ځیني وروڼه د دعوتي موخوله پاره انځورونه برابروې او بیا یې
خپروې لکه دغیبت په اړه هغه انځور چې دیوه انسان مخته د
بل انسان ټوټي ټوټي غوښه پرته ده او هغه یې خوري !!
زما په اند داډول انځورونه وحشت خپروې او دا ډول انځور ترتیبول
شاید دهغه انځورګر دذهن محصول وې چې انساني کرامت
ته به ډیر نه وې ژمن اونه به دلیدونکو داحساساتو او عواطفو
پروا لرې ...
ایا له غیبت یا بلي ګناه څخه دخلکو له منعه کولو او د ګناه
دغندني له پاره توري او کلمات ندي کافي ؟!
یاپه ادبي پیرایو ، تشبیهاتو او امثالو کې زاجرانه عبارات کارګر ندي ؟
قرانکریم وایې د خدای دین ته خلک په حکمت سره راوبولئ ایا دا
ډول انځورونه تیارول حکمت دی که وحشت او دانساني کرامت تر
پښو لاندي کول دي ؟!
لطفا داډول انځورونه مه خپروئ دا انځورونه ویره خپروي او غیر مسلمانانو
ته دا پلمه په لاس ورکول دي چې ګورئ د مسلمانانو ذوقونه هم داسې
ګرځیدلي دي چې دانسان په ټوټه کولو کراهیت نه محسوسوې ........
ستاسو حامد

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق