100
دقرانکریم اغیز !
زموږ سلمه کره خبر مو شاید ډیره خوښه شې او الحمدلله داځل داسې ښایسته او کره معلومات لاسته راغلل چې دمسلمان زړه اوبه پرې څښې راځئ په ګډه یې سره لولو :
دقرآنکريم دتاثير په هکله مويوه ډله مسلمان اويوه ډله نامسلمان عصبي ناروغان انتخاب کړل اودوى مو داسې آرامواطاقونوته بوتلل چې هلته هيڅ ډول غالمغال نه و، بيا مو دوى ته مختلفې موسيقى( ساز اوسرور) واورولې ولې له معايناتو نه وروسته مو وليدل چې ددوى په وضعه کې هيڅ بدلون ندى راغلى.
بيامو مسلمان عصبي ناروغان داسې اطاق ته بوتلل چى هلته دقرانکريم تلاوت اورول كيدل په ډير تعجب سره دعصبي سيستم د معايناتو په نتيجه کي وليدل چې ددوى عصبي فشار (%97) نورمال حالت ته راټيټ شوى.پدي وخت کې ځينو ويل چې نه دا دقرآنکريم تاثير ندى بلکه دا دعربي ژبې تاثير دى نو بيا مو دوى داسې اطاق ته بوتلل چې هلته دعربي ژبې اشعار او ترانې اوريدل کيدې خو وموليدل چې پدوى يي هيڅ تاثير ونکړ.ځينو ويل چې داد تجويد تاثير دى بيا مو هغه عربي ترانې په ډير فصاحت اوبلاغت سره دوى ته واوريدلې خوبيا يي هم پري تاثيرونكړ.
بيا ځينو ويل چې داناروغان خو مسلمانان دي اودوى دقرآن په معنى پوهيږي ځکه پدوى تاثيرکوي نو بيا مو غير مسلمان عصبي ناروغان چې له قرانکريم نه بې خبره وه هغه اطاق ته بوتلل چې هلته دقرآن تلاوت اوريدل کيده داځل مو بيا په ډير تعجب سره وليدل چې ددې غيرمسلمانو عصبي ناروغانو عصبي فشار
دقرانکريم دتلاوت په واسطه (%60) نورمال (عادي) حالت ته راټيټ شوى.
دمومنانو په زړونو قرانکریم داغیز په اړه ډیر قراني ایتونه راغلي دي چې د لته یې نشو را اخیستلی نو خبر روښانه شوه چې قراني ایتونه او دقران بیان کړي حقایق په ګڼ شمیر کې دنن په تجرپوي او سایني علومو سر ثابتیدونکي دي ، او دا لړۍ هره ورځ مخپرلوړ روانه ده خو دلته یوه ټکي ته نغوته مهمه ده او هغه دا چې دا ډول ساینسي معلومات ترلاسه کول او بیا یې له قرانکریم سر برابرول د نن ورځي د اسلامي دعوت له پاره خورا مهم فکتور او عنصر بلل شوی دی ، او دنوي ذهنیت دتسخیر او ایل کولو او اسلام ته د رابللوله پاره خورا مهمه او اغیزمنه لاره ده او دا هم ښکاره خبره ده چې دا ډول معلومات هرڅوک نشې ترتیبولی ددي له پاره کره او جیدو پوهانو ته اړتیا ده خو د دي پوهانو او علماو لیکني خپرول او تکثیر ول د
ډیرو له وسه کیږې نو په دي کار کې باید هر دردمن مسلمان ونډه واخلي .

ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق