ونه او شنه ګیاه دژوند اوچاپیریال له پاره ډیر اهمیت لرې
او دسیمي او وطن په ښکلا او خوندیتوب کې مهم شی دی
اوځکه خو اسلام هم د ژوند داډول مهمو توکو ته ډیر اهمیت
ورکړی دی رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ک ستاسو
کوم یوه په لاس کې د وني نیال وې او حالات داسې و چې
قیامت راتلونکی و نوبیا هم دا نیال وکرئ ، ان کانت فی ید
احدکم فسیلة فلیغرسها وان قامت القیمة ...
دحدیث له عبارت نه داسې معلومیږې چې د ونو او درختو کرل دومره
مهم دی چې که فرضا قیامت راتلونکی و هم ونه کرل ضروري دي که
څه هم په داسې حالت کې دونو کر څه ګټه نلرې خو دا خبره یواځي
دټینګار او دونو دکر داهمیت په موخه شوې ده .

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق