الأربعاء، 27 يونيو 2012

زه پخوا حزبي وم !





لومړۍ دلته یوه تاریخي موضوع را اخلو او هغه دا چې دهجرت له پېښې نه ولی اسلامي 
تاریخ پیل شو؟ اسلامي تاریخ دهجرت له پیښي نه پیل شوی دی که څه هم داسلام په تاريخ كې له هجرت نه پرته نورې پېښې هم شته چې هغه دتاريخ دپيل له پاره ندي ټاكل شوې لكه درسول الله صلي الله عليه وسلم زيږېدنه ،دنبوت وركړه.، دبدرغزا ، دمکی فتحه ، درسول الله صلی الله علیه وسلم مړینه بلکی دهجرت پیښه د هجری تاریخ پیل ټاکل شوی ده دا پیښی په خپل ځای کی هم دومره لویی دی چی هره یوه ددی وړ کیدلی شی چی اسلامی تاریخ له دوی نه پیل شی خو دپایلی له پلوه تقریبا داټولی پیښی له هجرت سره تړل کیږی او هجرت هغه مهمه پیښه ده چی په دی ټولو پیښو یی اغیز پروت ده نوځکه دهجرت پیښې ته ترجیح ورکړل شوی ده . 

درسول الله صلی الله علیه وسلم زیږیدنه دمیلاد له پاره ځکه ونه ټاکل شوه چی په دی توګه به امت دده په ذات پوری وتړل شی لکه نصاراو چی خپل تاریخ دحضرت عیسی علیه السلام له زیږیدنی نه پیل کړی اسلام دمبادیو او اصولو دین دی په یوه ځانګړی شخصیت پوری تړاو نلری لکه قرانکریم وایی : وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل أفان مات او قتل انقلبتم علی اعقابکم یعني محمد یواځي دالله رسول و ، له د مخکي هم رسولان تېرشوې دي که هغه مړ یا ووژل شې نوتاسوبه له دین نه بیرته ګرځئ .کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو اوټول صحابه هک حیران اوخورا زیات خپه وو او حضرت عمر خو توره وایستله چی که څوک ووایی رسو ل الله وفات شو سربه یی ووهم په دی سخت وخت کی داسلام لومړۍ خلیفه ابوبکر الصدیق رضی الله عنه منبر ته وخوت او همدا ایت یی تلاوت کړ نو اسلام یو الهی دین دی خپل اصول او مبادی لری له دی کبله درسول الله له زیږیدنی او وفات سره هجری تاریخ ندی تړل شوی 

داراز دنبوت دورکړی موضوع که څه هم بیخی ډیره مهمه ده خو اصلا هجرت دازمینه برابره کړه چی دنبوت کار پرمخ ولاړاو له هجرته مخکی اسلام یو فردی دین واوپه ښکاره دعوت نشوی کیدلی داراز دجهاد اجازه نه وه شوی چی له اسلام نه دفاع پری وشی بناء دنبوت دورکړی پایلی له هجرت نه وروسته ښکاره شوی اوداراز دبدر غزا او دمکی فتحه هم په خپل ځای کی لویی پیښی دی خو دوی هم له هجرت نه وروسته رامنځته شوی دی او دهجرت په برکت سر ه رامنځته شوی دی نو ځکه اسلامی تاریخ له دی پیښو څخه نه بلکی دهجرت له پیښی را پیل شوی دی 

دصحابه کرامو مشوره 

عمربن الخطاب رضی الله عنه ته یوه سړی داسی سند راوړ چی په یوه سړی باندی یی پور و اودشعبان میاشت یی دپور پریکولو نیټه پکی لیکلی وه ده ورته وویل چی کوم شعبان ؟ ددی کال که دراتلونکی کال او که دتیرکال شعبان ؟څرنګه چی هغه وخت تاریخ نه و ټاکل شوی نو دا پته نه لګیده چی کوم کال مراد ده په دی سره حضرت عمر رضی الله عنه صحابه کرام راوغوښتل څو په دی موضوع بحث او مشوری وکړی اوداخبره په شپاړسم یا اولسم کال کی مشوری ته وړاندی شوی وه په دی لړ کی مختلف نظرونه وړاندی شول چا وویل چی دفارسیانو په ډول تاریخ باید خپل کړو او هغوی به دخپل باچا دمړینی او دبل دواکمنی له پیل نه تاریخ پیل کاوه اوچا درومیانو دتاریخ مشوره ورکړه خو دانظرونه رد شول دا نظرونه هم وړاندی شول چی درسول الله صلی الله علیه وسلم له زیږیدنی یابعثته اویا له وفات نه باید تاریخ پیل کړو حضرت علی کرم الله وجهه او څو نورو کسانو رأیه ورکړه چی باید له مکی نه مدینی ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت له پیښی تاریخ پیل کړوڅو په دی توګه دا پیښه ټولو ته څرګنده شی ځکه په هجرت سره دحق او باطل په منځ کی پریکړه شوی وه او له همدی ځایه دنبوت ظهور او داسلام بریالیتوب پیل شوی وپه همدی ورځ دیوه اسلامی حکومت اساس کیښودل شوی و او له همدی پیښی وروسته دجومات جوړولو لړۍ پیل شوی وه أمیر المؤمنین حضرت عمربن الخطاب او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم دارآیه خوښه کړه او په همدی خبره اتفاق راغی چی داسلامی تقویم او کلیزی پیل به دهجرت له پیښی کیږی داراز دځینی ځانګړو وجوهاتو له کبله دمحرم الحرام میاشت دهجری کال لومړۍ میاشت غوره کړل شوه 

داخبر موځکه دومره وغځوله څو داثابته کړو چې شریعت او اسلام داصولو او مباديو دین دی
او محکم او دهرپیر له پآره کره او پاخه احکام لرې لکه مخکي مو چې وویل علماء لیکي چې صحابه و داهم نه غوښتل چې اسلامي تاریخ د رسول الله صلي الله علیه وسلم له پیدایښ یا وفات سره وتړي ځکه په دي توګه بیا دا ویر وه چې شریعت به ده هغه په ذات پوري وتړل لکه عیسایت چې دهغه له 
ذات سره تړل شوی دی ،

خو له بده مرغه چې زموږ دپیر ډیری مسلمانان دین او شریعت په یوه شخص پوري تړې ځکه خو په موږ کې له شریعت پرستي نه یرو پرستي او شخصیت پرستي زیاته شوې ده او په یوچا پسې چې اقتدا وکړو بیا یې دشریعت په تله کې ن تلو بلکي دخپلي میني او اړیکو په تله یې تلو ترڅو یې چې زموږ دمیني مزی نه و پریکړی یامو اړیکي ورسره ښې وې ترهغو یې په نوم سرونه نذرانه کوو .

دروسانو پرضد دجهاد په وخت کې همدا ستونزه افغانستان شموله ګرځیدلي وه او دهري ډلي او تنظیم خلکو دخپل مشر ړنده پیروې کوله او دهغه هره خبر یې اسلام او شریعت بلل او دنورو ستر وشیخانو او وتليو علماو خبري ته یې غوږ نه نیو په ولایتونو او ولسوالیو کې موږ او تاسو په دي نارواباندي یوله له بل سره لاس او ګریوان وو او له بده مرغه چې دروسانو او اوس امریکایانو پرخلاف په جهاد کې د معیوبینو او شهیدانو تخمیني احصائيي موږ په لاس کې لرو خو دخپل منځي جګړو دله منځه تللیو مړیو کومه احصائیه نشته 

داستونزه الحمد لله ترډیره حده اوس له منځه تللي ده خو تقریبا یواځي د حزب اسلامي په 
پاته غړیو کې لا اوس هم په ښه شداو مد سره شتون لرې او دحکمتیار صاحب هره خبر دکاڼي 
کرښه او ترهرڅه پخه بولي او د هغه په تمجید او تزکیه کې یې شپه او ورځ قلمونه په لاس او په دفاع کې یې لالهانده او ستومانه دي ، او موږ وایو چې هغه طبعا انسان دی حتما به کمزوري او نیمګړتیا لرې او که یوڅوک یې په سیاستونو ا،نورو اندونو او شرعي تحقیقاتو نیوکه او نقد 
کوې دی او دوی باید په سړه سینه کره او مدلل ځواب ورته ووایې اوپه دي توګه به ډیرې ستونزي حل شې او که دوی غواړي چې ولس او هیوادوالو ته قناعت او ډاډ ورکړې نو پکار ده چې په 
ځیني تیروتنو په زغرده او میړانه سره اعتراف وکړي او که یې یوڅه نوره له وسه کیدله نو بښنه دي وغواړي 

دحزب اسلامي پر ضد لیکني او پر حکمتیار صاحب انتقادونه او نیوکي که د زړو تشکیلاتو 
او تنظیمي ډلبندیو پراساس راواخلو نو دحزب له کسانو پرته دبل هرچا نیوکه او انتقاد به تبلیغات او له حزب اسلامي سره په زړو دښمنیو حمل کړو خو اوس خبر ه بل ډول شوې ده خصوصا نن سبا 
په حزب اسلامي او حکمتیار صاحب ډیری نیوکه کوونکي هغه لیولیکوالان اوپوهان دي چې پخوا یې دحزب اسلامي غړیتوب لاره او اوس له حزب نه خپه شوې او دتل له پاره یې الوداع ورته ویلي ده او دا خبره خو دلمرپه څیر رواښانه ده چې دکاله څښتن له بل هر چا دخپل کاله په حالت ښه خبر وې .ما له داسې ډیرو کسانو سره خبري کړي دي او هغوی په پای کې په ترخه موسکا ووایې : زه پخوا حزبي وم ....

له بده مرغه چې د حزب اسلامي پاته وروڼه دداسې لیکوالانو له پاره دترنقد لاندي موضوع له پاره داصلي ځواب پر ځای دوه لاري خپلوې یو دا چې دوی وایې دا خلک منافقین دی 
او دمجاهدینو په منځ کې اختلافات اچوې او بل یې له خپل زاړه عادت سره سم دمرګ او ترور په تهدید نازوې ! خو حقیقت دادی چې دمجادینو په منځ کې داختلافاتو په تاریخ کې څوک ځلانده (!) مقام لرې هغه ټولو افغانانو ته دلمر په څیر روښآنه دي . اوپه دي دې هم پوه وې چې د اصلي ځواب پرځای له سپکو او سپورو او تهدیدونو کار اخیستل داڅرګندوې چې دوی په حقه ندي ځکه امام مالک رحمه الله وایې : کله چې یو څوک له حق نه د دفاع په لاره کې یوه بل ته ښکنځل کوې او بد رد وایې اوپه غوسه کیږې نوپوه شه چې د ده نیت خراب ده ځکه حق دا ډول دفاع ته اړتیا 
نلرې . 

بناء موږ د حزب وروڼو ته د وروري مشوره ورکوو هغه دا چې حکمتیار صاحب طبعا انسان وبولئ 
په سمه او حق کې یې ملګري اوسئ او په ناحقه او تیروتنو کې یې مخه ونیسئ او لکه صحابه کراموبه چې خپلو خلیفه ګانو ته په زغرده حق خبره کوله تاسو هم دصحابه و لار ونیسئ او لکه مخکي مو چې وویل شخصیت پرستي او هیرو پالنه په شریعت کې نارواد ه او دا ستونزه په تاسو کې له هرچا زیاته او له الله نه سوال کوم چې تاسو اوموږ ټول اصلاح او سمي لاري ته برابر کړي 
اوپه پای کې داهم وایم چې ستاسو پرخلاف چې نن سبا د ډیری لیکوالانو ژبه او لهجه ترخه او 
سخته ده هغه یې ستاسو سره دتیر شوې وخت ترجماني کوې او زما ژبه دهغوی په نسبت ډیره نرمه 
او پسته ده ځکه زه پخوا حزبي نه وم .....

وبنعمته تتم الصالحات

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق