دغوره تفکر لاره
داخبر په تجربه سره ثابته شوې ده چې ډیری خلک دهغه چا
فکر اونظر خوښوې چې مینه ورسره لرې او یاباور پرې لرې او
له چانه چې کرکه لرې که دهغه نظر هرڅومره کره او دمحبوب
له نظر نه غوره وې بیایې هم ردوې !
اوداخبره هم ثابته ده چې مینه ، باور او کرکه دپوهي او معلوماتو
پر اساس نه رامنځته کیږې بلکي دا د نورو په تزکیه ، ستاینه او
شخصي انګیرنه سره رامنځته کیږې ، نو پکار ده چې هرنظر ته با
ید په سوچه عقل او له ټولو باندنیو اغیزوپاک لید سره وکتل اوخوښ
کړل شې .
اودا هغه لاره ده چې موږ کولی شو په برکت سره یې له ډیرو
داسې نظریاتو یا عنعناتو اوتقالیدو ځان وژغورو چې هغه عقلا او
شرعا دواړه ناسم وې ، مینه ، جذبات او عواطف آني او مهالیز
دي اوپریکړي یې هم بدلیدونکي او ناکره دي ، او انساني عقل
چې دمیني ، جذباتو ، عواطفو او چاپیریال په لومو کې ګیرشې
بیا یې ټولي پریکړي تقلیدي او له نورو نه په اغیز کې ترسره کیږې
نوانسان ته پکار ده چې دنګه اوغیر متاثر تعقل او مستندو شرعي
ضوابطو په لارښوونه دژوند په لارو چارو او د چاپیریال د افکارو په باره
کې پریکړې وکړې اوباید په دي اړه ډیر دقیق او باریک واوسې

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق