السلام علیکم
دي انځور ته ښه ځیرشئ !
د مصر دالقاهري په میدان التحریر نومي ځای کې په سلهاو زره
مصریان دشکر په سجده پراته دي !! داڅو میاشتي مخکي مصریان
په دي میدان التحریر (دازادی ډګر) کې د وخت دمستبد واکمن حسني مبارک
پرخلاف راپورته شول نن یې هغه پاڅون ثمر ته
ورسید ، داکثریت دخوښي ولسمشر مرسي په بریالیتوب سره
نن په همدي میدان التحریر کې دشکر او خوشالي په سجده پراته دي !!
موږ له څولسیزو راهیسي په اخ او ډب بوخت یو په دي څولسیزو کې د څوڅو کلونو له پاره داسې وخت هم پرموږ راغلی دی چې یرغلګربه نه و وخوموږ بیا هم په خپلو کې سره لاس او ګریوان یامرمۍ اوسینه وو !!
د مصریانوپه دي بریالیتوب مې زړه ښه شو خوپه خپل حال مې غونی زیږ او ژړا راغله ددي انځور په لیدلو سره تاسو څه احساسوئ لطفا یواځي مې مه پریږدئ خپل احساسات او نظرونه راسره شریک کړئ ؟

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق