه ستونزه لرې او هغه داچې دغفلت خوب یې تل په سترګوکې رغړي اودا ترټولو بدخوی اوخصلت دی اودهمدي غفلت له کبله سستي اولټي راباندې اړولي دي په ځانګړې توګه دستر څښتن په وړاندي د زښت زیات خجالت اوشرمندګي احساس راسره مل وې ... دبندګي ذلت او بي وسې دسترڅښتن په عبادت سره جبیره کیږې خو زه بدمرغه په دي اړه ډیر لږځواکه اوناتوانه یم ...
زړونه دارمانونو کڅوړي ګرځول سم کار ندی ځکه پښتانه وایې : دارمان ختل اسمان ته ختل دي ارمانو ، هیلي ، ارزوګاني اوامیدونه له مناسب مقدار نه هم یوڅه کم لرل په کار دي بي هیلو اوبي ارمانه انسان هم فلج اوشل شوټ وې زموږ زړونه که په هغوکې پراته ارمانونه اوهیلي ونه تخنوې نو دخوب او خوراک بي هدفه انسانان به پاته یواودژوند نشاط او خوځښت به په ټپه ولاړ وې ، دجنت ارمان او د الله جل جلاله دلید هیله موږ عبادت او دالله نمانځني ته چمتوکوې اولیواله کوې اود همدي ستري موخې په برکت موږ دهر عبادت سختي ته ملاتړو.
داراز په دنیایې چاروکې که موږ داولاد ارمان لرو دښه کور او ښې میرمني ارمان ناکراره کړې یونوهمدا ناکراري مو هڅوې څو خپلو موخوته ځان ورسوواوکه دا ارمان ونلرو نو بي هدفه به ګرځو او که یوڅوک داسې بي هدفه ګرځي هغه موږ لوپر اولوچک بولو نوهیلي او ارمانونه موږ کار ته هڅوې او آن زموږ له پاره اهداف اوموخې ټاکي ،
ما مخکي وویل چې له مناسب مقدار نه هم کم ارمانونه اوهیلي لرل پکار دي له مناسب نه مې مطلب د نني پیر دانسان هیلي او ارمانونه دي ، نن په ټولیزه توګه دانسانانو دژوند سویې لوړي شوې او پورته تللي دي اوداراز په لوړه سویه ژوند په ښکاره توګه دیوه مسلمان انسان په ارموخه کې خنډونه راولاوې ، په اثر کې راغلي دي چې تاسو د دنیا له پاره داسې هڅي وکړئ لکه دتل له پاره چې به په دنیا کې اوسئ او داخرت له پاره دومره خواري اوڅي وکړي لکه یواځي چې داخرت دکار له پاره پیداشوې یئ ،
اوبل که موږ دژوند دسویې لوړوالي ته متوجه واوسو او خپلي هیلي او ارمانونه په دي ژوند پورې زیات غوټه کړو نوپه دي لنډ ژوند کې داخرت دلویې ورځي له پاره کارنشوکولی د دنیا زرق اوبرق یا ښکلا اوځلا دانسان سترګې ځان ته راکاږې او انسان له اخرت نه غافله کوې او دا غفلت هلاکوونکی دی الله دي موږ وژغورې ،
نوله دي کبله باید د دنیا په چاروکې دومره ارمانونه اوهیلي راسره وې چې یوڅه ساده او بي له تکلفاتوژوند ځان ته برابر کړو اوپاته هیلي او ټول ارمانونه په اخرت اوداخرت له پاره په تیاري پوري وتړو .
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق