کیسه کا چې یو سپینږیری سړی له خپل پنځه ویشت کلن زوی
سره په ریل ګاډي کې ناست و ، ځوان ډیر خوشاله معلومیدی ، دواړه لاسونه یې د ریل ګاډي له کړکۍ نه وایستل تیزه هوایې په لاسونو لګیده اوپلاره ته یې په خوشالي او لوړ اواز وویل : پلاره ! ګوره ټولي وني زموږ له شا رارواني دي ، پلار یې ورته موسکی شو او دپلار په مخ کې یې هم دخوشالي نښي له ورایه ښکاریدلي
دوی ته نږدي میړ ه او ښځه ناست وو او د دي ځوان دي ماشومانه خبرو او حرکت ته یوڅه په هیښ کې ولویدل ، په دي وخت کې ناڅاپه ځوان بیا چیغه کړه : پلار جانه ! هاغه پوري څارویو ته ګوره ... پلاره ! وګوره وریځي له موږ سره یوځای رواني دي
دځوان په دي ناتراشه خبرو د میړه او اورتي حیرانتیا یوڅه نوره زیاته شوه ، ځوان لا هماغسي لاسونه دباندي ایستلي وو ، ډیر خوشاله و او دباران څاڅکي یې پر لاسونو لمس کول بیا یې پلارته کړه : پلار جانه وګوره باران اورې او زما په لاسونو یې څاڅکي لویږې ځوان داخبري په ډیره خوشالي سره پلار ته کولي ،
میړه او میرمن یې نور تم نشول او سپینږیري ته یې وویل : صیب تاسو خپل زوی ډاکټر ته ولي نه ولی څو یې درملنه وکړئ ؟ سپینږیري ورته وویل :
موږ همدا اوس له روغتون څخه را روان یو ، هلته ما دخپل زوی دسترګو درملنه کوله او دا نن یې په ژوند کې لومړی ورځ ده چې نړۍ یې ولیدله مخکي نابینا و !!
موږ باید هروخت په یاد ولرو چې ترڅو مو دهري موضوع په اړه ټول حقایق درک کړي نه وي باید پایلي او نتیجي اخیستني ته بیړه ونکړو
السبت، 9 يونيو 2012
بیړه مکوئ
الاشتراك في:
تعليقات الرسالة (Atom)

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق