زما يو امريکايي ملګرى و، هغه ډېر پوهه او ستر مفکر و، چې کله مې هغه ته داخپله نظريه وړاندې کړه په پيل کې خوهغه يوڅه شکمن او دوه زړى غوندې شو او ويې ويل چې زه منم يونانيانو او روميانو نورو تهذيبونوته په ښه سترګه نه کتل او څومره اهميت يې هم نه ورکاوه خو آيا دا سمه نه ده چې ددې نيمګړتيا لامل دهغه مهال کمزوري مواصلاتي وسائل وو چې ددوى اونورې نړۍ په منځ کې خنډ وو ؟او آيا دا حقيقت نه دى چې هغه کمزورتياوې په موجوده وخت کې ترډېره حده کمې شوي دي؟
زما امريکايي ملګري وويل: بياهم اوس چې زمونږ له تهذيبي نړۍ نه د باندې څه کېږي مونږ خامخا له هغه سره دلچسپي لرو اوته داحقيقت مه هېروه ! چېدتېرې پېړۍ په وروستۍ څلوريزه کې په امريکا او اروپا کې په ختيځ وال فکر اوفن باندې ګڼ شمېر کتابونه او ليکنې ليکل شوي او خپاره شوي دي.
له دې کتابونو نه پته لګېږي چې د نن سياسي افکارو دختيځ والو قومونو ذهنونه څه ډول سوچ کولوته اړ کوي. يقيناً نن هغه لېوالتيا له نظره نه شي غورځېدلى چې دهر لويديځ وال په زړه کې پرته اوهغه داچې له نورو تهذيبونو نه څه ډول ګټه ترلاسه کېداى شي.
ما په ځواب کې ورته وويل: کېداى شي ته چې څه وايې دا تريوه حده پورې صحي وي، په دې کې هم شک نشته چې په موجوده وخت کې ديونان او روما لومړۍ اندود خپل شدت له لاسه ورکړى او اوس خلک هغومره سختي نه کوي اوداځکه چې دلويديځوالو مفکرينو زيات پوهه کسان دخپل تهذيب اوتمدن د ګڼ شمېر اړخونو په اړه له شک او ناامېدۍ سره مخامخ دي. او اوس هغوى ديوه صالح تمدن د تعمير ودانولو له پاره له نورو خواوو نه دڅه ترلاسه کولو په هڅو بوخت دي.
په دوى کې خو ځينو ته ورو ورو دا حقيقت هم روښانه کېږي چې د انسان د عروج زياتې کيسې او ډېر کتابونه کېدى شي په ځانګړې توګه دا معلومول په کار دي چې په تاريخي توګه انساني نوعه يومتجانس وحدانيت نه ده، بلکې انسان د ژوند دمعنا او موخو په لحاظ د ګڼ شمېر ګروهو لرونکو ډلو يوه مجموعه دى.
زما په اند دنورو تهذيبونو په اړه د لويديځوالو رويه دروميانو او يونانيانو له رويې نه چندانې ښه نه ده. څومره چې هغوى نورو تهذيبونو ته په سپکه سترګه کتل دوى هم هماغسې دي.
هوکې ! تاسو دا ويلى شئ چې نن هغومره تنګ نظري نه شته، اوس دخلکو د نظرياتو او ګروهو احترام کېږي خوپه ياد ولرئ چې دا پراخ نظري داسلام له پاره نه ده، بلکې داد هغو نورو ختيځ والو تهذيبونو له پاره ده چې هغه د بې روحه کالبوتونو په څېر دي اوهېڅ پکې نشته. لويديځ وال هم يواځې د تفريح او روحاني دلچسپي له پاره اړېکې ورسره پيدا کوي. دا تهذيبونه دومره بې بنياده اود لويديځ له نړيوالې نظريې نه دومره ليرې دي چې غربي اقدار له دوى نه هېڅ وېره نه لري اونه په دې تهذيبونوکې دومره توان شته چې له لويديځ سره ډغره ووهي.
ماته خپل ملګري وويل: ستاموخه څه ده ؟ ماورته وويل چې: کله لويديځ وال د هندو يا بودايي مذهب په اړه خبره کوي نوپه زړه کې يې دې حقيقت پوره ځاى نيولى وي چې زمااودده په منځ کې اساسي توپير موجود دى. کېدى شي دى کله کله ددې مذاهبو ستاينه هم وکړي. خودا ناشونې ده چې داسې فکر وکړي چې دا مذهب دده د ګروهو او نظرياتو ځاى نيولى شي او کنه ؟ په دي ادیانو او تهذیبونو کې دنوي تهذيب د ځاى نيولو وړتيا او صلاحيت نشته، ځکه خو دى ددې مذاهبو په اړه په ډېر ډاډ اواطمينان سره خپل نظريات وړاندې کوي اود هغو په اړه همدردي او زړه سوى هم لري.
لويديځ وال اقدار چې څومره پېژندګلوي له هندو او بودايي فلسفې سره لري هماغومره يې له اسلام سره هم لري، خوله اسلام سره ديوه لويديځ وال معامله بيا بل ډول ده، د هندو او بودايي مذهبونو په خلاف چې کله ديوه لويديځ وال معامله له اسلام سره شي نو سمدستي يو جذباتي عصبيت او تربګني هماغه لويديځ وال سکون او ډاډ له منځه يوسي.
کله کله زه داسې فکر کوم چې دا چلند له دې امله کېږي چې له لويديځوالو اقدارو سره د نږدېوالي له کبله اسلامي اقدار په خپل ځان کې د لويديځ د روحاني او ټولنيزو نظرياتو د مقابلې اوډغرې پوره ځواک لري.
له دې کبله ماخپل ملګري ته خپل يو پخوانى تخيل وړاندې کړ چې څو کاله وړاندې زما ذهن تخليق کړى و اوزما تخيل به له اسلام سره دهغه سخت تعصب ښه توجيه وي چې په لويديځوال ادب او اوسنيو افکارو کې دهغه څرګندونه کېږي. ما وويل چې ددې تعصب د معقول لامل معلومولو له پاره بايد دپخواني تاريخ پاڼې وپلټل شي اودې ته اړتيا ده چې داسلام او لويديځ د دوو بېلو بېلو نړيو دلومړنيو اړيکو په روحي او نفسياتي شاليد او پس منظر باندې ځان پوهه کړل شي.
د اسلام په اړه د لويديځوالو دخيالاتو او احساساتو پته له هغو انګېرنو نه لګېږي چې د ( صليبي جګړو ) په مهال پيدا شوى دي.
ماته خپل ملګري په حيرانتيا سره وويل: صليبي جګړې ! ؟ آيا ته دا ويل غواړې چې نږدې د زرو کلونو پخوانۍ پېښې به نن د شلمې پېړۍ انسان اغېزمن کولى شي ؟ ما ورته وویل :خامخا يې اغېزمن کولى شي، زه پوهېږم چې داخبره د پرتلې وړ نه برېښي، خو آيا تا داخبره هېره کړې ده چې د روحياتو د ماهر لومړنۍ موندنه له څومره بې پروايي اوناباوري سره مخ شوې وه. هغه چې مونږ يې له دې راز سره آشنا کړي يو چې ديوه بالغ انسان د غوښتنو، خويونو ، تمايلاتو او لېوالتياوو ( چې په لنډه توګه يې مونږ د ( مزاج ) او ( طبيعت ) په توري سره تعبير وو ) د لاملونو نښې دهغه د ماشومتوب ( يعنې د ژوند تعميري مهال ) په وخت کې پيدا کېږي.
نو آيا قومونه او تهذيبونه د وګړو ټولګه اومجموعه نه وي ؟ دهغو جوړېدنه او پرمختګ هم ددوى د لومړنيو دورونو له تجربو سره تړلې وي.
دماشومتوب په څېر د ډلو هم دا پيليزې تجربې ښې او يا بدې وي.کېدى شي دهغو اساس په معقوليت او هوښيارتيا سره کېښودل شوې وي اويا د ماشومتوب د ناپوهۍ اوبې تدبيري له کبله په نامعقوله توګه رامنځته شوې وي. په هر صورت ددې تجربو دتشکيکي اغېز تړاو دهغو په ابتدايي شدت پورې وي.
له صليبې جګړو نه مخکې سل کلن دور يعنې د عيسايي سنې ابتدايې زر کلن دور په اړه چې ويل کېږي چې هغه د لويديځ وال تهذيب دماشومتوب زمانه وه دا بېخي په ځاى وينا ده.
ما خپل ملګري ته چې په خپله دى يو تاريخپوه دى ورپه ياد کړه چې دا هغه دور و چې د روما د واکمنۍ په پاى ته رسېدلو سره د تياره پېړيو له تېرېدو وروسته دلومړي ځل له پاره اروپا په خپله په خپل تمدني مسلک باندې غور کول پيل کړل. له رومي ميراث پرته چې هغه تقريباً په هېرېدو و اروپا په خپلو ژبو کې نوى ادب تياراوه.
د لويديځوال مسيحيت دمذهبي تجربو له برکته فنون لطيفه ورو ورو دهغه غفلت اوشاتګ له حالت نه په بيدارېدو وو چې د المانيانو اونورو يوريشيايي بې تهذيبه قومونو له جګړئيز هجرت او بېځايه کېدلو نه پيدا شوى و. دمنځنيو پېړيو له وروسته پاته او پړسېدليوطريقو اوژوند دود نه اوس ديوه نوې تمدني نړۍ د رامنځته کېدلو هڅې کېدلې. داهغه نازک او په تعميري توګه حساس دور و چې د صليبي جګړو په صورت کې اروپا ته سخته صدمه رسېدلې وه چې په موجوده ژبه کې به هغه ته چرګه ( چرکه ) ويل ښه مناسب وي.
يوداسې تهذيب چې له ځانواکي او خوداراديت سره يې د بلدتيا ډېره موده نه وه تېره شوې کله چې په دې نازک پړاو کې له صليبي جګړو سره مخ شو نو طبعاً يې سختې ټولنيزې اغېزې ومنلې.
په تاريخي توګه دا صليبي جګړې دهغو لومړنيو او برياليو هڅو نښه وګرځېده چې اروپا دخپل تهذيبي يو والي د څرګندولو له پاره دلومړي ځل له پاره ترسره کړې وې. کومه حوصله چې دې لومړيو صليبي جګړو پيدا کړې وه هغه نه اروپا مخکې پېژندله اونه يې تراوسه پورې پېژندلى شي. په ټوله لويه وچه کې د مستي يو سېلاب راخوټېدلى و اودداسې وياړونو او افتخاراتو وخت رامنځته شوى و چې دلومړي ځل له پاره يې طبقاتي، توکميزې او جغرافيايي پولې ماتې کړې، له دې نه مخکې اروپا په ګڼ شمېر ټوکړو وېشل شوې وه. لکه: الماني، ټيوټاني، برګنډي، صقلوي، لومباړوين، سيکسن، فرينک او تارتن. لنډه داچې د قومونو او توکمونو يوه عجيبه مجموعه وه چې ددوى په منځ کې د يووالي نقطه په ډېره سختي سره ترلاسه کېدى شوى. پرته له يوڅو سرمايه دارانه واکمنيو نه چې هغه د رومي واکمنيو د پاته شونيو يادګارونه وو او ټول د مسيحيت پيروان وو خودا مذهبي کړۍ صليبي جګړو دومره کلکه او لوړه کړه چې ټولې اروپاته يې يوه ګډه موخه په لاس ورکړه چې هغه د مسيحيت نيمه سياسي او نيمه مذهبي تصور و او بالاخر يې په خپل ځاى د اروپا تهذيبي تصور وزېږاوه.
کله چې په نوفمبر کال ( ١٠٩٥ عـ ) کې په کلرمونټ (Cler Mont ) نومي ځاى کې دويم پاپا اربن (Papa Urban) دخپلې مشهورې وينا په مهال عيسائيان له دې بي سرواښي قوم سره د ډغرې له پاره رابللى و چې هغو په سپېڅلې ځمکه باندې قبضه کړې وه. نو نوموړي اصلاً په شهودي توګه د لويديځوال تهذيب سند ( Charter) اعلان کړى و اودهغه نظريه يې وړاندې کړې وه.
یادونه : دا انځور دزید نومي ځوان دی چې دمحمد اسد دسفر ملګری و

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق