الاثنين، 18 يونيو 2012

ښه عمل


       کیسه کا چې یوه پاچا خپل دری وزیران راوغوښتل او له هغوی نه یې دیوه عجیب کار دسرته رسولو غوښتن وکړه ! دوی دریواړو ته یې وویل چې تاسو هریو لویه کڅوړ درواخلي او دپاچا دقصصر بڼ ته ورشئ اوهر یو خپله کڅوړه دپاچا له پاره له مختلفو ښکلیو او خوږو میوو څخه راډکه کړئ ، اودایې هم ورته وویل چې ن به تاسو له یوه بل سره مرست کوئ او نه ب له بل چا ن مرست غواړئ اودا کاربه هریو پخپأه کوئ .


      وزیرانو ته دپاچا غوښتنه ډیره عجیبه ښکاره شوه  هریوه کڅوړه ور واخیستله او دبڼ  په لور وخوځیدل ، لومړي وزیر فکر وکړ چې باید داسې میوه راټوله کړې چې پاچا پري رضا او خوشاله شې نو په بڼ کې چې کومه ښه میوه ورته معلومیدله له هغي نه یې کڅوړه ډکه کړه او ډیري ښایسته میوې یې راټولي کړې ، اوکڅوړه یې وپړسوله ، 
دویم وزیر فکر وکړ چې پاچا میوه څ کوې هغه میوې ته څه اړتیا لرې او که موږ هرډول میوه ور  وړو هغه به یې هیڅ ون ګوري نو چې څه ډول میوه په لاس ورتله هغه یې کڅوړي ته ویشتله او ژر ژر یې ډکه کړه ، 
دریم وزیر له ځان سره وویل چې پاچا به هیڅکله کڅوړّ ه هم نه کړي خلاصه دهغه اوپه کڅوړو کې میوو یې سره څه ، نوپه بڼ کې یې له وښو او دونو له پاڼو په منډه منډه کڅوړه ډکه کړه او دمیوې ټولولو هیڅ تکلیف یې ونکړ ، 


         سبا پاچا دریواړه وزیران خپل دربارته له کڅوړو سره وروغوښتل کله چې دوی پاچا ته ورسیدل پاچا خپلو پولیسوته امر وکړ چې دریواړه وزیران له خپلو کڅوړو سره یوسئ او هریو ګوښی په داسې بندیخانه کې واچوئ چې هیڅوک یې نه ویني او نه څوک ورتلای شې او داراز هیڅ ډول خواړه هم مه ورکوئ او دابند به د دریو میاشتو له پاره وې ،


     کله چې هریو وزیر خپلي بندیخاني ته ورسیدی او له هریوه سره خپل کڅوړ هم و نو لومړي وزیر به ل خپلو ښکلو او خوږو میوو استفاده کوله او دری میاشتي یې په خپله کڅوړه تیرې کړي او دویم وزیر چې ګډي وډي میوي یې راټولي کړي وي هغه م یوڅه ګذاره وکړه هغه روغي به یې خوړلي او وخت به یې تیراوه ، اودریم وزیر چې واښه او د ونو پاڼی په کڅوړه کې لرلي څو شپي ژوندی و او بیا مړ شو ، 




       پایله : موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو چې په دي دریو وزیرانوکې دکوم وزیر ملګري یو ؟! موږ اوس د دنیا په بڼ کې ګرځو اوهرډول ازادي لرو ، زموږ خوښه ده که ښه عملونه جمعه کوو او که بد خو وروسته چې موږ ته دستر څښتن له لوري مرګ راشې او دقبر په تنګه سوړه کې بندیان شو نوهلته به مویواځي ښه عمل په ښمر کیږې .... 

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق