السبت، 9 يونيو 2012

دمکي لار ( the road to macca) (۱)



 

داکتاب د وتلی مستشرق لیوپولډ ویس دیونلیک ( دمکي لار) پښتو ژباړه ده آن څو
کاله مخکي مې ددي کتاب ډیره برخه ژباړلي وه او دوخت منډو او نا ارامیو یې تکمیل ته نه
وم پرې ایښی کتاب څو نړیوالوژبوته ژباړل شوی دی ما یې دژباړي له پاره اردو او عربي ژبې
غوره کړي وي خو په دي دواړو ژباړو کې بیخي زیات توپیر ونو ما اردوټول او دعربي ژباړې هم
ځیني مهمې برخي راخیستې دي .

لیوپولډ ویس یو جرمنی دی د ده دا کتاب اصلا له جرمني څخه عربي نړۍ ته دده یونلیک او
سفرنامه ده خو ددي سفر په پای کې یې خپل دین هم بدل کړ او یهودیت یې پرېښود په اسلام
مشرف شو اویهودی لیوپولډ ویس محمد اسد شو دی په دي سفر کې افغانستان ته هم راغلی دی
او داکیسه به یې تاسوپه یونلیک کې ولولئ په غزني کې یې څه وخت تیر کړی دی او د غزني
د دهزنګي دوخت له ولسوال یا علاقه دار سره یې هم لیدلي او دهغه میلمستیا یې خوړلي ده
ده یوځا ی لیکلې دي : د دهزنګي ولسوال ته ما د اسلام دبرم او لوړ تاریخ په اړه خبري وکړې
او د دوی اوسنی حالت مې د دوی له تاریخ سره پرتله کړ ، نو هغه رآته ویلي چې تا اسلام نلی
دی ؟ ما ورته کړه : نه ، ده راته وویل : ستا زړه د مسلمان دی خو ته په ځان نه پوهیږې هوکي !
ته مسلمان یې ...
محمد اسد وایې : داسلام دمنلو تروخته زما په ذهن کې د دهزنګي دولسوال خبرو ازانګه لرله .

نورستاسو او کتاب ترمنځ لاره لنډوم او داه هم تاسو او د مکي لار :
-----------------------------------------------------------

زما کيسه


ديوې کيسې کيسه
په دې کتاب کې چې کومه کيسه بيانوم هغه په حقيقت کې د يوه داسې چا کيسه نه ده چې هغه د عامو خلکو په منځ کې د خپلو کارنامو په برکت سره لوړ مقام ترلاسه کړى وي.
داد جګړو داستان هم نه دى، ځکه ما په خپل ژوند کې څو جګړې ليدلي دي، خو هغو ته ما دومره اهميت نه ورکاوه،ځکه هغه زما په اند د ځانګړو انقلابي موخو له پاره پيل شوې وې.
اونه دا د ايمان راوړلو د هڅو د ماجرا کيسه ده چې په ارادي توګه ترسره شوي وي ځکه ايمان خو ما ورو ورو پرته له څه هڅو ترلاسه کړى دى.
زما کيسه په حقيقت کې ديوه فرنګي د اسلام موندلو، اوله اسلامي امت سره ديوځاى کېدلو کيسه ده.
زما نيت نه و چې خپله کيسه وليکم، ځکه زما په خيال کې هم دانه راتله چې زما له ژوند سره دې پرته له ما بل څوک دلچسپي ولري. خو کله چې کم اوزيات شل کاله وروسته لويديځې نړۍ ته ولاړم اود کال (١٩٥٢عـ) په لومړيوشپوکې اول پېرس اوبيانيويارک ته راغلم نوخپله اراده مې بدله کړه.
کله چې ماپه ملګرو ملتونوکې د پاکستان د استازي په توګه خپله دنده ترسره کوله هغه مهال طبعاً زه دخلکو دتوجه او پاملرنې وړ وګرځېدمه او اروپايي او امريکايي ملګرو او پېژندګلو خلکو به زما په اړه خبرې کولې.
په پيل کې خودوى فکر کاوه چې زه ديوه اروپايي ماهر او پوهه په توګه له يوه ختيځ وال حکومت سره دکومې ځانګړې موخې له پاره کار کوم او ما يواځې د آسانتيا له پاره دهماغه ختيځ قوم ژوند دود غوره کړى دى.
خوپه ملګرو ملتونو کې زما کارنده ونډې دوى ته دا خبره روښانه کړه چې زه نه يواځې دخپلې دندې په خاطر له اسلامي نړۍ سره يوځاى شوى يم بلکې په فکري اوجذباتي توګه هم د اسلامي نړۍ له سياسي اوتهذيبي موخو سره متحد اويوغږى شوى يم.
نوله ملګرو سره يوډول اندېښنې پيدا شوې اوله مانه زما د تېر ژوند په اړه پوښتنې پيل شوې. د پوښتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېده خو آخر په لنډ وخت کې هغوى خبر شول چې ماخپل ژوند دنړيوالو ورځپاڼو دباندني خبريال په توګه پيل کړى. د منځني ختيځ په ټولو هيوادونوکې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته بالاخر په کال ( ١٩٢٦ عـ ) کې مې د اسلام راوړلو نيکمرغي په برخه شوه، د اسلام له راوړلو وروسته شاوخوا شپږ کاله په عربي هيوادونو کې پاتې شوم اوله باچا ابن سعود سره مې نږدې اړېکې لرلې. بيامې عرب پرېښودل اوهند ته ولاړم ، هورې مې له ستر مسلمان مفکر او شاعر محمد اقبال سره وليدل.
اقبال هغه څوک دى چې د پاکستان د وجود لومړى انځورګر بلل کېږي. ما غوښتل چې له هند نه ختيځ ترکستان، چين او اندونيشيا ته ولاړ شم خو نومړي له مانه وغوښتل چې دا سفر پرېږده اوپه هند کې پاتې شه ! څو ددې اسلامي هيواد په فکري توکيو او ترکيبي عناصرو کې له ده سره مرسته وکړم، هغه فکري توکي چې ترهغه مهاله د نوموړي په ذهن کې د تت خوب په څېر خپ پراته وو خوبياهم زما او اقبال په اند دې تت خوب هغه يواځينۍ لاره راته په نښه کوله چې په هغې باندې په تګ کولو سره مونږ د اسلام ويدې ارزوګانې وېښولى شواى.(1) اويوداسې سياسي ګوند مو جوړولى شواى چې د هغه غړي به دقوم او توکم په مزي نه بلکې د موخو او اهدافو د يووالي په تار سره تړلي وو.
ما ددې کار ترسره کولو او پوره کولو ته اوږه ورکړه اوپه کلونو کلونو مطالعه، ليکنو او ويناوو بوخت وم، تردې پورې چې ما د اسلامي قانون او اسلامي تهذيب د شارح او وياند په توګه شهرت ترلاسه کړ.
کله چې په کال ( ١٩٤٧ عـ ) کې پاکستان جوړ شو ، زه د پاکستان د حکومت له خوا ديوې نوې څانګې په منظم کولو او څارنه وګمارل شوم ، چې هغه ( نوې اسلامي بيا ودانونه )(٢) نومېده او موخه يې د هيواد او ملت په اړه د اسلام د منل شوي تصور تفصيل اوروښانه کول و، چې له هغه نه دى نوي سياسي ګوند ګټه پورته کولى شوى.
په دې څانګه کې له خورا زياتو هڅو وروسته زه د پاکستان خارجه وزارت ته تبديل شوم او هلته دمنځني ختيځ د چارو د مسئول په توګه وټاکل شوم اوما دپاکستان اونورو اسلامي هيوادونو دخپل منځي اړيکو د ټينګولو له پاره هڅې پيل کړې. په آخر کې په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له پلاوي سره يوځاى کړل شوم .
له دې ټولوپېښو نه يواځې داخبرنه څرګنديږي چې اسلامي ملت يوه اروپايي ته په غېږ کې ځاى ورکړى دى اوددې ملت په وګړو کې يو تن زيات شوى دى. بلکې له دې نه داخبره هم څرګنديږي چې دې کس په شعوري توګه اود زړه له کومي خپل ځان له يوه ځانګړي تمدني چاپېريال نه د بل مخالف چاپېريال په لوري لېږدولى دى.
دايوحقيقت و چې زما نږدې لويديځ وال ملګري يې په حيرانتيا کې اچولي وو اوددوى زړونو ته داخبره نه لوېده چې يوداسې څوک چې دهغه پيدايښ او روزنه په نګه لويديځ وال چاپېريال کې شوې وي هغه به څنګه په دومره مينه او ورين تندي سره پرته له څه ستونزو ځان اسلامي نړۍ ته سپاري !؟ اودا څه ډول ممکنه شوه چې خپل پلرنى لويديځ وال تمدن يې په اسلامي تمدن بدل کړ او آخر هغه کوم لاملونه دي چې دى يې ديوه داسې مذهبي او ټولنيزي موخو غوره کولو ته اړ اېست چې هغه دده د لويديځ والو په اند د اروپايي اقدارو اوموخو په نسبت په ډېر ټيټ پوړ کې راځي اوهغوى چندانې په درنه سترګه نه ورته ګوري.
زه به په خپله په دې سوچ کې وم چې ولې زما لويديځ وال ملګري اسلامي اقدار د لويديځ له هغو نه کم ګڼي ؟ آيا په دوى کې کوم يوه هم په مستقيمه توګه د اسلام له ( اصلي روح ) سره د آشنايي پيداکولو زحمت کړى دى ؟ او که ددوى رايې يواځې په هغو زړو او پرسوده نظرياتو ولاړې دي چې له مخکينيو نسلونو نه په تواتر سره دوى ته رارسېدلي دي ؟
په خوا رومي او يوناني اندودونو نړۍ په دوو برخو وېشلې وه: چې ديوې برخې استازيتوب روميانو اويو نانيانو کاوه اوپاتې برخه يې د وحشيانو او بې تهذيبه خلکو نړۍ بلله.
اوس هم دلويديځوالو په ذهنونو کې هماغه زړه نقشه پرته ده ، دنړۍ په کومه برخه کې چې څوک دلويديځوالو له تهذيبي کړۍ نه د باندې وي هغوى ته دوى په ښه سترګه نه ګوري.
د روميانو بلکې آن د يونانيانو له زمانې نه اروپايي تاريخپوهان او مفکرين په دې عادت شوي دي چې دنړۍ تاريخ ته يواځې د اروپا د تاريخ اود لويديځ د تمدني تجرباتو په سترګه ګوري.
لويديځ وال دنړۍ نورو تهذيبونو ته هغه مهال اهميت ورکوي چې د هغو داخلي لاملونه دکوم غربي په څټ کې غوټه کړي.ځکه خو دلويديځ والو په اند دنړۍ تاريخ اوګڼ شمېر تهذيبونه دلويديځ د پراخوالي په معنا دي اود ټولو سرچينه لويديځ بولي.
ښکاره خبره ده چې د نظر دومره تنګوالى پرته له يوې غلطې خاکې او نيمګړي سوچ نه نور هېڅ نه شي کېداى. ځکه هغوى په پيل کې لا دداسې کتابونو او ليکنو دمطالعې عادت شوي دي چې په هغو کې ددوى د تهذيب په اړه معلومات په ښه تفصيل سره بيان شوي وي اود نورې نړۍ د معلوماتو له پاره له سطحي مطالعې نه کاراخلي.
بناءً په فطري توګه اوپه ډېره آسانۍ سره يو اروپايي يا امريکايي په دې غلطي کې راګېر کېږي چې دلويديځ تمدني تجربات نه يواځې دنورې نړۍ له هغو نه لوړ دي بلکې پراخه هم دي. اوفکر کوي چې يواځې لويديځ وال ژوند دژوند ښه لاره ده، ياپه بل عبارت : کومه علمي نظريه يا ټولنيز او اخلاقي اقدار چې په لويديځ وال معيار پوره نه وي يقيناً چې هغه د لويديځوالو په اند ټيټ مقام لري.
د يوناني او رومي اندود په پيروي سره يو لويديځوال طبعاً داسې سوچ ته تمايل لري چې دنړۍ نور ټول تهذيبونه د پرمختګ په هغه لاره کې چې لويديځوالو په ډېر برياليتوب سره پر مخ بيولې ده، خنډونه پيدا کوي اودې ټولو تهذيبونو ته ديوې ناقصې اونيمګړې تجربې په سترګه ګوري، اوکه زيات شي بيا دې تهذيبونو ته يواځې په دومره مقام ورکولو سره قانع کېږي لکه په توکميزه توګه يې چې دموجوده لويديځوال تهذيب په مقابله کې دهغه مخکنيو تهذيبونو ته ورکړى و.
يعنې زمونږ د ژوندانه په کتاب کې دنړۍ نور ټول تهذيبونه يوپه بل پسې د مختلفو څپرکو اوبابونو په څېر دي. چې په وروستي څپرکي اوباب کې يې پايله څرګنديږي اوددې وروستي څپرکي استازيتوب نوى لويديځوال تهذيب کوي.
ګواکې د ارتقا او پرمختګ په لاره کې دانور تهذيبونه دخپو او زړو نښو په څېر دي چې دې وروستۍ موخې ( نوي لويديځوال تهذيب ) ته د رسېدو په لاره کې پاتې شوى دى او اوس ګټه نه لري.

نوربیا

هناك تعليقان (2):

  1. ماشا الله
    ډیره مننه وروره
    په قلم دې برکت شه
    ما هم ډیر وخت غوښتل دا کتاب وژباړم
    اوس مې سترګې یخې شوې چې دا دی الله ستاسې په لاس دا کار تر سره کړی دی. الله دې اجرونه درکړي
    بلاګ مې دې خوښ شو. الله دې لا توفیق درکړي
    ورور دې
    حميدي

    ردحذف
  2. حمیدي وروره ډیره منن خوشاله اوسې او داچې زما بلوګ دي هم خوښ کړی منندوی مو یم ستاسو بلاګ مې هم ولید ډیرپه زړه پ،رې او ښایسته ده بریامو غواړم

    ردحذف