الثلاثاء، 24 يناير 2012

د زړه رازونه د علم او ایمان ترمنځ

یادونه : دالیکنه مې دفیسبوک له یوه ګروپ نه را کافې کړې
ده دالحکمه ضاله المومن پر اساس یې له تاسو سره شریکوم (حامد)


لیکوال عبد الدائم «کحیل»
ژباړن محترم حمد الله «فایق»


د زړه رازونه د علم او ایمان ترمنځ



بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ
قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا
... أَوْ آَذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لا تَعْمَى الأبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ *
الله (ج) فرمایی: آیا دوی په ځمکه کښې ندي ګرځیدلي چی هوښیار او عقلمند زړونه، اوریدونکي غوږونه یې درلودلي وای، بې له شکه چې سترګې نه ړندیږي مګر د ټټرونو په منځ کې پراته زړونه ړندیږي.

يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
(الشعراء: 88-89)

دا څیړنه د څه لپاره؟
- زړه په قرآن کې تر سلو ځلو ډیر یاد شوی او دا د دې غړي د اهمیت ښکارندوی دی کوم چې الله تعالی زمونږ په واک کې راکړی.
- ستا روغتیا ستا د زړه پر روغتیا قیاس کیږي.
- که چیرې زړه دې کار پریږدي، دا دې د ژوند د پای په معنی ده.
- د زړه روغتیا د ټول بدن د روغتیا معنی لري، ا و د زړه فساد د ټول بدن د فساد معنی لري، یعنی زړه د انسان برخلیک ټاکي!
- نو ځکه وروڼو! دغه څیړنه یواځې د معلوماتو د زیاتولو لپاره نده، بلکې زمونږ د ټولو د ژوندانه او آخرت لپاره ډیر ارزښت لري.

دغه څیړنه د انساني زړه په هکله یو نوی
لید وړاندې کوي. له ډیرو کلونو راهیسې پوهانو زړه له فیزیالوجي اړخه څیړلی مګر یواځې د وینې د پمپوونکي غړي په توګه یې ورته کتلي دي. خو د یوویشتمې پیړۍ په پیلېدو او انسان ته د جراحي عملیاتو له لارې د مصنوعي زړونو له وراچولو او د زړه بدلونې د عملیاتو د زیاتوالي له کبله، ځینو څیړونکو داسې حیرانوونکي څه پیدا کړل چې پرته له دې چې د زړه په اړه خپلو نظرونو ته بدلون ورکړو، بله لاره نه لرو!

د زړه د فعالیت سیستم
زړه د وینې له لارې د ټول بدن حجرو ته اکسیجن لیږدوي، حجرات اکسیجن اخلي تر څو يې د خوړو د تیارولو لپاره وسوځوي. او کاربن ډای اکسایډ او نور زهري مواد وینې ته ورکوي، وروسته یې وینه د زړه له لارې د پاکولو او ورڅخه د کاربن ډای اکسایډ د لرې کولو په موخه سږو ته لیږي، ښکاره ده چې د تنفس د عملیې په واسطه سږي اکسیجن اخلي او کاربن ډای اکساید خارجوي. که چیرې دغه دوینې رګونه او شریانونو سره وتړل شي نو له 100000 کیلو مترو څخه به اوږده شي!!

د زړه...
او دماغ ترمنځ اړیکه
له دیرشو کلونو راهیسې ساینس پوهانو
د زړه او دماغ ترمنځ د اړيکو د شتون په هکله
څېړنې پيل کړي. څېړونکو موندلې چې زمونږ د
چاپيريال په پیژندلو کی زمونږ زړه ستره ونډه لري
دا خبره هغه وخت په ډاګه شوه
کله چی دوی د انسان د پوهې او شعور او د زړه
د درزیدا د فیصدۍ او د وینې د فشار او تنفس ترمينځ ټینګه اړیکه پیدا کړه. له همدې ځایه وپوهېدل چی زړه پر دماغ اغیز لري.

د زړه...
عصبي سیستم

ډاکټر Armour وایې
چې د بدن له بېلابېلو
ځایونو څخه زړه ته د راتلونکو معلوماتو په وړاندې د غبرګون لپاره زړه یو ځانګړی سیستم لري، نو ځکه د زړه د بدلونې د جراحي عملیاتو بریا هم تر ډیره بریده د نوي لګول شوي زړه له عصبي سیستم او د ناروغ له بدن سره د هغه له جوړښت پورې اړه لري.

حافظه..یواځی په دماغ کی نده!
پوهاند Gary Schwartz د اریزونا په
پوهنتون کی د نفسیاتي طب متخصص
او پوهانده Linda Russek پدې باوردي
چې زړه یو ځانګړی قوت لري چی د
هغه په واسطه معلومات زېرمه کوي
او له هغه سره سم غبرګون ښيې، نو
ځکه حافظه یواځې په دماغ کې نه ده بلکه ډیر ځله زړه حافظې فعالوي او پری څارنه کوي. پوهاند Gary د زړه بدلونې د تر ۳۰۰ زیاتو عملیاتو تر څیړنې وروسته دې پایلې ته رسیدلی چې په ټولو ناروغانو کې له عملیاتو وروسته ژور نفسیاتي بدلون راغلی دی.

زړه ...او د مور مینه!
ډاکټر Schwartz وایې: یوې ډاکټرې
د خپل ماشوم زوی د مړینې پر وخت
وغوښتل د هغه زړه خیرات
کړي. مونږ د دغه ماشوم زړه یوه بل
ماشوم ته پیوند کړ. دې ډاکټرې پخپله دغه پېښه څارله او ویې ویل: زه تل دا احساس کوم چی زما زوی ژوندی دی، او زه چی کله دغه ماشوم ته (چی د هغې د زوی زړه په کې دی) نږدې کیږم نو زه یی د زړه درزا احساسوم، او کله چې مې په غېږ کې واخیست داسې احساس مې وکړ چې زما خپل زوی دی. د دغه ماشوم زړه زما د زوی ډیری برخه لري"!

زړه... او احساسات
د مصنوعی زړه پیوندول یې له خاوند څخه احساس او مینه له منځه وړي!!
دلته یو څه ډیر د پام وړ دي او
هغه دا چې کومو انسانانو ته چې مصنوعي زړونه پیوند شوي، هغوی مینه، احساسات او عواطف له لاسه ورکړي! ډیر داسې ناروغان چې مصنوعي زړونه ورته پیوند شوي دي، له عملیاتو سملاسي وروسته وایي چې: د دوی احساس په پوره ډول بدلون موندلی، او دوی اوس پدی هم نه پوهیږي چی خپله مینه او احساسات څنګه څرګند کړي، آن تردې چی د خپلې کورنۍ د غړو په هکله یې هم احساساتو بدلون موندلی دی.

پوهان اقرار کوي ......
چی دوی زړه په كافي اندازه نه دی مطالعه کړی

ډاکټران تر دې شیبې هم په دې نه دي
توانیدلي چی دغه حقیقت چې ولې دغه نفسیاتی بدلون رامنځ ته شوی دی تشریح کړي، او د زړه اړیکه د انسان له نفس، احساساتو او سوچ سره څه ده؟ د امریکا د پنسلوانیا د پوهنتون د طبي اخلاقو د برخې مشر پوهاند Arthur Caplan وایي: پوهانو تر اوسه دې حقیقت ته پام نه دی کړی، بلکې مونږ د نفس او احساساتو او د بدن دغړو ترمينځ اړیکه نده څیړلې، او له بدن سره یواځې د یوه ماشین په څیر تعامل کوو.

دماغ په زړه کی
د انسان د زړه د درزا نسبت د هغه
د نفسیاتي حالاتو سره سم بدلیږي، او ډاکټر J. Andrew Armour
په دې ټینګار کوي چې د زړه د
هرې حجرې په منځ کې یو پیچلی
دماغ وجود لري. په زړه کې له څلویښتو زرو ډیرې عصبي حجرې دي چې په خورا دقیق ډول د زړه د درزا او د هرمونونو د افراز په تنظیمولو، او د معلوماتو په زېرمه کولو او بیا یې دماغ ته په لیږلو، کې کار کوي. دغه معلومات په پوهه او ادراک کې خورا مهمه ونډه لري.

زړه... دماغي حجرو
ته لارښوونه کوي
ځینی څیړونکي په دې ټینګار کوي
چې معلومات له زړه نه د دماغو
په لور خوزیږي او وروسته ته له
ځانګړو لارو څخه دماغ ته
ورننوزي، او دماغي حجرو ته داسې لارښوونې کوي چی د پوهیدو جوګه شي. له همدې کبله ځینو پوهانو وروسته له دې چې په سوچ کولو او نوښت کې د زړه ارزښتناکه ونډه و مونده د داسې مرکزونو په جوړولو پيل وکړ چې د زړه او دماغ تر منځ، او د زړه او نفسیاتي او ادراکي عواملو تر مينځ اړیکې وڅیړي..

د زړه اشارې ....
ډاکټر Paul Pearsallله تجربو وروسته
چی ډیر کلونه یی دوام وکړ، وایي: زړه شعور
لري، احساس کوي او څه یادوي، او داسې
موجونه لیږدوي چی له نورو زړونو سره د
تماس نیولو جوګه شي، او داسې معلومات لري
چی د زړه له هر وار درزیدا سره یې د بدن ټولو
غړو ته لیږدوي. ځینی څیړونکي بیا دا پوښتنه کوي چی آیا کیدای شي حافظه زمونږ په زړونو کی ژوره پاتې شي؟ Paul په خپل کتاب “د زړه کوډ” کې وایي: کله چې ته ناڅاپه له څه شي سره مخ شې او یا هم خوښ او یا خپه شې، نو په بې پامۍ کی دې خپل لاس په ټټر ږدې.

زړه دماغ ته معلومات لیږي
زړه په خپلې منظمې درزا سره د
بدن نظم کنترولوي. زړه د وینې
د پمپونکي په توګه د بدن د ټولو
غړو ترمينځ د اړیکې یوه وسیله
ده. وینه پدې توګه هرې حجرې ته ځي او معلومات له ځانه سره اخلي او بلې حجرې ته یې لېږدوي، نو معلومه شوه چې زړه حجرو ته یواځې پاکه وینه نه، بلکې له هرې درزا سره معلومات هم لیږدوي، او داهغه څه دي چې ځینې څیړونکي پرې باور لري!

د زړه ....برښنایي ساحه
د زړه د ریاضیاتو په انستیتیوت کې چې کومې څیړنې شوي دي، دې حیرانوونکې پایلې ته رسیدلي چې د زړه بريښنايي ساحه
دومره ځواکمنه ده چې زمونږ د شاوخوا په خلکو اغیز کوي، دا په دې معنی چې یو کس کولای شي له بل کس سره بې له دې چی خبرې وکړي اړیکې ونیسي!!! همدا ډول د زړه درزا په هغو موجونو (د الفا امواج) اغیز لري چی دماغ یې خپروي. هرڅومره چې د زړه درزا زیاتیږي په هماغه کچه د دماغ امواج هم زیات خپریږي.

زړه ..
د نورو په دماغ اغیز کوي

د زړه د ریاضیاتوانستیتیوت ډیرې حیرانوونکې پایلې لاس ته راوړې دي. دوی ټینګار کوي
چې کله ته بل چا ته ورنږدې شې یا هم ورسرهغږیږې او یا ورسره لاس لګوې، نو ستا د
زړه په نظام کې خاص بدلونونه د هغه د دماغ پر فعالیت انعکاس کوي، معنی دا چې ستا زړه د مقابل لوري پر دماغ اغیز کوي.
د زړه برېښنایي ساحه د دماغ تر برېښنانيي ساحې 50-100 ځله ځواکمنه ده.
د زړه مقناطیسي ساحه د دماغ تر برېښنايي ساحې 5000 ځلې ځواکمنه ده.
پوهان ټینګار کوي چی زړه له ځینو الفاظو چې آرامونکې معنی ولري اغیزمن کیږي، او د زړه د درزا فیصدي او برېښنايي-مقناطيسي ساحه هم بدلون مومي او پر نږدې خلکو اغیز کوي.

نوې کیسه ثابتوي چی زړه د ایمان مرکز دی!!
یوی انجلۍ له یوه ځوان سره واده کړی وو چې له
څو کلو وروسته يې د الحادي عقیدی له امله وغوښتل
له ژوند نه ځان خلاص کړي نو ځان یې په
تومانچه وواژه او مړ شو. مګر زړه یی کار کاوه نو
ډاکټرانو یې زړه وویست او یوه مسلمان او نیک
عمله کس ته یې ور واچاوه، دغه مسلمان وروسته
اتفاقاً د همغه ځان وژونکي کس له کونډې سره مخ کیږي او هغه په نکاح کوي، ناڅاپه دغه مسلمان د الحاد خواته اوړي، او بیا حیرانوونکې دا چې دغه مسلمان هم څو کاله وروسته کټ مټ د اصلي زړه د خاوند په څېر ځان وژني. لامل یې ډیر ساده دی او هغه دا چې: د سوچ او ادراک مرکز په دماغ کې نه، بلکې زړه کې دی، که چیرې زړه یواځې د وینې پمپوونکی وای نو دغه واقعه به له دغه سړي سره نه وای پیښه شوې. هماغه انجلۍ یی خوښه کړه او په هماغه طریقه یې ځان هم وواژه!

زړه پوهنه کښې..
د قرآن وړاندې والی
آیا قرآن زړه پوهنه کښې له غربي پوهانو وړاندی والی کړی؟!
قرآن کریم مونږ ته زړه پوهنه کې ځینې حقایق کشف کړي چې ساینس پوهانو له یوویشتمې پیړۍ نه وړاندی نه وو کشف کړي، او ننۍ روانې څیړنې مونږ ته نوي نوي حقایق کشفوي چې د قرآن اعجاز ثابتوي، او د هغو کسانو خبرې په کلکه ردوي چې ویل به یې قرآن د بشر وینا ده.

قرآن ټینګار کوي.. چې زړه د پوهې وسيله ده

لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا
دوی داسې زړونه لري چې پوهه پرې لاس ته نه راوړي.

- زړه د سوچ وسیله ده.
2- سترګه د لیدو وسیله ده.
3- غوږ د اوریدو وسیله ده.
نو ځکه الله تعالى فرمایي: (وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ
لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا
وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا
وَلَهُمْ آَذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا
أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ) [الأعراف: 179].

نو ځکه الله تعالى فرمایي:
(بې شکه مونږ له پېريانو اوانسانانو څخه د جهنم لپاره ډیر خلک غوره کړي دي،
ځکه دوی داسې زړونه لري چې حق پرې نه پیژني، او سترګې لري چی حق پرې نه ویني، غوږونه لري چی حق پری نه اوري، دوی د څارویو په شان دي بلکې له څارویو هم ډیر بې لاري دي) [الأعراف: 179].

قرآن د ادراک په اړه...
د زړه نقش ته اشاره کوي
پوهان په جدي توګه په زړه کې د دماغ په موجودیت خبرې کويچی له 40000 عصبي حجرو
جوړ شوی، په دې معنی هغه څیز چې مونږ یې عقل بولو د زړه په مرکز کې واقع دی، او همغه دماغ ته د کارونو د سر ته رسولو لارښوونه کوي. له همدې کبله خدای زړه د عقل وسیله ګرځولې چې فرمایي: (أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آَذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ) [الحج: 46].

قرآن د ادراک په اړه...
د زړه رول ته اشاره کوي
الله جل جلاله فرمایي: (أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ
بِهَا أَوْ آَذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ (آیا دوی ندي ګرځیدلي په ځمکه کښې چی هوښیار او عقلمند زړونه، اوریدونکي غوږونه یې درلودلي وای، بې له شکه چې سترګی نه ړندیږي مګر د ټټرونو په منځ کې زړونه ړندیږي) [الحج: 46].

په پوهه ..
کښې د زړه نقش
له تیرو حقائقو څخه مونږ ولیدل چې پوهان ولې د پوهې او ادراک په اړه او زمونږ د چاپیریال د څیزونو په پیژندنه کې د زړه خورا مهم نقش لري، په همدې اړه قرآن کریم وایي: (لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا) [الأنعام: 179]
نو قرآن مونږ ته د ادراک مرکز زړه ښودلی چې پوهانو دغه حقیقت ايله اوس کشف کړی دی.

د زړه...
کلک والی او نرم والی آیا شونې ده چی د قرآن له لارې له غربي پوهانو څخه زړه مخکې و پیژنو؟؟!

ډیری هغه خلک چې ځان ته مصنوعي زړونه اچوي وروسته احساس کوي چې نوی زړه یې کلک شوی همدارنګه ایمان، مینه او احساسات یې له لاسه ورکړي دي. دا هغه څه دي چې قرآن یهودو ته د الله په خطاب کې ور ته اشاره کړې:
(ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً) [البقرة: 74].
(وروسته ستاسو زړونه د تیږو په څیر او یا تر هغه هم زیات کلک شول). نو په تحقیق سره قرآن مونږ ته د زړه دوه صفتونه وښودل چې نرم والی او کلک والی دی. او دا تراوسه هم پوهانو نه دي کشف کړي.

د کفارو په اړه الله جل جلاله فرمایلي دي:

(فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ) [الزمر: 22].
د الله له ذکر څخه د کلکو شویو زړونو لپاره د جهنم کنده ټاکل شوې ده، او دوی په ښکاره بې لارۍ کې دي.
او بیا په مقابل کې د مومنانو په اړه الله تعالی فرمایي:
(ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ) [الزمر: 23].
او بیا د دوی د بدن پوستکي او زړونه د الله د یادونې پر وخت نرمیږي.

قرآن د زړه ..
حافظې ته اشاره کوي
پوهان ټینګار کوي چې د زړه هره حجره د پېښو او معلوماتو زېرمه ده، نو ځکه پوهان د زړه د حافظې په اړه غږیږي. قرانکریم دغه حقیقت ته داسې اشاره کوي چې هرڅه په زړه کې دي او الله هغه څه ازمویي چې زمونږ دننه په زړه کې دي. الله تعالې فرمایي: (وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) او د دې لپاره چې وازمويي هغه څه چې ستاسې په ټټرونو کې دي او بیل کړي هغه څه چې ستاسې په زړونو کې دي، او الله د زړونو په څښتنانو خبر دی [آل عمران: 154].

په زړه کې عصبي حجرې معلومات زېرمه کوي
زړه ..
او پوهنه
پوهان وایي چې زړه په زده کړه کښې ډیر مهم نقش لوبوي، او دا تر ټولو وروستۍ څیړنه ده او دا ځکه چی زړه ددماغو پر حجرو باندې اغیز کوي او هغو ته لارښوونه کوي. قرآن هم د زړه او پوهنې ترمينځ اړیکه ښیي او فرمایي: (وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) [التوبة: 93].
(خدای د دوی پر زړونو باندې مهرونه لګولي دي نو ځکه دوی نه پوهیږي).

قرآن د درواغو او ريښتیا ځای په نښه کوي
زړه ... او دروغ
طبي تجربې دا ښیې چې د درواغو مرکز
په ناصية (د دماغ د پاسه په وړاندینۍ
برخه د سر) کې دی، همدغه ځای د
درواغو پر وخت تر ډېره بریده فعالیږي،
او هغه معلومات چې زړه یې زیرمه کوي هغه حقیقي او ريښتیني معلومات دي، کله چې انسان په ژبه دروغ وایي نو هغه د زړه د معلوماتو په خلاف غږیږي، ځکه نو الله فرمایي: (يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ) دوی په ژبه هغه څه وایي چې په زړه کې یې نه شته. [الفتح: 11]. دلته ژبه د «ناصية» په امر حرکت کوي، نو ځکه الله دغه ځای ته دا نوم ورکړ: (نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ) دا دروغجنه او ګناه کوونکې کوپړۍ ده [العلق: 16].

زړه... او ايمان

ډیرې کیسې دا ښیي چا ته چې مصنوعي
زړه واچول شي نو خاوند یې سمدلاسه
په الله باندې ایمان لاسه ورکوي، دا
خبره څرګندوي چې ایمان په زړه
کې وي نه په دماغ کې، او همدا راز ځینې
څیړونکي په ایمان او عقیده کې د زړه پر نقش ټینګار کوي. قران د زړه دغه نقش ته داسې اشاره کوييَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آَمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ) ای پیغمبره! ته د هغو کسانو په کافریدو مه خفه کیږه چې هغوی تش په خولې د ایمان اقرار کړی مګر زړونه یې مؤمنان نه دي [المائدة: 41]. په هدایت کښې د زړه پر اهمیت تأکید کوي: (وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) که څوک په خدای ایمان راوړي نو زړه ته به یې هدایت وکړي، او الله په هرڅه باندې ښه پوهیږي. [التغابن: 11].

زړه .. او ویره

د مصنوعي زړونو څیړنو دا ښودلې ده
چې د ډار او ویرې په اړه زړه ډیر مهم
نقش لري، کله چې د مصنوعي زړه
خاوند نه د هغه د احساساتو په اړه پوښتنه
شوې نو هغه ویلي چی د هغه ویره په بشپړه توګه له مينځه تللې. نه د راتلونکي په اړه له څه شي اغیزمن کیږي، او نه اندیښنې لري. همدې خبرې ته قرآن اشاره کړې چې زړونه ویره او ډار لري: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آَيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) بې شکه مؤمنان هغه څوک دي چې کله الله یاد کړی شي نو زړونه یې ویریږي او کله چې هغوی ته آیتونه ولوستل شي نو ایمانونه زیاتیږي او په خپل رب توکل کوي. [الأنفال: 2]. او همداراز د ویرې ځاې يي زړه بللی : (وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ) او د هغوی په زړونو کې یې ویره واچوله. [الحشر: 2].

نبوي اعجاز
تر ننیو پوهانو ډېر وړاندې زمونږ
پیغمبرعلیه السلام د نفس د اصلاح په
برخه کې د زړه د ارزښت او نقش
په اړه خبره کړې، او زړه یې د
نیکۍ او بدۍ مرکز بللی، که چیرې زړه جوړ وي نو د بدن ټول نظام به جوړ وي او که چیرې زړه فاسد شي نو د بدن ټول نظام به فاسد شي، همدا ټکی مونږ د مصنوعي زړه د عملیاتو په پایله کې وينو، نو ځکه نبي علیه السلام فرمایي: (ألا إن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهی القلب) خبر اوسئ چې په بدن کې یوه ټوټه ده، که چیرې هغه جوړه وي نو ټول بدن به جوړ وي او که هغه فاسده شي نو ټول بدن به فاسد شي، پوه شئ چې هغه ټوټه زړه دی![متفق عليه].

ټټر او حافظه

دغه ټکي ته ډیر پام شوی،
هرکله چی په انسان کې زړه
یا سږي بدل شوي نو په
بدن کې لوی بدلون راغلی،
او دا ښکاره خبره ده چې
سږي او زړه د انسان په ټټر
کې موقعیت لري. نو دلته مونږ دې پایلې ته رسیدلی شو، هغه څه چې په ټټر کې دي د حافظې دنده په غاړه لري. نو ځکه الله تعالی فرمایي: (وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) د دې لپاره چې وازمويي هغه څه چې ستاسې په ټټرونو کې دي، او الله تعالی د ټټرلرونکو په حال ښه پوهیږي. [آل عمران: 156].

قران د معلوماتو په زېرمه کولو کې د سينې نقش ته اشاره کوي...

همدا ډول څه حيرانوونکي واقعيتونه هم تر سترګو شوي. د دواړو سږو له بدلولو څخه وروسته د ناروغ په شخصيت کې ژور تغيرات ليدل شوي. قران د معلوماتو او رازونو په زېرمه کولو کې د سينې نقش ته اشاره کړې: (وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) [الملك: 13]. «که خپله خبره پټه کړئ او که ښکاره يې کړئ، هغه د سينو پر خاوندانو پوره خبر دی» په ګڼ شمېر اوسنيو څېړنو کې (د سرچينو برخه وګورئ) څېړونکي په دې ټينګار کوي چې د سږو او زړه حجرات يعنې د سينې محتوی دي چې معلومات زېرمه کوي. ځکه نو الله را ته په دې اړه ټينګار کړی چې پر هغه څه پوهيږي چې په سينو کې موندل کيږي.

د زړه استقرار
لیدنو دا ثابته کړیده چې: د قرآن اوریدل د زړه حرکتونه منظموي، او تشویشونه له منځه وړي

پوهان ټینګار کوي چی د مړینې لومړی سبب د زړه د حرکت د نظام
له منځه تلل دي، او د علاج تر ټولو ښه لاره یی د هغه مستقر کول دي. دا هم ثابته ده چې بعضې آوازونه د زړه په فعالیت ښه اغیزه کوي، او د استقرار لامل يې ګرځي، نو آیا له قرآن څخه هم نور ښه آواز شته؟؟ نو ځکه الله تعالی فرمایي: (الَّذِينَ آَمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) هغه کسانو چې ایمان راوړی د الله په یادولو یې زړونه آرامیږي، خبر اوسئ چې دالله په یادولو زړونه آرامیږي. [الرعد: 28]. د دې آیت په لوستلو زړه ډیر استقرار پیدا کوي. والله أعلم.

د څیړنې پایلې
1- زړه یواځې د وینې پمپونکی نه دی بلکه هغه معلومات هم زیرمه کوي او د بدن نورو برخو ته امرونه صادروي، دماغ څاري، او په ټول بدن ولکه لري.
2- په پوهې، ادراک او فقه کې زړه اساسي نقش لري، په دې هکله قرآن د کفارو او ملحدینو په اړه اشاره کړي ده: (لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا) دوی داسې زړونه لري چی پوهه نه پری حاصلوي، او دا په طب کې د قرآن مهمه وړاندوینه ده.
3- زړه په ویرې، ډار، زده کړې، مینې او کرکې، او نورو احساساتو کښې ډېره مهمه ونډه لري، او قرآن په ډیرو مبارکو آیتونو کې دا ډول حقایقو ته اشاره کړیده..
4- ډیر لويديز ډاکټران تر اوسه هم د څیړنو د کموالي او د تجربو د کموالي له امله په دې ندي توانیدلي چې د زړه په اړه له ډېرو حقايقو پرده پورته کړي، نو ځکه مونږ له خپلو مسلمانو پوهانو نه هیله لرو چې داسې تجربې سرته ورسوي چی د زړه اهمیت زمونږ په دنیا او آخرت کې ثابت کړي. او کیدای شي چی د فاسدو زړونو د اصلاح له لارې د ډیرو ناروغیو علاج هم ومومي. والله أعلم.

په پای کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې دعا لوستلو پرته بل هیڅ څه په واک کې نه لرو:
(رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّاب) ای زمونږ ربه! وروسته له دي چي مونږ ته دي لارښوونه وکړه زمونږ زړونه مه توروه، او مونږ ته له خپل دربار څخه رحمت را په برخه کړه، یقیناً چې ته د هرڅیز ورکوونکی یې. [آل عمران: 8].

هناك 15 تعليقًا:

  1. aiseesoft fonelab khokharpc Such a nice and helpful piece of information. I’m so happy that you shared this helpful information with us. Please keep us up to date like this. Thanks for sharing.

    ردحذف
  2. 4k video downloader farooqpc I really enjoy reading your post about this Posting. This sort of clever work and coverage! Keep up the wonderful works guys, thanks for sharing

    ردحذف
  3. Excellent post. I was checking constantly this blog and I am impressed!
    Very helpful information specifically the last part �� I care for such info a lot.
    I was looking for this particular information for a long time.
    Thank you and best of luck.
    norton utilities activation code free
    adguard serial key
    araxis merge serial number
    1click dvd copy pro free download
    bitwig crack
    Crack Like

    ردحذف
  4. You have a great site, but I wanted to know if you know it
    any community forum dedicated to the same topics
    discussed in this article? I really want to be a part
    of a society where they can receive information from others with knowledge and interests.
    If you have any suggestions, please let us know. I appreciate!
    edius pro crack
    idevice manager pro crack
    coreldraw graphics suite 11 crack
    coreldraw graphics suite 2018 crack

    ردحذف
  5. if you'd want to hire a blogger, I'd be happy to do so.
    I'm sure this will be a big help to you, and I look forward to it.
    I'd be happy to help if you ever need someone to shoulder some of your responsibilities.
    My blog will link back to yours in return for writing material for yours.
    If you'd like to get in touch, please do so by email. I appreciate your kind words!
    tally erp 9 crack
    serato dj pro crack
    ms office 2016 crack
    sound forge pro crack

    ردحذف
  6. https://newcrackkey.com/window-11-activator/ You don’t have to set up a separate area to spread your imaginative textures as this program allows you to do this task anytime, anywhere?

    ردحذف
  7. I really appreciate your clever writing as a design for your blog.
    Is it a payment problem or did you receive it yourself?
    In any case, it is best to stay in writing.
    It's rare to see a webpage as beautiful as this one.
    bitdefender total security crack
    mycleanpc crack
    driver pack solution crack
    tweakbit driver updater crack

    ردحذف
  8. You are so interesting! I don't think I've read anything like this before. It's great to find someone with real ideas on this topic. Indeed ... thank you very much for starting. This site is something needed on the internet, not real!
    This is a great blog! Your site is loading too fast!
    What type of web server do you use? Can you send me an affiliate link for your web host?
    3dp chip crack
    remote desktop manager enterprise crack
    ptgui crack
    auto tune pro crack

    ردحذف
  9. I like your all post. You Have Done really good Work On This Site. Thank you For The Information You provided. It helps Me a lot.
    it Is Very Informative Thanks For Sharing. I have also Paid This sharing. I am ImPressed For With your Post Because This post is very
    is very beneficial for me and provides new knowledge to me. This is a cleverly
    written article. Good work with the hard work you have done I appreciate your work thanks for sharing it. It Is very Wounder Full Post
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack
    aiseesoft mxf converter crack

    ردحذف

  10. You are definitely the best webmaster. Location
    the download speed is amazing. You seem to be changing something.
    In addition, the content is professional. they did
    The best experience in this article! It's good that you get ideas from this post because
    and from our conversation that took place at this time.
    all my movies crack
    fifa crack
    deskproto revision crack

    ردحذف
  11. Fortunately, I stumbled upon your site (crashed).
    I ordered the latest book! I have visited various blogs, but music videos are available on this very good site. Your style is very different from my other people's style.
    english short stories with moral value english stories

    ردحذف
  12. I am very impressed with your post because this post is very beneficial for me and provides new knowledge to me.
    BurnInTest
    Malwarebytes Anti-Exploit
    Microsoft Teams

    ردحذف