السبت، 30 يونيو 2012

ځان زیندۍ کړه







وای دهمالیي دغرونوشاته یوه کوچنی سیمه وه چې واک یې دیوه عمرخوړلي ، تجربه کاراوهوښیار سړي په لاس کې و ، ناروغي ډیر بیسیکه کړی و او پوهیدی چې مرګ یې په دروازه کې ولاړ دی ، ده ایکي یو ځلمی ، مست ، اوناخبره زوی لاره ، یوه ورځ یې خپل زوی راوغوښت او ورته کړه یې : زویه ! زما دمرګ شپي رانږدي شوي دي یو وصیت درته کوم په یاد یې لره او هغه داچې که یو وخت دي ژوند سخت شو اوله ژونده دي زړه شین شو نو زموږ دقصر شاته یو
غار ده هغه ته ولاړ شه ، هلته په چت کې یو پړی راځړیږې هغه غاړي ته واچوه څو دژوند له سختیو په ارام شې .

له دي وصیت کم وخت وروسته دسپینږیري مرګ میلمه شو او له نړۍ یې سترګي پټي کړې ټوله شتمني یې ناخبره او مست زوی ته پآته شوه ، هغه بي له کوم سوچ اوفکر په عیاشیو او مستیو کې دپلار ورپاته دنیا یوه بل خوا شیندله ، او په خپأو بیلاري ملګرو یې خوړله هغه ملګري چې پلاریې څو ځله ورت ویلي و چې د دوی له ملګرتیا لاس واخله ، په کمه موده کې دپلار ګټلي دنیاپه ډیره اساني سره د دي ناخبره زوی له لاسه ووتله ، اوسمدستي یې حالاتو بدلون وخوړ ، ټولو نږدي ملګرو ورته شا کړه او ورته ویل به یې تاپه خپل لاس خپله شتمني برباد کړي ده خپل کار کوه .

د ناخبره ځوان ژوند بیخونده شو ، دي نازولي په خپل ژوند کې یوه ګړی هم په سختي کې نه وه تیره کړي نو دا سخت حالت یې نشوی زغملی او په دي وخت کې یې دپلار وروستی وصیت
ورپه یاد شو ، ل ځانه سره یې وویل : پلار ! ستا وصیت به نن په ښمر کړم اوستا له وصیت سره سم به ځان زیندی کړم ، سمدستي د خپل قصر شاته غار ته ولاړ هلته یې دپلار له وینا سره سم په چت کې ځوړند پړی ولید ، له سترګو یې وروستی اوښکي وبهیدلي او بي له ځنډه یې پړی غاړي ته کړ ..... او ځان یې ښکته پریښود ....!!

څه فکر کوئ چې مړ شوی به وې او هرڅه یې پای ته ورسیدل ؟!
ایا دا ناخبره اونازولی ځوان له داسې بدمرغه انجام سره مخ شو او که خبره بل ډول ده ؟

هوکې ! کله چې ده ځان ښکته پرېښود او دمرګ کومي ته یې ورټوپ کړل ، ځمکي ته په رسیدلو سره له پاسه دسرو اوسپینو زرو دسیکو شرنګولی باران پیل شو، په ځمکه له لویدلو سره سم یې شاوخوا غولی دسرواوسپینو په سیکووپوښل شو چې یوه لیکلي پاڼه هم پکي پرته وه په هغه کې یې پلار ورته لیکلي و :

زویه ! اوس به پوهیدلی یې چې کله سترګي سمي رڼی او وغړوې او له بیکاره ملګرو لري شې دنیا بیاهم له هیلو او امیدونو ډکه ده ، دا شاوخوا چې درته پرته ده دا زما دشتني نیمایې برخه ده چې ستا له پاره مې دلته ساتلي وه اود دي نیمایې برخي دترلاسه کولو له پاره مې دا طریقه ځکه درته غوره کړه څو سمي لاري ته برابر ، له بیکاره ملګرولاس په سر او بیځایه لګښتونه پریږدي .

ستا یاد مو لوړ کړ




هغه غږ چي هر وخت په نړۍ کي ازانګه کوي هغه آذان دی که چیري تاسو د نړۍ نقشه وګورئ نو درته څرګنده به سي چي په اسلامي هیوادونو کي اندونیزیا د ځمکي په ختیځ کي پرته ده . دا هیواد له زرهاوو ټاپووزمو څخه جوړ دی چي په هغو کي جاوا ، بورینو ، سیلبذا او سماټرا لویي ټاپووزمې دي. د اسلامی هیوادونو سهار د سیلبز د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي ، هورې چې د سهار پنځ نیمي بجې وي په افغانستان کی د شپی یو بجه کیدونکې وي له سپیده داغ سره سم د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کی د سهار آذانونه پیل سی او په یوه وخت په زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د وحدانیت او د سپېڅلي پیغمبر صلی علیه وسلم د رسالت د اعلان غږونه پورته کړي دا لړى د ختیځو ټاپووزمو څخه د لویدیځیو ټاپووزمو په لور ستنیږي چې نیم ساعت وروسته په جاکارتا کي د مؤذنانو د آذان کولو وار راځي . د جاکارتا څخه دا لړۍ په سمارټا کي پیل کیږي خو د سمارټرا په لویدیځو کلیو او بانډو کي د آذان له پیل کیدونه وړاندي د ملایا په جوماتونو کې آذانونه پیل کیږي.

د ملایا وروسته د برما وار راځي د جاکارتا څخه چې د آذانونو کومه لړى پیل سوې وي هغه یو ساعت وروسته بنګله دیش ته رارسیږي، په بنګله دیش کې آذانونه پای ته لانه وي رسیدلي چه د کلکتې څخه تر سریلانکا پورې د آذانونو لړۍ پیل سی بل لورته دا لړۍ د کلکتې څخه د بمبئ په لور اوږدېږي چي د ټول هندوستان په فضا کي د توحید او رسالت اعلانونه روان وي په سرېنګر او شالکوټ کې د سهار د آذانونو وخت وي له شالکوټ څخه تر کوټي ، کراچی او ګوادر پورې د څلوېښتو دقیقو توپير دی چې په دې وخت کې په پاکستان کې د سهار آذانونه پورته کيږي ، په پاکستان کې د آذانونو د لړى د پای ته رسېدو مخکې په افغانستان او مشهد کې آذانونه پیل سي بیا د افغانستان څخه تر بغداد پوري یو ساعت توپیر دی چي پر دې مهال په يوار په سعودې عرب، یمن، عرب متحده امارات، او کویټ کې آذانونه اورېدل کیږي.

د بغداد څخه تر اسکندریې پورې بیا یو ساعت توپیر لري چې په دې وخت کې په شام ، مصر، صومالیا او سوډان کې آذانونه شروع کیږي ، اسکندریه او استنبول په یوه لیکه کې په ترکیه کې آذانونه پیلوي د اسکندریې څخه تر طرابلس پورې د یوه ساعت ځنډ دی چې په دې ځنډ کې په شمالي افریقا کې په لیبیا او تیونس کې د آذانونو لړۍ روانه وي ، د سهار آذان چې د اندونیزیا د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي نه نیم ساعته وروسته د بحر اقیانوس وختیځو څنډو ته رسیږي، بحراقیانوس ته چې د سهار د آذان وخت نه وي رسېدلی په ختیځه اندونیزیا کې بیا د ماپښین د آذانونو لړى پيل سي خو په ډهاکه کی د ماپښین تر آذان وړاندې بیا په ختیځه اندونیزیا کې د مازدېګر آذان د هوا څپې څیروي، دا لړى په یو نیم ساعت کې جاکارتا ته رسیږي چي په ختیځو ټاپووزمو کي د ماښام د آذان وخت را رسېږي د ماښام آذانونه چې له سلبیز څخه تر سماټرا پورې رسیږي نو په دې وخت کي د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کې د ماخستن د آذانونو لړۍ پیل سي په دې وخت کي په افریقا کې د سهار د آذان لپاره د مؤذن ګوتي په غوږونو کې وي، تاسو لږ ځیر سئ ، چې د مځکي پر کره باندې یوه ثانیه هم داسې نه تیریږي چې په هغه کې دې په سلګونو او زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د توحید او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت اعلان نه کوي . او انشاء الله لوی څښتن تعالی به دا لړى د قیامت تر وررځې پورې همداسې روانه وساتي او په قران کریم کي چې الله تعالی حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دي چې:

وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (سورت الانشراح ۴)
ژباړه: ستا یاد مو لوړ کړی دی
د دغه آیت مفهوم هم له دې پورته مضمون نه ښه څرګندیږي.

الجمعة، 29 يونيو 2012

د ولاتقف مالیس لک به علم ، ایت تفسیر






هر مسلمان ته لازمه ده چې دهري موضوع په اړه اوهروخت باید په تثبت 
او کره توب سره
خبرې اوپریکړي وکړې او خامخا باید له تخمین ، ګومان او چاویلي  ډډه وکړې ، هیڅکله بایدیو کره او پوه انسان دیوې موضوع په اړه په ګوماني خبرو پریکړه ونکړې ، له بده مرغه موږ ډیرځله اورو چې خلک وایې : چاویلي ... له اوریدو ... خلک وایې ....داهغه جملي دي چې له دوی وروسته خبري ګومانونه او تخمینونه وې او له دا ډول چلند نه موږ قرانکریم په کلک منعه کړې یو :


وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ) [ الإسراء :36 ] . یعني په کومه خبر چې ته خپله علم نلرې اونه یې پري خبر هغه خبر مکوه یا هغه خبر مه نیسه ، ځکه له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کیږې .


په د ي ایت کې خورا زیات تفصیلات پراته دي اوز ه یې څو مهم دلته را اخلم

لومړي :
باید هر کار هره خبر په کره توب او ثبات باندي ولاړوې او له تخمین ، ګومان او دچاویلي له ګوماني او ظني خبرو ځان وژغورل شې او دادهرمسلمان واجب ده ځکه په ایت کې ( نهي ) راغلي ده او نهي له قریني پرته دحرمت له پاره وې . اوپه هرکار کې د تثبت او کره توب ګټه به داوې چې انسان به په هرکار کې ژر او اسانه حق ته ځان رسوې او له ګمراهي اوبیلارې به خوندي پاته شې .


دویم : دعربي ژبي قاعده ده چې فعل د (لاالناهیه ) نه وروسته راشې هغه عموم افاده کوې اودلته هم (تقف) له ( لا الناهیه) وروسته راغلی دی نو مطلب دا چې داخبره عامه ده یعني هر وخت په هرشې ، هره موضوع او هرکار کې چې څوک معلومات نلرې باید په هغه کې ونه ګړیږې او نه دي په اړه څه وایې داراز که هغه موضوع او خبره دحقوق العباد او یا حقوق الله په اړه وې . او دا عموم که یوځای له لا الناهیه نه راپیدا شوی بل لورته ( ما) هم دا عموم افاده کوې . نوباید هیڅ خبره له علم او کره معلوماتو پرته ونکړل شې


دریم : د لته د ( ولا تقف) جمله نهي ده او نهي چې پرته له قریني الصارفي راشې دحرمت له پاره وې او دلته یې له حرمت نه ګرځوونکي قرینه نشته نو دلته هم دحرمت له پاره شوه یعني پرته له علم او کره توب نه په تخمین ، ګومان او دچاویلي په خبرو پسې کیدل حرام او ناروادي اودا ځکه چې دګومان او تخمین په خبرو سره دخلکوپه منځ کې دښمنی او ستري فتني رامنځته کیږې او د دا ډول ګوماني خبرو لامله ډیر ځایه خورا لویې فتني او سترپساتونه رامنځته شوي دي 


څلرم : ( ان السمع والبصر والفؤاد ....) دا جمله د مخکي حکم له پاره علت او لامل ده ځکه (ان) تعلیلیه بلل کیږې یعني دا کار ځکه نارواده چې په اخرت کې به دغوږونو ، سترګواو زړونو نه پوښتنه کیږې چې څه مو اوریدلي څه مو لیدلي او څه مو سنجولي دي ، هره عقیده او هره خبر او فکر یاخو اوریدل کیږې او یا په لید سره معلومول کیږې او وروسته زړه ته لویږې او هلته بیا سنجول کیږې او له هغه وروسته خپلول کیږې یا تردید کیږې ،


پنځم : له دي ایت نه دا معلومه شوه چې الله دبندګانو له پاره کره او پر علمي اساساتو ولاړي خبرې خوښوې او له بي اساسه او سپکو خبرو کرکه کوې لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي : ورته وایه چې په یقین سره زما رب سپکي اوفحش خبري حرامي کړي دي {قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ...} [(33) سورة الأعراف]. 
اوداراز الله جل جلاله دعدل امر په ډیر ټینګار سره کړی دی او عدل یې په هرصورت لازمي بللی دی قرانکریم وایې : تاسو په کلکه سره دالله له پاره دعدل شاهدان واوسئ اوله یوه قوم سره دښمني دي دهغوی په اړه له عدل نه تاسو راونه ګرځوې ، تاسو عدل کوئ او عدل تقوي ته نږدي دي .{كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [(8) سورة المائدة]"([1]).


ښپږم : د ( ولاتقف ) اصل له (القفو) نه ده او دا اتباع ته وایې عرب وایې : قفوت أثر فلان (اتبعت اثره) یعني دفلانکي په پله ولاړم ، اودا خبر ښکاره ده چې انسان دخپلو افکارو او ګروهو یامعتقداتوپیروې کوې او دهغو په غوښتنه کار کوې اوس که موږ ځیرشو ډیر ځله داسې افکار یا معتقدات موندلی شو چې هغه په هیڅ شرعي اصل او اساس تکیه نلري نو شرعا د داسې افکارو او معتقداتو پیروي ناروا او قران منعه کړې ده . ولا تقف ما لیس لک به علم ،


اووم : د (ان السمع ...) جمله تعلیلیه جمله ده یعني له داسې ناروا کارنه مخ وګرځوه او داسې حرام کار مه اوره ، مه یې ګوره او مه یې سنجوه ، ځکه دغوږونو ، سترګو او زړه په څیر نعمتونه الله ددي له پاره درکړي دي چې دخیرپه لاره کې ولګول شې او دالله په شکر او ثنا کې وکارول شې ، الله بل ځای په انسان باندي خپل نعمتونه او احسانات بیانوې او وایې : الله جل جلاله هغه ذات دی چې تاسو یې دخپلو مندو له ګیډو را ایستلي یئ ، تاسوپه هیڅ هم نه پوهیدلی ،تاسوته یې داوریدوځواک ، دلیدځواک او زړونه درکړل څو تاسو دالله شکر وباسئ :{وَاللّهُ أَخْرَجَكُممِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ}[(78) سورة النحل]


اتم : په دي ایت کې سمع ، بصر او فؤاد په دي ترتیب سره ځکه ذکر شوې دي چې هرمعلومات او هره خبره په اکثریت سره د اوریدو او لید له لاري ترلاسه کیږې اوله هغه وروسته د سنجولو او تفکر له پاره زړه ته لویږې نوګواکي دادواړه د علم الات دي او څرنګه چې داوریدو له لاري د لیدپه نسبت ډیر څه ترلاسه کیږې ولي داوریدلو ځواک دیوه شې مخامخ کیدلوته اړتیا نلرې او له هري خواچې څه وې اوریدل کیدلی شې او دلیدځواک خامخا سترګو ته دمخامخ کیدلو په حالت کې کار کوې نوځکه یې سمع له بصر نه مخکي کړه ، 
اوله دي دواړو وروسته زړه ته رسیږې نو زړه یې ځکه وروسته کړ 

نهم : په قرانکریم کې د زړه له پاره دو ه توري کارول شوې دي یو فؤاد او بل قلب خو د دواړو په منځکې یود قیق او باریک فرق شتون لرې او هغه دا چې فؤاد هغه زړه ته وایې چې ګرمښت او تنده یې زیاته وې او قلب عادي زړه ته وایې هغه زړه چې د ارادو سرچینه وي د ادراک اله وي ، دعلم او عقل ځای وي دهغه له پاره دقلب په نسبت د فؤاد توري کارونه ډیره ابلغه ده 


لسم : علماء وایې الله جل جلاله انسان ته زړه ددي له پاره ورکړی دی څو شیان پري معلوم کړې 
لکه سترګي چې دلید ، غوږونه داوریدلو اودبدن نور غړي هریو دخپل کار له پاره پیدا کړي 
دي ، کله چې انسان هرغړی په خپل هغه مناسب ځای کې وکاروې چې الله دکوم کار له پاره 
پیدا کړی او تیار کړی دی نودي ته ثابت اوڅرګند حق ویلی شې اودا هغه عدل ده چې په برکت
سره یې اسمانونه او ځمکي ولاړ دي اوپه دي کې خیر او صلاح پرته ده اوڅوک چې خپل غړي 
دالله جل جلاله په شوول شویو لارو کاروې دهغو په اړه قرانکریم وایې : {أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى 
مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} [(5) سورة البقرة]. یعني دا خلک دخپل څښتن په سمه لار
روان دي او دا خلک بریالي دي . 

او که دبدن غړي دالله له لارښوونو سره سم ونه کارول شې او بیکاره پرېښودل شې نودي ته 
تاوان وایې او څښتن یې ناکام دی اوکه دبدن غړي دالله دلارښوونو په خلاف وکارول شې 
دي ته ګمراهي او بیلاري وایې اوڅښتن یې هغه څوک دی چې دالله دنعمتونو دشکر په
ځای یې له هغو نه انکار کړی دی .

زړه د ټولو بدني غړیو سید اوباچا بلل کیږې دزړه په صلاح سره دبدن ټول غړي صالح او سم
ګرځي اوکه زړه خراب او له فساده ډک شې ټول غړي دفساد لاره نیسې لکه رسول الله صلي 
الله علیه وسلم چې ویلي دي :: ((إن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب)). نو زړه ددي له پاره پیدا شوی دی چې په هغه سره پوه ترلاسه
کړل شې او شیانو ته دزړه توجه فکر او نظر بلل کیږې لکه په سترګو اوغوږونو سره شیانو ته 
توجه کولو ته لیدل او اوریدل وایې .
اوس په زړه سره یواځي علم ترلاسه کول دزړه کار نه ده ترڅو چې داترلاسه شوی علم دفکر او
تعقل په تله ونه تلل شې او بیا یې عملي نکړي نو دزړه کار داشو چې علم ترلاسه او بیا یې په 
غورا وفکر سره کره او چاڼ کړي او بیا یې پلی او نافذ کړي نو دا ډول علم چې هغه کره کړل شې
او بیا پلی شې حکمت بلل کیږې اودا حکمت چې څوک ترلاسه کړي هغه لوی خیر او ستره 
نیکمرغي ترلاسه کړه لکه قرانکریم چې وایې : {وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا} [(269) سورة البقرة].
اولکه ابودرداء رضي الله عنه چې ویلي دي : ځیني داسي خلک دي چې علم ورکړل شوی دی خو 
حکمت ندی ورکړل شوی او شداد بن اوس له هغو کسانو نه دی چې علم او حکمت دواړه ورکړل
شوي دي "إن من الناس من يؤتى علماً ولا يؤتى حكماً، وإن شداد بن أوس ممن أوتي علماً وحكماً".

یولسم : كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ، په اولئک سره سترګو غوږونو او زړ ته نغوته شوي ده 
اود اولئک په کلمه سره دعقل خاوندانو ته اشاره کیږې اوکله چې له دي اعضاو نه داخرت په 
ورځ پوښتنه کیږې نو داسې شول لکه دعقل خاوندان ، اوهرشی چې دعقل دخاوند په مقام کې 
راوستل شې نو په عربي ژبه کې هغه ته د ذوعقل عبارتونه او صیغي کارول لکه په د ي ایت 
کې : وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ} [(4) سورة يوسف]،
دلته که څه هم لمر اوسپوږمۍ دعقل خاوندان ندي خو سجده دعقلمنو کار دی او دوی هم چې 
کله دعقل دخاوندانو دکارپه حالت کې دي نو ځکه هغه عبارات ورته کارول شوي دي (رئیتهم )
ویل شوي دي (رئیتها )ندی ویل شوي 


دولسم :
دایت په وروستنی برخه کې داخبره چې له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کیږې
دعربي ژبي په څو تاکیدي ډولونو پخه شوې او مؤکده شوې ده لکه : 
1-
په پیل کې د (کل) توری راوړل شوی دی چې هغه په احاطه او شمولیت دلالت کوې ، هسي خو 
له دي پرته هم په دي توګه ویل کیدلی شوی :"إن السمع والبصر والفؤاد سُتسأل عما وقع منها كما ستُسأل عن صاحبها" خو د (کل ) توری دزیات تاکید اود معنا د تقرر له پاره راوړل شوی دی ، 
2-
په د ي عبارت کې اسم الاشاره (اولئک) راوړل شوې ده نه ضمیر اوداسې ندي ویل شوې :
"
كلها كان عنه مسؤولاً" ځکه نسبت ضمیر ته په اشاره کې تاکید زیات دی 
3-
داراز د ایت په دي برخه کې د "كان" فعل کارول شوی دی څو خبره ښه پخه او له شکه ووځي 
یعني دبدن له دي غړیو نه به خامخا پوښتنه کیږې 
4-
داراز په {كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً}: کې معمول ( عنه) له عامل ( مسؤلا) څخه په همدي موخه 
مخکي کړل شوی دی چې په دا ډول تقدیم کې هم اهتمام پروت وې که څه هم اصل باید عامل
مخکي او معمول وروسته وې ،

دیارلسم : له {مَسْؤُولاً} نه مراد مؤاخذه اونیول دي یعني دي اندامونو که په خپل تخلیقي موخه 
تګ نه وې کړی نوپه اخرت کې به نیول کیږې لکه یوچا ته چې وویل شې : ګوره ددي کار مسؤلیت 
به ستا پرغاړه وې اویا داسې چې له تانه به دخپلو کړنو پوښتنه کیږې لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي {يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ} [(24) سورة النور
یعني هغه ورځ یاد کړه چې په دوی به د دوی ژبي ، لاسونه اوپښې د دوی دکړنو شاهدي وایې .

څوارلسم : په دي ایت کې دبدیع دفن یو صنعت کارول شوی دی چې هغه ته التفات وایې التفات 
دامعنا چې په یوه کلام او خبره کې اسلوب یاد خبرو چلند تبدیل کړل شې او دلته هم داسې وشي 
دي ، په پیل کې خبره په خطاب (ولاتقف ....) سره پیل شوې ده او وروسته دغیاب توري
(
کان عنه )راغلي دي او دډول اسلوب داوریدونکي دبیداري او خبرو ته دتوجه له پاره کارول
کیږې .

پنځلسم : څرنګه چې دزړه ،غوږونو او سترګو کارونه په روا او ناروا ویشل شوې دي یعني ځیني 
داسې کارونه دي چې انسان خپل خالق دهغو له اوریدلو ، لیدلو او سنجولو منعه کړی دی نو 
انسان ته لازمه ده چې له هغو نه خپلي سترګي ، غوږونه او ېړه وژغوري او کوم کارونه چې انسان 
ته یې کول لازمي دي هغه باید وکړي .

شپاړلسم : لوی څښتن چې انسان ته داستر نعمتونه ورکړي دي نو انسان ته لازمه ده چې په ډیر 
دقت او احتیاط سره یې ساتنه وکړي او همدا ځانګړي صفات دي چې انسان یې دبهیمیت او 
حیوانیت له کندي نه دانسانیت لوړ پوړ ته پورته کړی دی الله جل جلاله د دي دریو نعمتونو 
دلوروني په اړه بل ځای وایې : {وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ
الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [(78) سورة النحل].
یعني الله تاسو دخپلو مندو له ګیډونه ایستلي یئ او بیا یې تاسو ته داوریدلو او لیدلو ځواک 
او زړ ونه درکړی دی څو تاسو شکر وباسئ ،
داراز بل ځای وایې : ......وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ} [(9) 
سورة السجدة]. یعني تاسو ته یې داوریدلو او لیدلو ځواک او زړ ونه درکړی دی لیږ تاسو 
هم شکر وکاږئ ، دلته په دواړو ایتونو کې د (تشکرون) جمله راغلي ده او مخکي کوږ وویل 
چې ددي غړیو په خپل ځای کې کارول شکر دی او بیځایه کارول یې ناشکري او ناروا ده . 
دارزا دنفاق د په رنځ چې څوک اخته یې همدا دری غړي یې خراب شوي او بیکاره کارولي وي 
لکه قرانکریم چې وایې : خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ} [(7) 
سورة البقرة]. ددوی په زړونو او غوږونو مهر ول شوی دی او په سترګو یې پردي دي ، 
داراز داخرت په ورځ جهنم ته د تلونکو خلکو نقصان او کمزوري همدا بیا ن شوي ده چې هغوی 
زړونه لرل خو په هغو یې سمه پوهه نه ترلاسه کوله ، هغوی سترګي لرلي خو حق یې نه پري لید 
او هغوی غوږونه لرل خو حق یې نه پري اوریده : وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ
قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا} [(179)
سورة الأعراف


اوولسم :
د سترګو کار دزړه او غوږونو په نسبت یوڅه کمزوری دی ځکه په سترګو سره یواځي
موجود او جسم لرونکي شیان لیدل کیږې لکه انځورونه او اشخاص او د دزړه او غوږونو کار
پراخه ده ځکه زړه غایب شیان ، معنویات او روحاني شیان هم درک کولی او سنجولی شې او دا
راز داوریدلو ځواک هم دشیانو مخامخ موجودیت ته اړتیا نه ویني اوس د زړه او غوږونو په منځ 
هم توپیر شته اوهغه داسې چې زړه علم ترلاسه کوونکی دی او داوریدلو ځواک داسې ندي هغه یواځي دعلم خبرې او معلومات زړه ته رسولی شې او دایې دند ه ده داراز نور ي مختلفي انساني 
قواوي زړ ه ته معلومات او علم ور رسوې او دعلم کار د زړه دی ،لنډه دا چې دعلم مدار په زړه 
پوري تړلی دی او کله مو چې داخبره ځان ته معلومه کړه اوس دقرانکریم یو دقت او باریکي ته 
راځو او هغه په دي ایت کې ده :أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ 
يَسْمَعُونَ بِهَا} [(46) سورة الحج].یعني دوی ولي په ځمکه کې نه ګرځې څو که دوی زړونه ولرې نو پوه به ترلاسه کړې او که غوږونه ولرې اوریدل به وکړې ، 
دمخکینیو ایتونو په څیر په دي ایت کې د سترګو یادونه نده شوې ځکه دلته دغیبي چارو خبره ده 
او دلته دچاروله پایلو نه حکمت ترلاسه کول دي چې دا دسترګو کار نده اودابل ایت هم ددي په څیر دی : أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ} [(44) سورة الفرقان]. ایاته ګومان کوې چې د ددوی 
ډیری کسان او رې او پوهیږې 

اودا خبره په دي ایت کې لا ښه روښانه شوې ده : إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ} [(37) سورة ق]. یعني په دي کې دهغه چا له پاره پند پرووت دی چې څوک زړه ولرې
او په ځیرکتیا سره داوریدلو له ځواک نه کار واخلي ، څوک حکمت ترلاسه کوې او له علم نه ګټه 
پورته کوې هغه په دوه ډوله دي یوهغه څوک دی چې حق پخپله پیدا اوپیروې یې وکړې اوحق
ته دبللو له پاره یې بل چا ته اړتیا نشې پیښه دا کس د زړه خاوند بلل شوی دی (لمن کان له قلب)
اوبل هغه کس دی چې بل چاته اړتیا لرې څو له هغه نه زده کړه وکړې او هغه ته په غوږ نیولو سره 
له هغه نه علم ترلاسه کړي او دي ډول کس ته دایت په دي جمله کې تشاره شوې ده :أَلْقَى السَّمْعَ
وَهُوَ شَهِيدٌ .

اتلسم : په دي ایت کې د دي دریو شیان ذکر د دوی داهمیت ء پر اساس شوی دی او داسې 
نده چې یواځي د دریو شیانو په کړنوبه انسان نیول کیږې بلکي انسان په خپلو نوروټولو 
کړنو نیول کیږې او پوښتنه به ورن کیږې خودا دری :{السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ} هغه شیان دي 
چې په دوی سره علم ترلاسه کیږې او د دوی په برکت انسان د حیوانیت له پوړ نه لو ړ شوی دی 

نولسم : ځیني مفسرینو له دي ایت نه شهادة الزور یا ناحقه ګواهي مراد کړي ده یعني د ولا تقف مالیس لک به علم نه مراد ناحقه ګواهي ورکول دي خو دا یو قول دی او زیاتو مفسرینو خبره عامه
بللي ده او دارز عموم غوره هم دی او دناحقه شاهدي دحرمت او ممانعت په اړه نور ایتونه هم 
راغلي دي ،

شلم : خلاصه دا شوه چې په ګومان سره خبرې کول بي له کوم کره او مستند اساس خبري کول ددي 
ایت له مخي ناروا اوحرامي د ي ، په تشو خیالونو او ګومانونوسره خبري کول ناروا او ممنوع 
دی او دا په ټولنه کې فسادونه او درني ستونزي رامنځته کوې لکه قرانکریم وایې : اجتنبوا كثيرا من الظن إن بعض الظن إثم ) [ الحجرات 12 ، یعني تاسو له ډیرو ګومانونو ډه ډه وکړئ ځکه ځیني 
ګومان ګناه ده په حدیث کې راغلي دي تاسو له ګومان نه ځانونه وژغورئ ځکه ګومان د خبرو ډیره 
دروغژنه برخه ده : " إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ، د ابوداود په یوه روایت کې راغلي دي 
د ( دوی ګومان کوې) خبره دسړي بده سپرلي ده : بئس مطية الرجل : زعموا .
یعني یوڅوک چې دا خوی لرې چې خپلي خبرې د خلکو په ویلو او دخلګو په ګومان باندي کوې 
دا ډیر ه لویه بدخویې او بداخلاقي ده 

نن زموږ په ټولنه او خصوصا په مطبوعاتو او رسنیو کې تبصري او یاراپورونه او خبرونه او په 
اصطلاح ډیری تحقیقي لیکني په ګومان او تخیلاتو ولاړي وي موږ د ډیرو خلکو په خبرو او تبصرو کې داجملي او رو او لولوچې وایې : داسې فکر کیږې ، داسې ګومان کیږې ، ویل کیږې 
ان تر دي پورې چې نن د نظر او فکرویېونه او الفاظ تقریبا د ګومان په معنا کارول کیږې ،
نو ددي کار دناروا والي او اړوندو تفصیلاتو په اړه ما ځکه په دي ایت شریف کې دومره تفصیلات
ضروري وبلل ، په ځانګړي توګه په مطبوعاتو او صحافت کې دبوختو مسلمانو او ژمنو وروڼو او ژورنالستانو له پاره مهمه بولم چې ددي ایت شریف تفصیلات دځان له پاره لارښود وټاکې او د نن په دروغواو ګومانونو ځپلي نړۍ کې یې دلاري مشال وګرځوې . 

الأربعاء، 27 يونيو 2012

زه پخوا حزبي وم !





لومړۍ دلته یوه تاریخي موضوع را اخلو او هغه دا چې دهجرت له پېښې نه ولی اسلامي 
تاریخ پیل شو؟ اسلامي تاریخ دهجرت له پیښي نه پیل شوی دی که څه هم داسلام په تاريخ كې له هجرت نه پرته نورې پېښې هم شته چې هغه دتاريخ دپيل له پاره ندي ټاكل شوې لكه درسول الله صلي الله عليه وسلم زيږېدنه ،دنبوت وركړه.، دبدرغزا ، دمکی فتحه ، درسول الله صلی الله علیه وسلم مړینه بلکی دهجرت پیښه د هجری تاریخ پیل ټاکل شوی ده دا پیښی په خپل ځای کی هم دومره لویی دی چی هره یوه ددی وړ کیدلی شی چی اسلامی تاریخ له دوی نه پیل شی خو دپایلی له پلوه تقریبا داټولی پیښی له هجرت سره تړل کیږی او هجرت هغه مهمه پیښه ده چی په دی ټولو پیښو یی اغیز پروت ده نوځکه دهجرت پیښې ته ترجیح ورکړل شوی ده . 

درسول الله صلی الله علیه وسلم زیږیدنه دمیلاد له پاره ځکه ونه ټاکل شوه چی په دی توګه به امت دده په ذات پوری وتړل شی لکه نصاراو چی خپل تاریخ دحضرت عیسی علیه السلام له زیږیدنی نه پیل کړی اسلام دمبادیو او اصولو دین دی په یوه ځانګړی شخصیت پوری تړاو نلری لکه قرانکریم وایی : وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل أفان مات او قتل انقلبتم علی اعقابکم یعني محمد یواځي دالله رسول و ، له د مخکي هم رسولان تېرشوې دي که هغه مړ یا ووژل شې نوتاسوبه له دین نه بیرته ګرځئ .کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو اوټول صحابه هک حیران اوخورا زیات خپه وو او حضرت عمر خو توره وایستله چی که څوک ووایی رسو ل الله وفات شو سربه یی ووهم په دی سخت وخت کی داسلام لومړۍ خلیفه ابوبکر الصدیق رضی الله عنه منبر ته وخوت او همدا ایت یی تلاوت کړ نو اسلام یو الهی دین دی خپل اصول او مبادی لری له دی کبله درسول الله له زیږیدنی او وفات سره هجری تاریخ ندی تړل شوی 

داراز دنبوت دورکړی موضوع که څه هم بیخی ډیره مهمه ده خو اصلا هجرت دازمینه برابره کړه چی دنبوت کار پرمخ ولاړاو له هجرته مخکی اسلام یو فردی دین واوپه ښکاره دعوت نشوی کیدلی داراز دجهاد اجازه نه وه شوی چی له اسلام نه دفاع پری وشی بناء دنبوت دورکړی پایلی له هجرت نه وروسته ښکاره شوی اوداراز دبدر غزا او دمکی فتحه هم په خپل ځای کی لویی پیښی دی خو دوی هم له هجرت نه وروسته رامنځته شوی دی او دهجرت په برکت سر ه رامنځته شوی دی نو ځکه اسلامی تاریخ له دی پیښو څخه نه بلکی دهجرت له پیښی را پیل شوی دی 

دصحابه کرامو مشوره 

عمربن الخطاب رضی الله عنه ته یوه سړی داسی سند راوړ چی په یوه سړی باندی یی پور و اودشعبان میاشت یی دپور پریکولو نیټه پکی لیکلی وه ده ورته وویل چی کوم شعبان ؟ ددی کال که دراتلونکی کال او که دتیرکال شعبان ؟څرنګه چی هغه وخت تاریخ نه و ټاکل شوی نو دا پته نه لګیده چی کوم کال مراد ده په دی سره حضرت عمر رضی الله عنه صحابه کرام راوغوښتل څو په دی موضوع بحث او مشوری وکړی اوداخبره په شپاړسم یا اولسم کال کی مشوری ته وړاندی شوی وه په دی لړ کی مختلف نظرونه وړاندی شول چا وویل چی دفارسیانو په ډول تاریخ باید خپل کړو او هغوی به دخپل باچا دمړینی او دبل دواکمنی له پیل نه تاریخ پیل کاوه اوچا درومیانو دتاریخ مشوره ورکړه خو دانظرونه رد شول دا نظرونه هم وړاندی شول چی درسول الله صلی الله علیه وسلم له زیږیدنی یابعثته اویا له وفات نه باید تاریخ پیل کړو حضرت علی کرم الله وجهه او څو نورو کسانو رأیه ورکړه چی باید له مکی نه مدینی ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت له پیښی تاریخ پیل کړوڅو په دی توګه دا پیښه ټولو ته څرګنده شی ځکه په هجرت سره دحق او باطل په منځ کی پریکړه شوی وه او له همدی ځایه دنبوت ظهور او داسلام بریالیتوب پیل شوی وپه همدی ورځ دیوه اسلامی حکومت اساس کیښودل شوی و او له همدی پیښی وروسته دجومات جوړولو لړۍ پیل شوی وه أمیر المؤمنین حضرت عمربن الخطاب او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم دارآیه خوښه کړه او په همدی خبره اتفاق راغی چی داسلامی تقویم او کلیزی پیل به دهجرت له پیښی کیږی داراز دځینی ځانګړو وجوهاتو له کبله دمحرم الحرام میاشت دهجری کال لومړۍ میاشت غوره کړل شوه 

داخبر موځکه دومره وغځوله څو داثابته کړو چې شریعت او اسلام داصولو او مباديو دین دی
او محکم او دهرپیر له پآره کره او پاخه احکام لرې لکه مخکي مو چې وویل علماء لیکي چې صحابه و داهم نه غوښتل چې اسلامي تاریخ د رسول الله صلي الله علیه وسلم له پیدایښ یا وفات سره وتړي ځکه په دي توګه بیا دا ویر وه چې شریعت به ده هغه په ذات پوري وتړل لکه عیسایت چې دهغه له 
ذات سره تړل شوی دی ،

خو له بده مرغه چې زموږ دپیر ډیری مسلمانان دین او شریعت په یوه شخص پوري تړې ځکه خو په موږ کې له شریعت پرستي نه یرو پرستي او شخصیت پرستي زیاته شوې ده او په یوچا پسې چې اقتدا وکړو بیا یې دشریعت په تله کې ن تلو بلکي دخپلي میني او اړیکو په تله یې تلو ترڅو یې چې زموږ دمیني مزی نه و پریکړی یامو اړیکي ورسره ښې وې ترهغو یې په نوم سرونه نذرانه کوو .

دروسانو پرضد دجهاد په وخت کې همدا ستونزه افغانستان شموله ګرځیدلي وه او دهري ډلي او تنظیم خلکو دخپل مشر ړنده پیروې کوله او دهغه هره خبر یې اسلام او شریعت بلل او دنورو ستر وشیخانو او وتليو علماو خبري ته یې غوږ نه نیو په ولایتونو او ولسوالیو کې موږ او تاسو په دي نارواباندي یوله له بل سره لاس او ګریوان وو او له بده مرغه چې دروسانو او اوس امریکایانو پرخلاف په جهاد کې د معیوبینو او شهیدانو تخمیني احصائيي موږ په لاس کې لرو خو دخپل منځي جګړو دله منځه تللیو مړیو کومه احصائیه نشته 

داستونزه الحمد لله ترډیره حده اوس له منځه تللي ده خو تقریبا یواځي د حزب اسلامي په 
پاته غړیو کې لا اوس هم په ښه شداو مد سره شتون لرې او دحکمتیار صاحب هره خبر دکاڼي 
کرښه او ترهرڅه پخه بولي او د هغه په تمجید او تزکیه کې یې شپه او ورځ قلمونه په لاس او په دفاع کې یې لالهانده او ستومانه دي ، او موږ وایو چې هغه طبعا انسان دی حتما به کمزوري او نیمګړتیا لرې او که یوڅوک یې په سیاستونو ا،نورو اندونو او شرعي تحقیقاتو نیوکه او نقد 
کوې دی او دوی باید په سړه سینه کره او مدلل ځواب ورته ووایې اوپه دي توګه به ډیرې ستونزي حل شې او که دوی غواړي چې ولس او هیوادوالو ته قناعت او ډاډ ورکړې نو پکار ده چې په 
ځیني تیروتنو په زغرده او میړانه سره اعتراف وکړي او که یې یوڅه نوره له وسه کیدله نو بښنه دي وغواړي 

دحزب اسلامي پر ضد لیکني او پر حکمتیار صاحب انتقادونه او نیوکي که د زړو تشکیلاتو 
او تنظیمي ډلبندیو پراساس راواخلو نو دحزب له کسانو پرته دبل هرچا نیوکه او انتقاد به تبلیغات او له حزب اسلامي سره په زړو دښمنیو حمل کړو خو اوس خبر ه بل ډول شوې ده خصوصا نن سبا 
په حزب اسلامي او حکمتیار صاحب ډیری نیوکه کوونکي هغه لیولیکوالان اوپوهان دي چې پخوا یې دحزب اسلامي غړیتوب لاره او اوس له حزب نه خپه شوې او دتل له پاره یې الوداع ورته ویلي ده او دا خبره خو دلمرپه څیر رواښانه ده چې دکاله څښتن له بل هر چا دخپل کاله په حالت ښه خبر وې .ما له داسې ډیرو کسانو سره خبري کړي دي او هغوی په پای کې په ترخه موسکا ووایې : زه پخوا حزبي وم ....

له بده مرغه چې د حزب اسلامي پاته وروڼه دداسې لیکوالانو له پاره دترنقد لاندي موضوع له پاره داصلي ځواب پر ځای دوه لاري خپلوې یو دا چې دوی وایې دا خلک منافقین دی 
او دمجاهدینو په منځ کې اختلافات اچوې او بل یې له خپل زاړه عادت سره سم دمرګ او ترور په تهدید نازوې ! خو حقیقت دادی چې دمجادینو په منځ کې داختلافاتو په تاریخ کې څوک ځلانده (!) مقام لرې هغه ټولو افغانانو ته دلمر په څیر روښآنه دي . اوپه دي دې هم پوه وې چې د اصلي ځواب پرځای له سپکو او سپورو او تهدیدونو کار اخیستل داڅرګندوې چې دوی په حقه ندي ځکه امام مالک رحمه الله وایې : کله چې یو څوک له حق نه د دفاع په لاره کې یوه بل ته ښکنځل کوې او بد رد وایې اوپه غوسه کیږې نوپوه شه چې د ده نیت خراب ده ځکه حق دا ډول دفاع ته اړتیا 
نلرې . 

بناء موږ د حزب وروڼو ته د وروري مشوره ورکوو هغه دا چې حکمتیار صاحب طبعا انسان وبولئ 
په سمه او حق کې یې ملګري اوسئ او په ناحقه او تیروتنو کې یې مخه ونیسئ او لکه صحابه کراموبه چې خپلو خلیفه ګانو ته په زغرده حق خبره کوله تاسو هم دصحابه و لار ونیسئ او لکه مخکي مو چې وویل شخصیت پرستي او هیرو پالنه په شریعت کې نارواد ه او دا ستونزه په تاسو کې له هرچا زیاته او له الله نه سوال کوم چې تاسو اوموږ ټول اصلاح او سمي لاري ته برابر کړي 
اوپه پای کې داهم وایم چې ستاسو پرخلاف چې نن سبا د ډیری لیکوالانو ژبه او لهجه ترخه او 
سخته ده هغه یې ستاسو سره دتیر شوې وخت ترجماني کوې او زما ژبه دهغوی په نسبت ډیره نرمه 
او پسته ده ځکه زه پخوا حزبي نه وم .....

وبنعمته تتم الصالحات